Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د غاليو صنعت بيا مخ په راژوندي کېدودى

غالۍ اوبدونکي او د غاليو سوداګران په شمال کې خپل صنعت نندارې ته وړاندې کوي، چې د مارکيټ پخواني حال ته د رسېدو لپاره لا اوږده لاره په مخکې لري.
By Wahidullah Noori

د غاليو کالنى جشن، د دريو لسيزو له غيابت څخه وروسته يو وار بيا د خپل ٢٥٠٠ کلن دود په لمانځلو په شمالي ولايت جوزجان کې د خلکو پام ځانته راواړولو.


دا جشن چې د وروستي ځل لپاره په ١٩٧٤ کال کې جوړ شوى و، له اوږدې مودې وروسته د روان کال د نومبر په ٢٢ يوځل بيا د جوزجان په ولايت کې ولمانځل شو. دا جشن هرکال د جوزجان ولايت د آقچې او يا د اندخوى په ښارونوکې جوړيږي، چې د فارياب له ولايت سره ګاونډ دي. دا جشن د جګړو په کلونو کې له ځنډ سره مخامخ شوى و.


له سخت اورښت سره سره دامريکا سفير، زلمي خليل زاد او د سوداګرۍ وزير، مصطفى کاظمي په ګډون له لسو زرو څخه زيات خلک دې جشن ته راغلي وو.


په جشن کې سيمه ييز وتلي مشران، جنرال عبدالرشيد دوستم، حاجي محمد مخقق، دبلخ والي جنرال عطامحمد او دفارياب، سرپل او جوزجان واليان راغلي وو. د يو مياشتې په دې اوږده نندارتون کې د منځنۍ آسيا، ايران او ترکيې څخه هم يو شمېر نندارچيان د پرانيستلو په مراسموکې د ګډون لپاره راغلي و.


د غاليو اوبدونکو نارينه وو دوديزې جامې اغوستې او قبيلوي خولۍ يې په سر کړې وې، په داسې حال کې چې ښځينه وو غالۍ اوبدونکو رنګه دستمالونه له سرونو تاو کړي و.


د نندارتون له لرګيو څخه په جوړو شوو ٤٠٠ خونو کې له سلو څخه زيات ډول ډول غالۍ نندارې ته ايښوول شوې وې. د غالۍ اوبدونکو د نندارچيانو په وړاندې له وړيو او ورېښموڅخه رنګه غالۍ جوړولې. يو زيات شمېر غالۍ اوبدونکو او غالۍ پلورنکو آى ډبليو پي آر ته وويل، هغوى اندېښنه لري، چې ښايي افغانستان له دوو لسيزو څخه د زياتې مودې جګړو له امله په نړيوال بازار کې خپل دريځ له لاسه ورکړى وي.


د جګړو په کلونو کې د ګوتو په شمېر غالۍ اوبدونکي په سميې کې پاتې شوي و. يو زيات شمېر يې له هېواده وتلي او زياتره د پاکستان په پېښور کې ميشت شوي وو. د نړيوال بانک په وينا "د پاکستان د غاليو د صارداتو ستره برخه افغاني غاليو جوړوله، چې يا په افغانستان کې دننه او يا هم پاکستان ته د کوچېدلو افغانانو له خوا اوبدل کېدې."


د اندخوى د ولسوالۍ يو سوداګر وويل: "له شل کلنو جګړو دمخه افغاني غالۍ په اروپايي بازارونو کې په لومړي کتار کې راتلې. خو اوس له ترکي او ايراني غاليو سره سيالي نه شي کولاى."


د آقچې په ولسوالۍ کې د غاليو يو کسبه کار، نصير احمد له پورتنۍ خبرې سره همغږى دى. هغه وايي هغه مهال چې افغانان په جنګ جګړو لګيا وو، د غاليو ترکي او ايراني سوداګرو له سترو تجارتي مرکزونو سره اړيکې ټينکې کړي، خپل مارکيټ ته يې وده ورکړه او پراخه يي کړل. هغه وايي: "زموږ تجارتي سيستم ډېر زوړ دى، ځکه نن سبا سيالي نه شو کولاى او لا تر اوسه مو هغه بازارونو ته لاره نه ده موندلې، چې ترکي او ايراني غالۍ په کې پلورل کيږي."


نصير احمد په دې اند دى، چې د افغاني غاليو لپاره په بهر، په تېره بيا په اروپا او دامريکا په متحده ايالتونو کې او همدارنګه په نړيوال مارکيټ کې د افغانستان د دريځ د موندلو لپاره د حکومت هلې ځلې خورا اړينې دي.


د افغانستان د سوداګرۍ وزير، مصطفى کاظمي، چې په دې جشن کې يې برخه اخيستې وه، برخه والو ته هڅوونکي خبرې وکړي. نوموړي وويل: "د غاليو جشن او په سيمې کې د اوبدل شويو سلګونو ډول ډول غاليو نندارتون ددې څرګندوى دي، چې افغانستان له تجارت او سوداګرۍ سره ځانګړې مينه لري."


غالۍ د افغانستان په سترو صادراتو کې له وچې ميوې او د قره قلي له پوستکو څخه وروسته دريم ځاى لري.


په افغانستان کې د اوبدونکو، سوداګرو او کسبه کارانو په ګډون له يو ميليون څخه زيات وګړي د غاليو په صنعت بوخت دي. په دې صنعت کې زياتره ترکمنان ښکېل دي. د غاليو اوبدل زياتره د ښځو په غاړه وي. غالۍ زياتره په جوزجان کې اوبدل کيږي، خو د فارياب، سرپل، کندوز، بلخ او تخار په ولايتونو کې په زياته اندازه اوبدل کيږي.


له آى ډبليو پي آر سره د (سوداګرۍ وزير مصطفى) کاظمي اعتراف وکړ، چې د غاليو اوبدلو صنعت نن ورځ له زياتو ستونزو سره مخامخ دى. هغه وويل، چې د سوداګرۍ وزارت په تېرو درېو کلونو کې نړيوال مارکيټ ته د وروسېدو په خاطر زياتې هلې ځلې کړي او په روان کال کې يې په دې برخه کې په دوو ډګرونو کې برياليتوبونه لاسته راوړي دي: "لومړى، د متحده ايالتونو حکومت د واردولو له محصول پرته د افغاني غاليو له واردولو سره موافقه کړې ده او دويم، د آريانا افغان هوايي شرکت بهر ته د افغاني غاليو له وړلو سره په ټيټه بيه موافقه کړې ده. "


د امريکا د متحده ايالتونو سفير، زلمى خليل زاد، چې د جشن د پرانيستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره هغه ولايت ته تللى و، وويل، چې دهغه حکومت د افغاني غاليو له صنعت سره د مرستې نورې لارې چارې هم لټوي. هغه د جشن د ګډون کوونکوپه غونډې کې وويل: "زه پوهيږم، په هغو ځايونو کې چې غالۍ اوبدل کيږي د اوبو او برښنا ستونزې شته. د راتلونکې کال په بهيرکې موږ په دې هکله ځيني پروژې ترلاس لاندې نيولي دي، ترڅو د خلکو دا ستونزې له منځه يوسو."


د افغاني غاليو کورنى بازار هم ستونزمن دى. په افغاني صنعت کې غالۍ زياتره په لاسونو اوبدل کيږي او په کورني بازار کې په ماشين باندې له ايراني ارزان بيه غاليو سره سيالي نه شي کولاى. د مزارشريف د ښار يو اوسېدونکي. شاه محمد وويل: "يوه افغاني غالۍ لږ تر لږه درې سوه امريکايي ډالره بيه لري. زموږ بېوزلو خلکو وسه د هغوى اخيستلو ته نه رسيږي. خو که په ٥٠ ډالرو يوه ايراني غالۍ واخلم، نو ټول کور مې پرې پټيږي."


د مزارشريف په ښار کې يو غالۍ اوبدونکى، محمد نظر ټينګار ګوي، چې د افغاني غاليو لوړ جنسيت د بيې توپير پوره کوي. هغه وايي: "سره له دې چې افغاني غالۍ له ايراني (ماشيني) غاليو په پرتله زياتې ګرانې دي، خو (دا بيا) ډېر ښه جنسيت لري. ايراني غالۍ له يو کال څخه زيات دوام نه کوي، خو زه نن هم هغه غالۍ کاروم، چې شل کاله وړاندې مې رانيولي ده." هغه وويل، يو شمېر ښې اوبدل شوې افغاني غالۍ په بهر کې د پنځو زرو ډالرو په وړاندې پلورل کېداى شي.


سره له دې چې افغاني غاليو بازار بېرته راژوندى شوى دى، خو اوبدونکو ته ډېر لږه ګټه په لاس ورځي.


د نړيوال بانک له خوا د سپتمبر په مياشت کې د افغانستان د اقتصاد په هکله د يو خپاره شوي رپوټ له مخې "د غاليو او مميزو د بازارونو څېړنو جوته کړې، چې د ددغو شيانو د لګوونکو (مصرفوونکو) د اخيستلو د بيې يوه ډېره لږه اندا زه پيسې د جوړونکو لاسونو ته ورځي. د بېلګې په توګه، د ورستې بيې يوازې په سلو کې له اتو څخه تر ١٥ پورې د غاليو اوبدونکو لاس ته ورځي."


رپوټ سپارښتنه کوي: "که د دوديز فعاليتونه، لکه غالۍ او وچه ميوه په پراخه کچه تنظيم شي، نو هغه به نه يوازې د توليد د راژوندي کولو لپاره ارزښتمن وي، بلکې ددې ډاډ به هم تر لاسه کړي، چې کوچني شريکبانډي، په ځانګړي توګه، توليدوونکي له خپلو فعاليتونوزياته ګټه تر لاسه کړي."


دپوهنتون يو محصل، ٢١ کلن ګل محمد، چې نيمه ورځ د غاليو په اوبدلو تېروي،وايي، چې د غاليو څخه په لاسته راغلو پيسو خپلې اړتياوې نه شوي پوره کولاى. هغه وايي: "د غاليو د اوبدلو څخه لاسته راغلي پيسې زما د شپږ کسيزې کورنۍ لګښت نه پوره کوي."