Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د غور جنگ سالاران

د غير مسؤولو لسگونو ملېشو د هرو څلورو تنو په وړاندې يو حکومتي سرتېری موجود دی.
By an IWPR reporter
د افغانستان په غور ولايت کې د فعاليت کوونکو څلوېښتو ملېشو د يوې ډلې غړي (عکس: آی ډبليو پي آر)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال ليکنه

د آی ډبليو پي آر له يوې څېړنې جوته شوه چې د افغانستان په لويديځ کې غور ولايت د زرگونو ملېشو په ملاتړ د شاوخوا ٤٠ جنگ سالارانو په منگولو کې لوېدلی دی.

د هغوی تر مشرۍ لاندې وسله والې ډلې پر وژنو، برمتې (سړي تښتونې)، ډله ييز جنسي تيري، غلا او د نشه يي توکو پر قاچاق تورنې دي. هغوی ټولې له معافيت څخه برخمنې دي. د بېلابېلو ډلو شمېر، چې هره يوه يې له ٢٠٠ څخه تر ١٢٠٠ پورې سړي لري، له ٨٠٠٠ څخه تر ١٠٠٠٠ پورې رسيږي. 

نوموړې سرغړوونکې ډلې د طالبانو په ليکو کې نه دي او نه هم له ياغي ډدلو سره تړاو لري، بلکې د ١٩٩٠ کلونو کورنۍ جگړې پاتې شوني دي.

د هغه ولايت امنيتي چارواکي وايي په زرگونه ولسي خلک په وروستيو کلونو کې د نوموړو ملېشو له لاسه وژل شوي دي. د ٢٠١٤ کال د جنورۍ او نومبر په مياشتو کې د دې وژنو شمېر ١٥٠ ته رسيږي. ولسي خلک زياتره هغه مهال وژل کيږي چې د يوې ټاکلې سيمې د کنترول په موخه د نوموړو ډلو په خپلمنځي جگړې کې راگېر شي. 

همدارنگه هغوی له ځايي خلکو څخه پيسې شوکوي. جنگ سالارانو د حکومت خپل ځانگړی سيستم رامنځته کړی چې زياتره ظالمانه او په خپل سر سزاگانې پلې کوي.  

نوموړی تريخ حالت په دې لرې پروت ولايت کې د مرکزي حکومت د کنترول کمزوري انځوروي؛ امنيت پکې له تېرو اتو کلونو راهيسې په بيړه مخ په ناوړه کېدو روان دی. د غور چارواکي وايي د اټکل له مخې په سيمه کې د فعاليت کوونکې شخصي اردو شمېر د [ياغي ډلو د] هر څلورو تنو په وړاندې د ملي امنيتي ځواک يو سرتېري ته رسيږي.  

د غور ولايت د اوسيدونکو او امنيتي ځواکونو په مرسته د يو شمېر ځايي لوړپوړو سياستوالو په گډون آی ډبليو پي آر د ملېشو ٤٠  تنه قوماندان په نښه کړل او له يو څو تنو سره يې مرکې وکړې.

د فضل احد په نامه په دولينه ولسوالۍ کې يو جنگ سالار د ١٢٠٠ تنو وسله والو يوه ډله لري. نوموړی دې ډلې ته وسلې او مهمات چمتو کوي، چې له قاچاق وړونکو څخه يې راخلي.

احد وويل، د ده او د نورو قانون ماتوونکو تر منځ د تربگنۍ له امله هغه د غور په کچه يو ياغي جوړ شوی دی. 

هغه وويل: «له هغه مهاله چې وسلې ته مې لاس کړی، زيات شمېر سړي مې له لاسه ورکړي، خو خپل دښمنان مې هم وژلي دي.»

احد تر خپل لاس لاندې سيمو کې خپل سری قضا پلې کړې. په سزاگانو کې د خلکو په وړاندې سنگسار او د اعدام نور ډولونه، په متروکه وهل او د غړو پرېکول، شامل دي. 

آی ډبليو پي آر د احد يو ويديويې ټوټه وکتله چې پکې نارينه او ښځينه دواړه د خلکو په وړاندې په متروکه وهل کيږي.

هغه وويل: «زه شرعي قانون پلی کوم. که کوم مجرم دولت ته وسپارم، قاضيان او څارنوالان ترې بډې اخلي او خوشې کوي يې.»

د ملا مصطفی په نامه بل قوماندان، چې د شهرک ولسوالۍ په حصارک کې اوسيږي، له قضا څخه په لوړ سيستم وياړي، چې په خپله سيمه کې يې رامنځته کړی دی.

آی ډبليو پي آر يوه ويډيويي ټوټه وکتله چې پروسږکال پکې مصطفی د خلکو په وړاندې په حصارک کې يو سړی اعداموي. نوموړی د يو بل سړي په وژلو هم تورن دی، چې ايشېدونکی پلاستيک يې ورته پر سر ايښی و. د خلکو د وينا له مخې يې د يوې ښځې پر لاس ډزې کړې او پنځه گوتې يې ور پرې کړې وې.   

کله چې د دې کړنو او د هغې په وړاندې د هغه د قضاوت په اړه ترې وپوښتل شول، مصطفی وويل، «زه يو ملا يم او پر دې ښه پوهيږم چې جنايتکارانو ته څنگه سزا ورکړم.»

مصطفی وويل، د خپلو سرتېرو د معاشونو لپاره له ځايي خلکو څخه محصول راغونډوي. همدارنگه هغه تر خپل لاس لاندې سيمه کې د ښوونکو له مياشتنيو معاشونو څخه يو زر افغانۍ گرځوي او د هرات – غور پر سړک له تلونکو راتلونکو موټرو څخه ټکس اخلي.

مصطفی، چې يو زر تنه پلويان لري، آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه نه د ناتو او نه د ملي اردو له غچ څخه ډاريږي. هغه وويل، دوه ځلې امريکايي سرتېرو او يوه پلا بې پلوټه الوتکې په نښه کړی و.

هغه وويل: «زه نه له ټوپک او نه له توغندي څخه ډارېږم.»

بل جنگ سالار، عطا محمد نوميږي. هغه د دولتيار ولسوالي کنترولوي او د «محصول ټولولو» خپل سيستم يې رامنځته  کړی دی. آی ډبليو پي آر د فرمان يو نقل ولوست، چې نوموړي شپېته کلن قوماندان لاسليک کړی و. په فرمان کې يو شمېر اصول ليکل شوي و چې اوسييدونکي يې بايد عملي کړي.

هرڅوک بايد د خپل مياشتني عايد پنځمه سلنه نوموړي قوماندان ته ورکړي. هره کورنۍ، چې خپل زوی ته واده کوي يا خپله لور ودوي، بايد هغه ته لس زره افغانۍ ورکړي. 

که څوک له دې امر څخه سرغړونه وکړي د محمد د ٣٠٠ وسله والو له خوا له سيمې څخه شړل کيږي.

امنيتي ځواکونه په سيمه کې ډېر کمزوري دي

 د جنگ سالارانو سيالي د افغانستان د معاصر تاريخ ميراث دی. د مجاهدينو زياترو ډلو، چې په ١٩٨٠ کلونو کې يې د هغه مهال د شوروي په وړاندې جگړه کوله، د ١٩٩٠ کلونو په لومړيو کې په کورنۍ جگړې کې يو د بل په وړاندې ودرېدل.

د غور ملېشې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو څخه وروسته د ملگرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د بېوسلي کولو له پروگرام څخه بهر پاتې شوې.

د غور يو لوړپوړي چارواکي د نامه د نه څرگندولو په شرط وويل، يو شمېر ملېشو له سياسي ډلو سره بېرته ځانونه وتړل چې يو مهال د جمعيت اسلامي، حزب اسلامي او اتحاد اسلامي تنظيمي ډلو پورې تړلې وو. هغه دا دعوه هم وکړه چې يو شمېر يې د افغانستان د گاونډيو هېوادونو؛ په تېره بيا د ايران او پاکستان له استخباراتي کړيو څخه ملاتړ هم تر لاسه کوي. 

نوموړي چارواکي تاييد کړه چې ٤٠ تنه لوی او ١٢٠ تنه کوچني قوماندانان په غور کې لږ تر لږه ٤٠٠ کلي په لاس کې لري.

په غور کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د څانگې مشر، جواد رضايي وويل، د هغوی د کميسون د څېړنو له مخې، چې په تېرو اوو کلونو کې يې تر سره کړې، څه دپاسه ٩٠٠٠ وسله وال سړي په شاوخوا ٢٠٠ ملېشو کې تنظيم شوي او د غور ولايت په اتو ولسواليو کې فعاليت کوي.

هغه وويل، د بشري حقونو کميسون د ډله ييزې وژنې، چور او چپاول، جنسي تيري او د جبري ودونو په گډون يو لړ جنايتونه مستند کړي دي. يوازې په ٢٠١٣ کال کې د سيالو ملېشو تر منځ په جگړو کې درې سوه تنه ولسي خلک وژل شوي دي.

هغه وويل، ملېشه يي ځواکونه د خلکو لوڼې په زور ودوي او هر يو يې له درېو څخه تر اوو پورې ښځې لري.

رضايي وويل: «کله چې يو قوماندان په کوم کلي کې يوه ښايسته نجلۍ وگوري، له لاسه يې نيسي او پلار ته يې بيايي.  پلار ته يې وايي، د هغه لور يې خوښيږي او غواړي واده ورسره وکړي. البته د نجلۍ پلار له دې پرته چې هو ورته ووايي، بله چاره نه لري.»

آی ډبليو پي آر د غور د ملېشو په اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د څېړنې نقلونه ترلاسه کړي دي.

په غور ولايت کې د ملېشو ناوړه کارونه وخت په وخت افغان رسنۍ ثبتوي. آی ډبليو پي آر په ٢٠١١ کال کې د ښځو په وړاندې د ملېشو په اړه رپوټ خپور کړی و. (دغور ولايت جنګ سالاران له ښځو سره پر تاوتريخوالي تورن دي)

د غور ولايت د پوليسو مشر، احمد فهيم قائم ومنله، د هغه پوځونه له زرگونو وسله والو ملېشو سره د مقابلې وس نه لري، چې ځايي خلک ډاروي. هغه وويل، د هغوی شمېره له بريده وتلې. 

هغه وويل: «موږ په ١٥٠٠ پوليسو د ٨٠٠٠ کسيز پياوړي ځواک په وړاندې نشو درېدلای.»

قائم وويل، پوليسو د جنگياليو په اړوند، د وسلو د ډول او د هغوی د زېرمې د ځای په گډون  استخباراتي معلومات راغونډ کړي.

د پوليسو مشر وويل، څو څو ځله يې دا استخباراتي معلومات په کابل کې د کورنيو چارو له وزارت سره شريک کړي، خو تر اوسه يې کوم غبرگون نه دی لېدلی.

د قائم په وينا ملېشې د نشه يي توکو او د وسلو د قاچاق او همدارنگه د کابل – غور پر سړک د سپرليو د لوټولو له لارې خپل ځانونه چلوي.

هغه وويل: «د دې ملېشو په مرسته قاچاق وړونکي کلاشينکوف، توغندي، پي کا او نورې ماشينگڼې له کندهار، هلمند او فراه څخه تر غوره او بيا له هغه ځايه په شمالي ولايتونو کې تر فارياب او سرپل پورې رسوي.»

چارواکو هلې ځلې وکړې چې د کوکنارو کرکيله په غور کې ودروي. غور د هيروينو په ليږدونه کې د ترانزيتي لارې په توگه اهميت لري، ځکه له نورو اتو ولايتونو سره گډه پوله لري.

قائم وويل، يوازې په تېر کال کې  پوليسو په درېو بريدونو کې د غور ولايت له قاچاق وړونکو څخه ٢٤٠٠ کيلوگرامه اپين ترلاسه کړي دي. 

د غوور والي، سيد انور رحمتي د غور د پوليسو د مشر په څېر ومنله چې د ملي امنيت ځواکونه تر دې کچې پياوړي نه دي چې له ملېشو سره دې د جگړې وس ولري.

هغه وويل، جنگ سالاران په دې ولايت کې تر ١٠٠٠٠ پورې جنگيالي لري، په داسې حال کې چې د ملي اردو او ملي پوليسو گډ ځواک شاوخوا ٢٥٠٠ تنو ته رسيږي.

هغه وويل، له ٢٠٠٧ کال راهيسې، هغه مهال چې په دې ولايت کې امنيت مخ پر خرابېدو شو، حکومت د شخصي ملېشو په وړاندې له زغم څخه کار واخيست.

رحمتي وويل: «دولت دومره ځواک نه لري چې له دې ملېشو سره دې مقابله وکړي.»

 

 

More IWPR's Global Voices