د تبرګي بريد د کرکې ښکارندويي کوي

په يو کاناډايي سرتېري باندې زړه بوګنوونکی بريد د پراخې غوسې او کرکې څرګندوونکی دی، چې زياتره افغانان يي په سهيل کې د بهرنيو پوځونو په وړاندې لري.

د تبرګي بريد د کرکې ښکارندويي کوي

په يو کاناډايي سرتېري باندې زړه بوګنوونکی بريد د پراخې غوسې او کرکې څرګندوونکی دی، چې زياتره افغانان يي په سهيل کې د بهرنيو پوځونو په وړاندې لري.

. خو د پسرلي په يوې تودې ورځې کې د هغه نوم د هرچا غوږونو ته ورسېد.



په شينکي کې د يوې ونو لاندې د 45 تنو په شاوخوا کې خلک راغونډ شوي و او د بهرنيو ميلمنو خبرې يې د زړه په غوږونو اورېدلې. 41 کلن جګړن تريور ګرين د هغو سرتېرو په ډلې کې و، چې هره ورځ به يي د کندهار د شاوخوا د کليو له خلکو سره ليدل کتل کول او هڅه به يي کوله د هغوی اندېښنې او اړتياوې ځانته معلومې کړي.



کاناډايي سرتېرو د فبرورۍ په مياشت کې د امريکا د متحده ايالتونو له پوځونو څخه د کندهار امنيت په لاس کې واخيست.



جګړن ګرين د درناوۍ په توګه خپله خولۍ له سر ليرې کړې وه او د افغانانو په منځ کې بېغمه ناست و. ناڅاپه يو ځوان په پټه د هغه شاته ځان راورساوه او هغه يي په سر باندې په تبر وواهه.



نوموړی بريد کوونکی سمد لاسه کاناډايي سرتېرو په ګولۍ وويشت او له پښو يي وغورځولو. دا هلک عبدالکريم نومېده، چې يوازې د 16 کلونو په منګ و.



ګرين دوې اوونۍ په جرمني کې په يو روغتون کې تېرې کړې. هغه اوس په کاناډا کې خپل کورته ستون شوی دی او هيله ده، ډېر ژر روغ رمټ شي.



دا پېښه د افغانانو پياوړي احساساتو څرګندوي، چې زياتره فکر کوي هېواد يې د بهرنيو دښمنو نيواکګرو پوځيانو لاس ته ورغلی دی.



له بريد وروسته سمدلاسه دا پوښتنه رامنځته شوه: آيا عبدالکريم يو طالب جنګيالی و؟ آيا هغه رواني ناروغتيا درلوده؟ آيا نور کليوال له دې بريد سره همفکره وو؟



په سر کې کاناډايي سرتېرو ويل، چې دا بريد دمخه يو پلان شوی کار و.



په کندهار کې د کاناډايي پوځونو مشر، ډګرمن يان هوپ وايي: ((دې بريد زموږ په ماموريت باندې يو ډېر منفي اغېز وکړ. موږ د پېښې څېړنه کوو. موږ غواړو د بريد کوونکي په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کړو.))



خو د کاناډايي ځواکونو وياند، جګړن جولي روبرګ آی ډبليو پي آر ته وويل، موږ اوس له دې خبرې په شا شوي يو. هغه وويل: ((موږ فکر نه کوو، کوم مخکينۍ پلان به موجود و. موږ به خپلو پلټنو ته دوام ورکړو.))



وژل شوي شخص ته د نژدې کليوالو په ګډون د شينکي اوسيدونکي وايي، چې دا بريد د يو ځوان د کرکې او ناخوښۍ يو عمل و، چې د بهرينو ځواکونو، په تېره بيا د امريکايي ځواکونو، د چال چلن له امله په غوسه شوی و.



د کلي يو مشر، طلا محمد، چې د بريد کوونکي نژدي خپلوان و، وويل: ((بهرنيانو په خپلو لاسونو خلک په خپل وړاندې درولي دي. عبدالکريم له طالبانو سره تړاو نه درلود او نه يي د کومي ډلې ټپلې په هکله معلومات درلودل.))



د شينکي په کلي پورې د اړوندې ولسوالۍ، شاه ولي کوټ د يو اوسيدونکي حاجي محمد عيسی د وينا له مخې عبدالکريم يو کرار او چوپ ځوان او د کلي د يو بېوزلي موچي زوی و.



عيسی وايي: ((عبدالکريم تل يوازې و، له نورو کليوالو سره يي زياتې اړيکې نه لرلې. موږ ټول هک پک پاتې شو، چې هغه ناببره په سرتېري برېد وکړ. خو زما په اند ددې کار ستر لامل داو، چې هغه د بهرنيو ځواکونو (د شتون) له امله ناخوښ و.))



له هغه مهاله، چې کاناډايانو له امريکايي ځواکونو څخه دنده اخيستې له ستونزو سره مخامخ دي.



د کندهار په ولايت کې د کاناډا 2200 تنه پوځيان شته او په زياتېدونکي توګه تر بريدونو لاندې راځي. له شلو څخه زيات کاناډايي سرتېرو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دوه هغه يي په ګرين باندې له بريد څخه ژر وروسته په څو اوونيو کې ووژل شول.



د شاه ولي کوټ د ولسوالۍ اوسيدونکي د کاناډايي او د امريکا د متحده ايالتونو د سرتېرو تر منځ توپير نه کوي. کليوال وايي، په حقيقت کې کاناډايانو د امريکايي پوځونو په پرتله سخت چال چلن راخيستی دی.



عيسی وايي: ((موږ څو څو ځلې په کندهار کې د کاناډايي پوځونو د ليدلو لپاره ورغلو. موږ له هغوی څخه غوښتنه وکړه، ترڅو زموږ دودونه اوعقايد په پام کې ونيسي. خو هغوی دا کار نه کوي.))



په سيمې کې د شینکی په څېر كليو امريكايي ځواكونو ټينګه او كلكه تالاشي کوي، چې غواړي بغاوت له مينځه يوسي. آن پوځي بريد كوونكي په خپلو کې وايي، چې امريكايي پوځونه كله ناكله په خپلو هڅو كې له زياتې كينې كار اخلي.



عيسی وايي: ((د امريكا د متحده ايالتونو سرتېرې زموږ دود او مذهبي عقيدو ته په سمه توګه درناوى نه كوي. هغوى له اجازې پرته كورونو ته ننوزي او خلكو ته سرخوږى پيدا كوي. له دې امله خلك له هغوى څخه كركه كوي.))



يو بل كليوال غلام محمد وايي: ((کله چې د امریکا د متحده ایالتونو سرتیري كوم كور ته راشي، هغوى آن دې ته صبر نه كوي، چې د كور خاوند دروازه بېرته كړي. هغوى دروازه ماتوي او كور ته ننوزي. دې كار خلك زيات خپه كړي دي.))



طالبان په خپل وار په ملكي خلكو او ځايي اوسېدونكو باندې فشار اچوي، ترڅو له ايتلافي پوځونو سره همكاري ونه كړي. دې كار افغانان د پاڼ او پړانګ تر منځ ودرولي دي.



عيسى وويل: ((د تېرو څلورو كلونو راپه دې خوا زموږ كلي له ۴۰ ځلې څخه زيات تالاشي شوى دى. بهرنيان په موږ د طالبانو او القاعدې پړه اچوي. طالبان او القاعده موږ له حكومت سره په تړاو تورنوي. موږ نه پوهيږو، چې موږ ته د كوم كار سزا راكول كيږي.))



د متضادو ځواكونو ترمنځ دا كشمش د پېښې تر ټولو زيات ناوړه حالت څرګندوي. رسنۍ وايي، جې له بريد دمخه ټول كوچنيان كورونو ته ننه ايستل كيږي او داسې انګېرل كيږي، چې ګوندې كليوال له بريد څخه اګاهو خبر تيا لري.



خو غلام ددې پېښې لامل بل شى ګڼي، وايي: ((طالبانو موږ ته څو څو ځلې ګوته څنډلې، چې له بهرنيانو سره مرسته زموږ له غليم سره د مرستې مانا لري. موږ له بهرنيانو سره د ليدلو او مخامخ كېدوله امله ډاريږو، ځكه په هغوى پسې وروسته طالبان راځي. هغه مهال چې بهرنيان دلته راشي، موږ هڅه كوو، خپل ماشومان د كور دننه وساتو، ځكه موږ له طالبانو ډاريږو.))



غلام د عيسى په څېر وايي، عبدالكريم نوموړی كار په يوازې سر كړى و.



غلام وايي: ((هغه د خپلو احساساتو له مخې دا كار تر سره كړ. كه چېرته هغه له طالبانو يا القاعدې سره كوم تړاو درلوداى، نو هغه ته به يې وسلې وركړى واى. هغه په تبر باندې بريد نه تر سره كولو.))



د كندهار چارواكو په دې هكله له مركې كولوڅخه ډډه وكړه.



ډګرمن هوپ وايي، چې له ستونزو او خطرونو سره سره د هغه سرتېرو پتېلي، چې د عادي افغانانو د ژوند له ښه كولو سره خپلو هڅو ته دوام وركړي.



هغه وويل: ((دښمن غواړي، چې د بېوزلو خلكو ژوند لا پسې خراب كړي. خو كاناډايي سرتېرې به هغه ژمنې سرته ورسوي، چې له افغان حكومت سره يي كړي دي.))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists