Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د روسې د پور په هکله نارې سورې

مسکو د جګړې د وخت پورونه غواړي، خو افغانان وايي، دوی ته بايد د هغه جګړې له امله په کنډوالو د هېواد د اړولو تاوان ورکړ شي، چې شوروي ورباندې تپلې وه.
By Sayed Yaqub Ibrahimi

له کابل څخه د مسکو د لسو ملياردو ډالرو په شاوخوا کې د پور غوښتنې د خپګان او ګواښونو څپې راپارولې دي او د هغه ادعا مخالف عمل بلل کيږي، چې افغانستان يې 25 کاله دمخه په خپل هېواد باندې د شوروي د يرغل غرامت او تاوان غوښتل بولي.


د پور موضوع د هغو افغانانو تر منځ اختلافونه راپارولي دي، چې د مجاهدينو پلوي کوې يا د 1979 کال د دسمبر د مياشتې راوروسته د شوروي تر حمايت لاندې حکومت پلوي کوي.


زيات شمېر افغانان په دې اند چې مسګو ددې حق نه لري، د هغه پور د لاسته راوړلو غوښتنه وکړي، چې په هېواد کې د شوروي اتحاد له خوا د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره په پوځ لګېدلي، خلک يې وژلی، شل او شوټ کړي او ښارونه، حاصلات او ټوله زېربنا يې په خاورو او کنډوالو بدل کړي دي.


د مجاهدينو ديو تنظيم مشر، چې د 1990 په لومړيو کلونو کې د مجاهدينو په حکومت کې د صدراعظم څوکۍ درلوده، وايې : ((زموږ هېواد دشوروي د پرغل له امله 50 کاله شاته پاتې شو، چې نه شي کېدای په سلګونو ملياردو ډالرو بېرته جوړ شي.))


هغه زياته کړه: ((که روسيه خپل پور بېرته غواړي، موږ به له روسيې څخه د سلګونو ملياردو ډالرو غوښتنه وکړو، چې زموږ هېواد يې په کنډوالو اړولی دی.))


د اګست په مياشت کې د روسيې د ماليې وزارت د افغانستان د ماليې دوزېر، انور الحق احدي په مشرۍ يو پلاوۍ مسکو ته وباله، چې د روسيې په پور باندې خبرې وکړي.


د خبرو پر مهال مسکو د پور بېرته غوښتنه کوله، په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د هغه پور د بښلو غوښتنه کوله، چې د جګړې پرمهال لګېدلې وې.


د ماليې د وزارت د وياند، عزيزالله شمس په وينا مسکو يادونه وکړه، ښايي دې ته چمتو واوسي، چې د ټول پور په سلکو کې اويا وبښي، چې افغانستان ته د پوځي اکمالاتو لپاره استول شوي وې.


هغه وايي: ((په دې پورونو کې هغه پيسې شاملې دي، چې روسيې افغانستان ته د کمونيست رژيم په پېر کې ورکړې وې.)) نوموړي زياته کړه، کابل دې ته چمتو نه و، چې دا بلانس تاديه کړي او دا موضوع به اوس د پاريس کلپ ته وړاندې کيږي. د پاريس کلب د پور ورکوونکو ولسونو يوه ډله ده، چې د پوروړو هېوادونو له خوا د پور په هکله ستونزې حلوي.


شمس آی ډبليو پي آرته وويل، شوروي اتحاد دا پيسې د خپلو سياسي او ستراتيژيکې موخو لپاره په افغانستان کې لګولې وې، نه د افغانانو د ګټې لپاره. هغه زياته کړه، که چېرته روسيې د پور په هکله ټينګار وکړ، نو کابل به د يرغل په وړاندې د غرامت غوښتنه وکړي.


هغه وويل: ((موږ هيله من يو چې دا ستونزه په راتلونکې غونډې کې په يوې سمې (دوستانه) لارې له منځه يوسو.))


په کابل کې د روسيې سفارت د آی ډبليو پي آر له څو ځلې غوښتنې سره سره په دې هکله کومه تبصره ونه کړه.


افغاني څېړونکي د پور غوښتنه په خپل هېواد کې د لاس وهنې او په واشنګټن او افغان حکومت باندې د فشار يوه بله بڼه بولي.


په کابل کې يو سياسي څېړونکي، قسيم اخګر سمله لاسه د مسکو غوښتنه رد کړه، ويې ويل، هغو افغاني حکومتونو چې کومې مرستې تر لاسه کړې وې، غير قانوني حکومتونه وو او د خلکو استازيتوب يې نه شو کولای، له دې امله هېواد يې د پور په ورکړې مکلف نه دی.


که په خپله روسيه د تېر شوروي اتحاد ميراث وړي، نو مخکې له دې چې د پورنو بېرته غوښتنه کوي، بايد تر هر څه دمخه افغانستان ته د شوروي پوځ له خوا رسيدلي تاوان ورکړي.


هغه وايي: ((آيا مسکو کولای شي، تولو هغو خلکو ته غرامت ورکړي، چې د شوروي د يرغل پر مهال مړه شوي دي او نور په زرګونو (بې سرنوشته) پاتې شوي دي.)) نوموړی زياتوي، دوه مليونه افغانان مړه شول او په زرګونه اسيران ونيول شول او روسيې ته ولېږدول شول، چې د هغوی زياته شمېره لا تراوسه هم ورکه ده.


يو بل سياسي څېړونکي، عبدالکريم خرم وايي، روسيې دا پور خپل لاسپوڅې (ګوډاګي) رژيم ته ورکړی و، چې د کودتا له لارې يې واک تر لاسه کړی و او دخلکو ملاتړ ورسره نه و. دا پور حکومت ته ورکړ شوی و، نه افغانانو ته.


هغه شمېر چې لا تر اوسه له کمونيست رژيم سره خواخوږي لري، وايي، چې د هغه مهال حکومت قانوني و. نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ورسره ملاتړ درلود.


د ملي متحد ګوند مشر، نورالحق علومي، چې د افغانستان د خلکو د دموکراتيک کمونيست ګوند نوی منځلاری ځای ناستی بلل کيږي، وايي: ((دا سمه ده، چې کمونيست حکومت د کودتا له لارې واک ته رسيدلی و، خو د نړۍ 85 هېوادونو په رسميت پېژندلی و. هغې په ملګروملتونو کې استازی درلود.))


هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((په هر ډول، د هغه مهال حکومت يو (مناسب) حکومت و او کولای يی شول د خلکو د اړتياوو د پوره کولو لپاره پورونه واخلي.)) دا پورونه مازې د پوځې وسايلو لپاره نه و، بلکې د ښوونځيو، پلونو، کورونو د ودانولو او په نورو عامه ګټو کې لګېدلې، چې لا تر اوسه يې افغانان کاروي.


علومي وايي، د پورونو له لارې د زياترو ودانيو د ورانولو مسوليت پخپله د مجاهدينو په غاړې دی. د شوروي پورونو، چې يوه اندازه يې، د هغه په وينا، پنځوس کال وړاندې ته رسيږي، په هېواد باندې مثبت اغيز کړی دی.


هغه وايي اوس افغانستان په بشړه توګه په نورو هېوادونو تړلی دی، ملګري ملتونه بايد د پورونو موضوع حل کړي.


د مجاهدينو د يو پخواني تنظيم، حزب حرکت اسلامي مشر، شيخ ممد اصف محسني له دې خبرې سره موافقه نه لري، وايي، هغه پور چې په پوځي موخو لګېدلی، لکه ټانکونه، توپخانې او الوتکې، د هغه مهال ګوډاګي رژيم ته ورکړ شوی و.


هغه وايي: ((د افغانستان اقتصادي زېربنا د سره پوځ د يرغل له امله ويجاړه شوه. افغانستان د 14 کالو لپاره سياسي ازادي نه لرله. روسيې ته څو څو ځلي ملګرو ملتونو وويل، چې له افغانستان څخه ووځي، خو هغوی ونه منله.))


((روسيې په افغانستان کې پيسې ولګولې، تر څو خپل هدف ته ورسيږي، نه داچې له افغانانو سره مرسته وکړي.))


هغه زياته کړه، کابل مکلفيت نه لري، چې د اشغال لپاره پور تاديه کړي. د شوروي اتحاد ځای ناستی، روسيې دولت، بايد له کمونيستي رژيم سره د ملاتړ له امله د رسيدلې تاوان بيه ورکړي.


هغه مهال د شوروي وروستی پوځونه له افغانستان څخه په 1989 کال کې ووتل. جګړې دوه مليونه مړه، په زرګونه شل او شوټ او له ماينونو ډک يو کنډواله هېواد پهځای پرېښود.


د کابل ولايت د پغمان په ولسوالۍ کې شېرمحمد د خپلو دووزامنو د مړينې يادونه وکړه. ((اوس روسيه خپل پور غواړي. آيا ماته مې بېرته خپل زامن راکولای شي؟))


شېرمحمد، چې کور يې په جګړې کې وران شوی و، وويل: ((موږ د روسانو له خوا ډېر کړېدلې يو. موږ له هغوی څخه د راکټونو له چاودنو، د توپ له ګوليو او د بېګناه خلکو له وژلو پرته نور څه نه دي ليدلي.))


د کابل يو استوګن، عبدالحميد، چې لا تر اوسه د خپل خټين کور په ودانو بوخت دی، چې د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال ويجاړ شوی و، وويل، ((د شوروي ټوله ورکړه کنډوالې اوجګړې وې، چې شاته يې پرېښودې.))


((روسيه نه وجدان لري او نه د شرم احساس. که هغوی درلودای، نو داسې ادعا به يې نه کوله.))