د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير له ګواښ سره مخامخ شوى دى

په ځينو سميو کې داسې پوسترونه او شبنامې تر ګوتو شوي، چې د ټول ټاکنو نوم ليکونکو ته په کې ګوته څنډل شوې او هغو مېرمنو ته په کې ګواښونه شوې، چې له ملګرو ملتونو سره په دې اړوند مرسته کوي.

د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير له ګواښ سره مخامخ شوى دى

په ځينو سميو کې داسې پوسترونه او شبنامې تر ګوتو شوي، چې د ټول ټاکنو نوم ليکونکو ته په کې ګوته څنډل شوې او هغو مېرمنو ته په کې ګواښونه شوې، چې له ملګرو ملتونو سره په دې اړوند مرسته کوي.

د ميدان وردګ ولايت په ځينو سميو کې يو شمېر پوسترونه موندل شوي، چې افغانانو ته د نوم ليکنې او حکومت او ملګرو ملتونو سره د ملاتړ او پلوۍ له امله په کې ګواښونه شوي دي.


په دې شبنامو کې چې په لاس ليکل شوي دي، هر هغه چاته د مرګ ګواښونه شوي، چې د ملګرو ملتونو په ښځينه مرکزونو کې کار کوي. په همدې ډول په هغې کې هر هغه چا ته ناڅرګند ګواښونه شوي، چې له حکومت سره دټاکنو په بهير کې مرسته او ملاتړ کوي.


يوې لوېديځې دپلوماتيکي سرچينې وويل، ورته ګواښونه (شبنامې) د ګاونډي ولايت، د لوګر په ځينو سميو، کندهار، هلمند او کابل په شاوخوا کې هم موندل شوي دي.


د شبنامو په هکله ګونګوسې له يو څه وخت راهيسې اورېدل کېدې، خو د آى ډبليو پي آر خبريال لومړنى شخص و، چې هغه يي تېره اوونۍ د ميدان وردګ ولايت د چک د ولسوالۍ په يو کلي کې په يو دېوال باندې ځړېدلې ولېدې.


د چک د ولسوالۍ دا شبنامه چې اوس له آى ډبليو پي آر سره ده، په نيم تخته کاغذ په نيمګړې او ناسمه پښتو پر رنګ باندې ليکل شوې او يو چا لاسليک کړې ده، چې ځان د اخوان المسلمين د دمسلمانو وروڼو استازى بولي.


د خبرتيا تر سرليک لاندې (بسم ال.... تر پايه) ليکل شوې او په دې ټکو پيل کيږي:


"ګرانو هېوادوالو،


١- تاسو ته خبر درکول کيږي، چې له اوسني حکومت سره په غير اسلامي کارونو کې همکاري ونه کړئ.


٢- په دولتي رسمي ارګانونو کې ټولو کارکوونکو ته په ټينګه اخطار ورکول کيږي، چې خپلې دندې خوشې کړي. له هغې پرته که څه ورپېښ شول، مسووليت به يي په خپله غاړه وي.


٣- د ملګرو ملتونو او يوناما(د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو دفتر) کې د ټاکنو د بهيرد څانګې کارکوونکي دې خپلې دندې پرېږدي، که نه، نوهرڅه چې ورپېښ شول، مسووليت به يي په خپله غاړه وي.


٤- هغه ښځينه دفترونه چې د يوناما په مرسته پرانيستل شوي دي، د يوناما د کارکوونکو لپاره د جنسي اړيکو د ټينګولو لپاره کاريږي. هغوى د (مرکزونو کارکوونکې ښځې) بايد خپل فعالتيونه ودروي، که نه، تو مرګ ته دې چمتو شي.


٥- هر هغه خلک، چې په غيرمستقيمه توګه د يوناما د تګلارې ملاتړ کوي او يا هر هغه څوک، چې زموږ د ډلې او يوناما تر منځ اړيکي ساتي¸اخطار ورکول کيږي، چې ځانونه وژغوري."


د شبنامو له خپرېدو يوه اوونۍ وروسته د چک د ولسوالۍ په ګاونډ، سيد ابادکې د يوناما د يوې ښځينه کارکوونکې په کور د لاسي بم بريد وشو.


په سيد اباد کې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې د څانګې مشر، محمدداود اکبري وايي، هغه په وسيمې باندې له بريده هغه مهال خبر شو، چې هغه د خپل يو نارينه خپلوان سره ولسوالۍ ته د موضوع د خبرولو لپاره تللې وه. دې ښځې ته په بريد کې تاوان رسېدلاى نه و.


اکبري وايي، چې په خپله يي له هغې ښځې سره خبرې نه دي کړي.


وسيمه د سيداباد په ولسوالۍ کې د نوم ليکنې د ښځو د څانګې مسووله ده.


په پام کې ده، چې د افغانستان لپاره د ولسمشرۍ او پارلمان ټول ټاکنې د راتلونکې سپتمبر د مياشتې په پاى کې تر سره شي. د ټول ټاکنو قانون تېره اوونۍ لاسليک شو.


د طالبانو د بنسټپال رژيم پاتې شوني او زاړه پالې اسلامي ډلې، د هېواد په تېره بيا په جنوبي سيمو کې امنيت او ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي.


حکومت او ملګرو ملتونو په ټينګه دې ګواښونو ته غبرګون ښوولاى دى. د ولسمشر حامد کرزي يو وياند وايي: "زموږ خلک هېڅکله هم له دې ګواښونو څخه نه دي ډارېدلي. افغانستان به هېڅکله هم بېرته شاته لاړ نه شي."


په کابل کې د ټول ټاکنو د کميسون غړې، غوټۍ خاورې دا شبنامې يوه بابېزه خبره او د خلکو تر منځ د تربګنۍ پايله وګڼله. نوموړې وايي: "هغوى به ونه کړاى شي، زموږ د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير شاته وغورځوي."


دا شبنامه، چهارشنبه، د مي د مياشتې په ١٩، د چک ولسوالۍ په انبوخاک کې د کورونو په دېوالونو، جوماتونو، روغتيايي کلينيکونو او د ونو په ډډونو باندې ځړول شوې وې.


د سيمې اوسېدونکي وايي، هغوى به له ګواښ سره سره د ټول ټاکنو د بهير ملاتړ وکړي. پنځه پنځوس کلن سليم خان وايي، "ټول ټاکنې د افغانستان لپاره ډېرې اړينې دي او د دموکراسۍ په لور يو مثبت ګام دى.


يو بل تن اوسيدونکى، ٢٥ کلن عبدالشکور وايي: "هغه په موږ هېڅ اغېز نه کوي، موږ به د نوم ليکلو ته دوام ورکړو، تر څو نوى حکومت او ولسمشر وټاکو." هغه وويل، چې ورته کاغذونه د ميدان د ډنډ په کلي کې هم ځړېدلې وې، چې له دې ځايه نيم ساعت واټن لري.


د کليو ښځينه اوسېدونکې هم د نارينه وو په څېر پرېکنډه برېښېدې. يوه مېرمنه چې د جرمني د يوې خيريه موسسې په يو روغتون کې ډاکټره ده، وايي: "موږ د رايه ورکولو د کارت لپاره نومونه ليکو او د ټول ټاکنو په بهير کې به ونډه اخلو، چې خپله راتلونکې جوړه کړو، که څه هم هغوى موږ وګواښوي. د ټول ټاکنو ډلې بايد کور په کور وګرځي، ځکه د يوې ښځې په توګه موږ له کوره بهر نه شو وتلاى."


د پوليسو ځايي قوماندان، زين الله ژمنه وکړه: "موږ چمتو يو، د هر راز بې قانونه فعاليتونو مخه ونيسو او سوله ټينګه کړو، تر څو خلک وهڅوو، چې خپله راتلونکې پخپله جوړه کړي."


دا شبنامې د يو شمېر پېښو ورستى ډول دى، چې د نوم ليکنې او راتلونکو ټول ټاکنو په مودې کې د امنيت په وړاندې پوښتنې رامنځته کوي.


تېره مياشت په نورستان کې دوه بې وسلې برتانويان او د هغوى يو سيمه ييز ژباړن ووژل شول. هغوى د ګلوبل ريسک (Global Risk) له موسسې سره کار کاوه،چې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې لپاره امنيتي حالت وارزوي. يو څو ورځې وروسته د ټول ټاکنو څلور افغاني کارکوونکي د ننګرهار ولايت په ګړباوه کې د موټر له يوې چاودنې روغ رمټ راووتل. د هغوى د موټر چلوونکى لږ ټپي شوى و.


د ميدان وردګ ولايت د کابل او د طالبانو د پخوانيو مرکزونو، غزني او لوګر ولايتونو په منځ کې پروت دى. د ١٩٩٦ کال په سپمتبرکې د طالبانو په لاس د کابل له لوېدو دمخه هغوى په وردګو کې له خپلو مرکزونوڅخه په کابل برېدونه کول.


د طالبانو پاتې شوني لاتر اوسه په دغه ولايت کې شته او د هغه ولايت ځينې اوسيدونکي هم د هغوى ملاتړ کوي. خو دا لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې آيا هلته فعا ل جګړه ماران شته او آيا هغوى يو منظم ځواک دى او که نه.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists