د ملکي کولو پروګرام

د بې وسلې کولو د پروګرام د خلاصولو له پاره د دفاع په وزارت کې بدلونونه

د ملکي کولو پروګرام

د بې وسلې کولو د پروګرام د خلاصولو له پاره د دفاع په وزارت کې بدلونونه

افغان حکومت په دې لټه کې ده چې په دفاع وزارت کې نوي بدلونونه اعلان کړي چې دا به په هيواد کې د مليشو د بې وسلې کولو د بهير په مخ کې د يوې نوې لارې پرانيستل وي، چې دا به د آزادو ټاکنو له پاره چې ښايي په راتلونکي کال کې تر سره شي، يو ډير اساسي ګام وي.


آى ډبليو پي آر ته داسې پته ليګيدلې چې د دولت ريس حامد کرزى د خپل کابينې سره د دفاع د وزارت له پاره د يوه نوي تشکيل په هکله چې ټول قومونو او توکمې به په کې ګډون لري غږيدلى.


د بې وسلې کولو او ملکې ژوند ته د ليږدولو پروګرام چې ټول يې د ډي ډي آر په نامه پيژني بايد په جولاى کې پيل شوى وى، خو نړيوالو مرستندويو دې اجازه ورنه کړه، تر څو د هغوى په اند واضح او اساسي بدلونونه په پرسونل کې نوي منځ ته راغلي.


برخلاف د نورو جګړه ځپلو هيوادو، چير ته چې ملګرو ملتونه د ملکي کولو پروګرام مخته وړي، په افغانستان کې افغان حکومت او په ځانګړي ډول د دفاع وزارت د ډي ډي آر مسووليت لري.


خو د ٢٠٠١ کال له آخرو نه را په دې خوا چې د تاجک توکمې جمعيت اسلامې ډلې ځواکونه چې کابل ته را ننه وتلي، د دفاع وزارت ټول د دوى په لاس کې دى او نور توکمې په کې ځاى نه لري.


د جمعيت مشر محمد قسيم فهيم د دفاع وزير دى او په لسګونو زره جهادي مليشه چې د شمال دې ټلوالې سره تړاو لري ټوپک په لاس لري. دوى تش په نامه د دفاع وزارت د قوماندې لاندي دي او له افغان ملي اردو نه چې تر اوسه يوازې ٥٠٠٠ روزل شوي سرتيري لري، بيل دي


په داسې حال کې چې زورواکي او نښتې په ټول هيواد کې لا شته، د افغانو مجبورول بې وسلې کيدو ته به ډيره سخته خبره وي. ځينې سيمه ئيز مليشه به ځانونه بل کل بيل کړي، کله چې پوه شي چې مرکزي نظامي دستګاه د يوه تنظيم په لاس کې ده.


دغه ټينګارونه د بدلونونو په هکله د ملګرو ملتو د خاص دفتر يوناما او جاپان حکومت له خوا چې له هغو ٥٠ ميليونو چې د په دغه پروګرام کې لګيږي، د ٣٥ ميليونو ژمنه يې کړې، راځي


د ډي ډي آر له پاره د جاپان ځانګړي استازي کينجي ايسيزاکي وويل چې زموږ دريځ ډير واضح دى. تر څو چې موږ په دفاع وزارت کې داسې يو بدلون ، د ټولو خلکو د منلو وړ وي و نه وينو، موږ به دا پروسه پيل نه کړو.


ايسيزکي په دې ټينګار وکړ چې په ډي ډي آر دا پلان نه لري چې ټوپک له کسانو نه وخلي، هغه هم داسې هيواد کې د چې دټوپک لرل يو ډير مروجه خبروي، ډي ډي آر غواړي(( نظامي تشکيلونه له منځه يوسي.))


د دفاع د وزارت د ډي ډي آر له کميسون نه پاينده محمد آى ډبليو پي آر ته وويل چې دوى د دوه ويشتو کسانو د بدلون وړانديز کړى او هرې کرسى له پاره مو څلو کسه کرزي ته پيشنهاد کړي او هغه آخيري تصميم نيسي.


پاينده محمد وويل (( موږ د دغو بدلونونه ځکه کړى چې خلک و هڅوو چې په دفاع وزارت باندې باور پيدا کړي.))


خو د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه انجنير واصل بيا ونه غوښتل چې د دهغو نومو په هکله چې وړانديز يې شوى او يا کله به دا تعينات وشي، څه ووايي. د وويل: (( دا معلومه نه ده چې کله به اعلان شي. دا تر اوسه راز دى او هغه وخت چې کرزي امر ورکړ نو دا به بيا اعلان شي.))


د دغې پروسې کې د ورو پر مختګ دا وير رامنځ ته کړى چې ګواګې تر راتلونکي ټاکنو پورې چې په راتلونکي جون کې به پلي شي، په پوره اندازه وسلوال کسان به بي وسلې او ملکي ژوند ته ليږدول شي او که نه خو واصل وويل چې دى پوره باورلري چې ډي ډي آر به له ټاکنو له مخه پاى ته ورسيږي.


ايسکيزي هم په همدې ډول خوشبينه ده او وايي چې هر څومره ژر چې دا نوي بدلونونه په دفاع وزارت کې رامنځ ته شي، نو دا برنامه به دومره اوږده موده ونه نيسي. ده زياته کړه(( په سيره ليون کې په يوه کال کې ٥٠٠٠٠ کسان بې وسلې شول. او دلته داخو مليشه هم نه دي بلکه د پخواني اردو سرتيري دي او دا به ډيره په چټکى مخته لاړه شي.))


١٩٩٩ کال وژنې په ختيز تايمور کې ټولې دنيا ته يو درس وه چې که چيرې له انتخاباتو نه دې مخې وسلوالې ډلې بې وسلې نه شي نو څه به پيښ شي.


د ډي ډي آر پروګرام لومړى وسلې او وسله کسان چې په بيلابيلو ډلو پورې تړلي دي، شميري او بيا دوى بې وسلي کوي او ځينې يې په اردو کې استخداموي. ډيرې ستونزي په مخ کې دي په ځيني ځايو کې بې وسلې کول په غير رسمې ډول تر سره شوي او غښتليو سيمه ييزو قوماندانو له خپلو ضعيفو دښمنانو نه وسلې ټولې کړي دي.


ان په کابل کې چې مرکزي دولت يو څه غښتلى ده د مليشو خاکې جامې په عام ډول تر سترګو کيږي او داسې نه ښکاري چې ګواکې د دفاع وزارت دې هڅه کوي چې مخه يې ونيسي د کابل ګارنيزون چې د سوله ساتو ځواکونو مرکز شاته پروت دى هم له داسې پوځونو څخه دى.


جنرال محمد شريف چې دې ګارنيزيون يو لوړپورى چاروکى ده داسې فکر کوي چې د بې وسلې کولو پروګرام به د ده په سرتيريو تطبيق نه شي. دى وايي: (( موږ د ډي ډي آر په پروګرام کې شامل نه يو او که چيرې په ګارنيزيون کې ريفورم هم راشي موږ حاضر نه يو چې خپلې وسلې تسليم کړو.))


د کابل په شمال کې د آى ډبليو پي آر خبريال د جمعيت له يوه سرتيري سره په پروان ولايت پورې مربوط دى وغږيد، د بې وسلې کيدو ورسته ژوند په هکله يې تشويش درلود.


د پنځمې قولې اردو د دوهمې فرقې يو سرتيري عبدالمجيب وويل: (( موږ پرته له جګړې او ټوپک نه بل څه نه پوهيږو نو که موږ خپلې وسلې وسپارو نه موږ هيڅ راتلونکى ونه لرو.))


د ډي ډي آر د برنامه له لارې به بې وسلې شويو سرتيرو ته ملکې دندې او روزنې ورکړل شي. د دوهم فرقې قوماندان جنرال مولانا عبدالرحمن ګواښونه يې وکړه چې: (( که چېرې دغو بې وسلې شويو خلکو ته کار برابر نه شي نو دوى به په تخريبي اعمالو لاس پورې کړي او ډير خرابه عواقب به ولري.))


خلک بيا هيله من دي چې دا برنامه به بريالى وي خو چې دا به څومره بريالى وي دوى لا هم تشويش لري.


د کابل اوسيدونکى محمد شاه غواړې چې وويني چې داپروسه داسې يوه وضع منځ ته راوړي چې په کې مرکزي حکومت غښتلى شي او عادلانه او آرامه ټاکنې تر سره شي.))


د ټينګار وکړ: (( د دفاع په وزارت کې بايد د ټولو توکمو غړي وي له وزير نه نيولې تر يو ټيټ کسه پورې ځکه بې له دې به د وسلو د ټولولو برنامه بريالى نه شي.))


د کاپيسا د ولايت اوسيدونکي فقير شاه وويل: (( چې رباني د ټوپک په زور څو کاله حکومت وکړ وسلوال کسان هغه څه چې زړه يې غواړي کوي.))


آزاد خبريال رحيم ګل ساروان او دانش کړوخيل د آى ډبليو پي آر ايديتر او خبريال په کال کې


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists