د تابعيت نوو تذکرو ته د افغانانو بې صبرانه انتظار

د بايومتريکو اسنادو له امله په راتلونکو پارلماني ټاکنو د درغليو کچه ټيټيږي.

د تابعيت نوو تذکرو ته د افغانانو بې صبرانه انتظار

د بايومتريکو اسنادو له امله په راتلونکو پارلماني ټاکنو د درغليو کچه ټيټيږي.

Wednesday, 4 March, 2015

د هېواد په څلورو ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو په لړۍ کې د ويناوالو د وينا له مخې کېدای شي د برښنايي پېژندپاڼو له امله د افغانستان ټاکنې په عادلانه ډول سرته ورسيږي او له ټولنيز عدالت سره مرسته وکړي.

د نوو بايومتريک کارتونو د وېش پلان، چې د تذکرې په نامه پېژندل کيږي او د اړوند شخص د گوتو نښې او ديجيتلي تصوير لري، د لومړي ځل لپاره په ٢٠٠٩ کال کې اعلان شو. نوې پېژندپاڼې، چې د ټاکنو د درغلۍ مخه نيسي، مفصل معلومات، لکه: شخصي او کورنی دريځ او د استوگنې ځای او نور لري. دا پېژندپاڼې د حکومت لپاره يوه ارزښتمنه سرچينه گڼل کيږي؛ د نفوسو په اړه سم او کره معلومات چمتو کوي او سربېره پر دې د ټولنيزو او اقتصادي تگلارو له جوړولوسره مرسته کوي. 

د نوموړو پېژندپاڼو وېش د لوژستيکې ستونزو او همدارنگه د افغان د کلمې د ليکلو يا نه ليکلو له امله له خنډ سره مخامخ شوی. د نوموړې کلمې معنا، «د افغانستان تابعيت» دی ، خو يو شمېر يې هغه يوازې او يوازې په پښتون توکم پورې اړوند بولي.     

تېره مياشت په کونړ، ننگرهار، زابل او خوست ولايتونو کې د جوړو شوو مناظرو برخوالو د پېژندپاڼو ملاتړ کاوه، ويل يې نوموړې پېژندپاڼې له شفافيت او له امنيتي ارگانونو سره د افرادو د هويت په پېژندلو کې ښه مرسته کوي.

د هېواد په لوېديځ، زابل کې د هغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، عبدالمقيم افغان وويل، اوسنی سيستم ناوړه گټی اخيستنی ته  ښه جوړ دی؛ ځکه خلک کولای شي په ډېرې اسانۍ په بېلابېلو نومونو څو پېژندپاڼې (تذکرې) او د رايو ورکولو کارتونه واخلي. 

هغه وويل: «د اوسنيو تذکرو له لارې په اسانه ډول درغلي سرته رسېدای شي، خو جعل کاران نشي کولای د نوې برښنايي پېژندپاڼو په وسیله درغلي وکړي  د ټولو رايه ورکوونکو پېژندپاڼې پېژندل کېدای شي.»

افغان زياته کړه، نوې پېژندپاڼې ته راټول شوي معلومات به د نفوسو په اړه د معلوماتو رغنده بنسټ رامنځته کړي.

د نوموړي ولايت د معلوماتي تکنالوژۍ د رياست مرستيال، حاجي عبدالکريم وويل، په برښنايي تذکرو کې د هغې د خاوند فردي کود موجود دی چې د هغې کره والی تضمينوي.

نوموړي وويل: «يو شخص نشي کولای په يوه وخت کې دوې پېژندپاڼې ترلاسه کړي.»

گڼو ويناوالو د نوو پېژندپاڼو په وېش کې د پرله پسې ځنډ له امله نهيلي څرگنده کړه، په تېره بيا چې په پام کې ده په راتلونکې کال کې پارلماني ټاکنې سرته ورسيږي.  

د مدني ټولنې يوه فعال، محمد هوتک په دې اړه حکومت پړ وباله.

هغه وويل: «په حکومتي ادارو کې ځينې داسې اشخاص شته چې کېدای شي گټې يې د برښنايي تذکرو له امله له زيانمنې شي. که چېرته د برښنايي تذکرو وېش پيل شي، نو ټاکنې به ډېرې شفافې او رڼې وي. له دې امله هغه خلک چې غواړي د درغلۍ لپاره زمينه برابره کړي، د هغې د وېش په وړاندې  خنډونه اچوي.»

په ختيځ ولايت، کونړ کې اورېدونکو غوښتل وپوهيږي چې ولې دې کار دومره موده ونيوه.

د نوموړي ولايت د معلوماتي تکنالوژۍ د رياست غړي، حريت الله وويل، د مخابراتو او ملي تکنالوژۍ وزارت د اړتيا وړ چمتووالی لري، خو يو شمېر خنډونه پر ځای پاتې دي. همدا راز د قوم د ليکنې په اړه هم يوه هوکړه نشته. تېرکال په ولسشمريزو ټاکنو کې اوږد ځنډ، چې ټاکنې  دويم پړاو ولاړې او د درغلۍ په اړه  ادعاگانې رامنځته شوې ، دا بهير له ځنډ سره مخامخ کړ.

نوموړي زياته کړه، د دې ترڅنگ امنيتي ستونزې بل لامل دی.

هغه وويل: «امنيت موږ ته يوه ډېره مهمه موضوع ده. آن که همدا نن په کونړ کې د تذکرو په وېش پيل وکړو، په دې ولات کې داسې ولسوالۍ شته چې هلته امنيت نشته. د هغو ځايونو خلک د تذکرو د ترلاسه کولو لپاره د ولايت مرکز ته نشي راتللای او کارکوونکي هلته نشي تللای، ځکه حالات سم نه دي.»

په يو بل ختيځ ولايت، ننگرهار کې د مناظرې ويناوالو، چې د سره رود په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، ومنله د تذکرو د وېش لپاره امنيت ډېر اړين دی.

د سره رود د ولسوال مرستيال، عبدالواسع انتظار وويل، که چېرته نړيواله ټولنه او افغان حکومت خپلې امنيتي ژمنې سرته رسولی وای، نو امکان و چې تر ټاکنو دمخه مو د برښنايي پېژندپاڼو وېش بشپړ کړی وای. 

هغه وويل: «که چېرته تر راتلونکو پارلماني ټاکنو پورې په خپل وخت پېژندپاڼې ووېشل شي، تاسو ته ډاډ درکولای شم چې د درغلۍ مخه به ونيول شي.»

د مناظرې برخوال، اجمل وپوښتل، ايا د برښنايي تذکرو په وېش کې ځنډ له افغانستان څخه د ناتو د وتلو له امله رامنځته شوی. 

د نوموړي ولايت د سر شمېرنې د رياست کارکوونکي، اسدالله دولتزي په ځواب کې وويل: «د بهرنيانو شتون يا نشتون له دې کار سره هيڅ تړاو نه لري. څه چې ورته اړتيا لرو، هغه امنيت دی. که چېرته امنيت وي، کولای شو پېژندپاڼې ووېشو.» 

Frontline Updates
Support local journalists