Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د مغارو اوسيدونکي خپله راتلونکى تياره ويني

هغه کډوالى کورنۍ چى د بودا ورانو شويو مجسمو ته نژدى يي پناه اخيستى خپلى هيلى له دى امله له لاسه ورکوي چى په زور سره اړ کړاى شوي چى خپل ځايونه پريږدي.
By Danesh Karokhail

هغه مهال چى واکمنو ژمنه وکړه چى د باميانو د بودا ورانى شوى مجسمى چى نړيوال شهرت يي درلود بيا جوړى کړى، په سل ګونو کډوال چى له دغو مغارو څخه يي د موقتى سرپناه له پاره کار اخيسته ليرى کړي. اوس پداسى حال کى چى ژمى د رارسيدو په حال کى دى دا کورنۍ داسى کوم ځاى ځايګى نه لري چى ولاړ شي او د بيا جوړونى کار هم لا نه دى پيل شوى.


د روان کال د مۍ په مياشت کى، واکمنو نژدى ٦٠٠ اوسيدونکي نورو سيمو لکه د سنګ چسپان کلي ته چى د باميانو څخه دوه کيلو متره ليرى دى، او د سور ګل درى درى ته چى ليرى پرته سيمه ده انتقال کړل. دغو خلکو د نامناسبو خيمو او محدودو آسانتياو سره خپل ژوند ته دوام ورکوه.


محمد حسين چى په سورګل کى له خپلى کورنۍ سره په خيمه کى اوسي وايي: په دغه دښته کى چى موږ اوسيږو اوبه نه شته او هر څوک د تلواره څخه چى ليرى پروت کلى دى اوبه راوړي.


يوى مور چى نه يي غوښتل خپل نوم واخلي وويل: زموږ ماشومان ناروغه دي ځکه چى اوبه نه شته. دوى د نس ناستى او نمونيا په ناروغيو اخته دي او د دوى له پاره درمل هم نه شته.


د باميانو د ولايت د کډوالۍ چارو استازي طاهر جويا ادعا وکړه چى نړيوال سازمانونه خپلى هغه ژمنى نه تر سره کوي چى کډوالو ته يي د سرپناه او کرونو او د بدرفت د سيستمونو د جوړولو له پاره کړى وى. هغه وويل موږ په مکرر ډول له دوى د مرستى غوښتنه کړى او دوى تر اوسه څه نه دي کړي.


خيريه موسسى ټينګار کوي چى د ټولو ستونځى به حل کړي. پيتر ماکسويل د ملګرو ملتونو سيمه اييز استازى چى په دى وروستيو چى د سورګل په دره کى د کډوالو سره د خبرو اترو له پاره يي د مرستندويه موسسو مشري کوله وويل: دوى له بى ځايه شويو خلکو سره موافقى ته رسيدلى چى هغوى به هلته پاتى شي خو په دى شرط چى ورته کور، بريښنا او اوبه ورکړ شي.


پيتر مکسويل وويل: هزاره ګان، تاجکان او پښتانه ټول په دغو موقتي سيمو کى حضور لري، که څه هم دا لا څرګنده نه ده چى دا درى واړه توکميزه ډلى غواړي سره يو ځاى اوسي او که جلا.


پداسى حال کى چى د بى ځايه شويو خلکو د ځاى پر ځاى کيدو په اړه بحث لا کم شوى نه دى، نويو کډوالو کورنيو په مغارو کى پناه اخيستى. د هغوى په آند دا سمڅى پراخى دي چى په دوبي کى سړه هوا لري او د نورو ځايونو په پرتله د سرپناه له پاره ښه ځاى دى.


يو له دلايلو چى کډوال دغه ځاى ته لومړيتوب ورکوي دا هم دى چى له بمباريو څخه په امان کى د پاتى کيدو له پاره ښه ځاى دى. اساسي ټکى خو دا دى چى د طالبانو د حکومت پر مهال چى ډير کلى يي له خاورو سره برابر کړل د خلکو پام يي دغه ځاى ته ور واړوه.


له نورو ولسواليو څخه خلک د وچکالۍ او د خوراکي موادو د کموالي له امله مغارو ته تيښته کوي. دغه ځاى خلک د دى له پاره هم راجلبوي دلته راجلبوي چى سيمه اييزه ښوونځي او کلينيکونه لري چى د دغه ولايت په ډيرو برخو کى نه شته.


د باميانو د واکمنو له اجازى پرته دا مغارى بيا ډکى شوي دي. جويا وويل: موږ لا تر اوسه د نويو خلکو په وړاندى ګام نه دى اخيستى، خو مخګى له دى چى د بودا د مجسمو د بيا جوړولو کار پيل شي دوى به له دى ځايه ويستل شي.


دا به پر واکمنو او نړيوالو سازمانونو بل اضافي بار وي چى بايد په چټګۍ سره د ژمي تر رارسيدو وړاندى کار وکړي او د دوى له پاره سرپناه او نورى آسانتياوى برابرى کړي.


علي حسين وويل: د کهمرد په سيمه کى جګړه ده او ما خپله کورنۍ دغو مغارو ته راوستى. ما فکر کوه چى موږ به محفوظه يو خو اوس دوى غواړي ما له دغه ځايه هم وباسي. زه نه پوهيږم چيرى ولاړ شم.


دانش کروخيل په کابل کى يو خپلواک خبريال دى.