Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د متحده ايالتونو نوې ستراتييژۍ شهرت موندلی

څارونکي د ژمنه شوو سرتېرو د زياتوالي او پر پاکستان د فشار د راوړلو هرکلی کوي.
By Mina Habib
U.S. President Donald Trump gestures before delivering remarks on Americas military involvement in Afghanistan at the Fort Myer military base on August 21, 2017 in Arlington, Virginia. (Photo: Mark Wilson/Getty Images)

د متحده ايالتونو نوې ستراتيژي د افغان چارواکو او شنونکو له پراخ ملاتړ څخه برخمنه شوې په داسې حال کې چې ځينې د مخالفانو پر وړاندې د واشنګټن د تازه ملاتړ د ژمنې په اړه شکمن دي.

په دغه ستراتيژۍ کې د سرتيرو د شمېر زياتوالی او هوايي پراخ ملاتړ شامل دي، ترڅو افغان پوځونو ته د ياغيانو په وړاندې د پرېکنډه برياليتوب وس ورکړي. همدارنگه په دغه سترا تيژۍ کې ټينگار شوی چې پر پاکستان دې فشار راوړل شي، ترڅو د طالبانو پر وړاندې گام پورته کړي.

د ترامپ د اگست د مياشتې د نوې ستراتيژۍ په اعلان کې د «اصولي رياليزم» له امله گڼ شمېر خلک حيران پاتې شول، ځکه نوموړي په خپل کمپاين کې څرگنده کړې وه چې دهغه په اند ښايي متحده ايالتونه له بهرنيو شخړو څخه ځان لرې وساتي. ايتلافي ځواکونه له افغانستان څخه په کال٢٠١٤ کې ووتل، خو د متحده ايالتونو يو محدود شمېر سرتيري د سلا اوملاتړ لپاره په دغه هېواد کې پاتې شول.

افغان کارپوهان د دغه خوځښت هرکلی کوي، وايي چې کمزوري شوي طالبان به په اسانه له کابل سره رغنده خبرو اترو ته کيني.

د پوځي چارو شنونکي، جاويد کوهستاني وويل: «که چېرته متحده ايالتونه د افغانستان په اړه په خپلو پرېکړو کې جدي وي، نو نوې ستراتيژي به يې هم گټوره او هم اغېزمنه واوسي په افغانستان کې د متحده ايالتونو د سرتيرو د شمېر زياتوالی به د طالبانو د پرشاتگ لامل شي چې له امله به يې خبرو اترو ته غاړه کيږدي او د سولې خبرو ته به زمينه چمتو شي.»

د اکتوبر د مياشتې په اوږدو کې د طالبانو د بريدونو د زياتوالي په اړه د افغان د دفاع وزارت چارواکي وايي د متحده ايالتونو د نوې ستراتيژۍ له امله امنيتي وضع په چټکه مخ پر ښه کېدو روانه ده.  

د افغانستان د دفاع وزارت وياند، دولت وزيري وويل: «له نهو ولسواليو پرته د هېواد د ټولو ٣٤ ولايتونو ولسوالۍ او ښارونه د افغان امنيتي ځواکونو تر واک لاندې دي. دښمن ورځ په ورځ کمزوری کيږي او د جگړي په ډگر کې يې مورال مخ پر ځوړ روان دی.»

نوموړي زیاته کړه : «د متحده ايالتونو د نوې ستراتيژۍ له مخې به د هواک څرخي الوتکې افغان حکومت ته انتقال شي چې دوې دانې يې لا دمخه افغان هوايي ځواکونو ته سپارل شوي دي. دا الوتکې ډېرې اغېزمنې دي.»  

په مرکزي ولايت، غزني کې سيمه ييز ژورنالست، محمد اصف غزنوي هم وويل، امنيتي وضع مخ په ښه کېدو روانه ده.  

هغه وويل: «د افغان امنيتي ځواکونو مورال لوړ شوی او د طالبانو پر پټنځايونو درانه گوزارونه شوي دي. او سيمې يې يو په بل پسې له لاسه وځي.»

د متحده ايالتونو د بهرينو چارو وزير، ريکس ټيلرسن د اکتوبر په ٢٣ په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او له افغان ولسمشر، اشرف غني، اجرايه رئيس، عبدالله عبدالله او د ملي امنيت له سلاکار، حنيف اتمر سره يې د بگرام په هوايي هډه کې وليدل.   

په کابل کې د متحده ايالتونو د سفارت له خوا د يوې خپرې شوې خبر پاڼې  له مخې ټيلرسن د خپل سفر په اوږدو کې د دوه اړخيزو اړيکو، د ترهگرۍ ضد او له وسله والو مخالفانو سره د کابل د سولې د روان بهير په اړه خبرې اترې وکړې.  

د بهرنيو چارو وزير، چې وروسته اسلام ته روان وو، څرگنده کړه، هغه له پاکستان څخه «څو ځانگړې غوښتنې» لري چې په اړه يې ښايي گام پورته کړي. «له طالبانو او نورو ترهگرو ډلو سره خپل ملاتړ پای ته ورسوي.»

په افغانستان کې د نوې ستراتيژۍ اعلان له ځانگړې هرکلي سره مخ شو.  

د افغانستان د پارلمان غړي، کمال ناصر اصولي وويل: «لکه چې هرڅوک پوهيږي، د ترهگرۍ ځالې په پاکستان کې واقع دي او دا ستراتيژي به پر پاکستان فشار راوړي. سياسي گوښه توب او فشار به پاکستان دې ته اړ کړي چې د ترهگرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.»

نوموړي وويل، د متحده ايالتونو اقداماتو لا له وړاندې «تر يوه بريده» پر پاکستان اغېز کړی دی. «که وضع همداسې دوام ومومي، نو د هېواد امنيتي حالت به ښه شي.»

آی ډبليو پي آر ونشو کړای  چې په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه په دې اړه کومه تبصره تر لاسه کړي.

ټولو د متحده ايالتونو د نوې ستراتيژۍ هرکلی نه دی کړی. په داسې حال کې چې افغان ولسمشر، اشرف غني له پلان څخه خپل ملاتړ څرگند کړی دی، پخواني ولسشمر، حامد کرزي دغه ستراتيژي غندلې ده.

هغه وويل: «د افغانستان لپاره د متحده ايالتونو نوې ستراتيژي موږ ته د سولې کوم پيغام نه راوړي، بلکې د جگړې د پراخېدو او د سيمه ييزو سياليو د ډېرېدو پيغام راوړي.»

ځينې خلک باور نه کوي چې گوندې واشنگټن به خپلې ژمنې عملي کړي.

سياسي شنونکي احمد سعيدي وويل، متحده ايالتونو دمخه هم په نورو هېوادونو کې د تبليغاتي موخو لپاره ورته کمپاينونه سرته رسولي دي، خو په پای کې د خپلو پلانونو په پلي کېدو کې پاتې راغلی دی.

هغه وويل: «متحده ايالتونه غواړي چې ياغيان و گواښوي او وډاروي او همدارنگه ورته څرگنده کړي چې متحده ايالتونه د افغانستان له جگړې څخه ستړی شوی نه دی... خو زه په دې اند يم چې دا کار به د دښمن د مورال په کمزوري کولو کې اغېزمن نه وي. د دغه راز ستراتيژي عملي کول به، د يو کمزوري او مفسد حکومت په موجوديت کې، لکه د افغانستان اوسنی حکومت کې به  گټه ونکړي .»

له بلې خوا مخالفانو د متحده ايالتونو گواښ بابيزه گڼلي. د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد له آی ډبليو پي آر سره په يوې ټليفوني مرکې کې وويل: «د جگړې دوام او اوږدول د متحده ايالتونو د نوې ستراتيژۍ يوه برخه ده. طالبان له متحده ايالتونو سره جگړې ته چمتو دي. ... موږ په تېرو ١٦ کلونو کې په جگړې کې ښې تجربې لاسته راوړي او کولای شو د ترامپ له نوې سترا تيژۍ سره هم وجنگيږو.»

مجاهد زياته کړه: «متحده ايالتونه  ، افغانستان  ته دتازه دمو سرتېرو په استولو د جگړې يوه نوي پړاو ته ورننوځي. متحده ايالتونه به په دې جگړه کې دړې وړې شي. ښه به دا وي چې متحده ايالتونه د جگړې پر ځای د سولې په اړه خپل فکر وکاروي.»

هغه دا نظر هم وغانده چې گوندې د متحده ايالتونو نوې ستراتيژي به پر طالبانو فشار راوړي چې له کابل حکومت سره د سولې خبرو ته کيني.  

هغه وويل: «زموږ جگړه د متحده ايالتونو په وړاندې ده او غواړو له متحده ايالتونو سره خبرو ته کينو. د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې بې گتې دي او کومه معنا نه لري.»

د کابل د سولې هڅو محدود برياليتوب تر لاسه کړی. پروسږکال د حزب اسلامي ډلې تاوتريخوالی وغانده او مشر يې گلبدين حکمتيار رسما عفو شو.

سره له دې د نوې ستراتيژۍ په اړه د حزب اسلامي مفکوره طالبانو ته ورته وه.

د حزب اسلامي د رسنيو د مرکز غړي، فضل غني حقمل وويل: «موږ بيا بيا ويلي چې د افغانستان لپاره د متحده ايالتونو نوې ستراتيژي به گټه و نه کړي او تل مو غوښتنه کړې چې متحده ايالتونه له افغانستان څخه خپل سرتيري وباسي. موږ يو ځل بيا ټينگار کوو چې دا ستراتيژي کار نشي کولای، ځکه پر هغې کې د جگړې پر دوام ټينگار شوی دی.»

حقمل په پای کې وويل: «که جگړه د حل يوه لار وای، نو متحده ايالتونو ښايي په تېرو ١٦ کلونو کې افغانستان ته سوله او ټيکاو راوستی وای.»