د طالبانو نيونه او ترې راولاړې شوې اندېښنې

د افغانستان په جنوب کې د لسګونو نيول شويو کسانو تر منځ په څرګنده د بن لادن نژدې ملګري هم شته.

د طالبانو نيونه او ترې راولاړې شوې اندېښنې

د افغانستان په جنوب کې د لسګونو نيول شويو کسانو تر منځ په څرګنده د بن لادن نژدې ملګري هم شته.

Friday, 1 September, 2006

تېره اوونۍ په افغانستان کې د طالبانو د لوړ کچ يو لړ کسان نيول شوي دي، او داسې ويرې هم شته چې دا شړل شوي تندلاري بېرته دراتلو په حال کې دي.


د مى د مياشتې په ٢٦ نېټه د کابل واکمنو دا خبره تائيد کړه: ملاجانان، چې يو غښتلى سيمه ايز قومندان دى او داسې ګمان کېږي چې د طالب تښتېدلو مشرانو، اسامه بن لادن او ملاعمر سره نژدې اړيکې لري. نوموړى د هغو لوړ پوړو طالب ملېشه کسانو تر منځ دى چې د هېواد جنوب ته دکندهارپه ولايت کې نيول شوى دى.


د سورلۍ په ګاډي کې د ټوپکو، لاسي بمونو او نورو وسلو يوه زېرمه وموندل شوه او دا د هغو ګنګوسو له تودېدا وروسته کېږي چې پر کندهار بريد حتمي و.


دوه تنه طالب قومندانان هم د مى د مياشتې په ٢٨ نېټه د کندهار او پاکستان تر منځ د سپين بولدګ په ګردجن ښارګوټي کې له يوې پوستې څخه نيول شوي دي.


په هېواد کى له دغو تازه نېونو او د ائتلاف پر مرکزونو د توغنديو د روانو غلچکي بريدونو سره سره، ولسمشر حامد کرزي تېره اوونۍ د طالبانو د بقاياو په لور د پخلاينې د يوه ګام په ترڅ کې، د هېواد په شمال کې د شبرغان له بدنام زندان څخه د ٦٦ جنګي بنديانو د خوشې کولو حکم ورکړ.


دا بښنه له هغو راپورونو وروسته کېږي چې کرزي دا مياشت د طالبانود اسلامي ملېشې له مهمو کسانو سره په پټه خبرې کړي. که څه هم دا غونډه چې ادعا کېږي د طالبانو د عامې روغتيا له پخواني وزير ملا عباس سره شوې ، ښايي چې د امريکا له خوښې پرته نه وي شوي ، او دا شونى نه ښکاري چې په واک کې د کرزي شريک ، مارشال فهيم ، چې يو تاجک قومندان او د طالبانو پر ضد چې ډېرى يې پښتانه دي د کلک دريځ غوښتونکى دى ، پرې خوښ او خوشحاله کړي.


غزني ته د سفر پر مهال چې د کابل جنوب لويديځ ته د طالبانو پخوانى قوي مرکز و، ولسمشر زرګونو خلکو ته وويل، هغه وخت رارسېدلى چې له بهرنيانو څخه د مرستې غوښتل پاى ته ورسو. کرزي وويل: موږ بايد پر خپلو پښو ودرېږو.


د مى په ٢٩ نېټه د امريکايي قوتونو چورلکو نوموړى هلته يوړ، کرزي پر آس له سورېدو وروسته په ډېرې چابکتيا سره د ښارګوټي د څنډو پر شاوخوا پر آس ځغاسته وکړه او ټول هغه کسان يې خوښ کړل چې د ليدو لپاره يې راغلي و.


د کرزي لوى درستيز سيد طيب جواد وويل: د تفريح د هدف لپاره به دا لنډ مزل نور هم کېږي، او موږ به دا کار په ټولو ولايتونو کې کو.


د مى په ٢٨ نېټه د ګرديز په ښارګوټي کې چې د افغانستان په جنوب ختيځ کې خوست ته نژدې دى پروت دى د متحدو ايالاتو پر مرکزونو ډېر توغندي ويشتل شوي دي.


هېڅوک هم ټپي شوي نه دي خو باور دى چې مخالف او ناراضي طالبان به ددې کار مسوول وي. د متحدو ايالاتو د ځانګړو ځواکونو پر ډلې هم د افغانستان په جنوب لويديځ کى ډزې شوي ، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې راپور نه دى ورکړ شوى.


د مى په ٢٤ نېټه په کابل کې د امريکا له سفارت څخه بهر له تشدد څخه ډکې صحنې موجودې وې، او احتجاج کوونکو پداسې حال کې چې ډبرې يې غورځولې او د متحدو ايالاتو د عسکرو له خوا د څلور تنو افغان عسکرو د وژنې د غچ اخيستو لپاره يې چيغې وهلې.


امريکا وايي : دا کسان په ناڅاپي ډول د امريکا د سفارت په مخ کې د وسلو د کوزولو پر مهال وژل شوي. د ائتلاف د ځواکونو د مړينې کچ وروسته له هغې د زياتېدو په حال کې دى چې د مى د مياشتى په ٢٩ نېټه د سوله ساتونکوځواکونو ګاډى په کابل کې د ګزمې پر مهال د ځمکې پر ماين تېر شو.په نتيجه کې يو جرمن عسکر ووژل شو. دا لا څرګنده نه ده چې آيا دا ماين په دى وروستيو کى کرل شوى و او که څنګه؟


د کرزي يوه باډي ګارډ يا ساتونکې تېره اوونۍ د زړه د حملې له امله مړ شو. بريټ تورپ ، د ځانګړو ځواکونو يو پخوانى دلګى مشر چې د داين کارپس کارکوونکى و، دا يوه شخصي امنيتي کمپنۍ ده چې دامريکا د باندنيو چارو د وزارت له خوا ورسره قرارداد شوى تر څو د ولس ساتنه وکړي.


د هغه مېرمنې د متحدو ايالاتو يوې ورځپاڼې ته وويل چې تورپ به تل شکايت کوه چې هېڅکله هم جګړې ته نه دى تللى.


د سپټامبر له يوولسمې نېټې وروسته، هغه په حقيقت کې غوښتل چې له حکومت سره دا قرارداد وکړي.


د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې سازمان د مى په ٢٩ نېټه خبردارى ورکړ چې هغې مالي بوديجې ته چې د افغانستان د کليوالو سيمو د سيندونو تر شا پر ځمکې د کار کولو لپاره اړتيا لري د خلاصېدو په حال کې ده. د نورو ٢٥ مليونو اضافي ډالرو له مرستې پرته به موږ بايد خپل په سلو کى له ٧٩ څخه زيات فعاليتونه پاى ته ورسو. دا خبره د منفرد ستاب په نامه د خوړو او کرهڼې د نړيوال پروګرام مدير وکړه.


په همغه ورځ ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د کابل او کندهار د لويې لارې پر غاړه د ماين پاکوونى پروګرام بايد وځنډوي. د ملګرو ملتونو د يوه وياند په وينا، ماين پاکوونکي به تر هغو د سړک له غاړى لېرې وساتل شي تر څو چې د امنيتي وضعې په اړه کره کتنه وشي، او داسى پلانونه لا دمخه په مخ کې دي چې دا ډلې د وسله والو کسانو د ملتيا سره ولېږدول شي.


هغه ماين پاکوونکې ډلې چې له وسلو پرته په زياتو کليوالو او لېرې سيمو کې کار کوي، په زياتېدونکي کچ د هغو کسانو له خوا په اسانۍ سره په نښه کېږي چې د لويديځوالو د موجوديت له امله بغض او کينه لري.


که څه هم ، په افغانستان کې د ائتلاف ځواکونو نوى قومندان ، ډګر جنرال جان آر واين خبريالانو ته وويل: دا چې پر مرستندويه کارکوونکو بريد کېږي دليل يې دا دى چې دوى ډېر بهر وځي.


واين چې د مى د مياشتې په ٢٧ نېټه يې د قوماندې د تر لاسه کولو پر مهال خبرې کولې، ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د ځورېدنې سره د مخامخ کېدو پر مهال به نړۍ بيا چپ چپ و نه ګوري ، که څه هم داسې ښکارېده چې په هېواد کې به د نړيوال پوځي ځواک زياتېدل رد کړي. هغه وويل: امنيت د افغانستان ستونځه ده او يوازې د افغانانو په وسيله حل کېدى شي.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists