Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د خوست ولايت باغونه شاړ شوي

د ونو له اقتصادي ارزښت سره سره بيا هم باغونه له هغو پاکيږي او يا پرېښودل کيږي چې ځنگل شي
By Ahmad Shah

په افغانستان کې د احمدشاه ليکنه

د افغانستان د سويل ختيځ ولايت، خوست د اوسيدونکو په وينا د يوه مهال د شنو او گڼو مېوه لرونکو ونو او د بادامود باغونو لږ تر لږه نيمايي برخه اوس ويجاړه شوي او نور پاتې يې د بې پروايۍ له امله له کاره وتلي دي.

د افغانستان د پخواني پاچا، محمدظاهرشاه د درېو لسيزو اوږدې واکمنۍ پر مهال د ميوو او غوزانو کرل شوې ونې د ١٩٩٠ کلونو تر کورنۍ جگړو پورې شنې وې. له هغې څخه په راوروسته موده کې د منظم حکومت د نشتوالي او بې پروايۍ له امله يې زياته برخه له منځه تللې ده.

 زياتره باغونه اوس په ځنگلونو اوښتي او خلک ترې د سون د توکو لپاره ونې وهي يا پکې مالونه څروي.

د خوست د ښار شمال لويديځ ته په يوه کيلومتر مربع سيمه کې د ميلمه کوټ باغ اوس له ځنگلي ونو ډک دی. 

د اميرشاه کارگر په نامه يو زوړ سړی، چې يو وخت يي  د هغه ځای د ونو ساتنه او څارنه کوله ، د هغه وخت يادونه کوي چې نوموړي باغ ښه حاصلات کول. 

هغه وويل: "موږ به هره ورځ زياته اندازه مېوه او ترکاري د خوست بازار ته وړه. حکومت به له دې باغ څخه زيات عايدات تر لاسه کول، خو اوس څه شی لاسته نه راځي، ځکه ځنگل ترې جوړ شوی او ونې يې خرابې شوې دي."

د کارگر ملگري، زاهد وويل، د باغ څو تنه کارکوونکي د لږو سرچينو او نه هڅونې له امله د باغ ساتنه او څارنه نشي کولای.

هغه وويل: "موږ تش په نامه باغوانان يو. موږ دلته خپلې شپې تېروو. دوه درې تنه باغوانان هيڅ شی نشي کولای. موږ نه وسايل لرو نه تخمونه. معاشونه مو په خپل وخت نه راکول کيږي. له کاره مو زړه تور دی. که اوبه او وسايل وای او ستونزې مو هوارې شوی وای، نو په مينه به خپل کار ته راتلو. اوس هيڅ نه لرو."

د ميله کوټ د باغ گاونډ ته اوسيدونکي رحيم شاه زياته کړه: "ځايي خلک هره ورځ خپل مالونه په باغونو کې څروي. زياتره خلک يې د سون په موخه ونې په پټه يا ښکاره وهي."

هغه وويل، د دې سيمې اوسيدونکو اړوندو چارواکو ته څو څو ځلې شکايتونه وکړل، خو د سيمې د ساتنې او تامين لپاره کوم گام وانخيستل شو.

هغه وويل: "نور خلک دښتې پر باغونو اړوي، خو موږ له باغونو څخه دښتې جوړوو."

د خوست په نورو برخو کې يو شمېر باغونه هم وران شوي دي. درې باغونه، چې د بالود، وزير او فارم په نومونو ياديږي، هم له منځه تللي او د گوتو په شمېر کارکوونکي يې د ساتنې لپاره پاتې دي.

د نورو باغونو پر ځمکو گېډې اچول شوې او د نورو مقصدونو لپاره ترې کار اخيستل کيږي. 

د صحرا له باغ څخه د متحده ايالتونو هوايي ډگر جوړ شو او اوس پکې افغان ملي اردو پرته ده.

په مرکزي باغونو کې په زرگونه د مڼو، الوبالو، زردالو او نورې مېوه لرونکې ونې وې او همدرانگه د نيالگيو بزغلي يې درلودل چې نورو باغونو ته به وړل کېدل. په څو هغو کې يې يو شمېر بهرنيو موسسو دفترونه جوړ کړي او د کرنې رياست کارکوونکو پکې شخصي کورنه ودان کړي دي.

يو شمېر باغونه يوازې د دې لپاره پاک شوي چې ځمکه وزگاره شي. د تڼيو په ولسوالۍ کې د ساگۍباغ د بادامو ١١٠٠٠٠ ونې له منځه تللي، همدارنگه په مندوزيو او اسمعيل خيلو په ولسوالۍ کې د بادامو او زردالو بل کوچنی باغ او نور باغونه درواخله.

زيات شمېر خلک د دې گټورو باغونو په له منځه تللو خواشيني دي. همدارنگه له دې باغونو څخه افغانانو تازه مېوې خوړې او وچې مېوې او زړي به يې له هېواد څخه بهر صادرولې. 

د خوست د کرنې رياست د ځنگلونو د څانگې مشر، مير افضل آی ډبليو پي آر ته وويل: "که زموږ باغونه ورغاول شي، نو د هغوی بزغلي او مېوې به د افغانستان په ټولو ولايتونو کې وپلورل شي او حکومتي بودجې ته به ډېر ښه عايدات ترلاسه شي."

د ولايت د کرنې رئيس، نقيب الله وويل، هغه نه کارکوونکي لري او نه پيسې، چې باغونه پرې ورغاوي، سوداگريز کار خو يې لا پر ځای پريږده. 

نوموړي يادونه وکړه، د کرنې رياست ټراکټورونو او نورو درنو وسايلو ته اړتيا لري چې د اوبو لگولو ويجاړ شوی سيستم پرې ورغاوي او نورې ځنگلې ونې پرې له منځه يوسي.

هغه وويل: "موږ هر باغ ته، د هغې ساحې ته پا م، له درې سوو زرو څخه تر يو مليون ډالرو پورې اړتيا لرو. داسې څوک نشته چې دا پيسې موږ ته راکړي."

اوس په هر باغ کې تر اوو کارکوونکو پورې کار کوي، خو موږ هر يوه ته ٥٠ -٧٠ کارکوونکي په کار دي.

د والي د دفتر د يوې خپرونې له مخې د کرنې وزير، آصف رحيمي د ولايتي شور او ولسي جرگې د استازو په يوې غونډې کې ژمنه کړې وه چې د خوست کرنې ته به لومړيتوب ورکوي.

نقيب الله وويل، د کرنې وزارت هر کال همداسې ژمنې کوي، خو تر اوسه يې کومه مرسته دلته نه ده رارسېدلې.

هغه وويل: "کرنيزه ځمکه او يو شمېر باغونه زورورافرادو، حکومتي کارکوونکو او نورو په زور نيولي. موږ د هغوی په وړاندې هيڅ گام پورته کولای نشو."

د دې ستونزې له امله د خوست د لوی باغ کارکوونکي حکيم خان په څېر کارکوونکي خواشيني کړي دي.

حکيم خان وويل: "زه د دې باغ يوازنی باغوان يم. که ټوله ورځ پکې وگرځم، له يو کونج څخه بل ته نشم رسېدای. د کار لپاره وسايل نه لرو. په باغ کې روانې اوبه هم نشته. ونې وچې شوي او زه خواشينی يم... کله چې د باغ ونې گورم نو له زړه څخه مې ورته وينې څاڅي. باغ ته مې زړه نه کيږي چې لاړ شم، ځکه کړېږم ورته."

احمدشاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.  


Also in This Issue

ARR Issue 488