د حکمتيار پلويان د جګړې په درشل کې

د جنگ سالار حکمتيار ملاتړي وايي دوې چمتو دي چې د امريکايانو پر ضد جهاد پيل کړي.

د حکمتيار پلويان د جګړې په درشل کې

د جنگ سالار حکمتيار ملاتړي وايي دوې چمتو دي چې د امريکايانو پر ضد جهاد پيل کړي.

Monday, 21 February, 2005

د شمشتو په کمپ کې چې د پاکستان د پيښور د ښار پر څنډو دې، د ګلبدين حکمتيار ملاتړي هغه مهال يادوي چې د امريکا متحدو ايالاتو دغه اسلامي اورپکي مشر ته په زيات کچ وسله ورليږله چې د افغانستان د شوروي اشغالګر سره د هغه د د نولس سوه او اتيايمو کلونو جګړې ته اور ولګوي.


اوس سره له دې چې ډيرو افغانانو پر حکمتيار له هغه راهيسته د بې اعتمادي احساس کړې چې د ١٩٩٢څخه تر ١٩٩٦ کال پورې د مجاهدينو ډلو تر منځ د واک له پاره په جګړه کې حکمتيار د افغانستان د پلازمينې کابل په ورانولو کې مرسته کړې. اوس د هغه پلويان په غصه دي او داسې باور لري چې امريکا غواړي هغه ووژني.


د حکمتيار د سياسي ګوند حزب اسلامي دفتر يو چارواک مولوي تلوار ويلي: حکمتيار يو مجاهد او يو افغان مسلمان دې چې حق لري په خپل هيواد کې ژوند وکړي. هغه نه په طالبانو او نه په القاعده پورې تړلې دې. له همدې امله زه د امريکا د متحدو ايالاتو له خوا پر هغه د حملې د هر ډول هڅې غندنه کوم.


د امريکا د دفاع وزارت سرچينو يو شمير لويديځو خبري آژانسونو ته ويلي د دې مياشتې په لومړيو کې د امريکا د متحدو ايالاتو ځواکونو د هوا څخه ځمکې ته د (Hellfire) د توغندي په ويشتلو د دغه جنګ سالار د وژلو هڅه وکړه . خو دوې ويلي د کنړ ولايت د شيال په ولسوالۍ کې د توغندي حمله پر هدف و نه لګيده. پاکستاني مطبوعاتو راپور ورکړې وو چې د May د مياشتې د شپږمې نيټې په بريدونو کې ٣٠ تنه وژل شوي دي.


د امريکا د متحدو ايالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې پر دغو راپورونو له تبصرې څخه ډډه کړې ، خو ويل کيږي د بوش ادارې يوه چارواک د حکمتيار او له طالبانو څخه د جلا شويو کسانو ، القاعده اورپکو او د امريکايي ځواکونو پر ضد د ګواښونو سره د هغه پر ممکنه اړيکو شديده انديښنه څرګنده کړې.


تلوار ويلي که چيرې حکمتيار د امريکا د متحدو ايالاتو پر ضد جهاد اعلان کړي نومونږ د هغه تبصرو ته د هو ويلو له پاره چمتو يو. د ګوند له خوا ځينې مخفي کارونه تر سره کيږي او کله چې اعلان شي نو مونږ د خپل مشر د ملاتړ له پاره چمتو يو.


دا جنګ سالار يو وخت له هغو کسانو وو چې د امريکې په مالي مرستې په افغانستان کې د روسي اشغال پر ضد د متحدو ايالاتو تر ټولو زياته مرسته ده ته ور رسيده . د ده د ګوند مذهبي ليوالتيا هغه مهال يوه شتمني وه.


د اسلامي پوهنتون يوه محصل سيد محمد ظريف چې د شمشتو په کمپ کې چې د افغانستان پولې ته نژدې دې او يو وخت د شورويانو پر ضد د جګړې پر مهال د حکمتيار مرکز وو اوسيږي وايي : حکمتيار زموږ مشر ورور او يو مجاهد دې. هغه تر ټولو نورو مشرانو ښه مسلمان دې او موږ يي بايد احترام وکړو او د هغه پر ضد هيڅ ډول طوطعه نه شو زغملې.


د مجاهدينو دا مشر هغه مهال د متحدو ايالاتو دښمن شو چې ده په داسې حال کې د طالبانو پلوي وکړه چې هغوې د بن لادين د په لاس ورکولو څخه ډډه وکړه چې پر نيويارک او واشنګټن د سپتمبر د يولسمې نيټې د حملو د تنظيم له امله د تورونو سره مخامخ شي.


د روان کال په لمړيو کې هغه د الجزيره تلويزيون ته ويلي وو : ما پريکړه کړې چې افغانستان ته ولاړ شم او د امريکايي تيري کوونکي پر ضد له طالبانو سره يو ځاې شم. ايران چې د هغه کوربه وو له ده څخه يي ځکه وغوښتل چې له ايران څخه ووځي چې د افغانستان پر لنډمهالې ادارې يي نيوکې کړې وې. د دغه جنګ سالار ځاې ځايګې معلوم نه دې خو ځنيو څرګنده کړې ده چې دې د افغانستان په جنوب ختيځ کې دې.


پخپله د افغانانو تر منځ د حکمتيار د شخصيت په هکله يو نظر نه شته او هغه يو ناندره اييز کس دې ، آن په پيښور کې چې په اتيايمو کلونو کې يي هغه ځاې د خپلې مبارزې مرکز جوړ کړې وو او همدارنګه په ١٩٩٢ کال کې د نجيب اله د شوروي پلوه حکومت د نسکوريدو وروسته پر کابل د هغه د ظالمانه ونډې له امله.


برهان الدين رباني چې د نجيب اله د حکومت له نسکوريدو وروسته د شمال اتحاد د ولکې لاندې حکومت ولس مشر وو ويي نه غوښتل چې له حکمتيار سره واک شريک کړي. د دې په ځواب کې د حکمتيار پيروانو پر کابل توغندي و ورول چې ښار يي د خاورو په امبار بدل کړ او په لس ګونو زره خلک يي ووژل.


ځينې افغانان د مجاهدينو له دغه مشر سره خواخوږي ښيي خو ډير نور بيا د کابل د ښار د ورانولو له امله پرې شديدآ نيوکې کوي . سيد رسول چې د پيښور په نوتيه کې اوسي وايي د خپلو په زرګونو هيوادوالو په وژنه کې د ونډې د درلودو له امله بايد هغه مړ شي.


د پيښور له صدر څخه مصطفې کمال ويلې حکمتيار له خپل غښتلي مرکز څخه بهر ډير لږ ملاتړ لري. يوازې هغه کسان د حکمتيار پلوي کوي چې لا تر اوسه په شمشتو کې اوسي.


آن هغه خلک چې له دغه جنګ سالار سره خواخوږي لري ويره لري چې دې بيا د کورنۍ جګړې پيلول غواړي.


د پيښور په تاکال کې اوسيدونکې يو افغان مهاجر سيد نجم الدين وايي حکمتيار له افغانستان څخه د روسي ځواکونو په ويستلو کې مرسته وکړه خو اوس حالات بدل شوي دي. موږ بايد نور د هغه تر شاه روان نه شو او خپل فکر د هيواد پر بيا ودانولو متمرکز کړو.


فضل الملک په پيښور کې و IWPR په روزنيز کورس کې ګډون کړې.


Frontline Updates
Support local journalists