Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د جګړو د کلونو ناراميو په رواني روغتيا خپل اغېز شيندلاى دى

داسې نښې نښانې ترسترګو کيږي، چې افغانان له جګړو او سياسي بدلونونو سره په اسانۍ مقابله کولای شي.
By Mohammed Jawad

داسې بريښي چې د خلکو د رواني روغتيا حالت د دوه کاله مخکې په پرتله اوس مخ په ښه کېدو دی، هغه چې د يوې سروې په پايله کې جوت شوى و. هغه مهال زيات شمېر افغانان له رواني ستونزو کړېدل.


په ٢٠٠٢ کل کې په لاره اچول شوې دې څېړنې، چې په همدې وروستيو وختونو کې د امريکايي طبي ټولنې په ژورنال کې خپره شوې، جوته کړې، چې د خلکو په سلوکې ٦٨ د خپګان (Depression) په ناروغۍ اخته دي، په داسې حال کې چې په سلو کې ٧٢ د اضطراب او تشويش (Anxiety) نښې نښانې څرګندولې. دا فيصدي په ښځو او معيوبانو کې تر دې هم لوړه وه.


دې څېړنې، چې په٢٠٠٢ کال کې د امريکا د متحده ايالتونو دناروغيو د کنترول او مخنيوي د مرکزونو(US Centres for Disease Control and Prevention) او د نورو شريکبانډو په مرسته تر سره شوې وه، څرګنده کړې: "په ملي کچه د افغانانو په دې استازې سروې کې د خپګان، اضطراب او ذهني فشار د ټکانونو د بې نظميو نښې نښانې ډېر لوړې وي."


خو اوس د سروې له سرته رسېدو دوه کاله وروسته د درملنې مسلکي ځايونه نه شته او دعصري وسايلو کمښت پر خپل ځای پاتې دی. د پلازمينې کابل د يو روغتون د دوو ارواپوهانو په اند اوس داسې نښې نښانې تر سترګو کيږي، چې د خلکو رواني روغتيا مخ په ښه کېدو ده.


د افغانستان د رواني ناروغيو د يوازني روغتون رئيس، خطاب کاکړ وايي، هغه په دې اند دی، چې په سلو کې له ٢٠ څخه تر ٣٠ پورې خلک، دبستري ناروغانو په ګډون، په رواني ناروغۍ اخته دي. په داسې حال کې چې په سلو کې له ٤٠ څخه تر ٥٠ پورې خلک له تشويش او اضطراب کړيږي. نوموړي دا شمېرې په کابل کې له خپل روغتون، په روغتيايي برخه کې د غير حکومتي موسسو، روغتيايي کلينيکونو او دهېواد نورو روغتونونو د ناروغانو د شمېرله مخې څرګندوې.


د کابل د علي آباد روغتون د رواني څانګې دکتور، ايمل عزيز جبارخېل وايي، د رواني ناروغانو په شمېره کې د دوو کلونو راهيسې ډېر کمښت راغلی دی. جبارخېل، چې د کابل د طب په پوهنځي کې درس هم ورکوي، د ناروغانو په شمېرې کې د ټيټوالي لامل په هېواد کې په اقتصادي او سياسي حالت پورې تړلى بولي. جبارخېل وايي: "پخوا سوله نه وه او خلکو د جګړو له امله په خورا ناوړه رواني حالت کې ژوند کاوه."


د اردو په طبي اکادمی کې رواني دکتور، محمد فهيم پژمان له دې خبرې سره موافقه لري. نوموړی وايي: ((د طالبانو د حکومت پر مهال دخلکو اقتصادي حالت خراب و. امنيي حالت هم ښه نه و. خلکو احساس کاوه، چې په جېل کې دي، نه په افغانستان کې.))


دکتور پژمان وايي، چې د طالبانو په دوران کې زيات شمېر ځوانان له اضطراب او تشويش کړېدل، ځکه هغوی ډارېدل د امر بالمعروف لاس ته ورنه شي، چې خلک يي دځانګړو جامو اغوستلو او ټولنيزو نورمونو منلو ته اړايستل او اجازه يې نه ورکوله موسيقي واوري.


رواني روغتون پاک و، خو وسايل يې لږ او شيندلي و. د هوا د بدلون لپاره يې بادپکې نه درلودل. دېوالونه يې په فولادي او سپينو رنګونو رنګ شوي و. د روغتون ٦٠ بسترې په نهو کوټو ځای په ځای شوي.


دکتور نجيب الله بيکزاد وويل، روغتون، چې يو کال دمخه پرانيستل شوی ډېر کوچنی دی او د هغو ناروغانو درملنې ته سم رسېدای نه شي، چې د نورو روغتونونو له خوا ورته استول کيږي. هغه د برښنا له نشتوالي هم سر ټکولو. هغه خپله هغه کيسه وکړه، چې يوه شپه د ښيښې د ماتېدو له امله څراغ په لاس د ناروغانو يوې کوټې ته په بيړه روان شو. په چرسو روږدی يو ٢٥ کلن ځوان يوه کړکۍ ماته کړې وه او خپل ځان يې هم ټپي کړی و. له دې امله چې د څراغ تر لاسه کولو او هلته تللو وخت ونيو، نو دپېښې ځای ته يو څه ناوخته ورسېد. هغه وويل، د برښنا جنراتور د شپې له خوا د دوو يادريو ساعتونو لپاره چالان وي. ښاري برښنا د شپې په پاتې وخت کې نه وي.


د روغتون رئيس، کاکړ د روغتون په حالت باندې له څه ويلو ډډه وکړه، خو يوازې دومره يې وويل: ((موږ ستونزې لرو.))


د روغتون ښي اړخ ته په يوې خيمه کې ډاکتران په نيشه يي توکو باندې د روږدو ناروغانو کتنه او معيانه کوي. ډاکتران هره ورځ په نيشه يي توکو له سلو زيات ناروغان معاينه کوي. روغتون ته د هغوی دريمه برخه بستري شوي ناروغان په نيشه يي توکو باندې له روږدې کېدو څخه کړيږي. د روغتون يو ارواپوه، دکتور تيمورشاه آی ډبليو پي آر ته وويل، په دې روغتون کې په نيشه يي توکو د اخته کسانو په سلو کې اويا د لومړي ځل لپاره په ايران کې د کډوالو په کمپونو کې په نيشه يي توکو روږدي شوي د ي.


د دريو ورځود مشاهدې په بهيرکې د آی ډبليو پي آر خبريال داسې ناروغان وليدل، چې په نيشه يي توکو باندې داخته کېدو، لېونتوب، اضطراب او ځان وژنې دهڅو له امله تر درملنې لاندې نيول شوي وو. په نورو ناروغانو کې هغه خلک شامل وو، چې غږونه او نور اوازونه يې غوږونه ته راتلل او يو تن له وهم او ډار رنځېده.


شاه وويل، زيات شمېر اميندوارې ميندې چې له خپل ژوند څخه ستړې ستومانه، تر فشار لاندې او د ځان وژنې مرحلې ته رسېدلي وي، هم دې روغتون ته راځي.


په رواني ناروغيو د اخته کسانو لږ شمېر روغتونونو ته د درملنې لپاره ورځي. هغوی زياتره مرستونونو ته ځي، چې اصلا د بېوزلو کورنيو سره د مرستې لپاره جوړ شوي دي او اوس د زړو او رواني ناروغانو څارنه کوي.


د کابل مرستون مرستيال، سيف الله سعادت وويل: ((دا زموږ دنده نه ده، چې دا خلک (رواني ناروغان) دلته په مرستون کې وساتو. د روغتيا وزارت بايد پرېکړه وکړي، چې دا ناروغان نورو روغتونونو ته ولېږدوي.)) هغه وويل، له کلونو کلونو راهيسې عقلي ناروغان دلته اوسيږي.


يو شمېر نور خلک بيا د رواني ناورغيو د درملنې لپاره له مذهبې لارو څخه ګټه اخلي. زيات شمېر خلک په جلال اباد کې د مياعلي صاحب زيارت ته ورځي. هلته ناروغانو ته د رغېدو لپاره يوازې مالګه او مرچ ورکول کيږي او کله کله په ونو پورې هم تړل کيږي.


د جلال اباد دمرستون يو ډاکتر الله يار، چې په مرستون کې رواني کلينيک لري، دا راز درملنه نه مني. هغه وايي: ((په زيارتونو کې ناروغانو ته پوره خواړه نه ورکول کيږي او ناروغان مري.)) هغه وويل: ((دلته ناروغانو ته مناسب خواړه ورکول کيږي او ډېر ژر روغتيا مومي.))


الله يار، چې په کلينيک يې ٢٥ تنه ناروغان شته، وويل، د هغه د ناروغانو ناروغي د بېکارۍ، بېوزلتوب او کورنيو او شخصي ستونزو له امله ده.


دکتور پژمان وايي، چې په هېواد کې څوک د رواني ناروغانو په فکر کې نه دي. وايي: ((موږ په افغانستان کې (د بسپنه کوونکو) زياتې پيسې لرو، خو د رواني ناروغانو په هکله تر اوسه هيڅ کار هم نه دی شوی.))


دکتور پژمان او د علي آباد د روغتون شيف، دکتور نادر اکسير دواړه په دې اند دي، چې په نړيوال معيار لوی او ښه سمبال روغتيايي تاسيات بايد ودان شي. پژمان وايي: ((موږ دکتوران لرو او موږ روزنه ورکوو، خو موږ د رواني ناروغانو د درملنی لپاره ودانۍ نه لرو))