Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د بشري حقونو د سازمان کار تر پوښتنې لاندې راغی

د سیمې او سیدونکي دعوه کوی چې د دغه سازمان په اړه د ګوتو په شمېر افغانان معلومات لري.
By Abdullah Mukhlis

په پکتیا ولایت کې چارواکو او فعالانو د یوه بې اغېزې او ناسم مدیریت لرونکي ارګان په توګه د افغانستان د بشری حقونو پر خپلواک کمیسون (AIHRC) نیوکې کړي دي.

یو شمېر خلک وایي، په پکتیا ولایت کې د ګوتو په شمېر افغانان د دغه سازمان له موجودیت څخه خبر دي، له هغې څخه د ګټې د اخیستلو خبره خو لا پر خپل ځای پریږده.

ځینې یې دعوه کوي چې دغه سازمان پر بنسټیزو بشری حقونو سترګې پټې کړي دي.   

د پکتیا د ولایتي شورا مشر، مالک ځاځي وویل: «د کمیسون کار د دغه ځای خلکو ته د لمس وړ نه دی.معنا یې دا ده چې د هغوی موجودیت او ځیني کارونه مازې سمبولیکه بڼه لری. دغه سازمان د بشري وضعې ښه کیدو ته هیڅ کار نه کوی.» نوموړي زیاته کړه ((هغوی ادعا کوي چې د ټولو خلکو، نارینه، ښځو او کوچنیانو استازیتوب کوي، خو په حقیقت کې هغوی د خپلې خوښې خلکو ته کار کوي.))

د پکتیا د ځوانانو او پارلماني چارو د کمېټې غړي، شفیق سهر وویل، د (AIHRC) استازي نشي کولای خلکو ته ورسیږي او د کارونو پلټنه وکړي.

سهر وویل: «د پکتیا خلک آن د (AIHRC) له موجودیت څخه خبر نه دي. موږ نه دي اوریدلي چې هغوی دې محبسونو ته راغلي وي یا دې د پولیسو، اردو او ملي امنیت د کارکوونکو فعالیتونه څېړلي وي.»  هغه زیاته کړه «په دې کې هیڅ شک نشته چې د افغانانو کلتور او دودونه د هغوی د کار مخه نیسي، خو دا خبره ښایي معذرت ونه ګڼل شي.»

نیوکه کوونکو د خپلو نیوکو د روښانه کولو لپاره په پکتیا کې د (AIHRC) له کاره د ګوښه شوې کارکوونکې، ۳۸ کلنې خدیجې پر قضیې رڼا واچوله.

خدیجې، چې څلور کاله دمخه یې خپل مېړه په یوه ځانمرګی برید کې له لاسه ورکړی، دعوه کوله چې په (AIHRC) کې له لوړ پوړو همکارانو سره د شور ماشور او ناندرۍ له امله له مخکنۍ خبرتیا پرته له کاره ګوښه کړای شوه.   

د پنځو اولادونو دغې مور وویل، له هغه وروسته چې چارواکو د هغې پر دندې د پخلی، پاک کارۍ او باغبانۍ په ګډون نور کارونه هم ورزیات کړل، له دې امله له کاره وشړل شوه چې د یو لوړپوړی چارواکي د پسونو رمې ته يی خواړه نه و ورکړي.

د ګردېز اوسیدونکې، خدیجې وویل: «پروسږکال رئیس او څو نورو کارکوونکو شپږ پسونه واخیستل او د هغوی ساتنه او څارنه يې ماته وسپارله ،پوره شپږمیاشتې مې دا کار وکړ، خو یوه ورځ ناروغه شوم او په کور کې پاته شوم. کله چې بله ورځ کار ته لاړم، رئیس راباندې په غوسه و او ویل یې پسونو ته خواړه نه دي ورکړل شوي.ما بښنه وغوښتله، خو هیچا راته غوږ ونه نیو او په هماغه ورځ  له دندې وشړل شوم.»

په پکتیا کې د (AIHRC) حوزوي رئیس، نور احمد شهیم نوموړې ادعاګانې  بې بنسټه  وبللې، ويی ویل : «موږ یوازې د لنډې مودې لپاره د لوی اختر د قربانۍ لپاره څو پسونه ساتلي وو. وروسته مو کابل ته واستول.موږ له خدیجې نه دي غوښتی چې لوښی پرېمنځي، بوټان مو پاک کړی او یا مو جامې اتو کړي.»

نوموړي وروسته زیاته کړه،  هغه آن د خدیجې معیوب زوی ته یو زرنج  موټر سایکل ورکړی چې کار پرې وکړي و خپل اقتصادي ستونزې حل کړي.

شهیم وویل: «دا ښځه زما د شرمولو هڅه کوي. د حکومت په ګډون په هر یوه سازمان کې په بیلا بیلو دلایلو کارمندان له دندې لرې کېږي او دا  یوه عادی خبره ده.»

نوموړي زیاته کړه، د (AIHRC) په وړاندې دغه راز شکایتونه د نوموړي سازمان په وړاندې پراخ تعصب رامنځته کوي.  

هغه وویل: «پروا نه کوي چې موږ څومره هڅه کوو او خلک مو نه مني.»  نوموړي زیاته کړه «کله چې په پکتیا، خوست او پکتیکا کې د بشري حقونو په اړه کومه پېښه رامنځته شی، موږ پکې مداخله کوو. موږ محبسونه ګورو او د بندیانو شکنجه کول په سلو کې ۹۹ له منځه تللي دي.پروسږکال موږ د پکیتا محبس وکوت او له اړوندو چارواکو سره مو خبرې وکړې.»

دغه سازمان مخکې  له دې امله د خلکو له نیوکو سره مخ شوی وو چې له درېو لسیزو څخه په زیاتو جګړو کې یې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو له پاتې شونو سره مقابله نه ده کړې.  

همدا ډول ترې د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره، په تېره بیا په لرې پرتو سیمو کې ډېرې غوښتنې شوي دي.

د پکتیا د والی ویاند، عبدالله حسرت وویل، د هغه په اند د (AIHRC) کارکوونکو ته په کار دي چې د خپل کار کیفیت لوړ کړي.

هغه وویل: «دا رښتیا ده چې د دې ځای خلک د هغوی له کارونو څخه خوښ نه دي. د هغوی کارونه ډېر کمزوري دي، خو څنګه چې هغه یوه خپلواکه موسسه ده، د پکیتا والي د هغوی په کار کې لاسوهنه نشي کولای »

په پکتیا کې ښځینه مدني فعاله آرین په اند یوه ستونزه دا ده چې د پکتیا اوسیدونکو تر اوسه د بشری حقونو په موضوعګانو کې د پام وړ کوم ښه والی نه دی لیدلی. هغې وویل «موږ کوم ښه والی نه دی  لیدلی ، هر شی په خپل حال پاتې دی.»

بله موضوع چې دا سازمان ورسره مخ دی، هغه د بهرنیو واردو شوو ارزښتونو څخه دفاع ده.  

د مدني ټولنې یوه فعال، جمعه ګل احمدزي پر (AIHRC) تور پورې کړ چې ویې نشو کړای دبهرني پوځیانو بریدونو کې د ولسی خلکو د مرګ ژوبلې په اړه خپل غږ پورته کړي.

هغه وویل: «هغه مهال چې بهرنیان په غلطۍ کې پر ولسی خلکو بمونه اوروي، (AIHRC) پټه خوله ناست وي اوغبرګون نه څرګندوی.ایا دا یو بشري جنایت نه دی؟ داسې ښکاري هغوی خوښ دي چې د لویدیځ معاشونه تر لاسه کړي  خو د افغانانو له حقونو دفاع ونکړي .»

یو شمېر بیا د (AIHRC) له کارونو څخه دفاع کوي او وایي خلک نامعقولې هیلې لري چې د بشري حقونو سازمان یې نشي سرته رسولای.

په پکتیا کې دیو ښوونیز مرکز رئیس، زیارت ګل یادونه وکړه، نیوکه کوونکي ښایی پر دې پوه شي چې د نوموړی سازمان د دندې په وړاندې محدودیتونه وجود لري.هغه وویل: «خلک داسې انګیري چې نوموړې اداره د هغوی په وړاندې د ټولو ستونزو د هوارولو وړتیا لري.کله چې (AIHRC) یوه موضوع اړوندې ادارې ته وسپاري، بیا نو هغه اداره واک لري چې د هغې په وړاندې ګام پورته کړي. دا کار د (AIHRC) د ادارې مسؤولیت نه ګڼل کیږي.»