د مشرف ګډو وډو ويناوو له افغانانو څخه لاره ورکه کړې ده

اسلام آباد د طالبانو د اوسېدو پر ځای او دا چې د هغې پړه د چا په اوږو باندې پرته ده، په کابل لفظي بريدونه کوي.

د مشرف ګډو وډو ويناوو له افغانانو څخه لاره ورکه کړې ده

اسلام آباد د طالبانو د اوسېدو پر ځای او دا چې د هغې پړه د چا په اوږو باندې پرته ده، په کابل لفظي بريدونه کوي.

Thursday, 28 September, 2006
. خو افغاني شنونکي بيا د هغه د ضد او نقيضو وينا ګانو له امله اندېښمن دي، چې بيلا بېلو لوريو، لکه کابل، لويديځ او پاکستاني ولس د تېرايستلو لپاره يي کوي.



د روان کال د سپتمبر د مياشتې په شپږمه کابل ته د مشرف د سفر موخه يوه ګډه هڅه وه، ترڅو د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو خواوو ته د بغاوت مخه ونيول شي.



د نوموړو هېوادونو تر منځ 2200 کيلومتره غځېدلې اوږده ګډه پوله په غرنيزه برخه کې پرته ده، چې پنځه کاله وړاندې د طالبانو له رانسکورېدوڅخه راوروسته ترې ياغيان په خپله خوښه په خوندي توګه تېريږي او را تيريږي.



د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې افغان حکومت تل په پاکستان باندې تور اچوي، چې د طالبانو په وړاندې سمه مبارزه نه کوي. له نښو نښانو داسې بريښي، چې ياغيان په شمال لويديځ ايالت کې روزل کيږي او جګړې ته په کې جلب او جذب روان دی. هغه ځای د امريکا د متحده ايالتونو او د افغاني ملي اردو له عملياتو څخه د پټېدو لپاره يو خوندي ټاټوبي بلل کيږي.



اسلام اباد په بيا بيا ويلي، چې د هغوی د مشر، ملا محمد عمر په ګډون، طالبان په حقيقت کې په پاکستان کې نه، بلکې د افغانستان په سهيلي سيمو کې دي. خو افغاني چارواکو ته دا خبره تازه بريښي، چې مشرف خپل هېواد د ستونزې يوه برخه ګڼي.



مشرف د سپتمبر په اوومه د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د ولسمشر کرزي په وړاندې حاضرينو ته وويل: ((طالبان او القاعده هم په افغانستان او هم په پاکستان دواړو کې شته. هغوی په څرګنده له پاکستان لوري اوړي او ستاسو په هېواد کې بمونه چوي او ترهګر فعاليتونه سرته رسوي.))



هغه دا هم څرګنده کړه، چې بايد د طالبانو د لوړپوړي مشرتابه پل واخيستل شي. هغه وويل: ((موږ بايد (د هغوی) د قوماندې جوړښت دړې وړې کړو.))



پاکستاني ولسمشر خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ټينګار يي وکړ، د پوځي استخباراتو (آی ايس آی) په ګډون د هغه حکومت به ځان په هيڅ ډول په افغانستان کې ښکېل نه کړي او دا دواړه دولتونه بايد د ثبات د ټينګښت لپاره ګډې هڅې وکړي.



هغه وويل: ((که چېرته موږ په سيمه کې سوله او ثبات غواړو، نو بايد سره يو اوسو. موږ يو بل ته د لاس له ورکولو پرته بله لاره نه لرو.))



د مشرف تبصره د واړو هېوادونو په هکله يوه ژمنه وه، چې اړيکې يي تل خړ پړ و. په هغه هېواد کې د مېشتو طالبانو د نيولو او دهغوی د پل اخيستنې په اړه د پاکستان ګام پورته کول هغه څه و، چې کابل لا ډېر دمخه په پرله پسې ډول د هغې غوښتنه کوله.



د ولسمشر کرزي وياند، کريم رحيمي، آی ډبليو پي آر ته وروسته وويل، ((امينتي وضع د ولسمشرانو (حامد) کرزي او (پرويز) مشرف تر منځ د خبرو غټ ټکی و. هغوی په دې هکله اوږدې خبرې وکړي... موږ به وګورو چې د خبرو پايله به څه وي. زه هيله من يم، چې پايله به مثبته وي.))



خوهغه څرګندونې چې مشرف ددې موضوع په هکله تر هغې وروسته وکړي، په څرګنده يي په کابل کې له شوو خبرو څخه ډېر زيات توپير درلود. نوموړي په بروکسل کې اروپايي پارلمان ته د سپتمبر په 12 په ټينګار وويل، چې ګواښ په حقيقت کې د بهرنيو جنګياليو له خوا نه، بلکې د پښتون توکمه طالبانو له خوا رامنځته شوی دی.



هغه ټينګار وکړ، د (ثقل مرکز) له القاعدې څخه طالبانو ته اوښتی دی.



مشرف وړاندې لاړ او ويي ويل، يوځل بيا پياوړي شوي طالبان د ((خلکو په منځ کې ريښې)) لري، په تېره بيا د افغانستان په پښتنو کې، چې د هغه په وينا کېدای شي د بهرنيو ځواکونو په وړاندې په يوې (ملې جګړې) واوړي.



جګړې ته د قومي ځانګړتيا ورکول ددې مانا لري، چې د بغاوت په نورو پېچلو برخو باندې سترګې پټې شوي دي. د بېلګې په توګه، د پولې دواړو خواو ته د طالبانو شتون، په پاکستان کې له اسلامي تنظيمونو سره د هغوی تړاو او پرله پسې ادعاګانې، د هغوی په سمبالولو کې د پوځي استخباراتو هاند او هڅه، چې نوموړي يي په افغانستان کې واک ته رسولي و.



د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په دې هکله چټک غبرګون وښود او ويي ويل، چې طالبانو ته ملاتړ او مرسته له بهر رارسيږي او د طالبانو د غورځنګ په رامنځته کېدو کې د پاکستان پوځي استخباراتو رول ته يي ګوته ونيوه.



نوموړي وزارت وويل، هغه ددې هڅو له امله (زيات اندېښمن) دی، چې د بغاوت پړه په يو ستر توکم اچول کيږي.



د نوموړي وزارت په بيانيې کې راغلي دي: ((دا راز غير دوستانه تبصرې له واقعيت څخه ډېرې ليرې دي او د هغه ژمنو په خلاف دي، چې د پاکستان ولسمشر کابل ته په خپل وروستني سفر کې د افغانستان له خلکو سره کړې وې.))



افغاني شنونکو خپله غوسه په څرګند ډول ښکاره کړې.



د پيام د مياشتنې خپرونې چلوونکي، فضل الرحمن اوريا وويل: ((مشرف غواړي د افغانستان پښتانه استثمارکړي، چې دمګړۍ له خپل حکومت څخه ناخوښه دي.))



په کابل کې يو بل سياسي شنونکي، محمد قسيم اخګر په بروکسل کې د مشرف وينا په افغانستان کې د نفاق د تخم د شيندلو يوه کاري تګلاره وبلله.



هغه وويل: ((مشرف په دې تبصرو غواړي د افغاني قومونو او قبيلو تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځته کړي.))



نوموړي زياته کړه، همدرانګه د مشرف وينا نړيوالې ټولنې ته يو بېل پيغام درلود او هغه دا چې د جګړې پړه د افغانانو په غاړه ده او اسلام آباد په دې کې لاس نه لري.



اخګر وويل، د پخلاينې هغه خبرې چې مشرف په خپل سفر کې کابل ته راوړې وې، هم يو پټ ګواښ درلود.



اخګر وويل: ((په حقيت کې مشرف په دې کار د خپل زور څرګندونه وکړه، چې طالبان د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته اوړي.... څه چې هغه وويل، داو، هغوی (پاکستان) په سيمې کې د وضعې د خرابولو زور لري او بايد نړيواله ټولنه نه هغوی او نه د هغوی په زور باندې سترګې پټې کړي.))



لکه د نورو افغانانو په څېر اخګر د پاکستان د ښه نيت په اړه شک لري. هغه وويل: ((وګورئ، تر هغه چې مشرف په کابل کې و، په کابل کې هيڅ چاودنه ونه شوه. خو همدا چې له افغانستان څخه وخوځېد، د امريکا سفارت ته څېرمه يوه چاودنه وشوه.))



د مشرف په خبرو طالبان هم د پښتنو د يو غورځنګ د يادولو له امله وپارېدل. سره له دې چې نوموړي غورځنګ تل خپل ملاتړ له پښتون ميشتو سيمو څخه لاسته راوړی دی، خو هڅه يي کړې ده، ځان د يو افغاني غورځنګ په توګه وښايي، چې اسلامي اصولو ته پابند دي.



د طالبانو وياند، محمد حنيف وويل: ((طالبان نه يوازې په پښتنو کې، بلکې د افغانستان په ټولو قومونو کې ريښې لري. پاکستان يوه ستونزه لري، هغه په هر څه کې کا رلري.))



دريم پېچلی عنصر چې د پاکستان رښتينې اراده څرګندوي، هغه د مشرف معامله ده، چې افغانستان ته له راتګ يوه ورځ دمخه يي د (پاکستاني طالبانو) سره يي لاسليک کړه.



په دې وروستيو کلونوکې د امريکا ترمشری لاندې د (د ترهګرۍ په وړاندې جګړه) د يوې برخې په توګه په زرګونه پاکستاني سرتېرې د پاکستان شمال لويدځو سميو کې ميشت شوي دي. شمالي وزيرستان، چې د مرکزي حکومت لاس ورته ډېر لنډ دی، د طالبانو د ملاتړ اصلي ټاټوبی ګڼل کيږي.



اسلام آباد د شمالي وزيرستان له قومې مشرانو سره د سپتمبر د پنځمې نېټې لاسليک شوې تړون له مخې خپل وسله وال ځواک له سيمې څخه وباسي او په وړاند ې يي د سميې خلک افغانستان ته د بريد کوونکو په ګډون د ملېشو د فعاليتونو د مخنيوي ژمنه کړې ده.



کېدای شي، دا تړون په پاکستان کې ښه پر مخ لاړ شي، چېرته چې مشرف د اسلامي ګوندونو نظر په پام کې نيسي او پوځي زيانونه هغومره نه نومول کيږي. خو ددې پوښتنه رامنځته کيږي، چې دا معامله د بغاوت په وړاندې د افغان او پاکستان همغږی شوې جګړې له اصولو سره څومره سمون لري.



په کابل کې شنونکي اخګر او اوريا د افغانستان لپاره ددې معاملې پايلې ناسمې ويني.



اخګر وويل: ((پاکستاني حکومت خپلو پوځې زيانونو ته د پای ټکی ږدي، د پوځي لګښتونو سپما کوي او د طالبانو د راتلونکو فعاليتونو لپاره لاره هواروي.)) نوموړي زياته کړه، له دې وروسته به ياغيان په شمالي وزيرستان کې جګړه نه کوي او هڅه به وکړې، چې خپل ځواک په افغانستان باندې متمرکز کړي.



اوريا زياته کړه: ((په وزيرستان کې له سيمه ييزو طالبانو سره د سولې د تړون لاسليک دا مانا لري، چې د مشرف اداره طالبان په رسميت پېژني.))



د طالبانو يو لوړپوړی قوماندان، ملا دادالله دا ومنله چې نوموړی معامله به د هغوی غورځنګ ته په افغانستان کې د لا ازاد فعاليت زمينه چمتو کړي. هغه تبصرې چې په پاکستاني رسنيو کې اوړي را اوړي او افغاني رسنيو کې يي رپوټونه خپريږي، اسلام ته په کې ګوته نيول شوي، چې که نه غواړي هلته ورته نورې ستونزې راوټوکيږي، نو د وزيرستان تړون دې نه ماتوي.



له هر هغه افغاني سياسي شنونکي سره چې آی ډبليو پي آر مرکې کړې، دې پاېلې ته رسېدلې، چې مشرف په ټولو سياسي جبهو کې په کرزي باندې د برلاسۍ له لارې په اوسنيو پراختياوو پاکستان په نړيواله توګه په لا پياوړې دريځ کې ودرولو.



اوريا وويل: ((کابل ته د مشرف سفر سمبوليکه بڼه درلوده او هغه يي د نړيوال فشار له امله سر ته وروساو. له هغې څخه يي زياته ګټه ترلاسه کړه. هغه وکړای شول افغاني لوړپوړو چارواکو او د پارلمان غړيو ته ويناوې واوروي او له هغو تورونو څخه ځان سپين کړي، چې تل به پرې د افغانستان حکومت لګول. هغه دا هم وکړای شول، چې ولسشمر کرزی هغه ته د (ورور) خطاب وکړي. خو افغاني چارواکو په بدل کې هيڅ تر لاسه نه کړل يوازې د هغه د ستاينې چانس يي وموند.))



د اوريا په اند، کابل نه پوهيږي، پاکستان څه راز يو ګاونډی وبولي، يو ښه ګاونډی او که يو غليم.



په پام کې ده، چې د افغانستان او پاکستان مشران به د سپتمبر په وروستيو کې په واشنګټن کې وي. په داسې حال کې چې مشرف به ددې وړتيا ولري، ترڅو په کابل کې د خپلو خبرو او د شمالي وزيرستان د تړون په اړه ولسشمر جورچ بوش ته معلومات ورکړي، خو د اوريا په اند به کرزی خالي لاسونه وي.
Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists