د طالبانو د ارواګانو سيمه

وضعه تر دې کچې خرابه شوې، چې ځايي استوګن يو په بل پسې له هغه ځايه پښې سپکوي او کاروبار بيخي رالويدلای دی.

د طالبانو د ارواګانو سيمه

وضعه تر دې کچې خرابه شوې، چې ځايي استوګن يو په بل پسې له هغه ځايه پښې سپکوي او کاروبار بيخي رالويدلای دی.

. په بازار کې سړه صحنه ده. پخواني استوګن په کې نه ليدل کيږي.



بهرنيو هوايي بمباريو هم ډېره خرابي رامځته کړې ده. زيات شمېر کورونه کنډر شوي او په شاوخوا ځمکو کې لوېې لويې کندې جوړې شوي دي.



د موسی کلا د ولسوالۍ يو مشر، حاجي نظر محمد وايي، زيات خلک له ولسوالۍ څخه د ډار له امله تښتېدلي دي.



هغه وويل: "په سلو کې له 75 څخه زياتو خلکو پښې سپکې کړي دي. يوازې هغه خلک دلته پاتې دي، چې تګ ته يي وسه نه رسيږي. موږ خوار ناوړه اقتصادي حالت لرو."



يو هټيوال چې ونه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي، وويل، چې کاروبار يي په سلو کې 80 ته رالوېدلی دی.



هغه وويل: "زه بيا هم نېکمرغه يم. زياتره نورې هټۍ بيخي تړل شوي دي."



نوموړی هتيوال ډېر ناکراره برېښېد او همدا يي ويل، چې طالبان يي له ماسره د خبرو پر مهال ونه ګوري. هغه يوازېنی سړی نه و. زيات شمېر خلکو د ياغيانو له ډاره خبرې نه شوی کولې.



له ماسره يو بېوسلې طالب ساتونکي ملګرتيا کوله. زما په اند هغه له خلکو سره زما مرکې ثبتولې. له دې امله هيچا هم د ياغيانو په اړه څه نه ويل.



يو شمېر خلکو د اوبو له کمبوت څخه شکايتونه کول او ويل يي ، چې د هغوى باغونه او ځمکې وچې شوې دې. ما زيات باغونه وليدل، چې ګلان يي وچ شوي و. ما فکر کاو، چې د هغوی خاوندانو به کورونه پريښي وي.



په ولسوالۍ کې ښوونځي نه شته. يو شمېر ځوانان په جوماتونو کې ديني لوست وايي.



طالبان دا ولسوالۍ د هغه مهال په څېر کنترولوي، چې افغانستان يي په لاس کې و. يوازينی توپير يي دادی، چې اوس د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" اداره نه شته، چې په لارو او کوڅو کې به ګرځېدل.



د طالبانو ولسوال وويل: "موږ اوسمهال خلکو ته د ويښتانو او ږيرو په وړاندې سزا نه ورکوو. خو کله چې مو هېواد لاس ته راغی، نو له خلکو سره به د امير "ملاعمر" له حکمونو سره سم چلن کوو."



ولسوال د ناستې دفتر نه لري. ما له هغه سره د يو چا په کور کې وليدل.



ياغيان د ايف ايم راديوي خپرونې لري، چې د موسی کلا په ولسوالۍ کې اورېدل کيږي. د طالبانو د نورو موسسو په څېر دا راديو له يو ځانګړي ځای څخه خپرونې نه کوي. د راديو ګرځنده ستيشن له سهار څخه ترغرمې او له درېو بجو څخه د ماښام تر اوو بجو پورې خپرونې لري.



دا ستيشن چې اوس په کې دوه تنه کار کوي تجارتي اعلانونه هم خپروي.



يو کار چې طالبانو کړی هغه په موسی کلا کې د امنيت راوستل دي. د لمانځه پر مهال هټيوال خپلې هټې بېرته پريږدي. هيڅوک د غلا لپاره زړه نه شي ښه کولای.



خلک خوشاله دي، چې طالبانو امنيت راوستی دی. خو د شپې له خوا د نړيوالو ځواکونو له هوايي بمباريو څخه ډاريږي.



له دې امله هغوی دايمي دفترونه نه پرانيزي او په پټو ځايونو کې سره ګوري.



افغاني چارواکي ادعا کوي، چې په موسی کلا کې بهرني طالبان شته. خو هلته ما له ټولو هڅو سره سره په خپل 24 ساعته شتون کې يو بهرنی هم ونه ليد.



ځايي خلک او طالبان په خپلو منځونو کې د بهرنيانو شتون نه مني. خو د کندهار، ارزګان او زابل او آن په غور او شمال ته د فارياب په څېر د افغانستان د نورو سيمو خلک شته.



ځايي خلک دلته د افغانستان د نورو سيمو د اوسيدونکو له امله کومه اندېښنه نه لري. خو ټول هغه څه چې هغوی يي له طالبانو څخه غوښتنه کوي، هغه د ښوونځيو پرانيستل، د روغتيا د برخې کارکوونکو ته د کار اجازه ورکول او د بيارغاني د کارونو پر مخ وړل دي.



خو طالبان وايي، چې د خپل لاس لاندې سيمو کې به بهرنيو پروژو ته د کار اجازه ورنه کړي. هغوی وايي نړيواله ټولنه رښتينې پروژې نه پلې کوي.



زه د طالبانو د يوې ملېشې په مرسته له ولسوالۍ څخه راووتم. خو د راستنېدو په لاره زيات ډار اخيستی وم. د کورنۍ غړيو مې راته ويل، چې پوليس راغلي و او ته يي لټولې. وروسته راته وويل شول، چې موسی کلا ته دوه تنه تللي خبريالان بنديان شوي دي. (وګورئ: پوليس د طالبانو سيمې ته ورغلې خبريالان تر پوښتنو ګروېګنو لاندې ونيول.)



له دې امله کور ته لاړ نه شوم. بېرته راتګ د طالبانو ټاټوبي ته د تګ په پرتله ډېر خطرناک و.
Frontline Updates
Support local journalists