د جګړى د پاى ته رسولو له پاره تاريخي سفر

يو افغان سايکل چلونکى له ننګرهار څه تر نيويارک پورى سفر کوي تر څو نړيوالو ته دا وپوهوي هغه څه چى د دوى د هيواد له پاره کوي کافي نه دي.

د جګړى د پاى ته رسولو له پاره تاريخي سفر

يو افغان سايکل چلونکى له ننګرهار څه تر نيويارک پورى سفر کوي تر څو نړيوالو ته دا وپوهوي هغه څه چى د دوى د هيواد له پاره کوي کافي نه دي.

Monday, 21 February, 2005

٣٥ کلن نادرشاه چى خپلى مور ته وويل چى غواړي پر سايکل نيويارک ته ولاړ شي نو مور يي بى هوشه شوه. ملګرو او د کورنۍ غړو يي ورته خبردارى ورکړ چى دا سفر له خطره ډک دى او که چيرى خپل ژوند له لاسه ور نه کړي نو هرو مرو به ټپي شي.


نادر د آسيا او اروپا په لويو لارو کى له سفر وروسته ، د ٢٠٠٣ کال د جنورۍ په لومړيو کى لندن ته ورسيد. هغه چى روښانه سترګى ، ميانه ونه او بريتى لري هيله مند دى چى له خپل بايسکل سره په نيويارک کى د نړيوالى سوداګرۍ ورانو شويو برجونو ته ځان ورسوي او له هغه ځايه د ملګرو ملتونو ودانۍ ته ولاړ شي.


هغه چى په آرامه او کراره يي خبرى کولى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى ولى يي په دغه کار لاس پورى کړى دى. هغه وويل غواړم د نړۍ خلکو ته ووايم چى افغانستان بايد هغه ډول چى مخکى يي هير کړى و بيا هير نه کړي.


هغه زياتوي هغه څه چى پخپل هيواد کى وينم زما له پاره دردونکي دي. ښوونځي لمړني وسايل نه لري . يوه کلينيک يا ډاکټر ته د رسيدو له پاره بايد خلک څو ورځى مزل وکړي. له کابل څخه بهر عامه ترانسپورت نه شته. موږ زيارايستونکي خلک يو خو راباندى شل کلنه جګړه تيره شوى. که چيرى موږ هير کړۍ نو موږ نه شو کولى په خپلو پښو ودريږو.


نادرشاه خبردارى ورکوي چى په ٢٠٠١ کال کى د متحدو ايالاتو له مداخلى وړاندى له ګوښيتوب څخه د افغانستان را ايستل ممکن نه و او د هغه له پاره دا امکان نه وو چى په دغه سفر لاس پورى کړي. هغه خوشحاله دى چى د خپلو ډيرو نورو خلکو برخلاف چى هيواد يي پريښى دى هغه يو سياحت کوونکى دى او نه پناه غوښتونکى.


ناردشاه د دغه سفر په ترڅ کى غواړي نړيوالو ته ورورسوي چى که چيرى لويديځ له افغانستان څخه مخ واړوي نو د هيواد ټول نفوس به پناه غوښتونکي شي.


ډيرى داسى پيښى شته چى د نړيوالى ټولنى توجه له افغانستان څخه خپلى خوا ته واړوي او پر هغو ژمنو چى د طالبانو له ړنګيدو څخه وروسته په لومړيو ورځو کى يي دافغانستان ولس مشر حامد کرزي ته کړى وى د عمل جامه وا نه غوندي.


د تراهګرۍ پر ضد جګړه چى د ښاغلي بوش له خوا د کابل پر آسمان پيل شوه اوس بل لورى روانه ده. د امريکا د متحدو ايالاتو ځواکونه په عراق کى د يوه کمپاين د پيل په درشل کى دي چى هلته سياسي او اقتصادي ارزښتونه د افغانستان په پرتله ډير دي.


سربيره پر دى د نړۍ د اقتصاد خرابوالى د دى سبب شوى چى ټولى مرستندويه سرچينى له حکومتونو نيولى تر د خير ښيګڼى موسسو ، ټول د خپلو کڅوړو خولى وتړي. کرزى شکايت کوي د هغو مرستو ډيره برخه چى د تيرکال په لومړيو کى د افغانستان د بيا رغونى له پاره د توکيو په کنفرانس کى يي ژمنه شوى وه تر اوسه نه ده ورکړ شوى.


د افغانستان د دولت ډيرى مامورين هم په دى باور دي هغه مرستى چى تر اوسه شوي په څرګنده د افغانستان د بيا ودانولو له پاره ځانګړي شوي نه دي. له همدى امله يي پايلى په زغرده نه تر سترګو کيږي. دوى ادعا کوي چى د افغانستان پر حکومت د اعتماد کولو پر ځاى دوى پيسى نړيوالو موسسو ته په لاس ورکوي چى د خپلى خوښى سره سم هغه وکاروي.


د مرستو په ستونځمنه هسته کى هم هغه د ثبات او بيا ودانولو شيطاني دايره ده . کرزي مرستندويانو ته ويلي چى ثبات يوازى د بيا ودانى وروسته تضمينيدى شي. د يوه محبوب مشر په توګه د کرزي اعتبار د افغانستان د بيا ودانولو په اړه د هغه له ژمنو سره اړيکى لري.


له بلى خوا مرستندويه سرچينى په دى باور دي چى له ثبات پرته بيا ودانول ممکن نه دي. نړيوال سازمانونه او حکومتونه په بشپړه توګه ډاډ نه لري چى کرزى به وکولى شي په اوږده موده کى د هغوى د پانګى اچوونى ساتنه وکړي. په ولايتونو کى لا هم جنګ سالاران نفوذ لري او حکومت لا د جناحي اختلافونو له تهديد سره مخامخ دى.


په حقيقت کى د نادرشاه د ټاټوبي ننګرهار يو مخکيني پښتون والي تير کال په کابل کى وروسته له هغى په لنډو سره ووژل شو چى د ولس مشر د مرستيال په توګه وټاکل شو. پداسى حال کى چى د حاجي قدير وژونکي لا تر اوسه نيول شوي نه دي ، څارونکي هغو يو شمير فکتورونو ته اشاره کوي چى ښايي د وژنى عوامل اوسى چى په هغو کى د ترياکو قاچاق او د حکومت د تاجکو چارواکو سره سيالي هم راځي.


دا سايکل چلوونکى په دقيقه توګه پوهيږي چى وطن ته ستون شي نو خپلو خلکو ته څه ووايي.هغه وايي زه پر خپل سايکل کلي په کلي ګرځم او افغانانو ته دا تشريح کوم چى دوى بايد ټوپک پريږدي او کتاب راواخلي او د تعليم لار خپله کړي. هغه زياتوي زه په دى پوهيدلى يم چى د افغانستان په شان وروسته پاتى هيواد په نړۍ کى نه شته. آن چى ګاونډيو هيوادونو ايران او پاکستان ته ولاړم نو تعجب مى وکړچى د کابل په پرتله د هغوى ښارونه څومره پر مخ تللي دي.


له جرمني څخه په تيريدو د هغه هيلى لاپسى زياتى شوى : ما د تاريخ په کتابونو کى لوستي و چى جرمني په دوهمه نړيواله جګړه کى وران شوى و. خو ما هلته يوازى هوساينه او پرمختګ وليد. نو په دى وپوهيدم چى د افغانستان له پاره سترى هيلى شته. د خداى تعالى په مرسته موږ کولى شو يو ستر هيواد جوړ کړو.


نادرشاه دغه راز د اروپايي هيوادونو ترمنځ پر پولو د کنترول له نشتوالي څخه په تعجب کى و. ځکه تيره پيړى دا هيوادونه دوه پلا پخپلو کى جنګيدلي . نادرشاه وايي زه د فرانسى په خاوره کى شپږ کيلومتره وړاندى تللى وم او وروسته وپوهيدم چى له آلمان څخه فرانسى ته ننوتى يم. په افغانستان کى چى له يوه کلي څخه بل کلي ته ځي نو بايد چى له وسله والو کسانو او د تلاشۍ له پوستو تير شى.


اروپايي کلتور او جامو هم نادرشاه حيران کړى و. هغه مهال چى د هغه سړي په هکله غږيده چى شليدلى پطلون يي اغوستى و خندل يي. هغه دا سړى په ويانا کى ليدلى و. د جين (کوباى) پطلون اغوستل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال منع و. هر چا چى له دغه حکم څخه سرغړونه کړى واى وهل کيدل.


هغه وايي چى په اتريش کى مى د دغه سړي پر ځان شليدلى پطلون وليد نو ټکان مى وخوړ او له ځانه سره مى وويل چى دا سړى خو ډير غريب دى. يو پطلون چى پاک و هغه مى دغه سړي ته ورکړ ځکه دا پطلون څيرى نه و. وروسته بيا وپوهيدم چى دا يو ډول مود يا فيشن دى.


هغه وايي له خپل سفر څخه خوښ دى او له هغى مپلمه پالنى چى له ده څخه شوى هم ډير راضي دى . هغه هيله مند دى چى بيرته خپل هيواد ته ستون شي او له دغه لوى سفر څخه چى ستړى او ستومانه دى په حال راشي.


نادرشاه وايي تر اوسه مى شپږ کيلو وزن له لاسه ورکړى . د سفر تر ټولو بده شيبه مى هغه وه چى د ورځى له خوا طوفان و او له پاريس څخه بايد تللى واى. د باد څپى دومره غښتلى وى چى زه دى ته اړ شوم چى شپږ ساعته له سايکل سره پلى مزل وکړم. دا داسى يو حالت و لکه چى وزه چى نه غواړي ولاړه شي او ته يي له غړى راکاږى.


Frontline Updates
Support local journalists