د متحده ايالتونو د هوائى بريدونو له درد څخه ډک ميراث

ډير افغانان وائى: دوى ته د امريکايانو د بمباريو بريدونه چى د طالبانو د واکمنۍ د نسکوريدو سبب شول، په ډيره جګه بيه تمام شوه.

د متحده ايالتونو د هوائى بريدونو له درد څخه ډک ميراث

ډير افغانان وائى: دوى ته د امريکايانو د بمباريو بريدونه چى د طالبانو د واکمنۍ د نسکوريدو سبب شول، په ډيره جګه بيه تمام شوه.

نظرالله به هيڅکله هغه شپه هيره نه کړى چه امريکائى جنګي الوتکو د کابل پر آسمان الوتنى کولى او د طالبانو سنګرونه ئى له منځه وړل. له هدف څخه يوخطا شوى توغندى د نوموړي پر کور ولګيد او د هغه د کورنى څلور تنه غړي يي د هغه د مور او خور په ګډون ووژل.


اوس نوموړى د خپل پخواني بمبارد شوي کور د خاورو او لوټو څنګ ته ژوند کوى او د خپلى کورنۍ د ورپاتى غړو سرپرستي او پالنه کوي. هغه د جنګ او سولى راپور ورکووونکى ټولنى ته وويل: الحمدالله زه بچ شوم، خو زما د درى کلن زوى سر ژوبل شو او ميرمنى مى خپله حافظه له لاسه ورکړه.


هغه مهال چى د نظرالله څخه د امريکايانو لخوا د کومى مرستى پوښتنه وشوه؟ نوموړي د شرم څخه په يوه ډکه خندا وويل: کله چى د امريکايانو يوه (٣٥) کسيزه هيات د اکټوبر د مياشتى د بمبارد شويو سيمو څخه ليدنه کوله، هغوى موئږ ته يو پتلون، يو دماشومانو د لوبو توپ او يوه جوړه عينکى راکړى.


افغانان د سپټمبر د يوولسمى نيټى بريدونو هک پک او حيران پاته کړل چى څرنګه امريکا د موډرن او عصرى دفاعى سيسټمونو برسيره د دا ډول يوى لوى ويجاړى سره مخامخ شوه؟


هغوى داسى هک پک حيران پاته وه، چى ځينو ئى د هغى د دسيسى څخه ډکى نظرئى په وړاندى کولو او منلو پيل وکړ چى امريکى پخپله د نيويارک او واشنکټن بريدونه تر سره کړيدي، تر څو په منځنى آسيا کى د مداخلى پلمه ولټوى او خپله مداخله پر حق وبولى.


د رابعه بلخى د ليسى پخوانى ښوونکى عبدالرحمن ادعا کوي چى متحده ايالتونو غوښتل چى د جنوبى آسيا کنټرول پخپل لاس کى واخلى او ځان چين، هند، پاکستان او ايران ته نژدى کړي. نوموړى زياته کړه: هغوى همدارنګه غواړي چى د همدى سيمى طبعي منابع او زيرمى تر لاسه کړى.


امريکايانو طالبان د واک څخه ليرى کړه، خو هغوى ډير بى ګناه ملکى افغانان د زغم د ګاللو سره مخامخ کړل. له همدى امله يو زيات شمير افغانان د متحده ايالتونو د بمباريو په هکله يو د بل په پرتله مخالف نظرونه لري.


د هغوى له ډلى ځينى ، د کاملى په شان چى د زړو مکرويانو چى د روسانو لخوا د يو لړ بلاکونو په شکل په اتيايمه لسيزه کى جوړ شوي وو، اوسيدونکى ده، او د وزير آباد د ولسوالى د اوسيدونکى قمبر په شان د امريکايانو د غندنى څخه ډډه کوى، ولى چى هغوى دوى د طالبانو څخه آزاد کړيدي.


د امريکايانو يو بم د کاميلىا د کور پر بلاک ولګيدى چى د دولسو کورونو د ورانيدو سبب شو او د نوموړى د ګاونډيانو لور ئى ووژله.


هغى د جنګ او سولى راپور ورکووونکى ټولنى ته وويل: د سپټمبر يوولسمه نيټه د متحده ايالتونو دپاره يوه لويه ضايعه وه، خو دا زموئږ په ډيره ګټه تمامه شوه، ولى چى امريکايان په ناببره توګه په دى پوه شول چى طالبان او القاعده د نړيوالى ټولنى دپاره يو تهديد او ګواښ دي. نوموړى زياته کړه: بي له دى امريکايانو زموئږ درد نه شواى احساسولاى.


قمبر د امريکايانو د بمباريو له امله خپل کور له لاسه ورکړ او اوس د سهار څخه تر ماښامه اومى خښتى جوړ وى. نوموړى وويل: ما (٣٠ ) ميلون افغانى چى (٧٥٠) امريکائى ډالر کيږى، په پور اخستى دى او د خپل کور د ترميم کار مى په پيل کړيدى. هغه زياته کړه: زه بايد د همدى پور د اداء کولو دپاره ډير کار وکړم، خو امريکايانو دا ډير ښه کار وکړ چى موئږ ئى د طالبانو څخه وژغورلو.


ځينى نور افغانان د عبدل او نسرين په شان چى همدارنګه د زړو مکرويانو اوسيدونکي دي او رافيسه چه د قمبر لور ده، د امريکائى جنګى الوتکو د بمباريو له امله په رامنځ ته شويو ورانيو ډيره ناخوښه ده.


عبدل وويل: د امريکايانو د عصرى هوائى ټيکنالوژى برسيره، بيا هم دوى دغه بلاک ته دومره زيان رسولى دى چى د يوى کوچينى زلزلى او يا سخت باران له امله به پر موئږ رانسکور شى.


نسرين وويل: د امريکايانو د بمبارى له امله مى خپل يو زوى له لاسه ورکړ، غوږونه مى کاڼه شو او د دوو نورو ماشومانو نصير او زرينى سرونه ژوبل شو . نوموړى زياته کړه: اوس نور بايد امريکايان موئږ يوازى خوشى کړى، ولى چى هغوى زموئږ هر څه را وران او تباه کړه.


هغه د امريکايانو بم چه د قمبر کورئى وران کړى وه، د نوموړى د اوښي کور ئى هم وران کړى وو او د هغه خواښى ئى وژلى. رافيسى د قمبر لور وويل: د متحده ايالتونو دښمنان تر اوس ها خوا او دى خوا ګرځى، خو امريکايان د هغوى پر ځاى موئږ وژنى. نوموړى زياته کړه: زما دوى لوڼى اوس په غوږونو سم نه اورى او د هر شى څخه ويريږى. هغى وويل: هيڅوک زموئږ سره د کور په جوړولو کى مرسته نه کوى.


رحيم الله سمندر د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى يو خبريال دى.


Frontline Updates
Support local journalists