د سپوږمکۍ تلويزيون د ليدو ليوالتيا

له کورني تلويزيون څخه د تنګيدو له امله افغانانو د لږې خوشحالۍ له پاره د هغو سپوږمکۍ کاسو يا سيټ لايټ ډيشونو لګول پيل کړي چې يو وخت منع شوي وو .

د سپوږمکۍ تلويزيون د ليدو ليوالتيا

له کورني تلويزيون څخه د تنګيدو له امله افغانانو د لږې خوشحالۍ له پاره د هغو سپوږمکۍ کاسو يا سيټ لايټ ډيشونو لګول پيل کړي چې يو وخت منع شوي وو .

Monday, 21 February, 2005

هغه مهال چې طالبان واک ته ورسيدل او د سپوږمکۍ کاسې يي هرې خوا د مرخيړو په شان د ښار شاوخواته غوړيدلې وليدې نو ټکان يي وخوړ.


له دې ډار څخه چې د لويديځ کلتور په اړه خپرونې چې دوې ترې کرکه کوله ښايي د طالبانو په اصطلاح سوچه اسلامي دولت د رامنځ ته کيدو هڅو ته زيان ورسوي نو له همدې امله دوې د ډيش انټناو پر ضد کمپين پيل کړ .


خو ځينيو افغانانو چارواکو ته د بډو په ورکولو يا هم د ډيش انتناو په پټولو واکمن تير ايستل ځکه د افغانستان په دولتي تلويزيون کې يي د خبرونو له ليدو پرته بل متبادل نه درلود.


اوس چې څلورويشت ګړۍ عربي چينل (Arabic 24) او اوه نور چينلونه چې پکښې پولينډي نيمه بربنډ چينل هم دې ليدل کيدې شي چې د خلکو پر اذهانو اغيز درلودې شي.


انجنير محمد داود وايي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يي له کابل څخه نيولې تر بدخشانه پورې چې د هيواد په شمال ختيځ کې دې په سل ګونو د سپوږمکۍ انتنونه يي خلکو ته نصب کړي دي.


هغه وويل يوه پلا چې له کابل څخه لوګر ته تلو نو طالبانو د ده ګاډې چې پر سر يي څلور ډيش انټيناوې ايښي وو ودروه. ده ورته وويل چې دا هغه ديګي دي چې د لمر د وړانګو په وسيلې پرې خواړه پخيږي نو هغوې هم ورته اجازه ورکړه چې ولاړ شي. هغه وايي يو ښه والې په کې دا وو چې دوي هغه څه نه پيژاندل چې منع کړي يي وو .


اوس چې طالبان پرزول شوي پر ډيش انټيناو کوم بنديز نه شته او افغانان يي په ډيرې ليوالتيا سره رانيسي. محمد نصرت اله چې د بريښنا سامان خرڅوي وايي : زه داسې خلک پيژنم چې د خپلو ميرمنو ګاڼه يي پلورلې چې پرې ډيش انټينا راونيسي.


د حيرانتيا خبره نه ده چې ځوانان غواړي سيکسي يا ( د جنسي لواطت) په اړه چينلونه وګوري. په داسې حال کې چې د دوې مشران په دې اړه انديښنې لري ، هغوې د سانسور مخالفت هم کوي او غواړي چې ځوانان د خپل تلويزيون ننداره وکړي هغه هم که چيرې د پروګرامونو په کيفيت کې ښه والې راشي. د ډيش انټيناو يوه بل پلورونکي نظر محمد راقيب وويل که چيرې په دولتي تلويزيون کې پرته له سياست او خبرو بل څه نه وي ، نو هيڅوک به و نه شي کولې چې د ډيش انټيناو د خپريدو مخه ونيسي ، منع کول يي خو لا پريږده.


صديق برمک د افغان فلم د نوي او بيا پيل شوي سينمايي توليد مشر له دې خبرې سره موافق دې. هغه وايي دا چينلونه زموږ ځوانانو ته زيان رسوي او داسې کومه اغيزمنه لار هم نه شته چې دوې وروزل شي چې د هغو له ليدو څخه لاس واخلي. د دې پر ځاې چې پر هغو محدوديتونه ولګول شي بايد پر نورو چينلونو ښه شيان د ښودلو له پاره پيدا شي.


هغه په دې اړه ترديد څرګند کړ چې آيا سانسور به په نوي حکومت کې تر طالبانو ښه کار وکړي. ايرانيانو هم پر ډيش انټيناو بنديز لګولې خو هلته هر څوک د سپوږمکۍ له لارې تلويزيوني چينلونه ويني. هغه وويل نوې تکنالوژي له کنترول څخه بهر ده.


برمک هغه مهال په روسيه کې زده کړه کوله چې پخواني ولس مشر ميخايل ګرباچوف هڅه وکړه چې د ودکا پر څکلو بنديز ولګوي. هغه وايي چې بازار ته ولاړم هيڅ ودکا نه وه ځکه چې په بشپړه توګه خرڅ شوي وو. نو ځکه هغه وويل چې بايد له دې د عبرت درس واخيستل شي.


دا اوس مهال هغه څه چې د ډيش د خوريدو د مخنيوي لامل دې هغه د هيواد وران ويجاړ د بريښنا سيستم دې. د افغانانو ډيرې مستقيمه بريښنا نه لري او جنراتورونه لګوي. له لوګر څخه محمد افضل وايي په کوم ځاې کې چې زه ژوند کوم خلک د ورځې يوازې درې ګړۍ بريښنا لري. نو له همدې امله زما په سيمه کې يوازې درې کسان ډيش انټينا لري.


پر دغه حقيقت واکمن هم خبر دي. د اطلاعاتو او کلتور د وزير مرستيال عبدالحميد مبارز ويلي دا اوس پر سانسور غږيدل اړين نه بريښي ځکه دا وړاندوينه هم نه شي کيدې چې بريښنا څه وخت وي او څه وخت نه وي، نو له همدې امله ډير لږ خلک کولې شي ډيش وويني. هغه که څه هم وويل چې په راتلونکي کې به د سيمه اييزه خپرونو او د سپوږمکيو په اړه قوانين معرفي شي.


Frontline Updates
Support local journalists