د سپو جنګ يو ځل بيا راڅرګند شو

په زرګونو افغان نارينه د دغى غير قانوني لوبى ليدو ته راټوليږي .

د سپو جنګ يو ځل بيا راڅرګند شو

په زرګونو افغان نارينه د دغى غير قانوني لوبى ليدو ته راټوليږي .

دا د دوى د قوانينو او مذهب پر ضد ده او نژدى په ټوله نړۍ کى منع اعلان شوى، خو افغانان ټينګه اراده لري چى د سپو د جنګ دا ٢٥٠ کلن دود وساتي.


د دى مياشتى په لومړيو کى د جمعى په سهار ، نژدى ١٥٠٠ کسان د کابل پر څنډو په يوى کروندى کى سره راټول شوي و چى د غټو او قهرجنو سپو د ګڼ شمير جوړو (جفت) سيل وکړي چى سره وجنګيږي خو نه د مړينى تر کچ.


د سپو او چرګانو جنګول، د پتنګانو الوزول، نڅاه، موزيک او تلويزيون د طالبانو د پنځه کلنى واکمنۍ پر مهال د اسلام ضد بلل شوي او منع کړى شوي و، که څه هم په ځنيو سيمو کى د سپو جنګول په پټه تر سره کيدل کيدل.


له يوه کال څخه زياته موده وړاندى د طالبانو له ړنګيدو وروسته ، افغانانو د سپو جنګولو له پاره خپل هيجان چى په ١٨ پيړۍ کى د احمدشاه دوراني د واکمنى پر مهال پيل شوى و بيرته وموند.


د چمن ببرک په سيمه کى چى نژدى ٦ کيلومتره د کابل لويديځ ته دى د دى مياشتى سيالي د طالبانو له نسکوريدو وروسته دريمه سيالي وه. په لمړۍ سيالي کى ١٥ سيالي کوونکي او ٨٥ ليدونکي و. په دوهم پلا د دغى شميرى سيالي کوونکي دوه چنده او ٨٠٠ ليدونکي يي ليدنى ته راغلي و.


او په وروستۍ سيالي کى ١٥٠٠ کسان د ليدو له پاره راټول شوي و چى ٥٠ سيالي کوله.


په ليدونکو کى يوه هم ښځه نه وه. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له کاره منع شوي او په زور سره د چادري اغوستو ته اړ ايستل شوي ، د دوى له پاره لا هم دا ګرانه ده چى په افغانستان کى چى د نارينه و تر تسلط لاندى ټولنه ده دوى رستورانونو، سينماګانو او يا نورو عامه ځايونو ته ولاړى شي.


د پروان له ولايت څخه وزير احمد پداسى حال کى چى د سيالۍ ننداره يي کوله او د هغه جنګيالى تر ټولو مخ ته هم و د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: زه له دوو لسيزو راهيسته په دغو سياليو کى له ١٧ حيواناتو سره ګډون کوم. چى طالبان کابل ته راغلل نو موږ اړ و چى دا کار بند کړو، ځکه هغوى ويل چى دا کار د اسلام ضد دى.


په نورو هيوادونو کى د سپو د غير قانوني جنګ برخلاف ، دلته حيوانات تر مړينى نه جنګيږي، او اکثره وينه تويدنه نه وي. لوبه هغه مهال درول کيږي چى يو سپى بل سپى پر ځمکه وغورځوي، او يا هم خپل مخالف له دايرى څخه چى لس متره پراخه وي وباسي. که څه هم ځينى وختونه مړينه او شديد ټپي کيدل هم رامنځ ته کيږي، يا هغه مهال لوبه بنديږي چى وريدونه يي شديد ټپي شي او يا سپى خپله سترګه له لاسه ورکړي، او يا هم د حملى پر مهال د تجربه کاره جنګي سپي د ټپ داغونه او دشليدلي پستيکي او ويښتو نښى راڅرګندى شي چى د سيالۍ تشدد ښيي.


دا حيوانات چى د سپو يو ځانګړى نسل دى او ډير يي د يوه سړي تر ملا لوړوالى لري، ورباندى هره ورځ تمرين کيږي او ډير ښه انرژي لرونکي خواړه ورته ورکول کيږي چى د تيري کچ يي زيات شي. د ډيرو غوږونه او لکۍ غوڅى شوى وي او دا له دى امله چى د سيال د غاښ له پاره آسانه هدف ونه اوسي .


له کابل څخه ١٥ کلن حبيب چى خپل سپى يي هم راوړى و او هغه روزي چى جنګي سپى شي وايي : زما پلار او نيکه په دغه ډګر کى فعال و. اوس چى هغوى له موږ سره نه شته ، زه غواړم دا کلتور ژوندى وساتم.


هغه وويل هره ورځ خپل سپى نژدى غرونو ته د نيم ساعت له پاره او له ښار څخه بهر شګلنو ځايو ته د ورځى يو ساعت د ځغاستى له پاره بيايم. هغه وويل له ځغاستى وروسته ورته پنځه هګۍ په شيدو کى ګډوم او ورکوم او ورپسى غوښه ورکوم چى ويي خوري. يو ښه جنګيالى بايد غښتلى او تندرسته وي.


که څه هم د افغانستان د قانون په چوکاټ کى د سپي جنګول منع دي، خو د ببرک په چمن کى د سيالۍ پر مهال د يونيفورم لرونکو پوليسانو ، چى ځينيو يي جنګيالي سپي هم درلودل، او ځينى نور بيا د ګڼه ګوڼى د امنيت له پاره هلته و، جوتوي چى دا دود په افغانستان کى چى يوه دودپاله او مسلمانه ټولنه ده څومره ژورى ريښى لري.


سيالي د جمعى په ورځ د وخته چى د مسلمانانو سپيڅلى ورځ ده تر سره کيږي، خو سهار ناوخته پاى ته رسيږي ځکه چى هر څوک وکولى شي د ماسپښين لمانځه ته ولاړ شي.


د پوځ له سيمه اييز کنډک څخه سيمه اييز قومندان ملک جان يوه غټ سپي ته لارښوونه کوله چى وجنګيږي. هغه وويل: د سپو جنګول له نسلونو راپاتي دي. ما د٥٠ حيواناتو د سيالۍ کار کړى او چى سپي ته وګورم نو ويلى شم چى کوم سپي ښه جنګيږي او کوم يو نه شي جنګيدى.


هغه وويل: طالبانو دا دود منع کړ ځکه چى هغوى افغانان نه و، هغه د ګاونډي پاکستان له خوا د طالبانو ملاتړ ته اشاره وکړه. هغه زياته کړه چى طالبانو نه غوښتل موږ ښه وخت تير کړو.


همايون چى د پوليسو پوره يونيفورم يي اغوستى و وويل: هغه په چمن ببرک کى غير رسمي راغلى چى د جنګ سيل وکړي او د ليدونکو له پاره د امنيت د برابرولو په برخه کى مرسته وکړي. هغه وويل: موږ د حکومت له خوا دلته موظف شوي نه يو، خو دا د پوليسو دنده چى هر چيرى او د هر چا خدمت وکړي، او دا خبره يقيني کړي چى په ګڼه ګوڼه کى ستونځى نه وي.


هغه وويل: د سپو جنګول په افغانستان کى ډير پخوانى دود دى. اوس چى بيرته راژوندى شوى، موږ به هيچ چا ته اجازه ور نه کړو چى هغه پاى ته ورسوي.


يوه بل سيمه اييز قومندان شاه جهان وويل چى په انډوليزه توګه د مقامت کولو تمايل يي درلود وويل: دا زموږ کلتور دى او نه غواړو چى له لاسه يي ورکړو. که چيرى حکومت يي د بندولو هڅه وکړي نو موږ به دا بندول په پام کى ونه نيسو.


هغه وويل ده او نورو قومندانانو له پوليسو سره د خبرو وروسته دا ليدنه تنظيم کړى وه ، او زياته يي کړه که چپرى موږ کومى ستونځى ولرو نو دوى به راسره مرسته وکړي.


دا ادعا دسيمى د پوليسو د ريس عبدالصمد له خوا په شديده توګه رد شوه او هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: موږ د قومندان شاه جهان له پاره مسول نه يو او موږ يو پوليس هم د هغه د ساتنى له پاره ليږلى نه دى. موږ اصلا په دى هکله په څه نه پوهيږو.


که څه هم هغه دا جوته کړه چى پوليس هلته د سپو جنګ د بندولو له پاره نه و او ويل يي که چيرى لوړ پوړي چارواکي موږ ته صلاحيت راکړي نو موږ به په خپله سيمه کى د سپو سيالي تنظيم کړو.


د افغانستان په ستره محکمه کى چارواکي نه و چى په دى اړه تبصره وکړي، او دغه راز د مذهبي چارو او اوقافو په وزارت کى هم څوک نه و. خو جګ پوړي روحاني آيات اله محسني د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د سپو جنګول هيڅکله هم د افغاني کلتور برخه کيدى نه شي، او ورته سپورت ويلى نه شو. د سپو او چرګانو تر منځ د جنګ تنظيمول د اسلامي قانون پر خلاف دي ځکه په زور سره اړ ايستل کيږي. دا ټولنه ګمراه کوي.


يوى ځوانى ميرمنى نسرين چى په چمن ببرک کى يي خريد کوه په دى خبره حيرانه شوه چى لا هم په سيمه کى سپي جنګول کيږي او ويل يي چى حکومت بايد په دى برخه کى مداخله وکړي او دا کار بند کړي. هغى وويل: په سل ګونو ځوانان دلته راځي او خپل وخت ضايع کوي. دوى بايد ساينس او تکنالوجي مطالعه کړي. د سپو له جنګولو څه زده کوي.


شهاب الدين تره خيل په کابل کى د راديو او تلويزيون ژورنالست دى.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists