Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د بن لادن مړينې پر پاکستان د افغانستان بې باوري لاپسې پخه کړه

د پاکستان وروستيو هڅو د کابل د باور د فضا د رامنځته کېدو مخه ونيوه.
By Khan Mohammad Danishju, Mina Habib
On the Khyber Pass, the most famous crossing on Afghanistan’s long and poorly-defined border with neighbouring Pakistan. (Photo by James Mollison/Creative Commons)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه

په پاکستان کې د القاعدې د مشر، اسامه بن لادن مړينه د زياترو افغانانو هغه پخوانۍ بې باوري تاييدوي چې ويل يې د ستونزو ټولې ريښې يې د ګاونډی هېواد په خاورې کې ځغلېدلي  او د ترهګرۍ په وړاندې فعاليتونه دې د پاکستان په خاورې کې متمرکز شي، نه د دوی په خاورې کې

 د [افغانستان او پاکستان] د دوو دولتونو تر منځ اړيکي د لسګونو کلونو راهيسې خړې پړې دي. په ځانګړي ډول له ۲۰۰۱ کال څخه راپه دې خوا افغانانو پر پاکستان پړه اچوله چې ياغيانو ته يې په خپلې خاورې کې ځای ورکړی او د هغوی د جرړو له ايستلو سره  پوره مرسته نه کوي.

سياسي شنونکی، احمد سعيدی وايي د پاکستان اعتبار  ددې حقيقت په ډاګه کېدو له منځه ولاړ چې بن لادن د می په لومړۍ د متحده ايالتونو له بريد او د هغه له وژل کيدو کلونه کلونه دمخه په ابټ آباد کې هوسا استوګنه درلوده.  

له دې وينا سره سره چې پاکستاني چارواکو واشنګټن ته د بن لادن د لټون په اړه ګټور استخباراتي معلومات چمتو کړي و، خو دا پوښتنه پر ځای پاتې ده چې څنګه هغه توانيدلی د اوږدې مودې لپاره په هغه هېواد کې واوسيږي او ايا دا د ځينو امنيتي چارواکو په اړه د پېچلتيا خبره نه رامنځته کوي.

سياستوال، جاويد کوهستاني په دې انددی چې د پاکستان په دولت کې ټاکلو پياوړو کړيو په تېرو کلونو کې د بن لادن د نيولو مخه ډب کړې وه.

هغه وويل، پر جنايتکارانو بری او په خپلواک ډول د عملياتو سرته رسولو جوته کړه چې واشنګټن له ټينګ جديت کار واخيست او همدارنګه يې پر اسلام آباد زور راوړ چې خپلو مسؤوليتونو ته متوجه واوسي.

هغه وويل: «دې عمل ... وښوده چې واشنګټن له دې وروسته له ډېر جديت کار اخلي. دا هغو خلکو ته يو جوت او څرګند پيغام دی چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې زړه نازړه دي. »

افغانانو تل پر اسلام آباد پړه اچولې چې د هغوی د هېواد په کورنيو چارو کې لاس وهي، په تېر ه بيا طالبانو ته  يې اجازه ورکړې چې له پولې هاخوا د پاکستان په شمال لويديځو سيمو کې له خپلو مرکزونو څخه له ډاره پرته بريدونه تنظيم کړي.

د افغانستان د سيمه ييزو چارو يو ماهر، عبدالرشيد وزيري وويل: «متحده ايالتونو تل پر پاکستان په مستقيم او غير مستقيم ډول فشار راوړی چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې صادقانه  ګامونه پورته کړي، خو پاکستان په مختلفو بهانو له دې کار څخه ځان لرې ساتلی دی.»

په وروستيو مياشتو کې پاکستاني چارواکو له کابل سره د خپلو توپيرونو د لږولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي، خو پرمختګ يې له شک او ترديد سره مل دی.

 هغه مهال چې د پاکستان لومړی وزير، يوسف رضا ګيلانی په روان کال کې د خپل دويم سفر په ترځ کې، د اپريل په ۱۶ کابل ته راغی، د دوو ولسونو تر منځ يې د ملګرتوب خبرې وکړې او د  امن او ټيکاو په رامنځته کولو او د افغانستان دننه د سولې په تامين کې يې د خپل حکومت د ملاتړ او ننګې غږ پورته کړ. 

د ګيلاني تبصرو د ولسمشر، آصف علي زرداري خبرې غبرګولې چې په خپلې وروستۍ مرکې کې يې ويلی و، د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه دی.

د  آی ډبليو پي آر  له خوا مرکه شوي افغان شنونکي حيران وو، آيا په رښتيا هم د ښه نيت دپلوماتيکی څرګندونې د پاکستان  د ارادې رښتينی بدلون ښيي، چې د هغوی په اند يې هيڅکله په کابل کې پياوړی حکومت په زړه نه ځاييږي.

يو شمير شنونکي په دې اند دي چې پاکستاني حکومت په  افغانستان کې د پرمختګ د نښو د ليدلو امله ناخوښه دی؛ ځانګړې جوړه شوې شورا له طالبانو سره د اړيکو نيولو هڅه کوي، ترڅو يې د خبرو مېز ته کښينوي، حکومتي ځواکونه چمتووالی نيسي چې د ناتو تر مشرې لاندې سرتيرو څخه د امنيت د ټينګولو په موخه لومړني مسؤوليتونه په غاړه  واخلي او متحده ايالتونه له کابل سره په خبرو اترو لګيا دی چې په هېواد کې د اوږدې مودې لپاره ځواکونه وساتي.

وزيري وويل، له طالبانو سره د خبرو اترو د منځګړتوب په اړه په دې وروستيو کې د سعودي او ترکيې وړانديزونو اسلام آباد ته انديښنه پيدا کړې، چې ښايي له ياده ايستل شوی وی. دا داسې انديښنې دي چې د متحده ايالتونو او پاکستان تر منځ اړيکو کې وروستي غړندوالي او له سيال هندوستان سره د واشنګټن د مناسباتو وروستي بهبود ته ګوته نيسي.

هغه وويل: «له يوې خوا افغانستان ته په ځان نژدې کولو پاکستان غواړي د متحده ايالتونو باور ترلاسه کړي او له بلې خوا هڅه کوي په افغانستان کې د سياسي وضعيت په تغيير کې خپل کنترول ځای کړي.»

وزيري زياته کړه، آن که د ګيلانی په څير ملکی سياستوال د افغانستان د سولې په هڅو کې د تودو خبرو اترو پر مهال د ښه نيت خبرې کوي، خو په داسې يو حالت کې نه و، د پاکستاني اردو او استخباراتي کړيو د عناصرو په وړاندې، چې خپله اجندا لري،  څه ووايي.  

ليکوال او سياسي شنونکی داد نوراني وايي  اسلام آباد په هر حالت کې د افغانستان له پرمختګونو څخه په څرګند ډول خبر دی. له دې امله په دې وروستيو وختونو کې دپلوماتيکي  ليدنې کتنې ددې لپاره کيږی چې څنګه دا پرمختګونه د پاکستان په ګټه راوڅرخيږي.

نوراني وويل: «پاکستان د جګړې د نوې ستراتيژۍ په اړه د متحده ايالتونو او افغاني لوري له نظر څخه خبر دی؛ متحده ايالتونه له پاکستان سره له سلا مشورو پرته نوی پروګرام نه پلی کوي.  پاکستان چې څه کوي، کوی به يې، خو په سيمه کې د اوسنۍ وضعې له امله متحده ايالتونو ته لوړ ارزښت او اهميت لري. پاکستان په افغانستان کې د سولې د شورا له فعاليتونو څخه ښه خبر دی. له دې امله د افغانستان او پاکستان د سولې د ګډ کميسون [وړانديز] له لارې غواړی افغان حکومت له هغو طالبانو سره نژدې کړي، چې پاکستان پلوې دي.»

دا چې د بن لادن وژل کېدل به د افغانستان دننه پر جګړې څه  اغيز وکړي، د آی ډبليو پي آر له خوا مرکه شوي سياسي شنونکي د هغې په اړه يوه خوله نه وو.

ژورنالست او سياسي شنونکي، فضل الرحمان اوريا وويل، القاعده به د خپل مشر د مړينې له امله ډېره کمزورې شي. له طالبانو سره به يې اړيکې غړندې شي او له دې امله به سولې ته په اسانۍ غاړه کښيږدي.

هغه وويل: «تر هغه پورې چې اسامه له طالبانو سره و، تر ډېر فشار لاندې وو. له هغوی سره يې اړيکې درلودې، دا فشار نور دوام نشي کولای. طالبانو ته به لاره خلاصه شي چې ځانونه په دپلوماسۍ کې ښکېل کړي.  له بلې خوا د القاعدې پاتې غړي په افغانستان او پاکستان کې ځانونه خوندي نه ګڼي، نو نورو ځايونو ته به مخه کړي. په دې ډول به د جګړې اور په سيمه کې  غړند شي.»

يو شمېر نورو لږ باور  درلود او ويل يې چې بن لادن د يوې مودې راهيسې مشري نه چلوله. 

کوهستاني وويل: «اسامه ډېر فعال نه و او پر عملياتی پلانونو يې زيات اغېز نه درلود. هغه مازې يو سمبوليک مشر و. خو له هغې سره سره يې په عمومي توګه يو رول او اغېز درلود.»

سعيدي وويل د بن لادن ډله ماته شوې، خو له منځه تللې نه ده.

هغه وويل: «القاعده له منځه نه ځي.  په دې کار [د اسامه په وژل کېدلو]  به د هغه د پلويانو مورال کمزوري شي. خو دا کار به هم لنډه موده دوام ومومي.»

هغه وړاندوينه وکړه، نوموړې ډلې ته به د نوي مشر ټاکل يو ستونزمن کار وي. «پر دې سربيره بن لادن شتمن و. د هغه له مالي سرچينو څخه به نور هغسې ګټه وانخلی، لکه چې هغه پخپله اخيسته. له دې امله به  القاعده له مالي پلوه کمزورې شي. »