د سويل ختيځ ولايت رايه ورکوونکي په ټاکنو کې د ادعا شوو درغليو له امله نهيلې شوي

يو شمېر خلک پوښتنه کوي، که چارواکو د رايو ورکولو بکسونه پخپله ډکولای شول، نو هغوی يې ولې د طالبانو له مخالفت سره مخامخ کړل

د سويل ختيځ ولايت رايه ورکوونکي په ټاکنو کې د ادعا شوو درغليو له امله نهيلې شوي

يو شمېر خلک پوښتنه کوي، که چارواکو د رايو ورکولو بکسونه پخپله ډکولای شول، نو هغوی يې ولې د طالبانو له مخالفت سره مخامخ کړل

Saturday, 19 April, 2014

په افغانستان کې د احمد شاه ليکنه

په خوست ولايت کې د نوماندانو د استازو له خوا د سرغړونو جدي ادعاگانې رامنځته شوي دي. په ادعا شوو سرغړونو کې د رايو د بکسونو ډکول، د کارکوونکو ډارول او د ټاکنو د يو څارونکي تښتول او وهل ډبول شامل دي.

له پاکستان سره پر پوله پروت د دې غرني ولايت اوسيدونکي وايي، هغوی د اپرېل د پنځمې نېټې په ولسشمريزو او ولايتي شوراگانو کې د غټ خطر په منلو گډون وکړ. ځينې وايي، تر هغه چې د درغليو ادعاگانې سپينې شوې نه وي، نو د ولسمشرۍ لپاره به د دويم پړاو په ټاکنو کې ځان په زحمت نه کړي. 

دمگړۍ داسې بريښي چې دوه مخکښ نوماندان، اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله به د دويم پړاو په ټاکنو کې يو د بل په وړاندې ودريږي. له مخکنيو شمېرو داسې بريښي چې دواړو نوماندانو ٤٠ سلنه رايې وړې دي.

د خوست رسنيو رپوټ ورکړی چې د ټاکنو په ورځ د يو بل نوماند، ډاکټر زلمي رسول استازي د رايې ورکولو بکسونه مات کړل او په نښه شوو پاڼو يې ډک کړل.

د ټاکنو د يو څارونکي، محمد نبي کوچي، چې دا پېښه په خپلو سترگو ليدلې، وويل، د کمپاين استازی، عارف الله پښتون د وسله والو په ملگرتيا د رايو ورکولو مرکز ته راغی.

کوچي وويل: "لومړی، هغه د رايو د شمېرلو يو شمېر کارکوونکي وگواښل. وروسته يې پنځه بکسونه پرانيستل، د اشرف غني احمدزي رايې يې لرې او د زلمې رسول په گټه يې له رايو يې ډک کړل."

په خوست کې د غني د کمپاين مشر او د پارلمان غړي، همايون همايون وويل، هغه هم دا پېښه په خپلو سترگو وليده.

هغه وويل: "کله چې د رايو ورکولو مرکز ته راورسېدم، ومې ليدل چې بکسونه د اشرف غني احمدزي له رايو تش شوي او پر ځای يې د زلمي رسول په گټه رايې وراچول شوې وې."

عارف الله پښتون له دې ادعاگانو څخه انکار وکړ، وايي، هيڅکله به په دې غير مدني کارونو ځان کوچنی نه کړي.

پر ځای يې هغه ادعا وکړه چې د هغه له خپل نوماند څخه رايې اخيستل شوي.

هغه وويل: "ماته يو تليفون راغی چې د زلمي رسول رايې له بکسونو ايستل شوې او د يو بل نوماند له رايو ډک شوي دي. کله چې د رايو اچولو مرکز ته راورسېدم، بکسونه مات شوي او له رايو خالي شوي وو. نه پوهيږم د کوم يو نوماند ملاتړي دا کار کړی دی."

چارواکي د رايو ايستلو خبره جدي نيسي، خو مرتکبين يې په نښه کړي نه دي.

د خوست د والي وياند، مبارز محمد ځدراڼ وويل، د ټاکنو يو څارونکی او يو امنيتي ساتونکی د رايو ورکولو په يوه مرکز کې نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.

د ټاکنو له ورځې يوڅو ورځې وروسته د ټاکنو د خپلواک کميسون يو کارکوونکی، علي گل لمر نيازی وسله والو وتښتولو او ويې وهلو. نيازی په تېښته بريالی شوی او وروسته يې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې تښتوونکي د زلمي رسول د کمپاين د ډلې غړي وو.  

هغه وويل، د ټاکنو په ورځ هغه د زلمي رسول د کمپاين استازی د پېژندپاڼې د نه لرلو له امله په زوره د رايو ورکولو له مرکز څخه بهر کړ. هغه وويل، تښتول شوو وسله والو له هغه څخه د دې پېښې او په فيسبوک کې د يوې بلې پېښې په اړوند پوښتنه وکړه، چې پکې ليکل شوي و، د زلمي رسول يو بل استازي، د پارلمان غړي، کمال ناصر اصولي د هغه د بندي کولو هڅه کړې وه.

نيازي د رسنيو غونډې ته وويل: "په دې توگه زه ټولې امنيتي او ملکي موسسې خبروم چې زه او زما کورنۍ خوندي نه يو. هغه خلکو ته بايد سخته سزا ورکړل شي، چې زه يې تښتولی وم."

اصولي دا ادعا رد کړه، چې گوندې هغه او د رسول د کمپاين د ډلې بل کوم غړی دې د ډارونې يا تاوتريخوالي په کومې پېښې کې ښکېل وي. هغه دواړه وغندلې.

هغه وويل، دا ادعا د هغه وقار ته د زيان رسولو په موخه شوې ده. 

هغه وويل: "ما پخپله په خوست کې د جنايي ډلو په وړاندې مبارزه کړې. زه په هيڅ ډول په داسې پېښو کې لاس نه لرم."

چارواکي وايي، هغوی د درېو بېلابېلو پېښو؛ د رايوپه يو مرکز کې د رايو د ډکولو، پر نيازې باندې بريد او د يو نوماند د ملاتړو له خوا د يوه ولسوال د ډارولو موضوع په اړه څېړنې کوي.   

د نوموړي ولايت د امنيه قوماندان، فيض الله غيرت وويل  "موږ د بکسونو د ماتولو په اړوند ځينې افراد نيولي. بکسونه قرنطين شوي دي."

غيرت وويل، هغه نورې دوه پېښې تر څېړنې لاندې دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ وياند، فهيم نعيمي وويل، چارواکي بايد دې ټولو ادعاگانو ته په بيړني ډول ځواب ووايي. په ځانگړي ډول هغه د ټاکنو پر خپلواک کميسون او د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو پر کميسون تبصره وکړه.

هغه وويل: "که دا ادعاگانې ترغور لاندې ونه نيول شي، د ټاکنو د خپلواک او د ټاکنو د شکايتونو کميسون اعتبارته به زيان ورسيږي. که خدای مه کړه، ټاکنې دويم پړاوته لاړې شي او د لومړي پړاو سرغړوونکو ته سزا ورنه کړل شي، نو په دويم پړاو کې به د خلکو پر گډون ناوړه اغېز وکړي."

له آی ډبليو پي آر سره زياتره مرکه شوي خلک له دې خبرې سره يوه خوله وو، چې که دا څرگنده شي شتمن او زورواکان د تېرو کلونو په شان مصؤن دي، د ټاکنو بهير به خپل ټول ارزښت له لاسه ورکړي.

د خوست د صبريو د ولسوالۍ اوسيدونکي، مالي خان يعقوبي وويل: "زموږ ولسوالۍ ډېره ناامنه ده. طالبانو شبنامې خپرې کړې وې او ليکلي يې و، که چا رايه ورکړه، وبه وژل شي، خو له هغې سره سره موږ رايه ورکړه. اوس زورور اشخاص په ټاکنو کې لاسوهنه کوي. په دې کار هغوی ولس ته خيانت کړی، ځکه هغوی افغانستان د بې ثباتۍ لور ته بيايي."

هغه وويل: "په لومړي پړاو کې ونه وژل شو، خو حکومت هرو مرو غواړي موږ په دويم پړاو کې ووژل شو."

د خوست د بازار اوسيدونکي، زاهد شاه انگار وويل، په ټاکنو کې رايه ورکوونکو او امنيتي پوځونو ته زيات خطر متوجه و. دا د کړاو خبره ده چې زورور راځي او د رايو ورکولو ټول مشروعيت تر پښو لاندې کوي.

په خوست کې د ميديوتيک د ناحکومتي موسسې کارکوونکي، فاروق جان منگل وويل: "که هرڅه همداسې پر مخ لاړ شي، عادي خلک خو لا پريږده، آن ښايي روڼ اندي په دويم پړاو کې رايې ورکولو ته زړه ښه نه کړي. خلک به پر ټاکنو خپل باور له لاسه ورکړي."

په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کميسون کارکوونکو وويل، هغوی ته د ځانگړې اندېښنې وړ درېو پېښو او همدارنگه په ولايت کې نور په سلگونه شکايتونه رسېدلي. موږ به په بشپړ ډول هغه ټول وڅېړو.(د نور اندېښنو په اړه وگورئ: په خوست کې د ټاکنيزې درغلۍ ادعا)

د خوست د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، جاوېد وفا وويل: "د هر هېواد او سيمې خلک قانون ماتوي، خو سرغړوونکي بايد سزا وگوري."

هغه پر رايه ورکوونکو غږ وکړ چې نهيلي نشي. که ولسمشريزې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، د لومړې پړاو په څېر په پراخه کچه پکې گډون وکړي.

نوموړي زياته کړه: "موږ د خلکو د رايو د خوندي ساتلو په برخه کې ډېر دقيق يو، هغې ته درناوی لرو."

احمدشاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر روزل شوی خبريال دی.


Pakistan, Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists