د جگړو د ميراث له امله د افغانستان د کروندگر شا ته پاتې کېدل

لسگونو کلونو جگړو او د بازار کاواکۍ (بې ثباتۍ) ويجاړوونکي زيانونه رامنځته کړي دي.

د جگړو د ميراث له امله د افغانستان د کروندگر شا ته پاتې کېدل

لسگونو کلونو جگړو او د بازار کاواکۍ (بې ثباتۍ) ويجاړوونکي زيانونه رامنځته کړي دي.

Thursday, 19 March, 2015

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا د جوړو شوو مناظرو د لړۍ د ويناوالو له خولې د افغانستان کرنيز سکتور د لسگونو کلونو جگړو له امله بې اندازې زيان ليدلی دی.

د جگړو د پايلو له امله هر ډول کرنه، لکه مېوه لرونکي ونې او د غلو دانو محصولات او مالداري د ويجاړ شوي بازاري زنځير له امله زيانمن شوي؛ کروندې له منځه تللي او د اوبو لگولو سيستم گډوډ شوی دی. په دې ټولو کې د کوکنارو کرکيلې زور اخيستی دی.

د غور، کابل، نيمروز او سرپل ولايتونو د مناظرو ويناوالو پر مرکزي حکومت غږ وکړ چې په هېواد کې د کروندگرو حالت ته ژوره پاملرنه وکړي.

د افغانستان په سويل لويديځ کې د نيمروز ولايت د کنگ ولسوال، محمد جمعه علمي وويل، په دې سيمه کر د روانو جگو له امله ٧٠ سلنه کرونده ويجاړه شوې ده.  

نوموړي وويل: «د کروندو د ويجاړېدو لامل د کلونو اوږده جگړه او همدارنگه د هلمند له سيند څخه راولاړ شوي سیلابونه دي.»

د مناظرې يوه برخوال د اوبو لگولو په وړاندې د اوږدې مودې موجودې ستونزې يادونه وکړه او ويې پوښتل، چې کله به د هغې غم خوړل کيږي. علمي په ځواب کې وويل، بنسټيزې پروژې په لاره دي او ژمنه يې وکړه، چې «کله د کمال خان بند جوړ شي، د نيمروز ولايت هيڅ کروندگر به د اوبو د نيمگړتيا شکايت ونه کړي.» خو ويې منله چې د اوبو د چمتو کولو کار اوږد وخت غواړي.   

په سرپل کې د نسرين په نامه يوې ځايي ويترنرې په نوموړي شمالي ولايت کې د څارويو کمزوري روغتيايي حالت ته گوته ونيوه. 

هغې وويل: «د جگړې له امله په دې ولايت کې څاروي په بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.» نوموړې شکايت وکړ، له څېړنو څرگنديږي چې د کروندو له منځه تلل او د اوبو د سرچينو ککړېدل د څارويو د روغتيا سترلاملونه دي.

په لويديځ ولايت، غور کې د مدني ټولنې فعالې، فاطمې احساني وويل، په هېواد کې د وسله والو ملېشو د ډېرېدو او په خپلو مرکزونو پورې د حکومتي امنيتي ځواکونو د محدودېدو له امله خلک زړه نازړه دي چې په کروندو کې پانگه واچوي.

هغې وويل: «هغه ټولې پيسې چې حکومت يې د کرنيزو پروژو او کرنپوهنې په برخه کې سيمه ييزو شوراگانو ته ورکوي، د نوموړو وسله والو جيبونو ته ځي.»

د ولايتي شورا غړې، انېسې غيور زياته کړه: «د جنگ سالارانو د موجوديت له امله زياتره اقتصادي او کرنيزې پروژې پای ته تر رسېدو دمخه په ټپه ودريږي.»

 

 

 

 

 

Frontline Updates
Support local journalists