د لوېدلې الوتکې پاتې شوني لا تر اوسه پراته دي

په داسې حال کې چې حکومت د فبرورۍ په مياشت کې د رالوېدلې الوتکې سميې ته د عسکرو د لېږلو په اړه زړه نازړه دی، ځايي استوګن د شيانو په لټون بوخت دي.

د لوېدلې الوتکې پاتې شوني لا تر اوسه پراته دي

په داسې حال کې چې حکومت د فبرورۍ په مياشت کې د رالوېدلې الوتکې سميې ته د عسکرو د لېږلو په اړه زړه نازړه دی، ځايي استوګن د شيانو په لټون بوخت دي.

دوه دېرش کلن حيات الله په وياړ هرچا ته د بهرنيو پيسو يو نوټ ښکاره کوي او په دې اند دی، چې ګوندې نور يې له بېوزلی سره په مخه ښه کړې ده، ځکه په نوټ باندې زيات صفرونه ليکل شوي دي. هغه په دې نه پوهيږي، چې د دوو مليونو لېرو د ترکيې د هېواد نوټ له دوو امريکايي ډالرو څخه هم لږ ارزښت لري.


دا نوټ نوموړي د کام اير د 737 بوينګ الوتکې له لوېدو څخه وروسته له ټوټو او پاتې شونو څخه موندلی دی، چې د فبرورۍ په مياشت کې ولوېده او ټولې 104 تنه سپرلۍ يې مړې شوې.


ددې مياشتې په سر کې ددفاع وزارت وياند دا ومنله چې لا تراوسه د کابل ختيځ ته په دېرش کيلومترۍ کې د څپري په لوړو سيموکې د سپرليو د بدن ټوټې پاتې دي. داسې بريښي، چې د ټولو سپرليو د راغونډولو او د هغوی تر پېژندلو پورې لا اوږده لاره په مخ کې پرته وي.


حکومت د لټولو هڅې سيمې ته د رسېدا په ستونزو او د ځمکنيو ماينونو د شتون له امله څو څو ځلې ځنډولې وې. د مارچ د مياشتې په نيمايي کې په سيمې کې د ماين د چاودېدو له امله يو عسکر ووژل شو او يو بل تن ټپي شو، چې غوښتل يې د غره له څوکې څخه پاتې شونې هوارې ته راکښته کړي.


د دفاع د وزارت وياند، ظاهر عظيمي هغه مهال ويلي و: ((دا به ساده ګي وي، چې د يو مړي د راايستلو لپاره د يو بل چا ژوند په خطر کې واچول شي.))


ددې مياشتې په سر کې د پژواک خبري رسنۍ رپوټ ورکړی و، چې لږ تر لږه د پنځو مړيو جسدونه لا تر اوسه په غره کې پاتې دي.


د رپوټ له خپرېدا وروسته عظيمي، چې د جسدونو د راايستلو د کميسون مشري يې په غاړې درلوده، يو مطبوعاتي کنفرانس ته وويل، جسدونه کابل ته لېږدول شوي دي. هغه وويل: ((د اپرېل په شپږمه نېټه مو له هغه وروسته چې له ماينونو څخه د سميې د پاکولو رپوټونه تر لاسه کړل، پنځه جسدونه له چيناري څخه د څرخي الوتکي په واسطه ولېږدول شول.)) هغه دا ومنله چې ښايې په څپري کې نور پاتې شوني هم وي، خو وروستۍ لټونې به د ماين پاکولو د عملياتو تر پای ته رسېدو پورې وځنډول شي.


حکومت وايي، چې تر اوسه 43 مړي پيژندل شوي او خپلوانو ته يې سپارل شوي دي د نورو پاتو مړيو پېژندنه د هغوی د DNA تحليل او تجزيه غواړي. دا ازميښت د ايټاليې د حکومت له خوا تر سره کيږي، خو دا څوک نه وايي، چې دا کار به څومره وخت ونيسي.


د دفاع د وزارت د مطبوعاتي دفتر مشر، ظاهر مراد وايي: ((داسې بريښي، چې موږ د 110 بدنونو ټوټې راټولې کړې وي، په داسې حال کې چې په الوتکې کې يوازې 104 تنه سپرلۍ وې.)) نوموړی زياتوي: ((موږ اوس نه شو ويلای، چې موږ ټول مړي راټول کړي او که نه.))


په داسې حال کې چې د موندلو ډله د سيمې د سخت جغرافيايي وضعيت او ماينونو د شتون له امله د الوتکې د رالوېدو ځای ته نه شي تللای، ځايي استوګن هلته ځانونه رسوي، جامې او په خلکو پورې تړلي نور شيان او آن فلزي ټوټې د ځانونو لپاره او يا په نورو باندې د پلورلو لپاره راټولوي.


حيات الله د غره په لمن کې د ملا عمر په کلي کې اوسيږي. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، چې د الوتکې د لوېدو ځای ته په درېو ساعتونو کې ورسېد. هغه وايي: ((زه هلته ورسېدم او د الوتکي ټوټې، شکېدلې بکسونه او غوښې مې ولېدې. زه دومره خواشينی شوم، چې هغه ورځ مې هېڅ ډوډۍ زړه ته نه کېده.))


حيات الله د ترکيې لېرې نوټ، يو زر پاکستاني کلدارې او د ماشومانو يو جوړه بوټان موندلي او له ځان سره يې راوړي و، چې بوټان يې اوس د هغه کوچنی زوی ښوونځي ته د تګ پرمهال په پښو کوي.


د کلي يو مشر معشوق الله وويل، کله چې د مړيو د جسدونو له پاتې کېدو څخه په سيمه کې خبر شو، نو ويې پتېله، چې هلته لاړ شي او هغه پاتې شوني په مناسبه توګه ښخ کړي. هغه وايي: ((زه د سهار له يوولسو بجو څخه د ماسپښين تر څلورو بجو پورې په هغه ځای کې وګرځېدم راوګرځېدم، خو (د انسان) بدن ته ورته کوم شی مې ونه ليد. ما عکسونه، اسناد او د غوښو وړې وړې ټوټې ولېدې.))


معشوق الله وويل، هغه يو موبايل تيلفون موندلى او که چېرته د هغې د خاوند کوم خپلوان پيدا شي، نو ورته به يي ورکړي.


موبايل تيلفونونه هغه شيان و، چې له سيمې څخه راټول شوي وي.


غلام فاروق، چې زوم يې په دې پېښه کې مړ شوی و، آی ډبليو پي آر ته وويل، کله چې په دې وروسيتو وختونو کې يې د خپل زوم د موبايل تيليفون شمېره دايل کړه، نو يو چا ورته ځواب ورکړ او ويې ويل، چې هغه دا تيلفون په کابل کې له يو عسکر څخه پېرودلی دی. فاروق وايي: ((هغه وويل، تيلفون به بېرته ورکړي، خو په دې شرط که هغه پيسې بېرته ورکړشي، چې هغه پرې پېرودلی دی.))


د هغه چا لپاره چې خپلوان يې په دې پېښه کې وژل شوي دي، انتظار ډېر سخت تمام شوی دی. هغوی خپه دي او خپل کسات له هغه چا اخلي، چې معلومات ورته چمتو کوي. محمد چې ورور،وريندار او د هغوې درې تنه کوچنيان په دې پېښه کې مړه شوي، وايي: ((حکومت موږ غولوي. هغوی موږ ته هره ورځ وايي، چې په څلورو ورځو کې به جسدونه تر لاسه کړو، خو دا څلور ورځې هېڅ نه رارسيږي. موږ د خپلو خپلوانو له جسدونو پرته نور څه نه غواړو.))


محمد له يو څو نورو تنو سره هره ورځ د کابل پوځي روغتون ته په دې هيله ځي، چې ګوندې د هغه د خپلوانو جسدونه به ورته ورکړ شي او يا به د هغې په هکله معلومات تر لاسه کړي.


د مړيو زيات شمېر خپلوان په کابل کې خپل کورونه نه لري او دلته اوسېدل ورته ډېر ګران لويږي. محمد وايي: ((خلک پيسې پوروي، چې په کابل کې پرې واوسيدای شي. هر چا يوازې د انتظار لپاره له زرو ډالرو څخه زياتې پيسې لګولي دي.))


آن هغه خلکو ته، چې په کابل کې اوسيږي، انتظار زيات ګران لويږي. فارق وايي، د زوم د مړه کېدو له امله خلک ما ته د فاتحې لپاره راځي. هغه وايي: ((د خلکو راتګ زما کورته زما په بودجه باندې فوق العاده اغېز کړی دی او له يوې ورځې نه بلې ته په پورونو کې ډوبيږيم.))


Frontline Updates
Support local journalists