د لويي جرګې غونډې د پېښو په رامنځته کېدو بې خونده شوې

دآى ډبليو پى آر د راپورټر بشيراحمد ګواښ ليکنه

د لويي جرګې غونډې د پېښو په رامنځته کېدو بې خونده شوې

دآى ډبليو پى آر د راپورټر بشيراحمد ګواښ ليکنه

Thursday, 18 December, 2003
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

د سه شنبې په ورځ دوه راکټونه له نيمې شپې څو شېبې وروسته دکابل ښار په خواجه بغرا او شېرپور په سيمو کې راپرېوتل، خو کوم زيان يي وانه اړاوه. د پوليسو د وينا له مخې دادواړه راکټونه له نيمې شپې يو څه وروسته په کابل ښار وويشتل شول. د کابل د پوليسو قومندان بابه جان وويل، د نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د يو ماين په چاودنې د دريم راکټ د لګېدو ګومان شوى و. د کابل پوليسو د وينا له مخې هغوى د چهارشنبې د شپې په ماښام دښار په منځ کې چينايي رستوران ته څېرمه، چې زياتره بهرنيان ورځي، يو ماين بې اغېزې کړ. هغوى زياته کړه چې په دې تور يي لا تراوسه څوک نه دى نيولي.


د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل،امنيتي ځواکونو د لويي جرګې د غونډو د پيل راهيسې د کابل ښار خواوشا غونډيو او ځمکو کې د لټولو پر مهال ٦٧ بي ام ١٢ او سکاډ راکټونه موندلي دي. نوموړي زياته کړه، چې پوليس د هغې د مسوولو کسانو د موندلو په لټه کې دي.


جلالي همدا راز وويل، شبنامې، چې په افغانستان کې د اعتراِض د څرګندولو يو ډول دى او د شپې له خوا ويشل کيږي، په دې وروستيو کې دښار په بېلابېلو برخو کې ويشل شوي او په کې د ولسمشر حامد کرزي او امريکايي ځواکونو په وړاندې د جهاد غوښتنه شوې وه.


د ملي اردو څو سوه غړي، ملي پوليس او نړيوال ځواکونه د لويي جرګې د خواوشا په سيمو کې ځاى په ځاى شوي دي او پوليسو د کابل شاوخوا ته د تلاشۍ پوستې جوړې کړې دي، چې ښار ته د تلو راتلو لار ې وڅاري.


طالبانو په لويي جرګې د بريد ګواښ کړى و. دتېر کال راهيسې راکټونه د کابل په ځينو برخو راپرېوځي.


د شنبې په ورځ يو بم د ولسمشر د ماڼۍ بهر وچاود او ورته چاودېدونکي مواد دوه اوونۍ دمخه د انترکانتي ننتال هوټل په ګاونډ کې وچادېدل، چې د څېرمه کورونو او هوټل د کړکيو او ښيښو د ماتېدو سبب شول. ددې چاودنو له امله دمرګ ژوبلې رپوټ نه دى ورکړ شوى.


Frontline Updates
Support local journalists