د درونټې برېښناکوټ بند د ويجاړیدو له ګواښ سره مخ دى

د درونټې برېښناکوټ بند د ويجاړیدو له ګواښ سره مخ دى

 

شاوخوا ٤٧ کاله پخوا د جلال اباد ښار شمال لوديځ ته په لس کيلو مترۍ کې د روسي انجينرانو لخوا

ننګرهاريانو ته د درونټې په سيمه کې رغول شوى برېښناکوټ اوس د ويجاړۍ له ګواښ سره مخ دى. ددغه برېښنا کوټ په کاسه کې رامنځته شويو درزونو اړونده مسوولين اندېښمن کړي او وايي که د برېښنا کوټ بيا رغونې ته جدي پاملرنه ونه شي؛ نو  په کې د را ولاړو شويو درزونو د پراختيا او ډېرېدو شتونتيا حتمي ده.

د ننګرهار د برېښنا رئيس محب الرحمن مومند وايي چې له تېرو دوه کلونو راهيسې د اوبو د فشار له امله د کانال په کاسه کې څلور درزونه رامنځته شوي دي؛ خو د مالي امکاناتو نه لرلو يې ددوى د لاس په کار کېدو مخه ډپ کړې ده. نوموړي د يو شمېر سيمه ييزو دولتي ادارو په نوم يادولو سربېره ددغه ولايت ډېرى هغه پړې وبللې او وايي چې د مصرف کړې برېښنا ٨٠٠ ميليونه افغانۍ پورونو ورپورې پاتې کېدو يې دوى له ستونزو سره مخ کړي دي. د برېښنا رئيس وايي څوځل يې له پوروړو ادارو څخه د پور پرېکولو غوښتنه کړې؛ خو لايې د پرې کولو په موخه عملي ګام نه دى پورته شوې. نوموړى ډاډ ښيي که په مېشتو ولتي ادارو شته پورونه ورپرې کړل شي نو باور لري چې په برېښنا کوټ کې رامنځته شوي درزونه پرې رغېدلى شي: ((ډېرى اداري دي چې ډېره برېښنا يې په واک کې ورکړل شوې ده او همدا اوس يې هم مصرفوي، پخوانۍ پيسې هم ورپورې دي او نورې هم دادى پرې جمع کېږي، چې ډېره قرضداري په کانال رياست، ښاروالۍ او ولايتي ادارې باندې ډېرې دي.))

خو د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى بيا وايي چې دوى ته لا چا په رسمي بڼه پر دولتي ادارو پاتې پورونو د پرېکولو اندېښنه نه ده شريکه کړې او که غوښتنه ترې وشي نو دوى به اړوندې ادارې د برېښنا پور پرې کولو ته اړ کړي. هغه زياته کړه: ((دا خو واړه انکشافي کارونه دي او د برېښنا شرکت په وس کې به وي خو که بيا هم دا ضرورت جدي اوسي او برېښنا رياست يې له موږ سره شريک کړي؛ نو ولايتي ادارې به يې له مرستندويه ادارو سره شريکه کړي.))

د دغه ولايت د برېښنا رئيس محب الرحمن مومند بيا د والي دوياند خبره ردوي او وايي په ولايتي اداره کې يې د والي ګل اغاشېرزي په ګډون د ټولو ادارو رئيسانو ته د خپل پور د ورکړې وړانديز په ډاګه کړى او هېڅوک يې ناخبره نه دي پرېښي. هغه وويل: ((څو ځل والي صيب پر اړوندو ادارو غږ وکړ چې له مرکز څخه د خپلو پورونو پرېکولو غوښتنه وکړئ.))

د ننګرهار پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي استاد انجينر شاکر فاروقي د خپلې مسلکي تجربې له مخې د ياد برېښنا کوټ اوسنى حالت له جدي خطر سره مخ بولي. نوموړى وايي چې د بند پخوانۍ مزه نشته، درزونه يې د اندېښنې وړ دي او امکان لري د ډېرو اوبو د فشار له امله ړنګ شي.

ښاغلى فاروقي په دې وروستيو کې د برېښنا رياست لخوا د اوبو له کاسې د خټو د خکته کولو په موخه د لويو دروازو پرانستل د برېښنا کوټ لپاره خطرناک وبلل. نوموړى د برېښنا بند له زيانمنېدو سره دا اندېښنه هم ښيي چې له امله به يې د جلال اباد ښاريان له تر لاسه کېدونکې برېښنا محروم او د کانال زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه به د تندې له ګواښ سره مخ شي. ښاغلى فاروقي د درونټې د اوسني برېښناکوټ د بند پاکولو څخه د بلې کاسې رغول غوره بولی. نوموړي وويل: (( خپله د دروازو خلاصول د بند د پاکولو په معنا نه دي او نه دروازې ددې لپاره دي چې د بند خټې دې پرې خکته کړى شي او دا مودرنو ماشينونو ته اړتيا لري؛ خو کومه سروې چې شوې نو په هغې کې معلومه شوې چې ددې بند تر پاکولو بله نوى کاسه جوړول اقتصادي تمامېږي.))

د جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي بيا برېښنا رياست ته د ولايتي ادارو د پور نه پرېکول له قانوني اصولو يوه ښکاره سرغړونه بولي او وايي چې په وړاندې يې غوږنه کڼول او سترګې نه پرانستل يې د فساد په ښکېلتيا کې يوه ښکاره بېلګه ده. د دغه ښار اړوند روښان مېنې اوسېدونکى سعدالله فطرت وايي: (( زه فکر کوم ددغې برېښنا ٩٠ سلنه په دولتي ادارو کې استمعالېږي؛ ځکه په جلال اباد کې د ګرمۍ په موسم کې عام خلک له ګرمۍ وسوځېدل، زما غوښتنه له دولتي ادارو داده چې د برېښنا کوټ برېښنا ورکړي ترڅو هغوى پرې برېښناکوټ ورغوي کنه دغه لږه برېښنا به هم له منځه لاړه شي.)) يو تن بل صيام الدين پسرلى وايي: (( دولت خپله واک او اجرايه قوه لري که وغواړي کولى شي دغه پيسې راټولې کړي؛ خو که چېرې ادارې د برېښنا کوټ پيسې نه ورکوي دا پخپله د دولت بېکفايتي ښيي او خپل کارونه په سمه توګه نه ترسره کوي او په فساد کې ښکېل دى.))

دغه برېښناکوټ له نن څخه (٤٧) کاله وړاندې د سره رود ولسوالۍ اړوند د درونټې په سيمه کې د افغان او روسي انجينرانو په ګډو هڅو رغول شوى، چې هغه مهال يېددولس نيم ميګا واټه برېښنا د توليد ظرفيت درلود؛ خو د څه کم پېنځو لسيزو په تېرېدو او د کورنيو جګړو په جريان کې د نه مراقبت له امله يې د اوبو پروړاندې سينه نور د څېرېدو په حال کې ده او برېښنايي توليد يې هم ٣٠ سلنه ته راکم شوى دى.

د ننګرهار له برېښنا رياسته په غټه کچه پور وړو ادارو پرخپلو اوږو د بار شويو پورونو د پرېکولو په اړه تراوسه رسنيو ته کوم پرېکړى او روښانه ځواب نه دى ورکړى.

د ياد برېښنا کوټ له کاسې څخه شاوخوا ٧٠ کيلومتره داوبو يو ستر کانال هم سرچينه اخلي، چې په څلورو زراعتي فارمونو کې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه ترې خړوبېږي او سلګونه کورنۍ ترې خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره کوي.

محب الله الله يار

IWPRجلال اباد

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists