د روغتيا په وړاندې د بې کيفيته توکو د واردولو خطر

افغانان وايي له ايران څخه واردېدونکي ارزان بيه خواړه او درمل روغتيا ته خطر پېښولای شي.

د روغتيا په وړاندې د بې کيفيته توکو د واردولو خطر

افغانان وايي له ايران څخه واردېدونکي ارزان بيه خواړه او درمل روغتيا ته خطر پېښولای شي.

Saturday, 18 November, 2006
. خو له دې لارې د زيات شمېر راوړل شوو مالونو په ډلې کې لږ داسې توکي شته، چې خوندي معيارونه لري او د بې کچی توليداتو په پرتله مصرف کوونکو ته زيان و نه رسوي.



د هرات په لويديځ ښار کې د روغيتا د چارو کارکوونکي د چاکليټو، چای، بورې او بيسکېټونو په څېر توکو کې د ستونزي په شتون خوله خوځوي، چې کېدای شي په تېره بيا په ماشومانو کې د خوراکي تسمم لامل شي.



په سيمه کې د چاپيريال د روغتيا ساتنې د پروګرام مشر، دکتور محمد کريم نعمتي وويل: ((يوازې په تېرې مياشتې کې موږ د ماشومانو د خوارکي تسمم 15 پېښې درلودې، چې د بيسکېټونو د خوړلو له لارې رامنځته شوې وې.))



پنځه دېرش کلنې محبوبې وويل: ((زما دوه ماشومان د بيسکيټونو د خوړلو له امله نژدې مړه شوي و.)) هغه وويل زما ماشومانو ددې بيسکيټونه له خوړلو وروسته، چې له ايران څخه راوړل شوي و، دوه اوونۍ په روغتون کې تېرې کړې او د تسمم په وړاندې يي درملنه وشوه.



هغې په غوسې وپوښتل: ((چارواکي ولې سوداګرو ته د درغلو توليداتو د راوړلو اجازه ورکوي؟ موږ څه پوهيږو، چې کوم يو ښه او کوم يو يي ناوړه دي؟))



روغتيايي چارواکي وايي، کله چې داسې پېښې وليدل شي، هغوی خوراکي مواد په نښه کوي او وروسته يي له ځايي هټيو څخه راټولوي او ظبطوي يي.



د هرات د روغتيا د چارو د رياست مرستيال، دکتور عبدالحکيم تمنا وويل، ډېر ژر به د خوراکي توکو د کيفيت د معلومولو لپاره لابراتورونه جوړ شي.



له خوراکو توکو پرته وارد شوي درمل هم د روغتيا لپاره زيات زيان لري. د هغوی زيات شمېر له وخت څخه اوښتي دي، تيټه کچه لري او ان درغل درمليز توکي افغاني بازارونو ته لاره مومي. داسې انګيرل کيږي، چې په هرات کې دې درملو يو شمېر ناروغۍ رامنځته کړي او ان د مړينې لامل شوي دي، چې دوکتوران کله ناکله نه شي کولای د مړينې رښتينی لامل ومومي.



تمنا وويل، په هرات کې د امکاناتو د نه موجوديت له مله د درملو سمپولونه کابل ته د ازمايښت لپاره استول شوي دي. هغه زياته کړه: ((کله ناکله سمپل د درملو د ټولې اندازې سره سر نه لګوي او دا کار د ستونزو د رامنځته کېدو لامل کيږي.))



د هرات د ګمرګ د رئيس، مير مسلم صديقي په وينا د هغه مامورينو يوازې د دريو مياشتو په اوږدو کې زياته اندازه بې کيفيته درمل، ناالکوليزڅښاک، خوړه او نور خوراکي توکي نيولي، چې درې کانتينرونه پرې ډکېدل.



په هرات کې د ايران قونسلګري دا نه مني، چې ګوندې په افغاني بازارونو کې د بې کيفيته خوراکي توکو د شتون پړه دې په ايران باندې واچول شي.



د نوموړې قونسلګرۍ د سوداګريزو فعاليتونو د څانګې مشر، فرهاد وويل: ((اصلي مجرمين افغاني سوداګر دي. له ايران څخه (په رسمي ډول) ټول وارد شوي توکي لوړ کيفيت لري. که داسې نه وي، نو د مصرف کوونکو باور له لاسه ورکوو.))



فرهاد دا مني، چې ښايي د افغانانو د غوښتنې له مخې د ټيټي کچې توکي په ايرا ن کې توليد شي، خو په دې يي ټينګار وکړ، چې هېواد ته هغه يوازې د پولې د دواړو خواوو له لارې قاچاق کيږي، ځکه د ايران سرحدي مامورين د هغه توکو د وړلو مه نيسي، چې د ايران له صادراتي مقرراتو سره سمون ونه لري.



هغه وويل: ((البته (بيا هم) کيدای شي، چې شيان په ناقانونه توګه وارد شي.))



د هرات د ګمرګ رئيس، صديقي آی ډبليو پي آر ته وويل، افغانستان د هغو توکو په راوړلو باندې، چې د کور دننه جوړيږي لوړ محصول لګوي، ترڅو د دا راز توکو د رواړلو مخه ونيول شي او د کورنيو سوادګرو حمايت وشي.



ددې حمايت يو جانبي اغېز به د قاچاق لاره وي، چې فرهاد ور ته ګوته ونيوله او په پايله کې به يي ارزان بيه او بې کيفيته توکي هېواد ته راوړل شي.



په هرات کې ميشت د ناالکولی څښاک د يو شرکت رئيس، نور احمد شکايت وکړ، چې ارزانه بيه واردو شوو توکو د هغه کار وبار ته زيان اړولای دی. هغه وويل: ((موږ له ايراني کمپنيو سره سيالي نه شو کولای، ځکه سوداګرد هغوی د ټيټې کچې څښاک واردوي او په بازار کې د بيې د رالوېدو لامل کيږي. زموږ توليد ښه کيفيت لري، خو خلک ارزانه شيان غواړي.))



ايران او خليج ته غځېدلې لارې هرات ته ستراتيژيک موقعيت ورکړی له دې امله زيات ارزښت لري. په همدې توګه په شمال کې د ترکمنستان پولې ته هم نژدې پروت دی.



د هرات د ګمرک رئيس، صديقي وويل، د هرات له لارې سوداګري د سږکال په لومړو شپږو مياشتو کې، د پروسږکال د همدې مودې په پرتله، په سلو کې ديارلس لوړه شوې او د ګمرک عايد هم له 94 مليونو امريکايي ډالرو څخه د روان کال د جنورۍ او جون په مياشتو کې 105 مليونو امريکايي ډالرو ته پورته تللی دی.
Frontline Updates
Support local journalists