د طالبانو وژل شوي قوماندان د 'کاڼي زړه' درلود

د جګړې د ډګرقوماندان، ملا دادالله په مړينې به ياغيان شل او شوټ شي او يا به زور واخلي؟

د طالبانو وژل شوي قوماندان د 'کاڼي زړه' درلود

د جګړې د ډګرقوماندان، ملا دادالله په مړينې به ياغيان شل او شوټ شي او يا به زور واخلي؟

.

هغه ولسشمر حامد کرزي ته په خطاب کې وويل: "راشه، ومې نيسه!"



د می د مياشتې په 13 د افغان ملي اردو ځواکونو او د هغوی د امريکايي روزونکو ځواکونو همدا کار وکړ.



ملا دادالله او د هېواد په سهيل کې د طالبانو د ځواکونو تر ټولو ډاروونکی قوماندان يوځل بيا د افغان تلويزون پر مخ راڅرګند شو، خو دا پلا تر ګلابي څادر لاندې مړ پروت و.



دادالله مړ شو. هغه د هلمند ولايت د ګرمسېر په ولسوالۍ کې په يوې جګړې کې ووژل شو.



په داسې حال کې چې هغه يو ډاروونکی او د بې رحمه تاکتيکونو خاوند و، خپلو پيروانو ورته متابعت او وفاداري درلوده او دې کار يي غليمانو ته زور ورکولو.



دا لا څرګنده نه ده، چې د ملا دادالله مړينه به د هېواد په نارامه سهيل کې د طالبانو په مخ پر ودې غورځنګ باندې څه اغېز وشيندي.



د نړيوال سوله ساتې د پوځ په يو بيان کې راغلي دي: "د ملا دادالله په وړاندې د امريکا ترمشری لاندې ايتلافي پوځونو له عملياتو سره د افغانستان د ملي امنيت ځواکونو او ځايي خلکو مرسته وکړه. د ملا دادالله پرځای به يو څوک و ګومارل شي، خو ياغيانو ډېره درنه څپېړه وخوړه."



د دادالله مړی ګاونډې ښار کندهار ته د خبريالانو د ليدلو لپاره لېږدول شوی و.



امينت په هلمند کې خراب دی، خو د طالبانو د رازرغونېدو تاټوبی کندهار، چې تر پروسږکال پورې د افغانستان ترټولوخطرناکه برخه وه، په پرتله يزه توګه خوندي ځای بلل کيږي.



د کندهار والي، اسدالله خالد راټولو شوو خبريالانو ته وويل: "دا بريد به د طالبانو ملا ماته کړي. دلته د وحشي انسان مړی پروت دی، چې له بېګناه خلکو به يي سرونه غوڅول او ځوړندول به يي."



په هلمند کې په سږني پسرلي کې د جګړو له بيا پيل راهيسې په خلکو باندې انفرادي تاوتريخوالي زور اخيستی و. د فبروري په مياشت کې په موسی کلا او سنګين کې د ځوړندولو يوې لړۍ ځايي خلک ډارولي و. ځايي خلکو به ليدل، چې مړي د ورځو، ورځو لپاره ځوړند پاتې و. دا کار د نورو خلکو د عبرت لپاره تر سره کېده، ترڅو بل څوک په حکومت کې د کار کولو لپاره زړه ښه نه کړي.



د طالبانو سرچينې وايي، دا داد الله و، چې له تنې څخه د اجمل نقشبندي د سر د پرې کولو امريي کړی و. اجمل نقشبندي د مارچ په مياشت کې له ايټالوي خبريال دانيال ماستروجياکومو سره د ژباړن په توګه هلمند ته تللی و. اجمل له هغه وړاندې چې مړی يي په هلمند کې وموندل شو، پوره پنځه اوونۍ په اسارت کې تېرې کړې. پرې شوی سر يي په تنې پورې نښلول شوی و.



داد الله د سږني کال په سر کې د سختو جګړو خبر ورکړی و. هغه لاپې وهلې وې، چې 600 ځانمرګي بريد کوونکي او لس زره طالب جنګيالي يي د سهيل د پاکولو لپاره چمتو کړي دي.



د کوکنارو د فصل په پای ته رسېدو، چې معمولا په جګړې کې ځنډ راولي، داد الله په خپله ژمنه ولاړ برېښېده.



ناتو يي په غبرګون کې وردمخه شوه، د اقليدس په نوم عمليات يي پيل کړل. جګړه د هلمند زياترو مهمو سيمو، لکه د برښنا د بند لرونکي سيمه کجکي، د سنګين د ولسوالۍ مرکز، چې له هلمند څخه لښګرګاه او کندهار ته د برښنا د تېرېدو لاره ده او د اپينو د سوداګرۍ مهمې سيمې، ګرشک ته ورسېده.



د طالبانو د پوځي لس کسيزې شورا په غړو کې دادالله د ډاروونکي او ظالم په نوم مشهور و. هغه د خپل زړور توب او وحشت له امله نوم ايستلای و. د هغه خپل يو شمېر ملګري له هغه څخه ډارېدل.



ددې کيسه په اړه د آی ډبليو پي آر له خوا د طالبانو مرکه شوو زياترو جنګاليو د خپلو نومو له ښوولو څخه ډډه کوله. داد الله په هغوی لوی سيوری غوړولی و او آن د هغه له مړينې وروسته هم له هغه ډارېدل.



يو نژدې ملګري يي د هغه په مړينې خواشينې څرګنده کړه. هغه په رېږدېدونکي غږ وويل:



"زه له هماغه پيل څخه له داد الله سره وم. زه د نورو جنګياليو په څېر ډېر خفه يم. هغه يو ښه او خوشبينه سړی و. هغه په خپلو انډيوالانو باندې پام کاو. هغه په خلکو ګران و."



خو د طالبانو يو بل ځايي قوماندان، ملا عزت الله بيا بل راز خبره کوي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "د داد الله زړه د کاڼي و. د هغه خپلو انډيوالانو دهغه مخالفت نه شو کولای."



د عزت الله د وينا له مخې داد الله به د 43 کالو په منګ و. هغه د ارزګان ولايت د چارچينو د ولسوالۍ اصلي استوګن و. د هغه کورنۍ د پاکستان په سرحدي سيمې، بلوچستان کې اوسيږي.

د داد الله له مړيني وروسته مهمه پوښتنه داده، چې تر دې وروسته به څه چل کيږي.



سياسي شنونکی فضل الرحمن اوريا دا کار د بغاوت د پاې ته رسېدا او بېرته سياسي صحنې ته د طالبانو د راوستلو لپاره ښه فرصت ګڼي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "داسې يو شمېر طالبان و، چې د داد الله له ډاره له حکومت سره د اړيکو له نيولو ډارېدل. اوس افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ډېر ښه فرصت لري."



هغه وويل، لومړی ښايي طالبان بېنظمه وي. "داد الله په افغانستان کې د ټولو پوځي او ځانمرګي بريدونو همغږی کوونکی و. اوس به د هغوی په بريدونو کې يو څه ځنډ راشي."



د داد الله انډيوالان خپه او سرتمبه ښکاري. هغوی نه مني، چې د داد الله مړينه به هغوی شل او شوټ کړي.



هغه وويل: "په زرګونه طالب جنګيالي شته، چې د هغه ځای ونيسي."



په داسې حال کې چې ښايي داد الله د خپلو انډيوالانو لپاره "شهيد" وي، خو د افغان چارواکو په اند هغه يو جنايتکار دی. هغوی دا مني، چې د هغه کړنې به دوام ومومي.



د هلمند والي اسدالله وفا وويل: "داد الله يو ترهګر او د بيګناه خلکو قاتل و. دا د طالبانو لپاره يوه نه جبيره کيدونکي ضايعه ده. هغوی به د داد الله په څېر څېره ونه مومي."



وفا زياته کړه، طالبان په هلمند کې کمزوري شوي، افغان اردو او د هغوی بهرني ملاتړي به د هلمند په ولايت کې ډېر ژر د طالبانو په مورچو باندې بريدونه پيل کړي.



په هلمند کې عادي خلکو د داد الله په اړه بېلا بېل نظرونه درلودل، چا شهيد باله او چا مازې يو بدکاره او شرير سړی.



د ناوې د ولسوالۍ اوسيدونکي، 25 کلن حکمت الله وويل: "کله مې چې د ملا دادالله (د مړينې) واورېدل، نو ډېر خفه شوم. زموږ سيمه د طالبانو په لاس کې ده. موږ له هغوی ډېر خوشحال يو. دلته امنيت دی. نه غله شته، نه جنګ سالار او نه ستونزې."



د سنګين د و لسوالۍ يو اوسيدونکی له دې خبرې سره همغږی و، چې په دې وروستيو وختونو کې د جګړې ډګر و.



هغه وويل: "ملا داد الله يو مجاهد و. هغوی تل زموږ د خلکو دفاع کړې ده. هغه نه ډارېد. هغه له برتانويانو سره مخامخ جګړه کوله."



د لښکرګاه د ښار يو اوسيدونکي، چې نوم يي وانخيست، وويل داد الله يو غچ اخيستونکی قوماندان و، چې د هلمند ولايت د ټولو امنيتي ستونزو رېښه وه.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "زه د داد الله په مرګ ډېر خوشحال يم. هغه يو ظالم سړی و. هيله ده، له دې وروسته هرڅه سم شي. ځکه د طالبانو بل کوم قوماندان د داد الله په څېر کارونه نه شي کولای. ښايي اوس په پای کې هرڅه سم شي."
Frontline Updates
Support local journalists