د جناياتو څپې د بلخ اوسيدونکو ته د خطر زنګونه وهي

د سړي تښتونو او وژلو د شمېر زياتوالي په پرتليز ډول کرار او امن ولايت کې ځايي استوګن اندېښمن کړي دي.

د جناياتو څپې د بلخ اوسيدونکو ته د خطر زنګونه وهي

د سړي تښتونو او وژلو د شمېر زياتوالي په پرتليز ډول کرار او امن ولايت کې ځايي استوګن اندېښمن کړي دي.

Balkh police struggling to deal with surge in violent crime. (Photo: U.S. Air Force Staff Sgt. Jeff Nevison)
Balkh police struggling to deal with surge in violent crime. (Photo: U.S. Air Force Staff Sgt. Jeff Nevison)

په بلخ کې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال، احمد کاووش ليکنه

په دې وروستيو وختونو کې د يو امنيتي کارکوونکي د ځوان زوى وژنه تر ټولو سخت وروستى جنايت دى چې ددې سوله ييز او نسبتا امن ولايت اوسيدونکي يې ناکراره کړي دي.

د مزارشريف د يو پوليس چارواکي د لس کلن زوى، نصير احمد دردوونکې وژنه د (اپريل) او (مى) په مياشتو کې له شلو وژنو او سړي تښتونو څخه يوه ده، چې په جنايتونو کې په لويه کچه زياتوالى په ګوته کوي.

نصير د اپريل د مياشتې په اوومه له ښوونځي څخه کور ته د تګ پرمهال ونيول شو او د خوشې کولو لپاره يې له کورنۍ څخه سل زره ډالره وغوښتل شول. د هغه پلار محمد کاظم خپله ټوله شتمني وپلورله او تر اتيا زره ډالرو پورې يې پوره کړل، خو تښتوونکو پر هغه باندي پوليسو ته د خبر ورکولو په شک د هغه دکوچني زوى پر وژلو لاس پورې کړ.

د نوموړي د کورنۍ يو غړي، چې ويې نه غوښتل ونومول شي، وويل: "تښتوونکو د نصير احمد بدن ټوټې ټوټې کړى، په يوې بورۍ کې اچولى او د کاظم د کور شاته يې ايښى و." همدارنګه هغوى د کوچني کورنۍ ته يو پيغام هم استولى او ورته يې ويلي و، ددې کار لامل د محمدکاظم اشتباه وه چې له پوليسو څخه يې مرسته غوښتې وه.

نوموړي زياته کړه چې د (مقتول) پلار د تښتوونکو د پرله پسې ګواښونو له ډاره بلخ پرېښود.

دې ظالمانه وژنو د بلخ ولايت اوسيدونکو ته ټکان ورکړ چې نهه کاله وړاندې د طالبانو له رانسکورېدو څخه راوروسته د نورو جګړه ځپلو ولايتونو په پرتله له تاوتريخوالي څخه په امن کې وو.

د ١٨ کلن احمد فواد په نامه يو زده کوونکي وويل، د نصير د کيسې له اورېدو وروسته سخت ډارېدلى دى. سره له دې د هغه پلار، چې د موټرو پرزې پلوري، شتمن نه دى، خو له تښتوونکو څخه ډاريږي.

هغه وويل: "کله چې په ښار کې د چا د وژنې يا تښتونې خبر واروم، نو ښوونځي ته ډاډه نشم تلاى. ټوله کورنۍ مې ناکراره وي. له هغه مهاله چې ښوونځي ته ځم او بېرته راځم، دروازې ته ګوري."

په يوې بلې پېښې کې د بلجيم يوه تبعه د بلخ په ولايت کې د سفر پرمهال ونيول شو او د يوې اوونۍ لپاره د شولګرې په ولسوالۍ کې بندي وساتل شو. نوموړى سړى د پوليسو د هڅو په نتيجه کې راخوشې شو، خو امنيتي چارواکو د پېښې په اړه نور جزئيات خپاره نه کړل.

په نورو پېښو کې د عزيز الله په نامه يو ټکسي چلوونکى شامل و، چې د اپرېل د مياشتې په شلمه يې موټر غلو وتښتولو او هغه يې وواژه. ناپېژندل شوو ټوپک والاوو د اپرېل په ٢٤ نېټه د بلخ ولايت د پوليسو د روزلو په مرکز کې د محمد نسيم په نامه يو ښوونکى په ډزو وواژه.

د بلخ ولايت نور يوولس تنه اوسيدونکي د اپريل له ٢٥ څخه د مى تر لسمې نېټې پورې وژل شوي دي. د يو شمېر وژل شوو اشخاصو مړي د سړک پرغاړې يا د خځلو په ډېريو کې موندل شوي دي.

امنيتي کارکوونکي وايي د لويو جنايي پېښو کچه د (اپرېل) او (مى) په مياشتو کې، د تېر کال د همدې مودې په پرتله له ٧٠ څخه ١١٥ ته پورې پورته ختلې ده.

د بلخ ولايت د امنيې نوي قوماندان، عصمت الله عليزي وويل، کېداى شي د بېوزلۍ، بېروزګارۍ او راتلونکو پارلماني ټولټاکنو د اغېز له امله دا شمېره پورته تللې وي. تېرکال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې هم د سړي تښتنو شمېره پورته تللې وه.

نوموړي زياته کړه، کېداى شي ځايي جنايتکارانو د اپريل پر ٢٧ د امنيې د قوماندان په توګه د هغه تر ټاکل کېدو دمخه مهال څخه ګټه پورته کړي وي.

هغه وويل: "زه دا منم چې په بلخ کې د امنيې د مسؤول په توګه زما د ټاکل کېدو پرمهال د قتل، غلا، سړي تښتونې پېښې هغومره ډېرې وې چې زما لپاره د حيرانتيا او اندېښنې خبره وه."

عليزي وويل ټول امنيتي مسؤولين يې راوبلل او ګوته يې ورته وڅنډله چې که کوم مسؤول شخص په فساد کې ښکېل و او يا يې په دنده کې بې پروايي کړې وه، نو له کاره به ګوښه شي.

هغه وويل: "ما جنايتکارانو ته هم د سختې سزا د ورکولو ګوته وڅنډله."

سره له دې چې له وروستيو پېښو سره په تړاو کې څوک بندي شوى نه دى، خو عليزي وويل: "کار دوام لري. پېښې ډېرې پېچلې دي او همدارنګه د بلخ له ولايت څخه بهر ريښې لري."

نوموړي د زياتو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه، يوازې دومره يې وويل: "د سرغړوونکو څېرې به ډېر ژر رسنيو ته بربنډې شي."

نوموړي د هرات په ولايت کې خپلو پخوانيو تجربو ته په ګوتې نيولو وويل، هلته يې د پوليسو په ليکو کې د فساد د مخنيوي له لارې په درېو مياشتو کې د جنايتونو کچه ډېره راټيټه کړې وه.

د بلخ ولايت کسبه کاران وايي که جنايتونه همداسې روان وي، نو دلته به کار ته نور دوام ورنه کړاى شي.

د چين او منځنۍ اسيا له هېوادونو څخه د روغنياتو واردوونکي، عبدالصبور نادم وويل، زيات شمېر سوداګر د بلخ له ولايت څخه د خپلو کورنيو او پانګو د ايستلو په فکر کې دي.

هغه وويل: "که موږ او کورنۍ مو د امنيت احساس ونه کړو، نو کار کول کومه معنا نه لري. زه په خپلې هټۍ کې ناست يم، خو د ناامنۍ احساس کوم؛ ځکه هره شېبه سړي تښتوونکى راتلاى او ما تښتولاى شي."

د سړي تښتوونکو د ډار له امله هغه ښوونځي ته د خپلو له دوو زامنو سره د بدرګې لپاره يو څوک ګومارلى او پيسې ورکوي؛ سره له دې چې د هغه له هټۍ سره نژدې ښوونځي ته ځي. "سړي تښتوونکي پياوړې ډلې دي او ډېرې اسانتياوې لري."

د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد، نور الله محسني وويل د ځايي پوليسو د بې پروايۍ له امله د جنايتونو کچه لوړه شوې ده.

نوموړي وويل، د بلخ ولايت زياتره کارکوونکو د ولسمشرۍ په پروسږنو ټولټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کړى وو. د برحال ولسمشر، حامد کرزي له برياليتوب وروسته تر ډېره وخته هغوى ډار درلود چې ښايي دندې له لاسه ورکړي او له دې امله يې مينه لږه شوه.

محسني وويل: "مرکزي حکومت د امنيې پخوانى قوماندان له دندې ليرې کړ او يو نوى شخص يې پر ځاى وګومارلو. اوس زياتره لوړ پوړې او آن ټيټ پوړې کارکوونکي انګيري چې په هماغه سرنوشت به دوى هم اخته شي. له دې امله د پخوا په پرتله له خپلو دندو سره زياته مينه نه لري."

نوموړي دا هم وويل، په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره د قانون نشتوالي داسې شرايط رامنځته کړي چې جنايتکاران د سزا له ډاره پرته په ډاډه زړه جنايتونه سر ته رسوي.

هغه وويل: "د جګړې په تېرو دېرشو کلونو کې هيڅ مجرم ته سمه سزا نه ده ورکړ شوې او يو شمېر نور يې په مختلفو بهانو خوشې شوي دي. قانون خپله معنا له لاسه ورکړې ده."

خلک هم باور لري چې ځايي عدلي موسسې له جنايتکارانو سره ملګرې دي.

د بلخ پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي محصل، ٢٥ کلن عبدالباسط وويل: "که چېرته د افغانستان د مدني قانون له مخې، چې د اسلامي شريعت پر بنسټ جوړ شوى دى، سزا ورکړ شوى واى او پلې شوى واى، په ځانګړې توګه پر هغه چا چې د خپلې شخصي ګټې لپاره يو مسلمان وژني، نو په باوري توګه به د تاوتريخوالي او جنايتونو کچه راټيټه شوې واى." 

Afghanistan
Police
Frontline Updates
Support local journalists