د جهادي مشرانو له خوا د سياسي اجندا د جوړولو اندېښنې

رحيم الله سمندر د آى ډبليو پى آر اډيټر او رحيم ګل څاروان د آى ډبليو پى آر راپورټر

د جهادي مشرانو له خوا د سياسي اجندا د جوړولو اندېښنې

رحيم الله سمندر د آى ډبليو پى آر اډيټر او رحيم ګل څاروان د آى ډبليو پى آر راپورټر

تنظيمي مشرانو ته د برلاسي رول ورکولو د ځينو استازو په منځ کې زياته وېره راپارولې ده.


دا پنځه تنه د جمعيت اسلامي ځواکمنې ډلې مشر او پخوانى ولسمشر برهان الدين رباني، د اتحاد اسلامي مشر عبدالرب رسول سياف، د حرکت انقلاب اسلامي وتلې څېره احمد نبي محمدي، د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي پخوانى قوماندان استاد فريد او د حرکت اسلامي، شيعه ډلې مشر محمد آصف محسني دي.


ددې پنځو تنو له ډلې څخه محسني، محمدي او فريد د ولسمشر حامد کرزي له خوا په ٥٢ غوره شويو (انتصابي) غړيو کې شامل دي او نور ٤٥٠ د خلکو له خوا ټاکل شوي دي.


ملالۍ جويا، د فراه ولايت د ښځو استازې د چهارشنبې په ورځ په غونډه کې هغه مهال شور او غوغا راپورته کړه، چې پخواني مجاهدين يي د جګړې د جنايتکارانو په نوم ياد کړل او محکمې ته يي دهغى د راکش کولو غوښتنه وکړه.


هغې په ځانګړې توګه د جګړې د مهال په مشرانو باندې نيوکه وکړه، چې د لويي جرګې په زياترو لسګونو جرګه ګيو کې ويشل شوي دي. هغې وويل: "دا ټول جنايت کاران" بايد په يوې جرګه ګۍ کې راټول کړى شوى واى، چې اغيز يې لږ کړاى شوىواى. د جرګه ګيو مشران له دې لارې کولاى شي په نوي اساسي قانون باندې خپل اغېز واچوي. د جرګې غړي په لسګونو جرګه ګيو ويشل شوي، چې په هره يوه کې له ٥٠ څخه تر ٥١ تنو پورې ګډون لري او هر يو به يي خپل منځ څخه يو مشر ټاکي. هره جرګه ګۍ به اساسي قانون فقره په فقره لولي او بحث به پرې کوي. د هغوى د کار نتېجه به يوې بلې کارې ډلې ته سپارل کيږي، چې د ټولو لسګونو جرګه ګيو له مشرانو څخه جوړه ده. دا کاري ډله به خپلې ميندنې کره کوي او مادو ته به وروستۍ بڼه ورکوي. له دې وروسته به دا ټول مواد د لويي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کيږي. عمومي غونډه به د کاري ډلي له خوا چمتو شوي مواد يا مني او يا به يي ردوي، خو نه شي کولاى په هغې کې سمونونه راولي.


ځينې استازي ددې ويره لري، دا سيستم به تنظيمي مشرانو ته ددې اجازه ورکړي، چې اجندا د ځان په ګټه وکاروي. محمد اشرف ، د مزارشريف يو ټاکل شوي استازي آى ډبليو پي آر ته وويل: "زه ددې جرګه ګيو او ډلو سره مخالف يم. ځکه ټول جهاديان (د مجاهدينو مشران) د جرګه ګيو په سر کې راغلي دي او هغوى غواړي خپلې نظرونه په نورو وتپي."


د ٢٠٠٢ کال بيړنۍ لويي جرګې، چې حامد کرزى يي دولسمشر په توګه ومنلو، وښووله چې د افغانستان د جګړې د مهال برلاسي مشران سره مخالف دي.


کله چې د چهارشنبې په ورځ جويا خبرې وکړې په هغې ډېرې زياتې ګوتنيونې وشوې. ځينو استازو هغه د کمونيستې او بېدينې په نوم ياده کړه، چې په افغانستان کې د محافظه کارو مسلمانانو تر منځ تر ټول ستر تور بلل کيږي. د لويي جرګې مشر صبغت الله مجددي له غونډو څخه د هغې د شړلو هڅه وکړه.


هغو استازو چې مخکې به يي په ډاګه خبرې کولې له دې پېښې وروسته يې له خبريالانو سره له مرکوډډه کوله.


منتقدين په دې اند دي، چې د مجاهدينو مشران لا اوس هم ډېر ځواکمن دي او زياتره استازي د هغوى له ډاره په جرګه ګيو کې له هغوى سره مخالفت نه شي ښوولاى.


ډاکتر فاروق وردګ د اساسي قانون د دارالانشا رئيس وويل، دهغه موسسې په اصل کې غوښتل، چې ٥٠٢ تنه استازي په ناټاکلي ډول په لسو جرګه ګيو وويشل شي. خو عبدالرب رسول سياف انتقاد وکړ، ويل يي بايد استازي د پلان له مخې وويشل شي، ترڅو هر يو د مسلک، اړوندې سيمې، جنس او نورو معيارونو له مخې په برابر ډول سره وويشل شي. هغه وايي: "له اساسي قانون سره آشنا کسان،ديني عالمان او قانون پوهان بايد په بېلو بېلو جرګه ګيو کي ورګډ شي، تر څو د خبرو اترو او بحثونو پايلې مثبتې او يو بل ته نژدې په لاس راشي.


همدا راز يو ټاکل شوي مشر، د هرې جرګه ګۍ دوه منشيان، د ډلې له ٥٠ غړيو څخه او بل يي د اساسي قانون له کميسون څخه وټاکل شي. د نورو دريو کميسونونو غړي هرې ډلې ته ګومارل شوي، چې د مسودې قانوني او تخنيکي اړخونه استازو ته تشريح کړي.


وردګ وويل جرګه ګۍ، چې د چهارشنبې په ورځ خپل کار پيلوي، هره ورځ به په يو فصل خبرې اترې کوي. په اساسي قانون کې ټول ١٢ فصلونه راغلي دي.


Frontline Updates
Support local journalists