Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د رايې ورحکولو حق د ښځو لپاره محدود شوى دى

زيات شمېر ښځې به د افغانستان په ټولټاکنو کې هغو نارينه وو له خوا له رايې ورکولو څخه بې برخې شي، چې د هغوى تر لاس لاندې ژوند کوي.
By Mohammad Ishaq
. هغه او درې خويندې يې هوډمنې دي چې د اگست په شلمه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو په ټولټاکنو کې رايې ورکړي. خو دا کار به په پټه سرته رسوي.



هغى وويل: "مشر ورور به مې راته د تگ اجازه رانه کړي."



دې څلورو خويندو د تېرو ټولټاکنو لپاره په ٢٠٠٥ کال کې نومونه ليکلي وو، خو کله چې ورور يې پوه شو نو له تگ څخه يې منع کړې. د سيما خور، فاطمې وويل: "دا ځل به مو مخه ونشي نيولاى. موږ به په پټه لاړې شو. خو که هغه پوه شو نو وبه مو وهي."



د هغوى کيسه په هرات او د هېواد په نورو برخو کې يو ه عامه کيسه ده. په داسې حال کې چې اساسي قانون ښځو ته يوشان ازادي ورکوي، ډېرى هغه حقونه او امتيازونه د کاغذ پرمخ پاتې دي. د هغوى ژوند اوس د پخوا په څېر تر ډېره بريده د نارينه گانو په لاس کې دى. پلرونه، ميړونه، ورونه او آن زامن کولاى شي ښـځو ته امر وکړي، چې څه شى وکړي او څه شي ونه کړي. رايې ورکول کومه استثنا خبره نه ده.



ښځو په ٢٠٠١ کال د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو راوروسته برياوې هم تر لاسه کړي دي. پارلمان ته ښځو لاره موندلې، وزيرانې شوې دي او آن يو يا دوو ځانونه ولسمشرۍ ته نومولي دي.



د هرات په ولايت کې د دوه نيمو ميلونو ليکل شوو رايه ورکوونکو له درېمې برخې څخه زياتې يې ښځې دي. دود او دستور له امنيتي ناوړه حالت سره په يوځاى کېدو ښايي د رايو دورکولو په ورځ د ښځو شمېر له توقع څخه ډېر ټيت پاتې شي. حکومتي چارواکي او د بشري حقونو موسسات وايي چې کېداى شي په ٢٠٠٤ او ٢٠٠٥ کې د مخکنيو ټاکنو په پرتله د ښځو شمېر ډېر لږ وي. ځکه لږ شمېر نارينه گان به د خپلو کورنيو ښځينه غړو ته له کور څه بهر د رايې ورکولو اجازه ورکړي.



په کليوالو سيمو کې چې بغاوت ريښې ځغلولي، حالت ډېر ترينگلى دى. آن د هرات په نسبتا ارام ښار کې به په سختۍ داسې يوه مېرمن پيدا شي چې د ټاکنو په ورځ په زوره په کور کې پاتې کېدو ته اړايستل شي.



پنځه څلوېښت کلنه صنوبر د رايې د اخيستلو له کارت څخه دومره خوښه وه، چې هغه يې خپل اتلس کلن زوى، احمد ته وښود. خودې کار هغه شرمنده او خپه کړه.



هغې وويل: "هغه زه په څپېړه ووهلم او په قهرشو، چې زه مسلمانه نه يم. بيا يې کارت څيرې کړ او لاړ."



صنوبر د هرات په يوې بېوزلې سيمې، کندهار دروازه، کې اوسيږي، هلته ښځينه جامې گنډي.او له دې لارې ژوند مخکې وړي.



هغې وويل: "ما ډېره هيله درلوده داسې ورځ به راشي چې ښځې او نارينه يوځاى کار وکړي، ترڅو افغانستان بيا ورغاوي."



خوکه احمد همداسې وي نو دا ورځ به ژر رانشي.



هغه په ټينگار وويل: "هغه زما مور ده او زه يې کنترولوم."



افغانستان د ژورو عقيدو او دودونو ځاى دى، چې ډېرى هغه يې د ښځو د حقونو مخالف دي. په يو لړ محافظه کارو سيمو کې دا د شرم خبره ده چې د يو چا ښځه دې له کوره بهر پردى څوک وگوري.



د هرات ولايت د سرکورو د ولسوالۍ يو ملاامام، ملا حسين وويل: "د رايې د ورکولو د مرکزشاخواته د زيات شمېر نارينه وو په شتون زه څنگه خپلې مېرمنې ته د رايې ورکولو اجازه ورکړم؟" هغه دا خبره نه مني چې د ښځو لپاره د رايې ورکولو جلا مرکزونه پرانيستل کيږي.



هغه وويل: "تر هغه چې زه ژوندى يم، زما ښځه به ووټ ور نه کړي."



په هماغه کلي کې يوه اته دېرش کلنه مېرمن تر سوځوونکي لمر لاندې غنم ريبي. هغې آى ډبليو پي آر ته وويل، چې په ژوند کې له خپل کلي څخه نه ده وتلې او نه د سياست پروا ورځي.



هغې وويل: "کله ناکله ځينې خبرې اورم: جگړه، سوله، ټولټاکنې. ما ته ددې شيانو پروا نه راځي. رايه ورکول موږ ته نه ډوډۍ راکوي نه کار."



د هرات ولايت په ټولو کليوالي سيمو کې حالت يوشان دى.



د اتو ماشومانو مور، پنځوس کلنې آهو وويل: "مېړه مې ما او زما لوڼې له کور څخه وتلو ته نه پرېږدي. څنگه به رايې ورکولو ته لاړې شو؟ دلته يوازې نارينه گان رايې ورکوي. که مېړه مې ماته اجازه راکړي، نو ډېره به خوشحاله شم، چې لاړه شم."



آهو د شينډنډ د ولسوالۍ د ماندل په کلي کې اوسيږي. زياتره کورنۍ کروندگرې دي او د کورنيو غړي ايران ته د کار لپاره ليږي، چې پيسې پيدا کړي.



د آهو ميړه نه غواړي د خپل کور د رول په اړه خبرې وکړي. هغه وويل: "ماته د ښځو حقونه معلوم دي، خو خپله ښځه او لوڼې نشم پرېښودلاى چې هغه تر لاسه کړي. که هغوى لاړې شي او رايه ورکړي، نو حيثيت ته به مې تاوان ورسيږي."



پنځه شپېته کلنه صوفي جوهر د هرات ښار د عراق په دروازه کې اوسيږي. هغه لويه کورنۍ لري چې شمېر يې ٤٣ تنو ته رسيږي. هغه د نارينه پرلقب "صوفي" باندې مشهوره ده؛ ځکه هغې د يو نارينه په څېر ژوند کړى دى. په محلي شوراگانو کې گډون کوي او ژوند د داييتوب په پيسو پر مخ وړي. خو د هغه له نسبتا ازاد ژوند څخه د هغې نگيندو گټه نه دې اخيستې. هغوى به د اگست په شلمه په کور کې پاتې وي.



هغې وويل: "زامن مې نه غواړي مېرمنې يې په ټولټاکنو کې ونډه واخلي. له دې امله مې نگيندې ووټونه نشي اچولاى."



صوفي جوهر له دې وضعې ناخوښه نه ده.



هغې وويل: "ښځې غواړي ميړونه او اولادونه يې روغ او سالم واوسي. له دې پرته بل څه نه غواړي. زما ټولې نگيندې باسواده دي. د کوچنيوالي پر مهال يې په جوماتونو کې زده کړه کړې ده."



جوماتونه په افغانستان له ښوونځي دمخه ماشومانو ته دينې زده کړې ورکوي. هلته نجونې او هلکان په گډه ليک لوست زده کوي. زيات شمېر نجونې د درس د دوام اجازه نه لري.



صوفي جوهر وويل: "اوس هغوى ودونه کړي دي او يوازې د خپلو کورنو په اړه بايد فکر وکړي. هغوى غواړي يوازې ودونو او هغې ته ورته غونډو ته لاړې شي."



[صوفي جوهر] ناڅاپه ودرېده اوخپل بکس يې پرانيست. د طبيعي درملو په منځ کې يې د رايې ورکولو کارت موجود و.



هغې په موسکا وويل: "زامن مې له دې نه خبر نه دي. هرچا چې پيسې راکړې، د هغوى نوماندې ته به رايه ورکړم."



څلوېښت کلنه سخا په کورونو کې کار کوي، چې ځانته پيسې پيدا کړي. هغه دومره وخت نه لري چې د سياست په اړه فکر وکړي، آن که له کمپاين څخه خبره هم وي.



هغې وويل: "زه کوم کارت نه لرم. په حقيقت کې د ټولټاکنو په اړه هيڅ معلومات نه لرم."



هغه په څرگنده خاندي خو په څېرې کې يې د خپگان نښې ښکاري.



سخا وويل: "زه کونډه يم. هيڅوک مې د رايې ورکولو مخه نشي نيولاى. خو لوږې، ناروغۍاو بېسوادۍ ړنده کړې يم. زه به په دې هېواد کې ښه ورځ ونشم ليدلاى."