د بندي شوي بريتانوي قضيه له سره پيل شوه

کرزي يو ځانګړي کميسون ته امر کړى چې د دغه بريتانوي تورن قضيه و څيړي.

د بندي شوي بريتانوي قضيه له سره پيل شوه

کرزي يو ځانګړي کميسون ته امر کړى چې د دغه بريتانوي تورن قضيه و څيړي.

آى ډبليو پي آر په دې خبر شوى چې د يو بريتانوي وګړي مرموز قضيه چې د دوه افغانانو په وژه په يو هوټل کې تورن دى د کرزي په امر له سره څيړل کيږي.


آى ډبليو پي آر هغه فرمان چې د جولاى په ٣١ صادر شوى وه وليد. د دې فرمان په اساس د يو کميسون چې مشري يې د عدليې د وزارت په غاړه ده او د سترې محکمې ، لوى څارانوالى او کورنيو چارو وزارت چارواکو سره په ګده دغه قضيه څيړي.


د بريتانيې حکومت د افغانستان په دولت باندې ټينګار کړى چې بيرې به عادلانه سزا ورکړل شي. او يو ځل يې ده هغه د بدې صحې وضعې له کبله د هغه د آزادى غوښتنه هم کړې وه.


لوى څارنوالى چې مسووليت د دغې قضيې يې درلود، وړانديز يې کړى و چې دغه ٣٨ کلن کولين بيري چې په خپله هم د فبرووي د ٢٥ نيټې په پيښې کې په خيټې کې په مرمى لږيدلى وه په دوه قتلونو تورن دى. د پوليسو او استخباراتو د راپور په اساس دغه سړى د لرغونو آثارو په قاچاق کې يې لاس درلود او پس له يوې شخړې يې دغه دوه کسه وژلي.


بيرې دا مني چې دى څو ځلې په روغتون کې د سختې ځورونې له کبله بستر شوى ، خو اوس د چارواکو سره له مرستې نه ډډه کوي.


په يوې مصاحبې کې چې له ده سره د کابل په نظارتخانې کې چېرې دى له٢٨ نورو بنديانو سره په يوې لويې کوټې کې اچول شوى او څه باندې شل کيلو وزن يې له لاسه ورکړى، وويل چې د بريتانيا د خاص ځواک پخوانى غړى ده او دلته د بريتانيا د ولت له پاره د مخدره مواد د ترياک او د مليشو د بي وسلې کولو د پروسې په هکله د تحقيقاتو له پاره راغلى.


آى ډبليو پي آر په دې و نه توانيد چې دا پيدا کړي چې ګواکې کولين بيري په ريښيا هم د بريتانيې د ځانګړي ځواک پخوانى غړى وه او که نه خو د بريتانيا د بهرنيو چارو يوه وياند وويل چې دى په افغانستان کې په يو شخصي جيل کې وه.


بيري داسي ادعا کوي چې هغه دوه کسه افغانان د امريکا د استخباراتو د مامورينو له خوا هغه مهال ووژل شول چې هغوى زه يې په خيټه کې وويشتم.


دى وايي چې يو ډلې خلکو چې سم دې لاسه کوټې ته را ننه وتل هغو دوه کسه يې وليدل چې زه او زما سامان يې له کوټه ايستل او هغه د سي آى اې غړي ول.


د ده له خولې هغوى وروسته له دې چې دى يې د ايټالويانو شفاخانې مخې ته واچو او خپله ولاړل او بيا ونه ليدل شول.


د امريکا د ائتلافي ځواکونو يو وياند آى ډبليو پي آر ته وويل چې هغوى د دې پيښې په هکله هيڅ مالومات نه لري.


له لوى څارنوالى نه دغه کميسون ته چې د عدليې وزارت يې مشري کوي، سپارل دا ښيي چې د کابل حکومت د بريتانيويانو تشويش يې په نظر کې نيولى.


خو دغه تحويل دهي د قضيه د دوه ارګانونو تر منځ د مخالفت د زياتوالې سبب شوې ده.


ځکه د ١٩٦٤ قانون په اساس د عدليې وزارت د لوى څارنوالى له پاسه دى خو د کمونستانو په رژيم کې لوى څارنوالى يو مسقل ارګان بلل شوى وه.


د بن د کنفرانس په اساس د اوسني دولت چارواکي بايد د ١٩٦٤ کال اساسي قانون پلى کړي. خو په دې وروستى لويې جرګې کې کرزي لوړه وکړه چې بنيادي اساسات ورغوي خو تر اوسه پاتې راغلى.


په دې آخرو کې د د کورنيو چارو وزارت آرمان ملي ته وويل چې د لوى څارنوالى کارونه غير قانوني دي. او د بيرې د قضيه په هکله يې خپله غوسه ښودلې وه.


د لوى څارنوالى معاون محمد ضيا نورخيل آى ډبليو پي آر ته وويل (( موږ په دې نه پوهيږو چې ولې د عدليې وزير له دغې قضيې سره دلچسپي لري. که چيرې په کې کوم نقص او نواقص ول نو محکمې بايد نه وى منلې. پرېږدى چې عدليې وزير هر څه چې غواړي وکړي.))


د رياست جمهوري مطبوعاتي دفتر په دې هکله له خبرو نه ډډه وکړه خو دې آى ډبليو پي آر خبريال هغه فرمان چې د ځانګړي کميسون د جوړيدو په هکله صادر شوى ليدلى.


بيري په يوه مرکه کې له آى ډبليو پي آر سره ، افغاني ملي جامې اغوستې وي او توره سپينه ږيره يې هم رسيدلې وه. او وويل چې داقضيه د د په ضد جوړه شوې وه.


هغه وويل: (( هغوى تورونه يې ولوستل: زه د دوه کسانوسره په يوه کوټه کې وم او د لرغونو آثارو په قاچاق کې مې لاس درلود. زه نشه شوم، هغه دواړه مې ووهل، بيا ډزې پې وکړې او بيا مې خپل ځان وويشت. زما خپل کسان راغلل او دروازه يې ماته کړه. ډير ښه پلان وه.))


په يوه ډير مستقيم ډول باندې بيا هغه داسې ادعا هم وکړه چې د مارچ په مياشت کې د کورنيو چارو وزرات د استخباراتو له خوا د تحقيق په وخت کې ډير ويرول شوى او ټکول شوى ده.


د ده په وينا د برقي شوک له کبله د ده يوه خصيه د ام په برابر پړسيدلې او معاينات داسي ښيي چې ښايي دى د خصيې سرطان ولري.


آى ډبليو پي آر د دغو ځورونو په هکله وغوښتل چې له هلال الدين هلال څه ووايي، خو هغه د خبرو نه ډډه وکړه.


بيري دا ادعا هم کوي چې په وروستيو کې دى ځيني نامالومو کسانو له خو په نظارتخانې که هم ټکول شوى ده.


د جيل يوه چارواکې وويل چې دغه تورن د ده له را تګ نه په اپريل کې دوه ځلې روغتون ته ليږدول شوى چې يو ځل ښپږو اونيو له پاره. خو په ايميرجينسي روغتون کې په دې هکله چا و نه غوښتل چې څه ووايي، ځکه د هغو په اند دا يوه سياسي قضيه ده.


همدا بس ده. زه وټکول شوم، وځورول شوم او وويشتل شوم، تونى بلير بايد يو څه وکړي.


رحيم الله سمندر په کابل کې د آى ډبليو پي آر ايديتر او خبريال.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists