د مجاهدينو ګډون تر پوښتنې لاندې راغى

په کابل کې دآى ډبليو پى آر د راپورټر محمد منير مهربان ليکنه

د مجاهدينو ګډون تر پوښتنې لاندې راغى

په کابل کې دآى ډبليو پى آر د راپورټر محمد منير مهربان ليکنه

Monday, 22 December, 2003

په انتصابي لست کې د ډېرو پخوانيو جهادي مشرانو نومونه ليدل کيږي، چې لومړى يي د شوروي د يرغل او بيا يي ٢٣ کاله په خپل منځي جګړو کې تېر کړي دي. د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو د پوهنځي استاد، ډاکټر غلام حبيب پنجشيري وايي: "حامد کرزي په دې کار د دموکراسۍ په يو فصل سترګې پټې کړي دي."


دبشر د حقوقو د خپلواک کميسون يو مامور استادمسعود وايي، چې حامد کرزى د سياسي پوښتنو تر دروند اغېز لاندې راغلى دي. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "حامد کرزي د ٢٠٠٤ کال ټاکنو لپاره په جهادي مشرانو پانګه اچولې ده." د٥٢ کسيز لست په سر کې صبغت الله مجددي ځاى لري، چې بيا وروسته د حامد کرزي له خوا د دوو تنو معيوبانو په ورزياتولو ٥٤ ته ورسېد. صبغت الله مجددي د لنډې مودې لپاره په ١٩٩٢ کا ل کې د افغانستان ولسمشرو، چې حامد کرزى دده د حکومت په دوره کې د بهرنيو چارو په وزارت کې د مرستيال دنده درلوده.


مجددي تېره دوشنبه د لويي جرګې د غونډې د رئيس په توګه وټاکل شو او له هغه مهاله يي خپل شتون ساتلى دى. له هغه وروسته چې ملالۍ جويا د افغانستان د جګړو د مهال په مشرانو باندې په ډاګه نيوکه وکړه، مجددي له غونډې څخه د هغې د شړلو حکم وکړ، خوروسته بيا د نورو استازو د شفاعت له مخې وبښل شوه.


د نورو جهادي مشرانو په ډله کې پيرسيد احمد ګيلاني، آيت الله محمد آصف محسني، احمد نبي محمدي، محمد اکبري، عبدالرشيد دوستم او استاد فريد ګډون لري. دجهاد د دورې نورو مشرانو؛ لکه عبدالرب رسول سياف او برهان الدين رباني لويي جرګې ته د خلکو د ټاکل شوو استازو په توګه لاره موندلې وه. زيات شمېر استازي په دې انددي، چې د حامد کرزي انتصابي لست ددغه ډلې د شمېر په زياتېدو کې لوى رول لوبولى دى.


په هېواد کې په زيات شمېر خپرېدونکې خپرونې، د کليد مجلې ، تېره اوونۍ د خپلې يوې ګڼې په پشتۍ يو کارتون چاپ کړى، چې د لويي جرګې په يوې جرګه ګۍ کې يو جهادي مشر ولاړ دى. د جرګې نارينه او ښځينه استازي د هغه خواوشاته ناست دي او په داسې حا ل کې چې لاسونه يي شاته تړل شوي دي، هغه ته په غوسه ګوري. جهادي مشر وايي: "زما په اند هيڅوک له ما سره مخالفت نه کوي، څنګه؟"


زياترو جهادي څېرو د يودموکراتيک سياسي جوړښت په نشوالي کې لاتر اوسه د افغانستان سياسي ژوند تر خپل زيات اغېز لاندې راوستى دى. زياترو هغو د هېواد په بېلا بېلا سيمو کې خپل شخصي وسله وال ځواک ساتلى دى.


د څارونکو په اند کرزي ددې لپاره دا لست (انتصابي) کارولى دى، د هغو ډلو داستازو شتون زيات کړي، چې په پرتله ييزه توګه يي په ټاکل شوو استازو کې شمېر لږ وو. د ٥٤ غوره کړاى شوو تنو له ډلې څخه ٢٦ تنه يي ښځې دي، چې يوازې پنځه هغه يي په مستقيمه توګه ټاکل شوې وې.


په لست کې د عامو افغانانو نور شخصيتونه هم ليدل کيږي، لکه د کابل پوهنتون رئيس اکبر پوپل، د شمالي ټلوالي د خداى بښلي مشر، احمد شاه مسعود، ورور ولي مسعود، د کوچنۍ بانفوذه اسماعيليه ډلې مشر، سيد شاه ناصر نادري او د پخوانې پاچا زوم سردار عبدالولي.


د کرزي وياند جاوېد لودين خبريالانو ته وويل، دا لست په جرګې کې د نظرياتو د توپير د زياتوالي په منظور چمتو شوى و، نه د کومې جهادي ډلې د ورګډېدو په خاطر. هغه وويل: "موږ ولېدل چې ددې لست غړي د قانون له مسودې سره مخالف وو."


مجددي وويل، دې انتخاب وښوده چې غونډه په ټولنيز عدالت ولاړه ده. "د اسلامي شريعت او همدارنګه د ١٩٦٤ کال د اساسي قانون له مخې د حکومت مشر حق لري، چې لويي جرګې ته له پنځوسوتنو څخه زيات غړي په انتصابي ډول وروپېژني."


د کابل څخه ټاکلې شوې استازې، مسعودې جلال وويل، د حامد کرزي له خوا غوره شوو ټولو غړيو د خيمې دننه د کرزي لپاره کار کاو. هغه وايي: "ما وليدل چې آن دې خلکو ځينو ټاکل شووو استازو ته د ځينې امتيازونو د ورکلو ژمنه کوله چې کرزي ته کار وکړي."


ځينو استازو دا حقيقت څرګند کړ، چې د نورو زيات شمېر استازو په پرتله په لست کې د شاملو ښځو دنده په پام کې نيول شوې نه وه. لودين وويل دا ددې لپاره چې د هغو ځينو دنده نه درلوده او مېرمنې او ميندې وې. " موږ په کورونو کي ناستو مېرمنو ته ددې حق ورکړو چې په لويي جرګې کې ګډون وکړي."


Frontline Updates
Support local journalists