د مارجې اوسيدونکي د طالبانو په وړاندې وسلې راپورته کوي

کليوال وايي ياغيان يې په شا تمبولي دي. له دې امله توانيدلي خپله درملنه وکړی او بچيان ښوونځيو ته وليږي.

د مارجې اوسيدونکي د طالبانو په وړاندې وسلې راپورته کوي

کليوال وايي ياغيان يې په شا تمبولي دي. له دې امله توانيدلي خپله درملنه وکړی او بچيان ښوونځيو ته وليږي.

Marjah residents say they remain vulnerable to Taleben intimidation, despite a coalition campaign to drive them out of the area earlier this year. (Photo: ISAFMedia)
Marjah residents say they remain vulnerable to Taleben intimidation, despite a coalition campaign to drive them out of the area earlier this year. (Photo: ISAFMedia)
Tuesday, 16 November, 2010

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د تر روزنې لاندې خبريالانوليکنه

د هلمند ولايت د مارجې د ولسوالۍ کليوال وايي د طالبانو  د دفاع لپاره يې وسله واله ډله جوړه کړې ده، دا کار په جګړه ځپلي سهيلي ولايت کې لومړنی نوښت دی.

د دوتانو بېوزلي کلي، چې زياتره اوسيدونکي يې خپل ژوند په کرنې او مالدارۍ تېروي، ١٥٠کسيزه پياوړې ډله جوړه کړې ده. ددې ډلې غړي وايي هغوی نه يوازې په سيمه کې د طالبانو د عملياتو مخالف دي، بلکې د افغان او ايتلافي ځواکونو د عملياتو هم مخالفت کوي.

د بازګل په نامه د هغوی مشر يو جهادي قوماندان دی، چې اوسمهال د مارجې د ولسوالۍ د قومي شورا مشري کوي. د ډلې ټول وسله وال غړي د هغه د خپل قوم سړي دي. 

نوموړې ډله دا خبره هيڅ نه مني،چې هغوی قوم  ملېشه جوړه کړې ده او ټينګار کوي چې  له دولتي ادارو سره تړاو نه لري او نه له هغوی څخه کومې پيسې تر لاسه کوي.

بازګل وويل: ((موږ له حکومت سره خبرې کړي چې د خپل کلي د امنيت د ټينګولو لپاره وسلې پورته کوو.حکومت دا خبره ومنله او دا موافقه يې هم وکړه، چې که موږ په خپلې سيمې کې وسلې وګرځوو، مزاحمت به مو نه کوي. 

هغه وايي،د کلي ملېشوطالبان له خپل چم ګاونډ څخه شړلي دي. ددې کار له امله افغان پوليس اوايتلافي پوځونه  هڅېدلي، نه تالاشي وکړي او نه د شپې له خوا د چا په کور واوړي، چې پخوا به د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې لامل کېدل.. 

بازګل وويل: ((موږ دلته امنيت ترهغه وخته ټينګوو چې په ټوله مارجه کې ټيکاو راشي اوخلک وکړای شي په سوله کې ژوند وکړي.))

د کلي ماشومانو ته يې په کتلو، چې ښوونځي ته رهي وو، وويل: ((د ډېرو کلونو راهيسې دا بېګناه ماشومان له زده کړې بې برخې وو. اوس د خوشحالۍ ځای دی چې هغوی ښوونځي ته ځي. يوازې زموږ له کلي څخه شاوخوا درې سوه ماشومان ښوونځي ته ځي. دا کار يې دمخه نشو کولای.))

داسې هڅې روانې دي، د ايتلافي ځواکونو له خوا د کلو د ثبات د پروګرام په ګډون، چې پروسږکال د متحده ايالتونو له خوا جوړ شو،  داسې داوطلب دفاعي ځواکونه رامنځته شي، چې د کلو او بانډو  اوسيدونکي له روزنې وروسته خپل امنيت پخپله وساتي.  

د افغانستان د سيالو ملېشو تر منځ د جګړو ترخې مخينې ته په پام دا يوه ډېره حساسه موضوع ده 

دنوي يموکلونو په  پيل کې جهادي ډلو، چې د شوروي په وړاندې جنګېدلي وي او همدارنګه د کمونيست حکومت ملاتړي واحدونه، په تېره بيا د عبدالرشيد دوستم تر قوماندې لاندې ډلې د هېواد د کنترول د ترلاسه کولو لپاره په کورګډې کورنۍ جګړې کې يو د بل په وړاندې ودرېدل.

د دوتانو د وسله والې ډلې غړي ټينګار کوي چې هغوی يوازې د خپل چم ګاونډ د امنيت د ټينګولو ارمان لري. 

صفرخان، چې AK-47  کلاشينکوف يې په اوږه ځوړند و، وويل: ((موږ وسله ددې لپاره نه ده راخيستې، چې د يوبل په وړاندې جګړه پيل کړو..څه چې موږ غواړو هغه زموږ د خپلې سيمې او د خپل ځان ساتنه ده. موږ له ټولو هغو خلکو سره جګړه کوو، چې غواړي زموږ سيمه ناکراره کړي، زموږ کورونو ته راننوځي، زموږ ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه منعه کړي او زموږ  سوله ييز ژوند ګډ وډ کړي.))

خان، چې په خپلې ږيرې کې ګوتې وهلې، وويل،  د هغوی لويه ستونزه د طالبانو هغه هڅې وې، چې ماشومان يې  ښوونځيو ته نه پرېښودل او کليوالو ته يې اجازه نه ورکوله چې له مرستندويو پروژو څخه ګټه واخلي. 

نوموړي زياته کړه: ((طالبانو ويل دا مرستې حرامې دي. هر هغه چا، چې به د هغې ترلاسه کولو ته زړه ښه کاوه، تر مرګه به وهل کېده. له دې امله به چا نه شوې اخيستلای.))

د جنورۍ په مياشت کې شاوخوا ١٥٠٠٠ بهرنيو او افغان ځواکونو په مشترکو عملياتو کې ونډه واخيسته او پر مارجې باندې د واک د ترلاسه کولو لپاره يې له ٢٠٠٠ طالبانو سره جګړه وکړه، چې په هلمند کې د نشه يي توکو سترمرکز و. 

په داسې حال کې چې پوځي برېدونو ته د برياليتوب په سترګه کتل کېدل، خو ځايي استوګنو په سيمه کې د ناامنۍ خبرې کولې. 

د دوتانو اوسيدونکی، ملنګ هم د کلي په ملېشو کې ورګد شوی دی. هغه خپل چاغ اوګرد مخ پاک خريلی دی، چې له طالبانو سره د څرګند مخالفت نښه ګڼل کيږي.

هغه وويل: ((موږ ددې لپاره وسله نه ده پورته کړې، چې د خپل قوم دفاع وکړو، بلکې غواړو د ټولو خلکو دفاع وکړو. موږ دې ته اړ شوي يو چې خپل دريځ  معلوم کړو او پخپله سيمه، کلينيک، ښوونځيو او همدارنګه نور ځايونو  کې امنيت چمتو کړو.))

دا لا څرګنده نه وه چې د نوموړې ډلې فعاليتونه تر کومې کچې له ځايې چارواکو سره همغږي وو.

د مارجې ولسوالۍ د امنيې قوماندان، غلام ولي وويل، له نوموړې ډلې سره حکومت مرسته کوي، خو ويې نه ويل چې څنګه. هغه وويل، د کابل چارواکي کوښښ کوي هغوی د کورنيو چارو په وزارت کې ثبت کړي، ترڅو هغوی ته د معاش د ورکولو لپاره قانوني لارې چارې پيدا کړي.

هغه وويل: ((سره له دې چې تر اوسه مو له هغوی سره ډېره مرسته کړې نه ده، خو  کله چې له کوم ګواښ سره مخامخ شي، موږ د هغوی غوښتنې ته ځواب وايو او مرستې ته يې وردانګو.))

د هلمند د والي، ګلاب منګل وياند، داود احمدي له دې ټکي انکار وکړ چې ګوندې د کلي ډله له حکومت سره تړواو لري او يا به په راتلونکي کې له حکومت سره وتړل شي.

هغه وويل: ((دا سمه ده چې د مارجې اوسيدونکو په خپله سيمه کې د امنيت د ټينګولو لپاره وسله پورته کړې،  ترڅو په سوله کې ژوند وکړي. هغوی  قومي اربکي نه دي او نه ورسره حکومت په کومه لاره مرسته کړې او نه ورته حکومت پيسې ورکړي. د هغوی د وسلې د پورته کولو لامل دا و چې د طالبانو له ظلمونو څخه پوزې ته راغلي وو.))

د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي انکار وکړ او ويې ويل  د کلي د مليشو په اړه معلومات نه لري. هغه زياته کړه مخالفين د ځايي استوګنو له پراخ ملاتړ څخه برخمن دي.

هغه وويل: ((خلک په هر ځای کې له موږ څخه خوشحال دي. خلک له طالبانو سره کومه ستونزه نه لري. زموږ د برياليتوپ يو راز دادی، چې خلک له موږ څخه خوښ دي.)) هغه يادونه وکړه چا، چې په مارجې کې وسله پورته کړې، هغه يوازې [د حکومت] مخالفين دي.

((موږ دا نه منو چې خلک دې له حکومت سره يوځای شوي وي او د طالبانو په وړاندې دې د مليشو ډلې جوړې کړې وي. حکومت ددې کار هلې ځلې کوي، خو هسې بې ګټې پاتې شوې دي.))

يو شمېر ځايي استوګني د ملېشو د ډلو له جوړولو سره مخالف دي.

شرف الدين، چې يوه پښه يې د نوي يمو کلونو په کورنۍ جګړه کۍ له لاسه ورکړې، په ولايتي مرکز، لښکرګاه کې د کارګر په توګه کار کوي.

هغه وويل: ((پخوا چې به ملېشې جوړېدې، يوازينی کار به يې د خلکو د ژوند ګډوډول، وژل او د ناامنۍ خپرول و. دا پلا به هم هماغه پايلې ولري.))

د هلمند د ناوې د ولسوالۍ يو اوسيدونکي، عبدالخالق وويل، شرايط پروا نه کوي، چې څه وي هغه به وي، خو خلکو ته به د وسلو ويش د لا زيات غم اوکړاو لامل شي. 

هغه وويل: ((په هر نامه چې وسلو ته  لاس وړل کيږي، موږ هغه  بد ګڼو. کله چې حکومت او د نړۍ ٤٠ هېوادونه امنيت نشي ټينګولای او طالبان نشي ماتولای، نوسل يادوه سوه تنه به څه وي؟ يوازې به د خپلو ځانونو او خپل قوم لپاره  سرخوږی راپيدا کړي. بس يوازې همدا.))

په عين حال کې د دوتانو اوسيدونکي خبر ورکوي چې د هغوی ژوند ډېر ښه شوی دی.  هغوی وايي په همدې سيمه کې د نورو کلو بانډو برعکس هغوی طبي مرستې، لکه د ګوزڼ د ناروغۍ واکسين تر لاسه کولای شي او ماشومان يې ښوونځيو ته تللای شي.

لس کلن زرولي د ښوونځي بکس پرشا ټولګي ته د رسېدو پر مهال وويل: ((ښوونځي ته په ارام زړه راځم، ځکه طالبان نشته چې ښوونځي ته مې له تګ څخه منع کړي. اوس زموږ خلکو وسلې راپورته کړي او نه پريږدي چې طالبان مو ښوونځيو ته د تګ مخه ونيسي. زه ډېر خوشحال يم چې اوس کولای شم لوست ولولم.))

د واکسين په کمپيان کې ښکيل يو ‌ طبي کارکوونکي، حاجي ملا وويل، له هغه راهيسې چې کليوالو وسله راپورته کړې، د ژوند له ډاره پرته خپلې دندې ته تللای شي.

هغه زياته کړه، نور کلي په خپلو منځونو کې په خبرو اترو بوخت دي چې د دوتانو د کلي په څېر ګام پورته کړي.

هغه وويل: ((دمګړۍ په زياترو کلو کې جرګې روانې دي او غواړي دخپل چم ګاونډ امنيت پخپله ټينګ کړي. که چېرته طالبان سيمې ته راشي، نو حکومتي سرتېرې او ايتلافي پوځونو يې تعقيبوي. کله چې حکومتي سرتېرې او ايتلافي پوځونه راشي، طالبان ورپسې راځي. د هوارۍ تر ټولو ښه لاره همدا ده چې هيچا ته د راتګ اجازه ورنه کړای شي.))

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists