Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د خوست په ولايت کې د ځمکو په سر تاوتريخوالى

له کلونو کلونو جګړو اوناکراريو وروسته د ځمکو د ملکيت په سر شخړې او تاوتريخوالى مخ په ډېرېدو دى
By Hafizullah Ghashtalai

د ځمکو په سر ناندرۍ، له د کابل په څېر، د افغانستان په نورو برخو کو هم د شخړوسبب اود سيالو ډلو تر منځ يوه ناندريزه موضوع ګرځېدلې ده. کورونه او شتمنۍ د جګړو د کلونو په بهيرکې يا وران شوي او يا پرېښودل شوي او حکومتي يا پوځي مامورينو لاس لاندې کړي دي


په جنوب ختيځ ښار خوست کې ٢٢٢ کورنيوته د سيمه ييز حکومت د چارواکو له خوا د کورونو د پرېښودلو لارښوونه شوې ده. د اګست له مياشتې را په دې خوا د پير کلي ١٢٠ او د منديخېلو ١٠٢ کورنۍ بې کوره شوي دي.


د پيرکلي اوسيدونکى پير حسين جمال وايي: "موږ هيچېرته د شپې د تېرولو ځاى نه لرو. کله دلته او کله هلته شپې سبا کوو. لومړى مو (د استوګنې لپاره) هيڅ ځاى نه درلود. د خپلو خپلوانو او ګاونډيانو داوږو بار وو. خو اوس ځينو کورنيو کرايي کورونه موندلي دي."


دلته هر سړى دا خبره مني، چې د ځمکې د ملکيت موضوع يوه اوږده او کړکېچنه مخينه لري. دخوست د والي، عبدالحکيم ټنيوال له خولې، هغو کورنيو ته د کورونود پرېښودو لارښوونه شوې وه، چې لسګونه کلونه پخوا يي هغه پرېښې وو او د ملکيت حق يي له لاسه ورکړى وو.


ټنيوال وايي، "چې په ١٩٧٨ کا ل کې، په افغانستان کې واک ته د کمونيستانو له رسېدو، "ځمکه سرتېرو اوحکومتې مامورينو ته له سره ويشل شوې وه، چې د ښاروالۍ له پلان سره سم په کې کورونه جوړ شوي وو." خو کورنۍ وايي، چې هغوى تر ١٩٧٨ کال پورې له خپلو کورونو څخه نه وو وتلي او بېرته په ١٩٩٢ کال کې هلته راستانه شول او خپلو کورنو ته ورننوتل، چې تر هغه مهاله تش پراته وو. له هغې ډېر ژر وروسته هغه خلک هم راغلل، چې يو وخت په دې کورونو کې اوسېدل. ټنيوال وايي: "اوس د کورونو خاوندان هم راستانه شوي دي اوخپل کورونه بېرته غواړي."


د پيرکلي او منديخېلو اوسيدونکي وايي، چې يا ټنيوال ته سمه کيسه معلومه نه ده او يا داچې نه غواړي ځان پوه کړي. هغوى وايي،چې ددوى کورونه يي حکومتي سرتېرو او قوماندانانو ته ورکړي دي.


له کورونو څخه يو زيات شمېر شړل شوي خلک وايي، له هغوى سره د کورونو او ځمکو قانوني اسناد شته، خو خبره يي يوازې د منلوده.


حسين جمال ويي: "موږ په دې کورونو پيسې لګولي، خو اوس په زوره له هغې شړل کيږو. هيڅوک زموږ غږ نه اوري. زموږ د قانوني اسنادو نقلونه په کابل او ګردېز کې شته. موږ ددې ځمکو محصول ورکړى او سندونه يي په لاس کې لرو.


د کورونو خاوندان اسناد او د محصول د تحويلۍ پارچې لري او په ګردېز کې ساتل شوي، چې هغه مهال خوست د پکتيا ولايت يوه ولسوالي وه او بيا وروسته ولايت ته لوړه کړاى شوه.


په ګردېز کې يوې محکمې د کورنيو په ګټه يوه پرېکړه کړې،خو د خوست والي ټنيوال هغه بې اعتباره بولي. په افغانستان کې ترهغه چې قانون واکمن کيږي، زياتره د سيمه ييزو محکمو فيصلې او پرېکړې نه پلي کيږي.


د خوست د ښاروالۍ مرستيال حاجي سخي د موضوع د لا پېچلتيا خبرې کوې. هغه وايي، چې په ٢٠٠٢ کا ل کې د خوست د والي او پاچاخان ځدران تر منځ په جګړو کې د ښار ځينې ودانى سوي او دولتي دوسيې او د ځمکو سندونه په کې سوځېدلي دي.


حاجي سخي وايي: "داسې موضوعګانې يوازې خصوصي محکمې فيصله کولاى شي، چې په خوست کې اوس د هغې څانګې نه شته."


په خوست کې يو ټکسي چلوونکي آى ډبليو پي آر ته وويل، چې هغه د پير کلي او منديخېلوخلک په خپلو سترګو وليدل، چې دتېر کال په دسمبر کې د حکومتي سرتېرو په واسطه له کورنو وايستل شول او کور، کالي او مالونه يي په خټوکې خيچ پيچ شول. له هغې برسېره هغوى د سرتېرو له خوا وهل ټکول هم وخوړل." د خوست د ښا رزياتره اوسيدونکي ددې خبرې په اورېدو په غوسه شوي وو.


د ښار يو استوګن محمدانور وويل: "حکومتي چارواکي حق نه لري، خلک له خپلو کورنو څخه په زور وباسي. ددې پرځاى چې هغوى د پير کلي او منديخېلو خلک له کورنو څخه وشړل، بايد هغه نور خلک يي له کورونو شړلى واى. هغوى بايد په کلکه له دې کار څخه ډډه وکړي.


يو شمېر نور خلک بيا د حکومت د پرېکړې ملاتړکوي. دخوست د يوې خپرونې چلوونکى، زاهدشاه انګار وايي: "حکومتي چارواکي په حقه وو. ځکه دا کورونه، نه ددې خلکو وو او نه هغوى جوړ کړي وو."


ملګري ملتونه او دافغانستان د بشر د خپلواک کميسون د موضوع د حل غوښتنه کړې ده.


په خوست کې د کور جوړولو موضوع هغه مها ل نوره هم پسې پېچلې شوه، چې دتېر کال په دسمبر کې د خوست والي په پير کلي کې د موټرو د هډې د جوړېدو اجازه ورکړه.


ښاري چارواکي ددغه کا رملاتړ کوي. حاجي سخي وايي: "د موټرو هډه د لنډې مودې لپاره جوړه شوې ده. ددې کار لپاره اوس بل ځاى نه و. کله چې د پير کلي موضو ع په محکمه کې حل شي، نو هډه به هم بل ځا ىته ولېږدول شي."


خو د خوست اوسېدونکي وايي، وخت ډېر ارزښت لري. هغوى وايي ډاريږي، که دا موضوع ژر فيصله نه شي، ښايي جګړه ونښلي."