د سوله ساتو ځواکونو مشر د ولايتونو په هکله تشويش لري.

په هغه حال کې ناتو په کابل کې د لا ښه امنيت ټينګولو له پاره قدمونه اخلي په ولايتونو کې خلک اوس هم د ناخوالو او زور زياتيو سره لاس او ګريوان دي.

د سوله ساتو ځواکونو مشر د ولايتونو په هکله تشويش لري.

په هغه حال کې ناتو په کابل کې د لا ښه امنيت ټينګولو له پاره قدمونه اخلي په ولايتونو کې خلک اوس هم د ناخوالو او زور زياتيو سره لاس او ګريوان دي.

د سوله ساتو ځواکونو نوى قوماندان په کابل کې خپل غږ او چت کړ او د لا زياتو ځواکونو د راتګ غوښتنه يې وکړه تر څو د هيواد نورو سيمو ته د امنيت ټينګولو له پاره وليږدول شي. دا خبري جنرال ګويتز ګليميرود د هفتې په آخر کې هغه مهال وکړې چې د زورزياتى د کابل نه بهر مخ په زياتيدو ده.


له آى ډبليو پي آر سره په يوه ځانګړي مرکه کې د سوله ساتو ځواکونو دغه نوې قوماند جنرال ګليميرود وويل چې د ملګرو ملتو د موافقه په اساس دى نه شي کولى چې خپل سرتيري له کابل نه بهر وليږدوي.


خو ګليميرود د ائتلاف د قوا تر مشرى لاندې په ځينو لويو ښارونو کې د پي آر ټي د ډلود جوړيدلو حمايت کوي. دغه يونتونه له سوله ساتو ځواکونو نه بيل دي. او له کوچنيو ډلو دې عسکرو او خيريه کارکوونکو نه جوړ شوي چې سيمو ته تللي تر څو هلته امنيت ټينګ کړي او د بيا رغونې کار پيل کړي.


ګليميرود چې يو جرمن صاحبمنصب دى وويل چې ده خپل هيواد دې ته رابللى چې په دغو هڅو کې ګډون وکړي. د وويل: (( ما په خپل هيواد فشار اچولى چې د پي آر ټي د ډلو په جوړولو کې لا نورې هڅې وکړي. ځکه لانورو ته اړ ليدل کيږي.))


د امريکې تر مشرى لاندې درې پي آر ټي ډلې په کندز، ګرديز او باميانو کې جوړو شوې دي. او يوه په دې آخرو کې په مزار کې جوړه شوې او نوى زيلاند ښايي د باميان د ډلې مسوليت واخلي.


جرمنې غواړي چې په نږدې وختو کې په کندز کې يوه پي آر ټي ډله جوړه کړي او يوه څيړنيزه ډله همدا اوس په خپلو څيړونه هلته بوخته ده تر څو شرايط وڅيړي.


د آګست په ١٨ د جرمني د بهرنيو چارو وزير وويل چې دا به ډيره ښه خبره وي که چيرې ملګرو ملتونه او ايساف د پي آر ټي ډلې لانورې هم زياتي کړي. خو هغه په دې خبره ټينګار وکړ چې د ملګرو ملتو له موافقه نه پرته به هم جرمني خپل سرتيري سيمو ته وليږي.


ګليميرود ټينګار وکړ چې سوله ساتې ځواکونه کولى شي چې له پي آر ټي ډلو سره مرسته وکړ ې خو دى هيڅ شک نه لري چې د هغو شتون ته اړ شته. او همدارنګه هغوى يو سوتفاهم هم راپيدا کوي چې ګواکې دوى خيريه کارونه کوي او که نظامي عمليات.


هغه زياته کړه: (( که موږ د افغان اردو جوړونې ته نظر واچوو نو ډير کار شوى. د پوليسو روزنه که څه هم هوس يوازې په کابل کېږي خو دا هم بايد سيمو کې پيل شي او همدارنګه د پي آر ټي د ډلو ليږدونه.))


که څه هم د سوله ساتو ځواکونو د شتون له کبله په کابل کې امنيت ورځ په ورځ ټينګيږي خو په ولاياتو کې لاتر اوسه هم بې قانوني روانه ده. نيښتې رامنځ ته کيږي، د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ ده يا دطالبانو او القاعدې له کبله په جنوب کې او يا هم د هغو مليشو له کبله چې تش په نامه د مرکزي حکومت ته چوکاټ کې دي او په اصل کې ځايي قوماندانو ته کار کوي.


تيره هفته نږدې ٦٠ کسه په ټول هيواد کې په نښتو کې مړه شول او ١٥ يې په يو ځاى د يوه بمب له کبله په هلمند کې خپل ځانونه له لاسه ورکړل.


ناتو په رسمي ډول جنرال ګليميرود يې د سوله ساتو ځواکونو د قوماندان په حيث وټاکه چې د ناتو په ٥٤ کلن تاريخ کې لومړى ځل ده چې ځواکونه يې له اروپانه بهر ليږدول کيږي. که څه هم له پخوا نه په لسو کې نه سرتيري د ناتو له غړيو هيوادونو څخه ول خو پخوا به د سوله ساتو ځواکونو مشرتابه د هيوادو تر منځ بدليده.


که څه هم څو ځلې له کابل نه سيمو ته د آى ساف د ځواکونو دغزيدلو غوښتنې شوې وې خو د ملګرو ملتو سر منشي کوفي عنان په دې هکله شک درلود. ګليميرود آى ډبليو پي آر ته وويل چې که څه هم دى د دې واک نه لري چې سوله ساتو ځواکونو په اوسنى دندې کې تغير رواړي( ځکه دا يو سياسي پريکړه ده) چې د ملګرو ملتو په موافقه منځ ته راغلي.


د آګست په ١٣ د ملګرو ملتو خاص استازي لخضر ابراهيمي وويل چې د روانې سياسې وضع د امنيت له پاره يو څو زرو سرتيرو ته اړ ليدل کيږي


د ګليميرود په آند ډيرستر چلنجونه په اوسني وخت کې د اساسي قانو د لويې جرګې له پاره د امنيت ټينګول او ورپسې د راتلکونې ټولټاکنو له امنيت چې ګمان کيږي چې په راتلونکي جون کې به تر سره شي، دي.


ګليميرود وويل چې د بې وسلو کولو پروګرام چې د سياسي امنيت له پار ډيره اهميت لري او هغه زياته کړه چې دغه برنامه به د افغانستان د دولت له خو د آيساف په مرسته د يو مشاور په څير مخته وړل کيږي.


ځينې افغانان د آيساف په دې محدود نقش په هکله نيوکه کوي او وايي چې له همدې کبله لا تر هوسه په ځينې سيمير قدرتمندان له هغو خلکه سره چې خپل مستقل سياسي غږ اوچتوي، زورزياتى کوي او ويروي يې.


ګليميرود دا مني چې لا تر اوسه هم (( ډيرې مليشې په کابل ګې)) ځاى په ځاى دي خو په دې آخيرو کې د هغوى تر منځ څه نيښته نه ده شوې.


هغه دغې خبرې چې ګواکې افغاني امنيتي چاروکي په خپله لاسي ځينې بينظميانې جوړوي. او هغه په دې ټينګار وکړ چې د ايساف او افغاني چاروکو تر منځ اړيکې ډيرې ښې او نيکې دي.


ايساف په خپله په جون کې د حملې لاندې راغى کله چې څلور جرمنانو باندې يو ځان وژونکي حمله وکړه.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists