د غور ولايت جنګ سالاران له ښځو سره پر تاوتريخوالي تورن دي

د لويديځ ولايت اوسيدونکي وايي وسله وال زورواکي د حکومت له ډار پرته ښځې تښتوي او تيرى پرې کوي.

د غور ولايت جنګ سالاران له ښځو سره پر تاوتريخوالي تورن دي

د لويديځ ولايت اوسيدونکي وايي وسله وال زورواکي د حکومت له ډار پرته ښځې تښتوي او تيرى پرې کوي.

A soldier from the Provincial Reconstruction Team in Ghor during a joint mission with Afghan officials to look at security in the remote Pasaband district in early February 2011. (Photo: Isafmedia)
A soldier from the Provincial Reconstruction Team in Ghor during a joint mission with Afghan officials to look at security in the remote Pasaband district in early February 2011. (Photo: Isafmedia)

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، ضيا احمدي ليکنه

د افغانستان په لويديځ ولايت، غور کې ځايي جنګ سالاران په ډاډه زړه ښځې تښتوي او تيرى پرې کوي او هيڅوک د هغوى د مخنيوي وس نه لري. 

آى ډبليو پي آر د هغه ولايت له حکومتي چارواکو، پوليسو او اوسيدونکو څخه يو شمېر لاسوندي راټول کړي، چې څرګندونه کوي، له بشري حقونو څخه يو شمېر جدي سرغړونې د هغو ملېشو دځواکونو له خوا ترسره کيږي، چې اصلا بايد شتون ونه لري.

کوم تورونه چې پر هغوى پورې شوي په هغوى کې تېري، په زور ودول او په عام محضر کې پر بدلمنۍ د تورنو ښځو وهل او ډبول شامل دي.

د غورو ولايت په سويل کې د تېورې ولسوالۍ اوسيدونکي، پنځه دېرش کلن علاوالدين  وويل، د هغه ورور په زوره دې ته اړ ايستل شوى و، ترڅو خپله لور د ملېشو يو زورور ځايي  قوماندان ته واده کړي.

نوموړي قوماندان د هغه کورنۍ ته د بريد او مرګ  ګواښونه کړي وو، ترڅو مخالفت ونه کړي. علاوالدين وويل هغه د دې موضوع په اړه زړه نا زړه و، چې ايا رپوټ ورکړي او که نه، سره له دې هغه په دې پوهېد چې نوموړى سړى خپله نوې ښځه وهي او ډبوي. 

هغه وويل: "موږ پوهيدو چې له هغوى ټولو سره حکومت مرسته کوي. ځينې يې ځانونه ملي پوليس او نور يې ځايي پوليس بولي. له هغوى ټولو سره حکومتي لوړ پوړي چارواکي مرسته کوي. په حقيقت کې هيڅوک پر حکومت باو رنه لري، ځکه په اصل کې حکومت وجود نه لري."

د دولتيار د ولسوالۍ يو قومي مشر، محمد شريف د يوې پېښې کيسه وکړه چې د تېر کال په پسرلي کې پکې يو سړى وژل شوى و. مېرمن يې يو ځايي قوماندان تښتولې او بيا يوه مياشت وروسته يې وژلې وه.   تر اوسه د دواړو وژنو په اړه کوم ګام پورته شوى نه دى.

هغه وويل: "د ولسوالۍ حکومتي چارواکي له دې جنايت څخه ښه خبر دي، خو دا چي نوموړى قوماندان زورور او متنفذ دى، نشي کولاى هغه ونيسي او محاکمه يې کړي."

د غور ولايت د ولايتي شورا منشۍ، انجيلا شفيع وويل، په تېر کال کې د تيري او په زور د ودولو په ګډون د ښځو په وړاندې د ملېشو د قوماندانانو له خوا د تاوتريخوالي ٥٠ پېښې ثبتې شوي دي.

دغورولايت د امنيې قوماندان جنرال عبدالرشيد بشير وويل، پوليسو ته په چارسدې، تيورې او دولينه په ولسواليوکې د تاوتريخوالي شل رپوټونه رسيدلي چې ادعاشوي د قوماندانانو له خوا سرته  رسيدلي دي. نوموړي ومنله چې کېداى شي دا شمېره لږه ښودل شوي وي، ځکه خلک له ډاره شکايت نشي کولاى.  هغه زياته کړه، ډارول او ترهول مجرمينوته ددې واک ورکوي چې په بشپړ خونديتوب دا کارونه سرته ورسوي.  

هغه وويل په يوې پېښه کې، "د تېورې ولسوالۍ يو زورور سړي  يو پلار په زوره دې ته  اړ کړ چې خپله لور يو٤٠ کلن سړي ته واده کړي. کله چې د ولسوالۍچارواکو د نجلۍ د ژغورلو هڅه وکړه، نو قوماندان يې د وسلې په زور مخه ونيوله."

د ولايتي شورا يو غړي، چې ويې غوښتل و نه نومول شي، وويل په ورستيو اوونيو کې د تيورې په ولسوالۍ کې دوو نجونو ځانونه ووژل، چې په زوره واده ته اړ ايستل شوې وې.  

نوموړي وويل: "يو ځايي قوماندان له نوموړو نجونو څخه يوه خپل ځانته په زوره واده کړه او بله يې يو بل چاته ورکړه."

اسلام د زور ودونه منع کوي. د غور يو ديني عالم، مولوي حفيظ الله وويل،  که کله داسې پيښې رامنځته کيږي، نو بايد حکومت د مسؤولو اشخاصو په وړاندې اقدام وکړي. 

د ملېشو قوماندانو په درېو پېښو کې په دې تورن دي چې ښځو ته يې له محاکمې پرته سزا ورکړې ده. 

جنرال بشير وويل، د تولک په ولسوالۍ کې د ملېشو يو قوماندان په عام محضر کې پر متروکو د دوو ښځو د وهلو امر ورکړى و.

هغه وويل: "پوليسوته ددې پېښې په اړه لس ورځې وروسته خبر ورغى. هغوى ونه کړاى شول چې په اړه يې کوم ګام واخلي." د امنيې قوماندان زياته کړه، ترهغه چې مرکزي حکومت په دې اړه جدي ګامونه پورته نه کړي، نو ددې زورو خلکو په وړاندې به هر اغېزمن کار ناشونى وي.

د غور د ولايتي شورا غړې، شفيع  وويل چې د دولينا په ولسوالۍ کې د ملېشو يو زورور قوماندان " يوه ښځه له يو سړي سره د نامشروعو جنسي اړيکو دنيولو په تور په متروکو ووهله."

هغې وويل، ددې پېښې په اړه هم چا کوم ګام پورته نه کړ.

آى ډبليو پي آر له فضل احمد سره وليدل چې ويل کېدل سړيو يې وهل ډبول کړي دي.

نوموړي وويل: "پروسږکال زما سړيو ته خبر رسېدلى و، يوې ٤٠ کلنې  ښځې، چې مېړه يې مړ شوى و، له بل سړي سره جنسي اړيکې نيولې وې. هغه د خلکو په مخ کې په متروکو ووهل شوه، ترڅو نورو سړيو او ښځو ته د عبرت درس شي. دا کار به په سيمه کې د بدلمنۍ مخه ونيسي."

داسې پېښې د هغو ترخو پېښو يادونه کوي چې د طالبانو له خوا سرته رسيدې.

وسله والې ډلې د افغانستان په بېلا بيلو برخو کې له قانون څخه سرغړونو ته دوام ورکوي، ددې لپاره چې هغوى دحکومت په وړاندې نه جنګيږي، نو دهغوى سر غړونو ته هم چندان پام نه کېږي  

د ملېشو ډلې،  چې زياترو يې په ١٩٨٠ کلونو کې د مجاهدينو په ليکو کې د شوروي ملاتړي حکومت په وړاندې جګړه کړې، د ١٩٩٠ کلونو کورنۍ کور ګډې جګړې کې خپله واکمني جوړه کړې وه. د هغوى د ظالمانه او خپل سرې چلن په نتيجه کې افغانانو د طالبانو د رامنځته کېدو تود هرکلى وکړ.  

زياتره دا وسله وال واحدونه، چې له سياسي ډلو ټپلو سره تړاو لري، بايد په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تر سقوط وروسته د يو ټاکلي پروګرام له مخې بې وسلې شوى واى. د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د بې وسلې کولو او ټولنې ته د بېرته ستنولو د پروګرام له مخې او په ٢٠٠٥ کال کې د هغې له سرته رسېدو وروسته د ناقانونه وسله والوډلو د بې وسلې کولو تر پروګرام لاندې ډېرى هغه شمېر غير رسمي واحدونه بې وسلې شول چې تر دې دمه يې خپلې وسلې نه وې سپارلې. داسې بريښي چې د غور په ولايت کې دغو ملېشو يو وار بيا سرونه راپورته کړي وي.         

لکه څنګه چې علاوالدين وويل، ښايي يو شمېر ملېشو د افغان ملي پوليسو له ليکو سره د يوځاى کېدو په پلمه د کليو د ځاني دفاع په واحدونو کې ځانونه تنظيم کړي وي.(پروسږکال آى ډبليو پي آر په هرات، بادغيس او غور ولايتونو کې ددې ډلو له خوا د سرغړونو په اړه رپوټونه  ورکړي وو.  وګورئ: د افغان کليوالي ملېشې په سرغړونوتورنې دي او همدا شان هغه رپوټ وګورئ چې په دې وروستيو کې د بلخ په ولايت کې په دې اړه رپوټ ورکړ شوى و: د افغانستان په شمال کې له "پوليسو" څخه شکايتونه) 

د ښځو د حقونو فعالين وايي هغوى نشي کولاى د  زورو اشخاصو او همدارنګه د عمومي امنيتي ستونزو له امله د غور ولايت په لېرې پرتو سيمو کې کار وکړي.

د افغانستان په لويديځ کې د عاطفې منصورې په نامه د ښځو د حقونو يوې فعالې وويل، اوس دلته جنګ سالاران  ښځو ته ستر ګواښ دى، خو "هيڅ کومه حکومتي موسسه نه ده توانيدلې چې پر دې پېښو تورن اشخاص ونيسي يا يې محاکمې ته را وکاږي."

منصوري وويل، ښځې به تر هغه پورې د زورورو او سرغړوونکو افرادو ښکار کيږي، ترڅو حکومت په دې سيمو کې خپل واک ټينګ کړي او تورن مجرمين محاکمې ته را وکاږي

Afghanistan
Human rights
Frontline Updates
Support local journalists