د محصلينو د اعتراضونو په اړه شخړه لا دوام لري

د حکومتي چارواکو تر منځ د محصلينو د مظاهرو په اړه د امنيتي ځواکونو د چال چلند له امله اختلافونه رامنځ ته شوي دي.

د محصلينو د اعتراضونو په اړه شخړه لا دوام لري

د حکومتي چارواکو تر منځ د محصلينو د مظاهرو په اړه د امنيتي ځواکونو د چال چلند له امله اختلافونه رامنځ ته شوي دي.

نژدى دوى مياشتى وروسته له هغى چى د کابل پوليسو پر هغو محصلينو چى په ليليه کى د ژوندانه د شرايطو د خرابوالي له امله يي په مظاهرو لاس پورى کړى و او پوليسو پرى ډزى کړى وى چى د دغو ډزو په نتيجه کى لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول ، هغه کميسون چى د حامد کرزي په حکم په دى اړه د پلټنى له پاره موظف شوى و تر اوسه په دى بريالى شوى نه دى چى د دغو پلټنو په اړه راپور ورکړي.


د ٢٠٠٢ کال د نوامبر په ١٢ او ١٣ نيټه د کابل پوهنتون محصلينود ليلي په کانتين کى د خوړو د نشتوالي له امله ، څرنګه چى څو پلا په تيره اوونۍ کى هم داسى شوي و، د روژى د مبارکى مياشتى په اواسطو کى پداسى حال کى چى ټول روژه و او د روژه ماتي له پاره يي خواړه نه درلودل، دى ته اړ شول چى کوڅو ته ووځي. دوى همدارنګه د درس د لوستو له پاره د دايمي بريښنا غوښتنه کوله، په ځانګړي توګه چى د سمستر ازموينى يي هم نژدى وى.


وروسته له دى چى محصلينو ته د مظاهرى اجازه ورکړل شوه د پوليسو يوه لوى ځواک له کوتکو او د ټوپکونو له برچو سره پر محصلينو حمله وکړه او هغه مهال چى اعتراض کوونکو د ډبرو په غورځولو د پوليسو د حملى ځواب ووايه ، نو پوليسانو پرى ډزى وکړى. د هغو روغتونونو سرچينى چى ټپيان پکښى بستر و د وژل شويو کسانو شمير پنځه تنه وښودل، پداسى حال کى چى درى تنه لا تر اوسه د وژل شويو کسانو په شمير کى نه دي نيول شوي. د بشري حقونو سرچينى د ټپيانو شمير ٤١ تنه ښيي.


امنيتي چارواکو هڅه وکړه چى د دوو تنو د وژل کيدو او دريو د ټپي کيدو په ښوولو دا پيښه بى ارزښته وښيي او ملامتي پر محصلينو واچوي چى ګنى د ډبرو پر غورځولو او د پوليسانو ګاډو ته د زيان په رسولو يي پوليس تحريک کړي دي. دوى همدارنګه ادعا وکړه چى ګنى دغو اعتراضونو سياسي انګيزى درلودى او د طالبانو او القاعدى د ملاتړو له خوا تنظيم شوي و.


کرزي چى د طالبانو له ظلم څخه ډکى پنځه کلنى واکمنى وروسته يي ښوونه او روزنه د خپل فعاليت اساسي محور ګرځولى وايي چى محصلين (شهيدان) شوي دي او حکم يي وکړ چى رسمي پلټنه دى وشي او ژمنه يي وکړه چى د محصلينو د ليليي په حالت که به ښه والى راولي.


د څارنوالي د دفتر د معلوماتو پر بنسټ ١١ تنه افسران چى پکښى دوه تنه جګ پوړي افسران ، دوه عسکر او ٨ تنه محصلين توقيف شوي چى پر قضيو يي څيړنه کيږي او د دوران په حال کي دي.


دغه راز په توقيف شويو کسانو کى د ليليي امنيتي آمر او د هغه مرستيال هم دى . ځکه چى د پلټنى په ترڅ کى څرګنده شوه چى دوى د محصلينو د ډوډۍ، شکرى او نورو خوراکي موادو استحقاق لږ حواله کوه. د يوه امنيتي راپور په وينا، د ليليي مدير او د هغه يوه تن مرستيال تيښته کړى او د پوليسو له خوا تعقيبيږي.


لوى څارنوال عبدالمحمود مدقق د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: موږ ژمنه کړى چى دا پلټنه به په بى طرفۍ سره تر سره کوو او پر خپلى دغى ژمنى ټينګ ولاړ يو.


که څه هم د محصلينو او د بشري حقونو د فعالينو تر منځ داسى شک و و چى د پلټنى ډله چى مشرى يي د کورنيو چارو د وزير د مرستيال لخوا کيږي او د عدليي، لوړو او مسلکي تحصيلاتو او د امنيت د وزارتونو چارواکي پکښى ګډون لري چى دوى به وکولى شي يو متوازن راپور برابر کړي.


د کابل پوهنتون د انجينيري پوهنځي يوه تن محصل وويل حکومت پخپله په دغه مسئله کى دخيل دى او پخپله پلټنه کوي. هغه زياته کړه که چيرى د محصلينو په استازيتوب څوک ګډون ونه لري چى له دوى څخه دفاع وکړي، څرنګه کيدى شي چى د يوى بيطرفى پلټنى هيله وشي. ټول په دى پوهيږي چى مجرم څوک دى؟ انتظار باسو او وينو به چى د پلټنى پايله څه راوځي.


د بشري حقونو د همکارۍ له مرکز (سي سي اى) څخه سعيد عبدالله له دغى خبرى سره موافق دى چى دا امنيتي ځواکونه و چى پر محصلينو يي ډزى وکړى او دا هم دوى دي چى بايد د پيښى مسوليت په غاړه واخلي. هغوى چى پوليسو ته د ډزو کولو حکم ورکړ بايد سزا وويني ځکه چى پوليسو پخپل سر ماشى ته ګوته ور وړى نه ده.


د سي سي اى مشر حاجي باقر راسخ وايي پر محصلينو ډزى کول پداسى حال کى چى هغوى مظاهرى کولى په هره ټولنه کى چى وي د منلو وړ نه دي. هغه پر کميسون غږ وکړ چى د يوه نړيوال سازمان تر څار لاندى دى کار وکړي تر څو عدالت تضمين شي.


د نوامبر د مياشتى پيښو په مهمو وزارتونو کى دجګ پوړو چارواکو تر منځ پداسى حال کى انشعاب رامنځ ته کړى چى امنيتي څانګو سخت او د ولس مشرى دفتر نرم دريځ خپل کړى.


د لوړو او مسلکي تحصيلاتو وزير شريف فايز ، له پيښى څخه دوه ورځى وروسته زموږ خبريال ته وويل چى محصلين په حقه و او پر هغوى ډزى کول يوه خطا وه.


هغه زياته کړه داسى پتيل شوى وه چى پوليس د مظاهره کوونکو د متفرق کولو له پاره له اوب شيندي يا اوښلن غاز څخه کار واخلي ، او داسى نه وه چى پر دوى ډزى وکړي.


کرزي د خپل يوه کلن کار د راپور په ترڅ کى پخپله اعتراف وکړ چى د د پوليسو په ځواک کى د مسلکي روزنى د نشتوالي له امله چى ډيرى يي سواد نه لري او يا هم ډير لږ سواد لرى د دغه تراژيدي سبب شوي دي.


تر هغه ځايه چى د محصلينو په سخت ژوند پورى اړه لري ،د دوى په وضع کى څه نا څه ښه والى تر سترګو شوى ، ځکه د دوى د دردناکى کيسى په اوريدو ځينى بهرني هيوادونو تلتکى، کمپيوټرونه او ځينى نور تجهيزات استولي او څه مرستى يي ورسره کړي دي.


تر اوسه د محصلينو د ځاى د تنګوالي ستونځى پخپل ځاى پاتى دي. دا ليليه چى د ٨٠٠ کسانو له پاره جوړه شوى وه پکښى ٢٦٧١ کسان اوسيدل. د ليليي نوى مدير حضرت مير جلالي وايي: هغه خونى چى د اتو کسانو له پاره ډيزاين شوي نن پکښى ديرش کسان اوسي.


د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د څلورم کال محصل دا خبره تائدوي چى د اوبو او بريښنا ستونځه حل شوى ده خو د خوړو د کميت او کيفيت ستونځى لا په خپل ځاى پاتى دي.


له هغه پوښتنه وشه چى ولى محصلين د خوړو د خرابوالي له امله مظاهرى نه کوي؟ هغه په ځواب کى وويل د تير کال د نوامبر د مياشتى مظاهرو وښودله چى په افغانستان کى دموکراسي نه شته او خلک نه شي کولى د خپل حق غوښتنه وکړي. که چيرى مظاهره وکړو يا وژل کيږو او يا هم زنداني کيږو.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists