د شوروي يرغل په ياد

دتېرو پنځه ويشتو کلونو خاطرې د زيات شمېرخلکو په ذهنونو کې د تل لپاره ځاى نيولاى دي.

د شوروي يرغل په ياد

دتېرو پنځه ويشتو کلونو خاطرې د زيات شمېرخلکو په ذهنونو کې د تل لپاره ځاى نيولاى دي.

د ١٩٧٩ کال په دسمبر کې دکابل ښار په لارو کوڅو کې لومړنى روسي ټانک هغه مهال ترسترګو شو، چې روسانو يو "لنډ مهالى" يرغل پيل کړ او بيا يوازې لس کاله وروسته پاى ته ورسېد. عادي افغانان د يوې پېړۍ له څلورمې برخې وروسته هغه يرغل او د بهرني نيواک په هکله څه فکر کوي؟


آى ډبليو پي آر په دې اړ وند له يو شمېر افغانانو سره په اتفاقي توګه مرکې کړي دي.


دکابل ښار د خيرخانې مېنې يوه اوسېدونکې، ٥٠ کلنه فاطمه وايي: "يو سهار له وخته د ډوډۍ اخيستلو لپاره له کوره ووتم. هټۍ تړلې وه او سرتېرو د سړک پرغاړو ګزمه کوله. زه ډېره وډارېدم او احساس مې وکړ، چې شيطانان زموږ هېواد ته راغلي دي."


د کابل ښار د ټکسي يو چلوونکى وايي: "ما خپل ټکسي موټر د کا رلپاره بهروايستلو او له انتظار پرته مې په يو روسي ټانک سترګې ولګېدي، چې دوه تنه روسي عسکر يې مخکې ولاړ و او هغه موټرونه يې ودرول، چې ښا رته تلل. ما ته ډېره غوسه راغله او غوښتل مې چې پرې ورمنډه کړم، خو ياد ته مې راغلل چې ټکسي مې خپل نه دى."


يو تن ٢٩ کلن نصير احمد نومي وويل: "زه ماشوم وم، چې روسان افغانستان ته راغلي و. يو سهار له کوره ووتم. دا سرتيرې (روسان) بېلونه په لاس په سړک راروان و او د نيالګيو په کينولو يې پيل وکړ. کله چې مې ولېدل نور هلکان د سرتېرو په شاوخوا راټول شول، زه هم زړور شوم او د هغوى په لور وخوځېدم. يو سرتېرې ځمکه کنله او ماته يې وويل، چې نيالګى ونيسم. هغه يو ښه سړى برېښېده، خو کوم شي، چې زه وډارولم هغه د هغه سور مخ او غټ تور بوټان و."


يو شمېر خلک وايي، چې نوموړى يرغل د هغوى د ژوند د بدلېدو لامل شو.


د کابل ولايت د ده سبز د ولسوالۍ يو بزګر، ٤٥ کلن اکرم خان وايي: "هغه مهال چې مې د لومړي ځل لپاره دا سرتېري وليدل، نو زيات خپه شوم او د (شوروي مشرليونيد) برژنيف ته مې ښکنځا وکړې. زه داسې په غوسه شوى وم او په زوره مې چيغي وهلي، تر څو يي بندي کړم. کله چې اتلس مياشتې وروسته د څرخي پله له جېل څخه راخلاص شوم. پاکستان ته لاړم او د يرغلګرو په وړاندې مې جګړه پيل کړه."


د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي يو استاد، محمداجان حقپال وويل: "د ١٩٨٠ کال د جون په مياشت کې سرتيرې لغمان ته وخوځېدل. کله چې چې زما کلي ته ورسېدل، ټول خلک د هېواد غاړو مورګو ته وتښتېدل. يوه ځوانه مېرمن د غنمو په پټيو کې ويشتل شوې او مړه شوې وه. کله چې د هغې مړى وموندل شو، نو ماشوم يې لا دهغې په سينه پروت او شېدې يې رودلې."


حقپال وويل، چې په هماغه ورځ د کلي په جومات د هاوان ډزې وشوې او لس تنه يي ووژل. هغوى ټول په يو لوى قبر کې ښخ کړاى شول.


د ده سبز د ولسوالۍ اوسېدونکى ٤٠ کلن رحيم الله په زړه کوي، چې: "د روسانو د يرغل پرمهال زه خوشې په خوشې دوه اوونۍ بندي شوى وم. کله چې راخوشې شوم، ټانکونه لا په لا رو ولاړ و. ما له خپل ځان سره وويل، هغه ورځ به راشي، چې زه ژوندى واوسم او د هغوى وتل په خپلو سترګو وګورم او ما ليدل."


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists