د برښنا غلا، په ننگرهار کې تر ټولو توده موضوع

.خلک يا بايد د اوړي سوځوونکي گرمي وزغمي او يا دې د سړولو لپاره بې خړته پيسې ورکړي

د برښنا غلا، په ننگرهار کې تر ټولو توده موضوع

.خلک يا بايد د اوړي سوځوونکي گرمي وزغمي او يا دې د سړولو لپاره بې خړته پيسې ورکړي

Darunta hydroelectric dam. (Photo: US 10th Aviation Brigade/Wikimedia Commons)
Darunta hydroelectric dam. (Photo: US 10th Aviation Brigade/Wikimedia Commons)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه

په ختيځ ښار جلال آبآد کې د خپلې هټۍ مخې ته ناست، په خولو کې ډوب، گنډونکی عبدالله بشردوست په تودې او سوځوونکې گرمۍ کې ځانته پکی وهي چې د گرمۍ مخه ونيسي.

برښنا نشته چې برښنايي پکې چالان کړای شي، د اوړي گرمي هم چاته يوه شېبه وخت نه ورکوي، چې تودوخه يې د سليزيوس ٥٠ درجو ته رسيږي. 

دولتي برښنا يو کيلوواټ يوه نيمه افغانې [درې امريکايي سنټه] بيه لري، خو ډېره لږه ده. بشردوست وايي مجبور دی چې د [شخصي] جنراتورونو له برښنا څخه کار واخلي. 

هغه وويل: "د يو کيلوواټ برښنا محصول پنځوس افغانۍ [يو ډالر] دی. وس مې ورته نه رسيږي، نه پوهيږم څه وکړم."هغه زياته کړه، د زياتې گرمۍ له امله يې د شپې له خوا ماشومان نشي ويده کيدای، ټوله شپه يې سرته ولاړ وي او پکی ورته وهي.

د ننگرهار ولايت اوسيدونکي وايي د فساد او بې کفايتۍ له امله برښنا هغه چاته په لاس ورځي چې بډې ورکړي.

سره له دې چې ولايت د برښنا يوه سرچينه، نه بلکې دوې سرچينې لري؛ يوه يې د درونټې بند او بله يې د نغلو برښنا ده، خو په حقيقت کې برښنا پکې ډېره کمه ده. د ننگرهار ولايت د برښنا د رياست مرستيال، محمد ناصر قريشي وايي د ښار يوازې دېرش سلنه اوسيدونکي له دولتي برښنا څخه گټه اخيستلای شي.

ځايي خلک وايي د برښنا د کمښت يو لامل دادی چې د نوموړو دوو بندونو يوه اندازه برښنا هغه چاته ورکول کيږي چې خپل شخصي تجارت پرې کوي. دا اشخاص په اصل کې پر خلکو د خپلو شخصي جنراتورنو د برښنا پرځای دولتي برښنا پلوري.

د گل محمد نازک په نامه د ننگرهار يوه اوسيدونکي وويل، هغه يو شمېر اشخاص پېژني چې پر دې ناقانونه سوداگرۍ بوخت دي. نوموړي د يوې پېښې يادونه وکړه چې د دولتي برښنا د ترلاسه کولو لپاره يو چارواکي ته بډې ورکول کېدې.

هغه وويل: "د برښنا د رياست يو کارکوونکی راغی او د جنراتور څښتن ورته دوه سوه امريکايي ډالره ورکړل. ما ترې وپوښتل، پيسې دې ولې ورکړې؟ هغه وخندل او ويې ويل، څه يي  ځانته ساتي اوڅه ييپر خلکو پلوري. هغه وويل، خپل جنراتور ته يې د درونټې د برښنا له مزي څخه برښنا راتېره کړې او د [خپل شخصي] جنراتور د برښنا په نامه يې پر خلکو پلوري."

قريشي دا ومنله چې [د برښنا] سوداگري پر يوې ستونزې بدله شوې؛ هر څوک چې پيسې لري يا زور لري، له نورو څخه زياته برښنا ترلاسه کوي. 

نوموړي زياته کړه: "کله چې زه د پلټنې رئيس وم، په شپږو مياشتو کې مې دولس تنه ونيول چې دولتي برښنا يې پر خلکو د خپلو شخصي جنراتورنو په نامه پلورله."

قريشي وويل، دا يوه بايلونکې جگړه ده، هرڅوک دا کار کوي. "که زه پانگه پيدا کړم يا يو زورور شخص شم، نو همدا کار به زه هم کوم، نور خلک هم همداسې درواخله."

د ننگرهار د ولايتي شورا غړي، ذبيح الله زمري وويل، هره ورځ ورته د برښنا د کمښت په اړه لسگونه شکايتونه رسيږي.

هغه وويل: "په ننگرهار کې د مافيا يوه لويه ډله ده، چې د چارواکو په مرسته د جنراتورونو پر خاوندانو دولتي برښنا پلوري. د دې کار مخه هيڅوک نشي نيولای. هرڅوک په فساد کې تر غوږونو ډوب دی. هغوی د خلکو غږونه، نه اوري."

سوداگريزې چارې د برښنا د کمښت له امله ډېره سخته اغېزمنه شوې ده. د جلال آباد د غلجي په مارکيټ کې د مراد هاشمي د چاپخونې ماشينونه بيکاره پراته او خړو خاور پوښلي دي.

د نوموړي چاپخونې مشر، سيد فاضل هاشمي وويل: "موږ ته د تېرو لسو کلونو راهيسې پرله پسې ژمنې راکول کيږي، خو دا ټول هسې دروغ دي. زه حيران يم چې چارواکي پر خپلو دروغو او فساد څنگه نه شرميږي. اوس [له درونټې پرته] له نغلو څخه هم برښنا راتېره شوې ده. سمه ده چې ټوله برښنا په يوه کور کې نه لگيږي، نو ولې يې بېوزلو کورنيو ته نه ورکوي؟"

که برښنا غلا هم نشي، د دې دوو بندونو برښنا ټول ننگرهار ته نه رسيږي.

د درونټې بند درې توربينونه لري، چې هر يو يې د ٨،٣ (درې عشاريه اته)  ميگاواټه برښنا توليدولو وړتيا لري. د قريشي د وينا له مخې نوموړی بند جدي ترميم ته اړتيا لري او دمگړۍ اته ميگاواټه برښنا توليدوي. د نغلو برښنا د پروژې يوه برخه، چې په تېر دسمبر کې بشپړه شوه، ننگرهار ته هم برښنا ليږدوي.

د ننگرهار پوهنتون استاد، محمد داود وفا وويل، بيا هم د دې اضافي برښنا اغېز تر اوسه احساس شوی نه دی.

هغه وويل: "له نغلو څخه جلال آباد ته شاوخوا ١٦ ميگاواټه برښنا چمتو شوې، خو موږ نه پوهيږو پرهغې څه کيږي. ايا هوا ته ځي؟ ايا تر ځمکې لاندې کيږي؟  څه پرې کيږي؟ يا دې د نغلو برښنا بېرته بنده شي او يا دې خلکو ته ورکړ شي."

قريشي يادونه وکړه، ستونزه د کونړ پر سيند د يو نوي بند د جوړېدو له لارې هوارېدای شي. سره له دې چې د دې پروژې په اړه له اوږدې مودې راهيسې د کابل او نړيوالې ټولنې له خوا خبرې کيږي، خو "له بده مرغه هيڅوک ورته سم پام نه اړوي."

د ننگرهار د برښنا د رياست يوبل کارکوونکي، عبدالخليل وويل، څلور کاله دمخه چينايي انجينرانو ته دنده ورکړ شوې وه چې په سيمه کې د برښنا د بندونو جوړول وڅېړي. هغوی له څېړنې وروسته دې پايلې ته ورسېدل چې د کابل پر سيند د درونټې د بند تر څنگ د نورو درېو بندونو د جوړولو امکانات شته. هغوی د دې درې کلنې پروژې لگښت ٤٥٠ مليونه ډالره اټکل کړ، خو د مرکزي حکومت له خوا تصويب نشو.

خليل وويل: "کله چې ولسمشر حامد کرزي لگښت ته وکتل، نو ويې ويل، اوه! دا ډېرې پېسې دي. حيران يم، کله چې له بانک څخه نهه مليونه ډالره غلا کيږي، ولې ولسمشر نه وايي، اوه! خو د ټولې ختيځې سيمې لپاره د برښنا د بندونو د جوړولو لپاره د٤٥٠ مليونو ډالرو پر لگښت سترگې پټوي."

خليل د اوبو د لگولو د پمپونو لپاره د برښنا د چمتو کولو مسؤوليت لري، وايي له نوموړو درېو بندونو څخه دوه هغو به يې د ١٨٠ کيلومتر مکعب د کرنې وړ ځمکې خړوبولو ته اوبه چمتو کړی وای. (د زياتو معلوماتو لپاره وگورئ: د خونو فارمونه له تندې سوځي.)

هجرت الله اختيار په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

 


Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists