د خوست په ولايت کې د ښځو د پارک هرکلی وشو

يوه جلا شوې شنه سيمه د تفريح، ټولنيزو فعاليتونو او کوچني کسب او کار چلولو ته زمينه چمتو کوي.

د خوست په ولايت کې د ښځو د پارک هرکلی وشو

يوه جلا شوې شنه سيمه د تفريح، ټولنيزو فعاليتونو او کوچني کسب او کار چلولو ته زمينه چمتو کوي.

Afghan women in Bagh-e-Babur, Kabul (Photo: Ninara/Wikimedia)
Afghan women in Bagh-e-Babur, Kabul (Photo: Ninara/Wikimedia)
Thursday, 20 October, 2016

د جنسيت د تساوي فعالانو د دې اعلان هرکلی کړی چې په جنوب ختيځ ولايت، خوست کې به يو پارک يوازې ښځو ته ځانگړی شي.

هغوی وايي دغه راز يوه خلاصه سيمه بسنه نه کوي. د افغانستان د ځان ساتي دودونو او همدارنگه د امنيتي اندېښنو له امله عمومي پارکونو ته د کورنۍ له نارينه غړو پرته ځانته د ښځو تگ آسانه خبره نه ده.

د هېواد په ځينو برخو کې يو شمېر تفريحي ځايونه يوازې ښځو ته ځانگړي شوي، چې له امله يې ښځې  له خپلو ملگرو (خپلوانو او خورلڼو) سره گوري، له طبيعت خوند اخلي او ټولنيز فعاليتونه سرته رسوي.

دغه پارکونه ښځو ته د دې فرصت ورکوي چې د خوراکي توکو، څښاک او کوچنيو لاسي صنايعو د پلورلو لپاره هلته کوچنۍ هټۍ جوړې کړي.

د خوست د ښاروال، محمد بصير محمدزي په وينا په ښار کې دمگړۍ اووه شنې سيمې موجودي دي. د هغو له ډلې څخه درې هغه يې ناوړه حالت لري او د کارونې وړ نه دي.

له څلورو پاتې شنو سيمو څخه يوه يې د ښځو باغ ته ځانگړې شوې، خو دا سيمه تر اوسه هيڅ کارول شوې نه ده.

محمدزي پر پخوانۍ ادارې پړه واچوله چې نوموړې سيمه يې نارينه گانو ته په کرايه ورکړې.

هغه وويل: «موږ په پام کې لرو د دغه سيمې قرارداد پای ته ورسوو، له سره يې ورغاوو او ښځو ته يې وسپارو چې گټه ترې واخلي.»

د خوست اوسيدونکې، گلالۍ وويل، په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته د ښځو په ژوندانه کې ډېر ښه والی راغلی دی.

اوس ښځې زده کړې ته ښه لاسرسی لري؛ په زرگونه نجونې له ښوونځيو، تخنيکي ليسو او پوهنتونونو  څخه فارغې شوې دي. کاري فرصتونه هم رامنځته شوې چې دمخه يې هيڅ وجود نه درلود.

گلالی وويل، د خونديتوب او مصؤنيت د موضوع او ځان ساتي دودونو د شتون له امله لا تر اوسه زيات شمېر ښځې د کور دننه پاتې دي. پارکونه ورته بېساري فرصتونه چمتو کوي چې د ازادۍ احساس وکړي او له تازه هوا خوند واخلي.

نوموړې وويل: «زموږ ټول ژوند د کور دننه تېرېږي او د څلورو دېوالونو په منځ کې ايسارې يو. که چېرته موږ د ښځو ځانگړو شوو پارکونو ته تگ وکړای شو او هلته د اړتيا وړ شيان تر لاسه کړو، نو که په ښار کې د ازادانه تگ او راتگ مخه مو ونيول شي، ډېره پروا به و نه کړي.»

د خوست د شيخ زاهد د پوهنتون د ارواپوهنې استاد، رفيق جنبش يادونه وکړه، ټول انسانان په «شنه، پاک او له ميني ډک چاپېريال» کې له وخت تېرولو خوند اخلي.

نوموړي وويل، افغاني ښځې د محافظه کارې ټولنې، جنسيتي تبعيض او زياتره وخت د کور دننه د پاتې کېدو له امله په ځانگړي ډول د خپگان په وړاندې زيان منونکې دي.

نوموړي په دوام وويل: «د ښځو د پارک موجوديت څرگندوي چې هغوی هم د ټولنې يوه برخه ده او داسې خلک موجود دي چې د هغوی درناوی کوي او غم يې ورسره دی.»

يو شمېر نور په دې اند دي چې يوازې د دغو شنو سيمو موجوديت بسنه نه کوي.

د ولايتي شورا غړې، زهرې جمال، چې د ښځو د کمېټې مشره هم ده، وويل، په خوست کې بايد د ښځو لپاره ډېر شمېر پارکونه موجود وي.

نوموړې دې ټکي ته گوته ونيوه چې ښځې  د نفوس نيمايي برخه جوړوي. ښځې د افغان قانون له مخې د نارينه گانو په څېر حقونه لري.

نوموړې وويل: «زه حيرانه يم چې ولې نارينه گان هر څه د ځان لپاره غواړي او د ښځو پر حقونو سترگې پټوي. هره ورځ گورم، کله چې له کلو څخه ښځې د بېلابېلو لاملونو له مخې د نارينه گانو په ملتيا د خوست ښار ته راځي، څه پېښيږي.»

ښځې د ناستې لپاره کوم ځای نه لري، د لارو او سړکونو په سر پرتې وي.

جمال په دوام وويل: «په گرمۍ کې تر تاوده لمر لاندې پر ځمکه په خاورو دوړو کې ناستې وي.»

د خوست ښاروال محمدزي وويل، ډېر ځايونه د ښځو لپاره په پلان کې نيول شوي دي.

هغه وويل: «د دغه پارک له جوړېدو وروسته موږ په پام کې لرو چې د ښار په نورو برخو او سيمو کې هم د ښځو لپاره دغه راز پارکونه جوړ کړو. په دغه کار به د ښځو اقتصادي وضع ښه شي او همدا راز به ورته تفريحي ځايونه هم چمتو شي.»

تر اوسه پورې د ښځو د ځانگړي نوي پارک د پرانېستې نېټه نه ده ټاکل شوې.

د ښځو د چارو د رياست سرپرستې، ملالۍ ولي وويل، څو څو ځلې يې د پارک د پرانسيتلو په اړه د خوست له والي سره ليدلي دي.

هغې وويل: «والي اړوند اسناد او کاغذونه ماته راوسپارل اوژمنه يې راسره وکړه چې زوړ پارک به نوی کړي او ښځو ته به يې وسپاري، خو د پرانيستلو کره نېټه يې تر اوسه ټاکل شوې نه ده.»

د خوست د والي وياند، مبارز محمد ځدراڼ د دې خبرې پخلی وکړ، څومره ژر چې ممکن وي، تر پوښتنې لاندې پارک به يوازې د ښځو د گټې اخسيتنې لپاره چمتو شي.

هغه وويل: «البته، د پارک د څارنې او ساتنې جوړول د ښاروالۍ مسؤوليت دی. عوايد به هم ښاروالۍ ته ځي. ښځو ته به پکې تاسيسات وجود ولري.»

ځدراڼ زياته کړه، د پارک دننه به ښځو ته هټۍ جوړې شي چې هم به يې وکاروي او هم به يې پر مخ يوسي.

د خوست د مالي رياست مشر، حميدشاه وويل، دا ډېره اړينه خبره ده، ځکه ښځو لاسي صنايعو او ورته نور ساحو کې روزنه ليدلې، خو لا تر اوسه يې خپلو توليداتو ته بازار نه دی موندلی.

هغه وويل: «که دا پارک پرانېستل شي، د مالي رياست به له ښځو سره په هره اقتصادي برخه کې مرسته وکړي او  د هغوی د ستونزو د هوارولو لپاره به کار وکړي.»

د خوست د ښار اوسېدونکې، عمر بي بي، چې د خپلې کورنۍ اعاشه او اباته د لاسي صنايعو د پلورولو له لارې چمتو کوي، هيله څرگنده کړه، نوی پارک به يې اقتصادي حالت وربدل کړي.

هغې وويل، له ژوند سره لاس او گرېوان ده؛ ځکه خپل توليدات په خپل لاس نشي پلورلای.

هغې وويل: «هټيوال زموږ له وضعې ناوړه گټه پورته کوي. شيان راڅه ارزانه اخلي. که چېرته ښځو ته داسې کوم ځای جوړ شي چې هلته خپل توليدات وپلورلای شي، نو زه به هم په خپل لاس خپل توليدات هلته وپلورم او ډېرې پيسې به تر لاسه کړم. خو دمگړۍ ښځو ته په خوست کې داسې کوم ځای نشته.»

Frontline Updates
Support local journalists