Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د برتانويانو حضور د ازادۍ جشن تر سيورې لاندې راوست

افغانان اته اتيا کاله دمخه له برتانويانو څخه د خپلې ازادۍ تر لاسه کول لمانځي، خو د هلمند اوسيدونکي په خپلې سيمې کې يو ځل بيا د برتانويانو ګزمې ځانته پېغور ګڼي.
By IWPR
. ونې د افغانستان په تور، سور او شين رنګه بيرغ باندې پوښل شوې وې او د ماښام تر رادسره کېدو وروسته لارې او کوڅې څراغانې وې.



د هلمند ولايت مرکز د لښکرګاه ښار په 1919 کال کال د افغان – انګليس د درېمې جګړې د پای ته د رسېدو لمانځلو ته تياری نيولو، چې په پای کې يي برتانويان له دې وياړلي او غرني هېواد څخه وشړل. دا ورځ چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په نوم ياديږي، د افغانانو د ملي وياړنو يوه ځلانده ورځ ده.



سږکال يو څه لنډ جشن نيول شوی و. په ځايي ستډيوم کې د دوو ساعتونو لپاره د يو څو لنډو ويناوو او يو څو سپورتي نندارو وروسته غونډه پای ته ورسېده او د لښکرګاه اوسېدونکې بېرته خپلو ورځنيو کارونو ته ورستانه شول.



له لښکرګاه بهر يو ځانمرګي بريد د څلورو تنو ژوند واخيست خو دا هم ددې جګړې ځپلي ولايت يوه ورځنۍ پېښه بلل کيږي.



د هلمند يو اوسېدونکي وويل: "په تېرو کلونو کې به هرچا څو ورځې دمخه تياري نيوله. هغوی به خوښ او خوشحاله و. خو اوس په ښار کې د برتانوي پوځونو د شتون له امله خلک جشنونه، نه کوي. دې کار د خلکو د خولې مزه ترخه کړې ده."



د برتانويانو تر مشرۍ لاندې نړيوال سوله ساتي پوځ، ايساف د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلاف څخه په تېراوړي کې قومانده تر لاسه کړه. د ولايتي بيارغاونې سيمه ييزه ډله اوس د برتانويانو تر لاس لاندې کار کوي. هغوی د ويجاړې او کنډوالې شوې سيمې د بيارغاولو دنده په غاړه لري.



هلمند د طالبانو د بغاوت په مرکز اوښتی دی. زيات شمېر ځايي اوسېدونکي برتانويانو ته د مرسته رسوونکو پر ځای د خطر په سترګه ګوري. جګړو او بمباريو هغوی ډارولي او د بهرنيانو له شتون



څخه کرکه کوي، په داسې حال کې چې د بيارغاونې غړند بهير هغوی شکمن او نهيلې کړي دي.



ولايتي حکومت له خپلې وسې سره سم د ورځې د درنښت او ارزښت لپاره هاند اوهڅه وکړه، خو د لښکرګاه په زړه کې د کرزي په ستډيوم کې برخه والوته اورول شوې ويناوې د برتانويانو لپاره د خلکو او ولس د اړيکو د جګړې د ګټلو ډاډ نه ورکاو.



د هلمند والي اسدالله وفا په سټډ يوم کې د حکومتي چارواکو، قومي مشرانو، د سپورت د ډګر وتلو لوبغاړو او خبريالانو په ګډون د اوو سوو په شاوخوا کې راټولو شوو خلکو ته وينا واوروله. هغه د خپلې وينا په ترڅ کې د افغانانو د جنګياليتوب او شهامت يادونه وکړه .



هغه وويل: "افغانان هيڅکله هم يرغلګر نه زغمي. د خپل ولس دفاع وکړئ او خپل هېواد هماغسې (خپلواک) وساتئ، چې څنګه ستاسو پلرونو ساتلی و."



د والي له وينا وروسته يو شمېر حکومتي چارواکو هم د غونډې برخوالو ته ويناوې واورولې او له خلکو څخه يي د امينت د ټينګښت او د هېواد په بېاودانولو کې د مرستې او همکارۍ غوښته وکړه.



د سياسي چارو يو ځايي شنونکی، حاجي حيات الله آی ډبليو پي آر ته وويل، چې د برتانويانو د نن ورځې شتون د تېرې پېړۍ له شتون سره خورا بنسټيزتوپېر لري.



هغه وويل: "يرغل هغه ته وايي، چې يو هېواد راشي او ستا فرهنګ او بيرغ ته درناوی ونه کړي. غله په دېوالونو را اوړي او ميلمانه په دروازې راځي."



هغه په کلکه وويل، برتانويان ميلمانه دي او د بن د 2001 کال تړون له مخې د نړيوالې ټولنې له خوا دلته راغلي دي.



د هغوی دنده په 19 پېړۍ کې د برتانويانو او روسانو تر منځ له سترې لوبې سره خورا لوی توپير لري.



هغه وويل: "هغوی دلته د افغانستان د بيا ودانولو لپاره راغلي دي."



خو حيات الله په دې وينا کې يوازې و.



په داسې يو هېواد کې چې د لاس او سوک د جګړې پر مهال يو بل (د انګرېز د زوی) په نامه نومول کيږي، په سيمې کې د برتانويانو شتون، په هره موخه چې وي، زاړه ټپونه تازه کوي.



د نادعلي د ولسوالۍ يو قومي مشر، عليشاه مظلوميار وويل: "که موږ چېرته د تاريخ پاڼو ته وګورو، افغانانو داسې کارونه کړي دي، چې په زرينو ليکو ليکل شوي دي. افغانانو يرغلګر شړلي دي، خو خپله يي د هغې مېوه راټوله کړې نه ده. هغه وينې، هغه سرښندنې، هغه هديرې هسې خوشې په خوشې تللي."



مظلوميار تاريخ ته يوه ځغلنده کتنه وکړه. هغه وويل، امير امان الله خان، چې د افغانستان د خپلواکۍ د پلار په نوم پېژندل کيږي، ولس جګړې ته چمتو کړ. لښکر په برتانويانو باندې بريد وکړ، چې لا له لومړۍ جګړې څخه رېږدېدل. بريد د راولپنډۍ په تړون پای ته ورسېد، د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژندل شوه او نېواکګرۍ ته يي د پای ټکې کېښود.



له هغې وروسته امان الله خان په خپلې سختې محافظه کارې ټولنې کې يو لړ بدلونونه او ريفورمونه رامنځته کړل. ډېر مشهور او نامنلی بدلون يي د خپلې مېرمنې، ملکې ثريا مخ لوڅي وه. د پاچا د يو فرمان له مخې ښځو ته لارښوونه شوې وه، ترڅو په عامه ځايونو کې مخ پټې ونه اوسي.



دې کار د هغه هېوادوالو ته ټکان ورکړ او له ځان څخه يي ليرې کړل. امان الله خان په بچه سقاو مشهور، د حبيب الله کلکاني له خوا له واکه وغورځول شو. حبيب الله نهه مياشتې واکمني وکړه. زيات شمېر خلک په دې ګروهه دي، چې برتانويانو د خپلې ماتې د غچ د اخيستلو له امله د هغه ملاتړ وکړ. دا يوازې د هغه چالپاره يوه وسله ده، چې برتانيه د افغانستان پخوانۍ غليمه بولي.



مظلوميار ټينګار کوي، چې د افغانستان د اوسنۍ ناتار تخم په هماغه ترخه بهير کې کرل شوی دی.



هغه وويل: "د اوسني ناتار رېښې د 1919 کال، هغې ورځې ته رسيږي، چې مو ږ برتانويان وشړل. موږ خپله ازادي ترلاسه کړه، خو د وينې بيه ډېره لوړه وه."



هغه يادونه وکړه، برتانويان بايد بيا نه وای راغلی. د واړو هېوادنو ترمنځ د اوږدې ترخې مخينې له مخې، چې څه ناڅه يوه پېړۍ يي دوام وکړ او دواړو لورو ته يي ترخې خاطري پرېښودې، بايد ښه پوهېدلی وای او له افغانستان يي ځانونه ليرې ساتلی وای.



هغه وويل: "کشکې د برتانويانو پر ځای دلته نور هېوادونه راغلی وای. د هلمند، ارزګان او کندهار خلکو لا تر اوسه هغه خونړۍ ورځې نه دې هيرې کړي. او برتانويانو چې په 1842 کال کې د کابل – جلال اباد د لارې په اوږدو کې خپل 17000 سر تېرې له لاسه ورکړل، لا تر اوسه د افغانانو په وړاندې د کينې په اور کې سوځي. ښايي نن هم يو شمېر برتانويان ژوندي وي او ورته ياد دي، چې څنګه د هغوی په وينو ځمکه سره شوې وه او په ځمکه د خپلو پرتو، په تورو ټوټې شوو او سوي سکور مړو ياد به يي په ذهن کې تازه وي."



مظلوميار بيا په 1880 کال کې د ميوند جګړې ته ګوته ونيوه، چې په کې افغانانو برتانويانو ته په يوې داسې جګړې کې مرګونې ماته ورکړه، چې دواړو لورو ته يي زيانونه اړولي و. هغه د جنرال ايوب خان نوم واخيست، چې برتانويانو په وړاندې يي قومانده په لاس کې وه او د اتلې ملالۍ نوم يي واخيست. ملالۍ يوه افغاني اتله مېرمن وه. هغې هغه مهال د جګړې ډګر ته راودانګل، چې نژدې و، افغاني لښکرې ماتې وخوري. ملالۍ خپل پوړنی په لاس کې ونيو او ناره يي کړه: "که په ميوند کې شهيد نه شوې، خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتمه"



يو هټيوال، ايوب خان، چې تل د خپلې هټۍ دپاسه افغاني بېرغ ځړوي، نهيلی او خپه برېښېد.



هغه وويل: "زه په دې ورځ خوشحاله نه يم. موږ بايد هغه مهال جشن ولمانځو، چې په خاورې کې مو برتانويان نه وي. موږ ګورو چې هغوی په هلمند کې داسې ګرځي او راګرځې، چې ګوندې دا ځای ورته د پلرونو څخه په ميراث پاتې شوی وي. هغوی لا نن هم موږ ته بد ګوري. تاسو هغو سرتېرو ته وګورئ، چې د سړکونو په غاړو ولاړ وي او موږ ته ناوړه خبرې کوي. هغوی هيڅکله هم له افغانستان سره مرسته نه کوي. هغوی يوازې غچ اخلي."



سيد قيوم، چې نوی د ملي اردو له ليکو سره يوځای شوی دی او له خدمت څخه يي يوازې يوه ورځ اوړي، هم ورته روحيه لري. خو دهغه برتانوي ضد پياوړي احساسات تر يوې کچې بېلارې و، ځکه د هغه په اند برتانويان او د هغه (افغان) حکومت هغه يو لاس بلل.



هغه وويل: "زه به تر هغه د حکومت ترڅنګ ودرېږم، چې د افغانستان يو غليم هم نه وي پاتې شوی. که زما پلار او يا طالب هر يو ددې خاورې يوې لوېشتې ته زيان ورسوي، نو پرې به يي نه ږدم. ماته د انګريزانو او طالبانو په منځ کې کوم فرق نه شته. هغوی دواړه د افغانستان دښمنان دي. زه به تر وروستۍ سلګۍ پورې د هغوی په وړاندې وجنګېږم. زه به د افغانستان يو دښمن هم ژوندی پرې نه ږدم."



د محمد اختر په نوم يو سپين ږيری يو څه معتدل برېښېد.



هغه وويل: "کله چې انګرېزان افغانستان ته راغلل، هغوی غوښتل موږ فتح کړي. خو افغانان فتح کېدلای نه شي. هغوی خپل زور وښود او يرغل کوونکي يي وشړل. اوس برتانويان د افغانستان د بياودانولو په نوم راغلي دي. خو که ومو ليدل، چې هغوی د پخوا په څېر مفکوره ولري، نو په هماغه لاره به ځواب ورکړو، چې اته اتيا کاله وړاندې مو ورکړی و."