Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

"د طالبانو تسليمي" هغسې نه ده چې ليدل کيږي

د افغانستان په شمال کې هغه څوک چې له جګړې څخه د لاس اخيستو په بدل کې د انعام غوښتنه کوي، زياتره اصلا هيڅ د مخالفينو په ليکه کې نه وو.
By Abdul Latif Sahak
Afghan men display the kind of light weapons that remain prevalent in Afghanistan despite efforts to disband paramilitary groups. (Photo: Davric/Creative Commons)

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، عبداللطيف سهاک ليکنه

په داسې حال کې افغان چارواکي وايي چې په تېر کال کې د سولې د نوي رامنځته شوي ميکانيزم له مخې په سلګونه مخالفين تسليم شوي دي، چې د چا باور پرې نه راځي.     

د افغانستان په شمال کې د آى ډبليو پي آر له خوا مرکه شوې خلک وايي زياتره حکومت ته تسليم شوي خلک هيڅ مخالفين نه دي. شنونکي وايي تر کومه پورې چې رښتيني طالبان نه تسليميدونکي بريښي، له دې امله د سولې بهير  لږ کار کړى دى.

د سولې ٩٠ کسيزې عالي شورا د تېرکال په مني کې خپل کار  په دې هيله پيل کړ چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي د خبرو ميز ته راولي او انفرادي جنګيالي او قوماندانان وهڅوي له جګړې څخه لاس واخلي. د اکتوبر په مياشت کې د شورا وياند، قيام الدين کشاف وويل که ملېشې له تاوتريخوالي لاس واخلي. کېداى شى هغوى ته پيسې، دندې او کورونه ورکړ شي.  

د بلخ ولايت مرکز، مزارشريف کي د سولې د شورا سکرتر، شېرزمان صابرزاده آى ډبليو پي آر ته ددې پخلى وکړ چې هريو تسليم شوي فرد ته به يوه اندازه پيسې، د مياشتې ٨٠ ډالره تنخواه، کرايي استوګنځايونه، خواړه او جامې ورکړ شي. هغه دا هم وويل چې کار روزګار به ورته هم چمتو شي. 

د شورا له تاسيس راهيسې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې حکومت ته د مخالفينو د غړو د تسليمېدو په اړه يو لړ رپوټونه رارسيږي. چارواکي وايي د افغانستان په شمال کې شاوخوا ٣٠٠ مخالفين دولت ته تسليم شوي دي.

د بېلګې په توګه د سمنګانو په ولايت کې د فبرورۍ په لومړيو کې د مخالفينو د قوماندان، محمد اسمعيل او د هغه د لسګونو سړيو تسليميدلو ته د يو بري په سترګه وکتل شول. دسمنګانو والي، خيرالله انوش وويل، "په دې ولايت کې نور ناراضيان هم شته. که ګټه ورته ورسيږي، نو ټول به تسليم شي."

محمد اسمعيل وويل، د هغه ډله پيسې او نورو امتيازاتو غوښتنه کوي. "که نه، نو بېرته به  له حکومت څخه جلا شي."

ددې بهير اصلي هدف پخپله د طالبانو غورځنګ او د هغه د کوچني متحد، د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي وسله واله ډله ده. اصلا هره ډله چې له حکومت سره يوځاى کيږي، بايد د حکومت او د هغه د لويديځو انډيوالانو په وړاندې د مخالفينو له ډلو څخه وي، خو د آى ډبليو پي آر سرچينې وايي چې که په بل ځاى کې وي، وي به،  خو په شمال کې داسې نه ده.

د چارواکو او ځايي شنونکو په اند  په حقيقت کې زياتره تسليم شوي افراد له هغو وسله والو ډلوسره تړاو لري، چې له ياغيانوسره کوم اړيکي نه لري. هغوى دې ټکي هڅولي چې له مالي او نورو امتياز څخه برخمن شي، چې تسليم شوو ملېشو ته په پام کې نيول شوي دي.    

له سياسي تنظيمونو سره د ملېشو تړلې ډلې، چې زياتره يې په ١٩٨٠ کلونو کې د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت په وړاندې په جګړه کې د جهادي تنظيمونو غړي وو، بايد په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له سقوط راوروسته په رامنځته شوې نوې ادارې کې بېوسلې شوى واى.  ددې کار لپاره ملګروملتونو يو پروګرام ترتطبيق  لاندې ونيو، چې د بېوسلې کولو او ټولنې ته د بېرته ورګرځولو د پروګرام او په ٢٠٠٥ کال کې د هغې له پاى ته له رسيدو وروسته د ناقانونه وسله والو ډلو د بېوسلې کولو د پروګرام له مخې له هغوى څخه وسلې ټولې شوې.  

د افغانستان په شمال کې د ګل رحمن همدرد په نامه يو قومي مشر وويل، هغه دا "تسليم شوي" افراد پېژني. هغوى د طالبانو غړي نه وو، بلکې د ملېشو د قوماندانانو او د متنفذو سياسي ډلو ټپلو خلک وو.  .

همدرد وويل: "د ملېشو بېلا بېل تنظيمونه دا کار کوي چې د خپلو ملېشو لپاره هر راز امتيازات ترلاسه کړي. وروسته يې په ځايي پوليسو کې شاملوي، تر څو خپل پايښت  ته دوام ورکړي او له بلې خوا پر حکومت احسان واچوي."

د ملي اردو يو لوړ پوړي چارواکي تاييد کړه تسليم شوي افراد له درې مياشتو وروسته د پوليسو په ليکو کې شامل شوي دي. په دې دوره کې د هغوى کړه وړه اوچال چلن تر څارنې لاندې نيول شوى او د مياشتې ورته ٤٠٠  امريکايي ډالره ورکړ شوي دي. 

نوموړي افسر، چې د نامه د نه ښودلو په شرط يې خبرې کولې، د بيا ادغام د پايلو په اړه بدبينه و او ويل يې چې دا خلک د ډاډ وړ نه دي. 

هغه وويل: "دې خلکوخپل عمر د جرمونو په سرته رسولو کې تېرکړى. هغوى له زړو ډلوټپلو سره تړاو لري. که چېرته هغوى د اردو يا پوليسو په ليکو کې جذب شي، نو يوازې د شخصي او تنظيمي ګټو په فکر کې به وي."

له هغه سره ددې بهير د سموالي په اړه پوښتنې موجودې وې. نوموړي ويل د سولې د عالي شورا يو شمېر غړي سيمه ييز سياستوال وو، چې له مرکزي حکومت سره يې وفاداري ناڅرګنده وه او د ټګۍ او برګۍ له لارې خپلې اړوندې وسله والې ملېشې د"تسليم شوو" په ليکه کې ځايوي.

په بلخ کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان، جنرال زلمي ويسا وويل وسله وال تنظيمونه د هغه تر لاس لاندې سيمو کې د طالبانو ليکي پياوړې کوي او له خپلو ګټو سره سم په  دواړو لورو کې اوړي رااوړي. 

هغه وويل: "کله چې دا افراد د حکومت  کمزورتيا وګوري، نو د طالبانو او مخالفينو رولونه لوبوي. خو کله چې حکومت د هغه سيمې کنترول په لاس کې واخلي، په بيړه له هغې سره يوځاى کيږي، تسليميږي او انګيري چې ګوندې ګټه کوي."

جنرال ويسا وويل، ددې ورځچارو ډلو برخلاف د طالبانو او القاعدې اصلي غړي هيڅکله له جګړې لاس نه اخلي.

د ذبيح الله مجاهد په نامه د طالبانو يو وياند د خپلو سړيو د تسليمدو او يا د سولې خبرو ته  د طالبانو د غورځنګ د چمتو والي په اړه د حکومت ادعاګانې ردې کړې. 

نوموړي له آى ډبليو پي آر سره د يوې تليفوني مرکې له لارې وويل: "دا ټول مازې درواغ دي.د طالبانو کوم غړى تسليم شوى نه دى. دا ټول د هغوى خپل خلک دي، چې د پروپاګند په منظور دا کار کوي. دا د رسنيو خبرې دي."

نوموړي  خپلې خبرې په دې ګواښ پاى ته ورسولې: "په سږني پسرلي کې به څرګنده شي چې آيا طالبان په رښتيا تسليم شوي او که نه."

د سولې د عالي شورا مرستيال او د حزب اسلامي پخواني قوماندان، عطاءالله لودين وويل، هغه پر دې ټکي خبر نه دى چې خلک د طالبانو په پلمه د روغې جوړې له بهير سره يوځاى کيږي. هغه زياته کړه، "حکومت بايد ټولو هغو خلکو ته هرکلى ووايي، چې وسله لري او له حکومت سره خپل مخالفت ته د پاى ټکى ږدي."  

د پامير د زون د ملي پوليسو قوماندان، جنرال داود داود دا ومنله چې د سولې له بهير سره يو شمېر يوځاى شوي خلک طالبان نه، بلکې د ملېشو غړي وو. هغه زياته کړه، د شک د لېرې کولو لپاره کار روان دى.   

هغه وويل: "موږ له دې افرادو څخه پلټنې کوو. هغه چا، چې په بېلا بېلووختونو کې د حکومت په وړاندې جګړه کړې، نو د مخالفينو په ليکه کې شمېرل کيږي. هغه څوک چې له دې بهير څخه يوازې د خپلې ګټې لپاره کار واخلي، هيڅکله به په دې کته ګورۍ کې شامل نشي او هيڅ به ترلاسه نه کړي."

نيوکه کوونکي د روغې جوړې د بهير په څرنګوالي نيوکه کوي او وايي له مخالفينو سره په هغه لاره خبرې نه کيږي چې ادعا يې کوي.

په بلخ کې د فهيم همدرد په نامه يو سياسي ماهر يادونه وکړه چې دا د ولسمشر حامد کرزي له خوا د روغې جوړې لومړنۍ هڅه نه ده. د سولې له عالي شورا څخه دمخه په ٢٠٠٥ کال کې د سولې او بيا پخلاينې کميسون جوړ شوى و. هغه وويل دې کار هم لږه بريا درلوده.

هغه وويل: "کميسون به دا اعلانول چې په دې کال کې په زرګونه مخالفين له حکومت سره يوځاى شوي دي. په حقيقت کې به د مخالفينو شمېره د لږېدو پر ځاى له يوې ورځې نه بلې ته لا پسې ډېرېده."

هغه وويل، له طالبانو سره يوازې سياسي خبرې اترې کار کولاى شي. ځکه دا عقيدوي سرتيري به هيڅکله د پيسو او کور لپاره تسليم نشي.

هغه وويل: "که چېرته د سولې شورا او افغان حکومت روغه جوړه غواړي، بايد د طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړي."

په بلخ  ولايت کې د اصف موسوي په نامه يو سياسي شنونکى مني چې د طالبانو عادي غړي "به هيڅکله له حکومت سره په دې ډول يوځاى نشي."

هغه وويل: "دا کار به هله هغوى وکړي، چې مشران يې له حکومت سره يوځاى شي."

موسوي ١٩٨٠ کلونو ته ګوته ونيوه، چې د ولسمشر نجيب الله حکومت هڅه وکړه د شوروي سرتېرو له وتلو وروسته له مجاهدينو سره يو تړون ته ورسيږي.

لومړى داسې برېښېده چې دې کار عملي اړخ وموند، ځکه د مجاهدينو په سلګونو جنګياليو د نجيب الله له حکومت سره د يوځاى کېدو ژمنې وکړې. خو په ١٩٩٢ کال کې هماغه د تنظيمونو ډلې په کابل راوختي، حکومت يې نسکور کړ  او په ترخې کورنۍ جګړې کې ښکېلې شوې.

More IWPR's Global Voices