Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د بيارغاونې د پروژې تود هرکلی

د سويل ختيځې سيمې کليوال وايي، په تېرو لسو کلونو کې د ټولنې په کچه په سلگونو کوچنۍ پروژې سرته رسېدلي دي
By Ahmad Shah

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، احمدشاه ليکنه

د افغانستان د سويل ختيځ ولايت، خوست اوسيدونکي وايي په ملي کچه پراختيايي پروگرامونو د هغوی د ورځني ژوند بڼه په رښتينی ډول بدله کړې؛ قومي تاوتريخوالی يې لږ کړی، امنيتي وضعه يې ښه کړې او همدارنگه د اړتيا وړ بنسټونه يې رغاولي دي.

د ملي پيوستون پروگرام (NSP)، چې د ځايي اوسيدونکو په فعال گډون د کليوالي سيمو د بيارغاونې لپاره رامنځته شوی، د ٢٠٠٣ کال راهيسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې پلی شوی دی.

په دې پروگرام کې، چې د کليو د پراختيا او بيارغاونې د وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوی، سيمه ييزې شوراگانې د ځايي خلکو د اړتياوو له مخې ټاکلې پروژې غوره کوي او څارنه يې کوي. د دې شورا غړي، چې د ټولنې پراختيايي شورا په نامه ياديږي، د کليوالو له خوا ټاکل کيږي او د سيمې د خلکو له سلا مشورې وروسته يوه پروژه پلانوي.

يو شمېر پروگرامونه د کليو له خوا په خپلواک ډول پر مخ وړل کيږي، په داسې حال کې چې نورې پروژې د ملي پيوستون له لارې سرته رسيږي. په پروژو کې د سيمې خلکو ته د کارکولو زمينه هم برابريږي.  

د خوست ولايت د مندوزيو د ولسوالۍ اوسيدونکي، عبدالکريم پتنگ وويل، د کابل حکومت د نورو خدمتونو په ليکه کې يوازې د ملي پيوستون پروژه بريالۍ او گټوره ده.

هغه وويل: "موږ کوچني پلونه او وړې کوڅې د ملي پيوستون د پروگرام په مرسته جوړ کړي دي. موږ کليو ته ژورې څاگانې کنلي. همدارنگه مو برښنايي جنراتورونه پېرودلي او له اتو کالو راهيسې يې کاروو. له دې پروگرامونو له لارې زموږ ټولې اړتياوې څه نا څه هوارې شوي."

پتنگ وويل، د نورو پروگرامونو پر خلاف، چې د نړيوالې ټولنې يا د کابل د حکومت له خوا رامنځته شوي او د خلکو اړتياوې يې په پام کې نه دي نيولې، د ملي پيوستون پروگرام پخپله د ولس له خوا د اړتيا وړ پروژو ته د لومړيتوب ورکولو پر بنسټ رامنځته شوی دی. 

ځايي خلک وايي، په دې ولايت کې د ملي پيوستون پروژې د مختلفو قومونو تر منځ د ښو اړيکو د رامنځته کېدو لامل شوي دي.

د ولايتي شورا مشر، سيد کريم خاکسار وويل، د لسگونو کلونو جگړو د اوسيدونکو قومونو ترمنځ اړيکو ته زيان رسولی و. هغه وويل، د ملي پيوستون پروژو د دې اړيکو په بيا راژوندي کولو کې مرسته وکړه.

هغه وويل: "اوس په هر کلي کې د قومونو د مشرانو يوه شورا جوړه شوې. د دودونو، ديني عقايدو او لومړيتوبونو پر بنسټ پرېکړې کوي او پروگرامونه پلي کوي."

د ولايت د مرکز د منديخېل کلي اوسيدونکي، حامد کريمزوی وويل، په دې سيمه کې د مختلفو قومونو خلکو ځمکې اخيستي، خو تر منځ يې هيڅ کړکېچ رانغی. له هغه وروسته چې ملي پيوستون دلته پروگرامونه پلي کړل، له يوه بل سره يې همکاري پيل کړه، آن تر دې چې د جرمونو د له منځه وړلو لپاره يې تړونونه رامنځته کړل. د سيمې د خلکو په مرسته په دې وروستيو وختونو کې پنځه تنه خطرناک داړه ماران ونيول شول.

کريمزي وويل: "اوس موږ يو د بل په غم اوښادۍ کې گډون کوو. پخوا به زموږ په سيمه کې وسله والې غلاوې کېدې، خو د ملي پيوستون د شورا له خوا د هغې په وړاندې عملي گامونه پورته شول."

د خوست د مرکزي برخې اوسيدونکی، نصرت الله وايي، د څښلو اوبه په اسانه لاسته راځي او گټه ترې اخلو. د هغه په کلي کې پخوا د څښلو پاکې  اوبه نه وې، ښځو به له لرې واټن څخه اوبه راوړلې. نارينه گان د اوبو راوړل ځانته شرم بولي.  

هغه وړاندې وويل: "موږ به هره ورځ اورېدل چې پلاني سړي خپله ښځه وهلې او ډبولې، ځکه په کور کې به اوبه نه وې. يا به پر اوبو باندې د وار لپاره د ښځو تر منځ ناندرۍ وهل کېدې. د ملي پيوستون پروگرام څاگانې وايستلې او اوس دا ستونزې نشته."

په خوست کې د کليو د بيارغاولو او پراختيا رئيس، عثمان مهدوي وويل، له ٢٠٠٣ کال راوروسته په خوست کې له يو مليارډ ډالرو څخه زياتې پيسې لگېدلي او نژدې ١٨٠٠ پروژې پلې شوې دي.

هغه زياته کړه، دمگړۍ د ٧٥، ٤ مليونو ډالرو په لگښت د مندوزيو، موسی خېلو، ځاځي ميدان اونادرشاه کوټ په ولسواليو کې د سړک جوړونې او همدارنگه د څاگانو د ايستلو څه دپاسه ٢٥٠ پروژې تر کار لاندي دي. 

د خوست له ١٢ ولسواليو په ليکه کې دامنيتي ستونزو له امله د درېو ولسواليو د ملي پيوستون کار غړند دی، خو مهدوي وويل، له هغې سره سره د يو شمېر بنسټزو پروژو کار په مخ روان دی.  

هغه وويل: "موږ يوه شريکبانډه موسسه پيدا کړې او هيله لرو چې په نژدې راتلونکي کې به په دې ولسواليو کې پروگرامونه پيل کړو."

د خوست ولايت چارواکي وايي، د ملي پيوستون پروژو تر خپل فعاليت لاندې سيمو کې د امنيت له ټيکاو سره مرسته کړې او پر حکومت يې د خلکو باور زيات کړی دی.

په عامه چارو کې د خوست د والي، عبدالجبار نعيمي سلاکار، بريالي روان وويل، د ملي پيوستون پروژو د ولايت په کچه د بې روزگارۍ په راټيټولو کې ښه مرسته کړې ده.

هغه وويل: "موږ په دې اړه د ملي پيوستون پروژې ډېرې ارزښتمنې بولو... ځکه خلکو ته روښانه شوې چې موږ د هغوی استازي يو او د هغوی لپاره کار کوو."

د کليو د پراخيتا او بيارغاونې د وزارت د وينا له مخې د ملي پيوستون د پروژو له امله په خوست کې څه ناڅه سلو زرو خلکو ته د اوږدې يا لنډې مودې روزگار پيدا شوی دی.

سره له دې هم ټول خلک د ملي پيوستون له پروژو پوره خوښ نه دي.

د خوست ولايت د گربزو ولسوال، محمد اکبر ځدران وويل، په داسې حال کې چې د څښلو پاکې اوبه پرېمانه شوې، خو د لمر د انرژۍ برښنا هغسې برياليتوب تر لاسه کړی نه دی.

هغه وويل: "په گربزو کې د ملي پيوستون له خوا د لمر د انرژۍ چمتو شوی سيستم سم کيفيت نه لري. ډېر ژر پرې کيږي او خلک ترې خوښ نه دي."

مهدوي دا خبره مني چې پخوا د لمر د انرژۍ په سيستم کې ستونزې موجودې وې، خو د هغه په وينا وزارت مسؤول قرارديان جريمه کړل او د لمر انرژي يې له پروژو لرې کړه.

د خوست د ښار اوسيدونکي، بصورالدين افغان وويل، د ملي پيوستون ځينې پروژې د ناوړه استفادې تر سيورې لاندې راغلې دي.

هغه وويل: "کله چې يوه څا کنل کيږي، د شورا غړي يا د کلي قوماندان هڅه کوي هغه خپل کورته نژدې وباسي. که يو سړک جوړيږي، نو هغوی زيار باسي خپلو کورونو ته يې نژدې تېر کړي."هغه ادعا وکړه، کارگران زياتره د ملي پيوستون د شورا د غړو خپلوان وي او د سرته رسېدلي کار کيفيت تل ټيټ وي.

مهدوي د اختلاس خبره بيخې له منځه وايسته. ويې ويل: "موږ خپل فعاليتونه له نژدې څارو. نه پرېږدو چې د پروژې پيسې څوک پخپل يا د ملگرونو په جيبونو کې واچوي."

احمدشاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر روزل شوی خبريال دی.