د بالامرغاب عجيبه پېښه

د متحده ايالتونو د اکمالاتو د رسولو په پېښه کې د مرګ ژوبلې متناقض رپوټونه رسېدلي دي.

د بالامرغاب عجيبه پېښه

د متحده ايالتونو د اکمالاتو د رسولو په پېښه کې د مرګ ژوبلې متناقض رپوټونه رسېدلي دي.

Thursday, 12 November, 2009
.



د رپوټونو له مخې د روانې مياشتې په لومړيو کې د متحده ايالتونو او افغان ملي اردو تر ٢٥ پورې کارکوونکي او څه ناڅه ١٤ ولسي وګړي له ترکمنستان سره په پوله پروت د بادغيس ولايت په شمال لويديځ کې له ياغيانو څخه په ډکې سميې، د بالامرغاب په ولسوالۍ کې په يوې پېښې کې وژل شوي او ټپيان شوي وي.



د نومبر د مياشتې په څلورمه د متحده ايالتونو د پوځ له خوا په سيمې کې د سرتېرو لپاره له هوا څخه اکمالات راوغورځول شول، خو د بالامرغاب په سيند کې ولويدل. سرتېرو د هغوى د رانيولو هڅه وکړه. د بالامرغاب سيند ډېر تېز بهيږي. د نړيوال سوله ساتي پوځ (ايساف) د وينا له مخې د ٢٨ هوايي ځواک دوه راغورځول شوي بارونه له غورځېدو وروسته ورک شول او پلټنه پسې روانه وه.



ځايي ليدونکو شاهدانو وويل پنځه تنه په اوبو کې ورګډ شول او يوازې يو ترې بېرته راووت. هغوى وويل د دوو تنومړي وموندل شول، خو دوه نور يې لاس ته رانغلل.



دايساف د ګډې قوماندې د رسنيو چارواکي، ډګروال تود ويسيان وويل: "د نورو ښکېلو په اړه زما سره کوم تاييد نشته."



لومړى طالبانو د دوه مړو د لاسته راوړلو ادعا کړې وه، خو د وروستنيو رپوټونو له مخې د ياغيانو د وياند، ذبيح الله مجاهد له خولې دا خبر دروغ وګڼل شو.



د ځايي خلکو له خولې د مړو د موندلو د هڅو په بهير کې ډېر ناوړه حالت رامنځته شو.



د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د تخت بازار اوسيدونکي وايي يوه څرخي الوتکه چې د افغاني سرتېرو په ګډون د متحده ايالتونو کوماندو په کې سپاره وو د نومبر په شپږمه په سيمه کې راکښته شوه. د سترګو ليدلو شاهدانو په وينا کوماندو له الوتکې څخه د راکښته کېدو پر مهال له ځنډ پرته هرې خوا ته په پټو سترګو په ډزو پيل وکړ.



په تخت بازا رکې د حاجي محمد اسمعيل په نامه يوقومي مشر وويل: "هغوى دې ته ونه کتل چې دا ولسي سړى دى،که طالب او که حکومتي کارکوونکى. هغوى په غوسه او داسې وحشي وو، چې پر افغان ملي اردو يې هم ډزې وکړې."



په ډزو کې په ښکېلو ولسي خلکو کې يو زوړ سړى او د هغه زوى و. د ٤٢ کلن عبدالستار په نامه يو هټيوال وويل چې هغه يو د هغه تره او بل يې د تره زوى و.



عبدالستار، چې له غوسې رېږدېده، وويل: "زما تره ناروغ و. هغه په سختۍ خوځېده. دې ظالمو امريکايانو هغه او د هغه زوى وويشتل. زه به ترمرګه دا جنايت هېر نه کړم. هغوى مازې هټيوال وو، طالبان نه وو. هغوى له هيڅ ډلې سره تړاو نه درلود."



د افغانستان په لويديځ کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان، جنرال جلندرشاه بهنام وويل چې د لټون عمليات په ګډه د متحده ايالتونو د ځانګړي ځواک او د هغوى د کوماندو د يو ټولي له خوا پلي شوي وو، چې پسې وروسته د خپلو ډزو ښکار شول.



هغه وويل: "يو شمېر افغاني او بهرني سرتېري ورک شوي سرتېرې لټول چې يو څو ورځې دمخه د مرغاب په سيند کې ډوب شوي وو. هغوى په غلطۍ سره د متحده ايالتونو ترهوايي بريد لاندې راغلل."



د جنرال بهنام د وينا له مخې د افغان ملي اردو د دوو سرتېرو او د درې ملي پوليسو په ګډون اووه امريکايي سرتېري په هوايي بريد کې ووژل شول. يو افغان ژباړونکى هم ووژل شو. پر دې برسېره د ملي اردو ١٢ سرتېري او يو پوليس ټپيان شوي وو. د يو څو هغوى روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.



د تخت بازار اوسيدونکي وايي همدا شان په هوايي بريد کې تر ١٤ پورې ولسي خلک هم وژل شوي او د استوګنې اته کورونه ويجاړ شوي وو.



حاجي اسمعيل وويل: "د هغو کليو نومونه چې بمونه په کې لويدلي وو، پوستۀ دهانه، خاصه، رود پايان او تاراز وو. لږ ترلږه لس تنه ولسي خلک مړه شوي وو او کېداى شي نور زيات د ور رسېدلو ټپونو له امله ومري. زه د هغو جنازو ته ورغلى وم."



جنرال د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.



د بادغيس د پوليسو مرستيال، څارمن عبدالجبار د متحده ايالتونو او افغان کارکوونکو د مرګ ژوبلې شمېره تاييد کړه.



خو ايساف بيا بله شمېره وړاندې کوي.



ويسيان وويل: "د متحده ايالتونو د امنيتي خدمتونو غړي په دې عملياتو کې نه وو وژل شوي. لکه چې زموږ په مطبوعاتي بيان کې راغلي، پنځه تنه يې ټپيان شوي دي."



د ايساف په بيانيه کې اووه تنه افغان کارکوونکي، چې څلور سرتېري او درې تنه پوليس وو، هم شامل وو. ايساف وويل چې١٥ تنه سرتېري او دوه تنه پوليس ټپيان شوي او په داسې حال کې چې له ملي اردو سره يو افغان ولسي کارکوونکى هم وژل شوى او يوبل تن يې ټپي شوى و.



د ويسيان د وينا له مخې ايساف ددې امکان څېړنه کوي چې د اردو سرتېري په خپلو ډزو کې ولې وژل شوي دي.



ويسيان وويل: "موږ لا تر اوسه د ولسي مرګ ژوبلې په اړه رپوټونه څېړو. له بده مرغه دا عمليات روان دي او د معلوماتو په چمتو کولو کې مو لاسونه لنډ دي."



د ولسي خلکو مرګ ژوبله په افغانستان کې يوه چاودېدونکي موضوع ده، چې په تېرو اتو کلونو کې يو شمېر پېښو د بهرني پوځي شتون په اړه خلک راپارولي، لاريونونه يې جوړ کړي او د طالبانو له ليکو سره پيوستون يې خورا اسانه کړى دى.



په افغانستان کې د متحده ايالتونو لوړپوړي قوماندان او د ايساف د سرتېرو مشر، جنرال ستانلي ميک کرستل د داسې يوې تګلارې غږ کړى دى چې په ولسي حمايت ټينګارکوي.



مک کرستال په سپتمبر کې د سي بي ايس له تلويزيوني شبکې سره په ٦٠ دقيقه يي پروګرام کې ويلي، "که خلک موږ ته د نيواکګرو او دښمنانو په سترګه وګوري، نو بريالي به نشو."



خو په نوې تګلارې باندې له خبرو اترو څخه په راوروسته څو مياشتو کې څو پېښو د بهرنيو پوځونو په وړاندې د افغانانو غوسه راپارولې ده. د سپتمبر په مياشت کې په کندوز کې د جرمنانو له خوا په يو راغوښتل شوي هوايي بريد کې تر ٧٠ پورې افغانان ووژل شول. د هلمند اوسيدونکي وايي چې د نومبر په څلورمه د ايساف يو توغندي په نښه کړي نهه ياغيان اصلا يو بزګره کورنۍ وه. برتانوي پوځيانو ويل هغوى بمونه ښخول.



اوسيدونکي وايي بالامرغاب څه ناڅه په سلوکې پنځوس د ياغيانو په لاس کې دى. تل په کې نښتې روانې وي. ددې کال د جولاى په مياشت کې مرکزي حکومت په بادغيس کې له طالبانو سره د اوربند يو تړون لاسليک کړ، خو زيات اغېزمن نه و.



د بالامرغاب د پېښې په اړه زيات شمېرخلک سم نه پوهيږي. د مرګ ژوبلې کره شمېره ورته څرګنده نه ده او په دې هم نه پوهيږي چې ايا ياغيانو په هغې کې لاس درلود او که نه او د هوايې بريد انګېزه څه شى وه.



خو هغو خلکو ته واقيت په پوره اندازه تريخ دى، چې د کورنۍ غړي او کورونه يي له لاسه ورکړي دي.



د بالامرغاب ښاروال، عبدالشکور وويل: "زيات شمېر خلک بې کوره شوي دي. د هغوى کورنه ويجاړ شوي او په غرونو کې يې خيمې وهلي دي."

Frontline Updates
Support local journalists