Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د مزارشريف تنکي ځوانان او چلم څکول

د ځوانانو تر منځ د نشه يي توکو کارونه يا د چلم (قيلون) څکل د ساعت تېرولو پر يوې لوبې اوښتې ده.
By Qayum Babak

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، قيوم بابک ليکنه

د افغانستان د مزارشريف د شمالي ښار په يوې کافي  کې د ښوونځي شپږ تنه زده کوونکي پر يوې توشکې ناست او چلم څکوي.

پنځلس کلن سيد يما پر نلۍ خوله ږدي، کشوي يې او لوګی يې په هوا کې کړۍ، کړۍ خوشې کوي. يما د خپلو  انډيوالانو له خوا ستايل کيږي، چې هر يو يې خپل وار ته ناست دی. د افغانستان په زياترو سيمو کې دا آله د «چلم» يا «قيلون» په نامه ياديږي. 

د مزارشريف د «شام مزار» کافي هوا، چې  له ځوانانو ډکه ده، په چلم کې د اوړه شوو مېوو لوګي نيولې او خوشبويه کړې يې ده.

يما د آی ډبليو، پي آر يو خبريال ته د چلم د څکولو ست وکړ او ويې ويل: «راشه، چلم نه څکوې؟»

هغه په هغو پيسو دلته راځي او چلم څکوي، چې پلار يې ورته د ښوونځي لپاره ورکوي. هغه دوام ورکړ او ويې ويل: «هره ورځ دلته راځم او چلم څکوم. هر چلم 200امريکايي ډالره بيه لري.»

هغه وويل: «زما کورنۍ نه پوهيږي، چې زه روږدی شوی يم. که چېرته پوهه شي، نو د ښوونځي د تګ لپاره پيسې به راباندې ودروي.»    

د مزارشريف د ښار په هره لويه کوڅه کې ځای ځای د قيلون کافي ګانې پرتې دي او له سهاره تر شپې پورې له ځوانانو ډکې وي.

لهمنځني ختيځ نه  قيلون هغه مهال افغانستان ته راغی، چې کډوال  له ايران څخه راستانه شول او دا مشهور چلم يې له هغه ځايه دلته راوړ.

زيات شمېر خلک دلته ددې نوی ليونتوب په اړه اندېښمن دي. سره له دې چې په دې چلم سړی په فزيکي ډول نه روږدی کيږي، خو له دې امله ډاريږي، چې کېدای شي د چلم د څکولو له لارې تنکي ځوانان نورو نشه يي توکو ته مخه کړي.  

د بلخ ولايت د مزارشريف عمومي روغتون رئيس، غوث الدين انوري وويل: «د چلم د څکولو د ازادو  ځايونو شتون، لاره د تنکيو ځوانانو روږدي کېدو ته پرانيزي. دا د روږدي کېدا پيل دی.»     

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د اټکل له مخې له يو مليون څخه زيات وګړي په ناقانونه نشو اخته دي، چې په افغانستان کې د چرسو، اپينو او له هغو څخه د جوړ شوي مشتق، هيرويينو څخه عبارت دي. د بلخ ولايت د عامې روغتيا رياست په تېر کال کې د روږدي شوو خلکو شمېره ۱۰۰۰۰۰ تنه ښودلې وه.  

انوري زياته کړه: «همدارنګه  د ورځې شاوخوا سل تنه د چلم پر يوې نلکې خوله ږدي او له يوه تن څخه بل ته د ساري ناروغيو د لېږد لامل کيږي.» 

د نشه يي توکو پخوانی رئيس، خليل الرحمن له دې سره موافق دی چې کېدای شي، چلم څکونه د نشه يي توکو په کارونې پای ته  ورسيږي.  

هغه وويل: «هر هغه شی چې د يو شخص فکر ګډوډوي، د نشه يي توکو په ډله کې راځي. سره له دې چې نشه يي توکي په دې چلم کې نه څکول کېږي ، خو ددې ضمانت څوک نشي کولای چې ځوانان دې په هغې کې نشه يي توکي وانه اچوي.»

په عين وخت کې خليل الرحمن  دا ومنله چې د ناقانونه نشه يي توکو د پراخه کارونې په پرتله د قيلون کارونه لږه ده. 

هغه وويل: «حکومت د اپينو په له منځه وړلو کې پاتې راغلی، چرس له ښار بهر په هرځای کې کرل کيږي.»

ډاکټر خليل، چې د بلخ ولايت د چاپېريال د پاک ساتنې د ادارې مشري کوي، وايي طبي کارکوونکو غوښتل روغتيا ته د هغې د زيان په خاطر د پوليسو په مرسته  قيلون له منځه يوسي.      

هغه وويل: «موږ ته څرګنده  شوه چې ځوانان کله ناکله په دې چلمخانو کې نشه يي توکي، په تېره بيا، چرس څکوي.»

د هرات ښاروال، محمد يونس مقيم وويل، د هغو کافيګانو د شمېرې په اړه کومه سروې نه ده ترسره شوې، چې چلم پکې څکل کيږي، خو چارواکو ته د يوې احتمالي ستونزې په توګه جوته شوې ده.

هغه وويل: «دا زموږ د ډېرې اندېښنې خبره ده چې په سلګونه ځوانان هره ورځ دې چلمخانو ته راځي. کېدای شي د اځايونه د نشه يي توکو د خرڅلاو او د ځوانانو د اعتياد پر مرکزونو واوړي.  موږ  به ډېر ژر دا ستونزه هواره کړو.»     

د «شام مزار کافي» خاوند، محمد، چې سيد يما او د هغه انډيوالان پکې راغونډ شوي وو، وويل [چلم] څکول زيان نه لري او د ساعت د تېرولو لپاره يوه په زړه پورې وسيله ده.

هغه وويل: «زموږ تمباکو د مڼو، شفتالانو او ناکو په څېر له وچو مېوو څخه جوړ شوي دي. په دې توګه روغتيا ته هيڅ زيان نه رسوي.»   

هغه وويل، له دې کار څخه زياته ګټه نه ترلاسه کوي. هغه زياته کړه: «دلته هره ورځ  ډېر خلک راځي. زياتره يې ځوانان وي. هغوی د ساعت تېرولو لپاره بل کوم ځای نه لري.»    

په مزارشريف کې پارکونه او تفريحي ځايونه ډېر نشته. زياتره هلکان  په کوڅو کې د فوټبال په لوبو خپل وزګار وخت تيروي.   

يو شمېر اوسيدونکي، لکه حاجي رحيم، چې په دې وروستيو کې يې زوی په چلم څکولو راغلی دی، غواړي چارواکي په دې اړه اقدام وکړي. 

  هغه  ددې ناوړه څيزونو پړه پر ايران اچوي.

هغه وويل: «ايرانيان دې خدای په خپل قهر اخته کړي.  افغانانو ته يې هيڅکله له ورانوونکو تحفو پرته بل څه نه دي ورکړي.»

داسې وينا د هغه چا مخه نشی نيولای چې د چلم څکولو کافی ته په ورتګ اموخته دي.

د رامين په نامه د يما يو انډيوال وويل: «دلته د ساعت تيرولو بل کوم ځای نشته. که چلم ونه څکوو، څه وکړو؟ موږ پر هغې اموخته شوي يو. هرڅوک يوې مشغولا ته اړتيا لري.»