د سولې له شورا سره یوځای شوي کسان طالبان نه بلکې عام خلک دي

د سولې له شورا سره یوځای شوي کسان طالبان نه بلکې عام خلک دي

 

د ننګرهار ولايت اوسيدونکي  وایی د سولې د ولایتي شورا کاروکوونکي یواځې پیسو ته ناست دي او دسولې په برخه کې یې هیڅ راز هلې ځلې نه دي کړي

د ننګرهار ولايت د شيرزادو د توتو د کلي اوسيدونکى چې د ولسوالۍ د پرمختيايي شورا غړيتوب هم لري خپل مستعار نوم ملا ستانه ګل ښايي، وايي چې د دوى له کلي چې کوم کسان د سولې له پروسې سره يوځاى شوي، په هغو کې داسې خلک شته چې هېڅ يې له وسلوالو سره اړيکې نه لرې نوموړى وايي:

(( زه يې ډېر ښه پيژنم ځکه دا زموږ کليوال دى موږ سره په کلي کې اوسي نوم يې لالى دى.

پوښتنه: مخکې يې څه کار کاوه؟

يو غريب سړى و خپل غريبي يې کوله.

او دا بل علي نوميږي، دا هم ټول خلک ښه پيژني دا هم زموږ کليوال دى په کلي کې ګرځي راګرځي او دا دسولې د شورا والا هسې جال کاري جوړه کړې ده))

نوموړى زياتوي،چې دې ته ورته نور کسان هم شته چې په زوره يې ځان د طالبانو دښمن کړى او اوس له ماښامه وروسته له کوره نه شي راوتى.

د شيرزادو يو بل تن اوسيدونکى چې د امنيتي ستونزو له امله نشي کولى نوم واخلي وايي چې زمونږ له کلي نه داسې خلک ددولت سره يوځاى شوي چې اوس هم وسلوال فعاليت کوي:

(( دا زمونږ کليوالان دي مونږ يې ګورو تېره ورځ يې هم په ولسوالۍ بريد وکى.

پوښتنه: دا څوک دي ته يې د نومونو په اړه څۀ ويلى شې؟

والله يو محمد عالم نوميږي او بل عالي دى نور هم ډېر دي))

له دې سره په خوا کې د اچين د ولسوالۍ اوسيدونکى چې خپل نوم مابت ښايي وايي چې ځينې داسې خلک هم د دوى له ولسوالۍ نه د سولې له پروسې سره يوځاى شوي،چې د وسلوالو سره يې هېڅ کومه اړيکه نه لرله:

(( دغلته په دې سيمه کې هېڅ کوم طالبان نه شته دى،دغه خلک نه طالبان دي چې دا تسليم شوي دي او نه د طالب سره کومه اړيکه لري،دا يو جال کاري شانته کار دى، لکه زه درته د کوشتل د لنډۍ درې د ګلستان په نوم يو سړى يادومه،چې هغه نه طالب دى، نه ښه نه بد،خو د يو څو پېسو لپاره يې د ځان طالب جوړ کړى دى اغه دى تسليم شوى دى اوس د طالبآنو نه هم پټ ګرځي))

استاد محمد ميران چې په بټي کوټ کې ښوونکى دى وايي، چې په بټي کوټ کې د قومندان خالد په نوم وسلوال قومندان له سولې شوار سره يوځاى کېده خو د ځينو شخصي خصومتونو له مخې دوى ورته دا موقع ورنه کړه:

(( د سولې د ولايتي شورا سره مخکې هم د خالد په نوم قومندان يوځاى کېدوخو هغه ته دوى دا موقع په لاس ورنه کړه چې د سولې سره يوځاى شي، اوس هم هماغه قومندان دى چې په بټي کوټ کې ترهګر فعاليتونه کوي او د طالبانو سره يوځاى شوى هغه دوى مجبور کړى چې د طالبانو سره يوځاى شي))

خو دا چې په ريښتيا هم د شخصي تضادونو له مخې د ځينو وسلوالو سره د سولې ولايتي شورا خبرې نه کوي او که څنګه؟ په اړه د دغې شورا مشر ملک نذير  وايي:

(( هيڅ کله هم دا کار نه دى شوى،هر څوک که وايي او څۀ شک لري او که کوم قومندان غواړي زموږ سره تماس ونيسي دى دې ورسره راشي، زموږ اخلاق دې وګوري برخورد دې وګوري بيا دا خپله قناعت کولى شي چې موږ څه رنګه برخورد کوو د مخالفينو ورونوسره))

دا چې ولې د ننګرهار ولايت اوسيدونکي د دغه شورا کارونه يوازې سمبوليک ښايي د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا استازى ذبيح الله زمرى يې په اړه داسې وايي:

(( دا يوه تشريفاتي شورا ده، هغه خلک د سولې په ولايتي شورا کې په دندو ګمارل شوي چې هغوى خپل کلي ته تګ راتګ نه شي کولى،نو دوى به دغه توانمندي او دغه وړتيا د کومه کړي چې دوى د دولت له مخالفينو سره کيني او هغوى دې ته وهڅۍ چې له دولت سره يوځاى شي))

زمرى زياتوي چې د دولت په ټول سيستم کې فساد موجود دى نو بې له شکه دوى هم په فساد کې ښکيل خلک دي او د خپلو کريډيټو د زياتولو په موخه څو کسه د تلويزون په پرده ښايي چې له دولت سره يوځاى شوي دي:

(( دا هغه خلک دي چې د دوى موجوديت د حکومت سره يا نه موجوديت د حکومت سره، د دوى موجوديت د مخالفينو سره نه موجوديت له مخالفينو سره د سولې په پروسه باندې کومه مثبته اغيزه نه لري))

بل خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د اى ډبليو پي ار سره په يوې ځانګړې مرکه وويل چې کوم خلک  په ننګرهار کې د سولې له پروسې سره يوځاى شوي هغه طالبان نه بلکې عام خلک دي، نوموړى دا هم وايي چې مونږ څېړنې کړي کوم کسان چې يوځاى کېږي هغه په کلو اوبانډو کې جعلي کسان دي چې دوى د څو پېسو په مقابل کې دې ته تيار کړي چې په تلويزوني او راډيوي پروګرامونو کې يې وښايي چې زمونږ سره وسلوال يوځاى شوي.

خو د ننګرهار ولايت د سولې د ولايتي شورا مشر حاجي ملک نذير بيا دغه ټولې ادعاوې ردوي او وايي چې دا ادعاوې هغه څوک کوي کوم چې زموږ سره شخصي تضاد لري او نه غواړي چې دغه شورا کار وکړي.

((دا موږ هيڅ کله نه منو،هغه هسې د خپلې ګيډې نه لګيا دي او چې هر چا ويلي وي هسې خپل طبعيت برابروي))

نوموړى دا هم وايي چې کوم کسان له موږ سره يوځاى شوي دا ټول هغه کسان دي چې امنيه قومندانۍ ملي امنيت او نورو ارګانونو تائيد کړي چې وسلوال دي.

ملک نذير وايي کوم کسان چې د سولې له پروسې سره يوځاى کيږي تر دريو مياشتو پورې سرګروپ ته يې لس زره او نورو غړو ته يې پينځه پينځه زره افغانۍ ورکوو او د هغوى په سيمو کې پرمختيايي پروژې هم عملي کوو،چې همدغه کسان يې په پلي کېدو کې مستقيماً لاس لري، نوموړى وايي چې د کومو سيمو نه له موږ سره وسلوال يوځاى شوي په ځينو کې يې د پنځوسو زرو نه تر دوه لکو پورې ډالرو پورې پرمختيايي کارونه روان دي.

(( دوه پروژې مو د اچين ولسوالۍ ته منظور کړې،يوه د دوه دوه نيمو لکو روپو پروژه مو د ردواتو مدرسې ته منظور کړې ده، شيرزادو ته مو د پنځو زرو او دوه لکو روپو پروژه منظور کړې ده دا ټولې د لاس لاندې دي))

(( سونډ ايفيکټ))

خوا اوشا نهه مياشتې وړاندې په ننګرهار ولايت کې  د سولې د عالي شورا د چتر لاندې يوه ولايتي شورا رامنځته شوه،چې تر دې دمه  نږدې  يو سل او شپږ تنه وسلوال د خوا او شا ٨٥ ميله بيلا بيلو وسلو سره چې ٧٤ يې خفيفه وسله لکه کلاشينکوفونه ،کربين او تومانچې او ١١ يې سقيله سلاح لکه راکټ پيکا او داسې نوردي، له دغه دفتر سره يوځاى شوي دي.

چې ډیري یې د ننګرهار، د روداتو،پچير اګام،سپين غر،نازيانو او شيرزادو د ولسواليو له ځينو وسلوالو کړيو څخه  دي.

محبوب شاه محبوب اى ډبليو پي ار ننګرهار


Frontline Updates
Support local journalists