Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د بادغيس د پستو ځنګلونه د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دي.

بېوزلي او د سونګ د توکو کمبوت خلک دې ته اړ باسي چې د پستو ونې ووهي.
By Mohammad Saber
Pistachio nuts: People in Badghis province in Afghanistan have been chopping down trees for firewood even though the nut crop is valuable. (Photo: Flickr/Theogeo)

په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، محمد صابر ليکنه

ملا سمندر ته ګرانه وه، چې د پستې ونې د وهلو پر مهال خپل احساسات  تر کنترو لاندې راولي

نوموړې ٥٥ کلن سړي وويل هغه خپلې کورنۍ ته د سونګ د توکو د چمتو کولو بله لاره نه لري. هغه وويل: "کله چې د پستې ونې ووهم، دومره ژاړم چې اوښکې مه نه دريږي. وخت سخت تيريږي. نه کومه دنده لرم، نه کومه تنخوا او نه کوم کار پيدا کولاى شم. آن کله کله د غرونو د وښو خوړلو ته اړ کيږو."

د کرنې وزارت د وينا له مخې يو مهال په افغانستان کې  ٤٥٠000 هکتاره دپستو ځنگلونه موجود وو او اوس. له دې جملې نه ٤٠ سلنه يې له منځه تللي دي. چارواکې د پستې د ځنګلونو له منځه تلل وروستۍ دېرش کلنه جګړه بولي. هغه مهال يا د مرکزي حکومت کنترول په يو شمېر ولايتونو کې کمزورى و او يا هم هيڅ موجود نه و. اوسمهال حکومت پارلمان ته د پستې د ځنګولو د ساتنې له اړه د قانون يوه مسوده وړاندې کړې ده. 

ستونزه په شمال لويديځ ولايت، بادغيس کې ترنورو ځايونو ډېره جدي ده. په بادغيس کې د افغانستان د پستې تر ټولو لوى او پراخ ځنګلونه پراته دي. اوسيدونکي وايي چې بېوزلي او د سونګ د توکو د نورو سرچينو نشتوالى هغوى په ځنګلونو کې د پستو د ونو وهلو ته اړ باسي. 

د بادغيس د کرنې پخوانى رئيس، ګل احمد آصفي وايي، د هغه ولايت د پستې له ٩٥ زره هکتاره ځمکې څخه نيمايي يې؛ ٥٠ سلنۍ له منځه تللې ده، چې يو مهال يې د کال له سلو مليونو امريکايي ډالرو څخه زيات عايدات درلودل. هغه وويل، هرکال د پستې ٢٠٠ هکتاره ځنګلونه له منځه ځي.  

نوموړي وويل، د ځنګل د ساتلو په موخه يې ١٨٠ نفره ساتونکي ګومارلي وو، خو "دا شمېره بسنه نه کوي." نوموړي وړاندې وويل: "دا کار به تر هغې دوام کوي ترڅو چې حکومت ځنګل ته څېرمه پرتو اوسيدونکو ته د سونګ توکي چمتو کړي نه وي."

حکومتي چارواکي د سونګ د توکو د کمبوت خبره مني، خو وايي چې د لارې د ميندلو په لټه کې دي.

د بادغيس ولايت د والي مرستيال، عبدالغني صابري وويل، والي او د ولايت سپين ږيري له ولسمشر حامد کرزي سره د ستونزې د حل په موخه کابل ته روان دي. 

هغه وويل: "ولسمشر ژمنه کړې چې د سونګ د توکو د کمبوت موضوع به د بادغيس د سبزک د ډبرو د سکرو يا کومې بلې لارې هواره کړي."

صابري زياته کړه، د برښنا د غځولو لپاره له ګاونډي هېواد ترکمنستان سره هم خبرې روانې دي.  په دې اړه متحده ايالتونو د څلورو مليونو په ارزښت د يوې سروي د تمويل مرسته کړې ده.

چارواکي وايي ځايي اوسيدونکي هم بايد د پستې د ونې د ساتلو په اړه مسؤوليت پر غاړه واخلي. زياتره نوموړې ونې په طبيعي توګه زرغونې شوې دي. 

چارواکي په پام کې لري چې د ځنګلونو د ساتنې د اهميت او د پستې له حاصلاتو څخه د ګټې د پورته کولو په اړه د خلکو د خبرتيا لپاره يو پروګرام پلى کړي.  

د نوموړي ولايت د چاپېريال او د طبيعي سرچينو د تنظيم رئيس، غلام حيدرحيدري وويل، د هغه رياست يوه نوې ستراتيژي تر لاس لاندې لري. لکه څنګه چې ځايي اوسيدونکي د خپلو حاصلاتو د ټولولو حق لري، همدارنګه د ځنګلونو د ساتنې مسؤوليت هم د ځايي خلکو پر غاړه  دى. 

هغه وويل: "د ستراتيژۍ له مخې طبيعي ځنګلونه ځايي خلکو ته سپارل کيږي، چې د هغې له حاصلاتو څخه ګټه او په ساتنې او بياغاونې کې يې فعاله برخه واخلي."

عارفي دا لاره مني. هغه وويل: "کله چې د سيمې مشران او اوسيدونکي مسؤول وبلل شي، نو ځنګلونه به ونه وهي. همدارنګه حکومت بايد هغوى ته هرکال د نوو ونو د کرلو لارښوونه وکړي او له هغوى سره په دې کارکې مرسته وکړي."

د بادغيس د ولايتي شورا يو غړي، عبدالمجيد شکيب وويل، يوازې ځايي خلک ګنهکاران نه دي.

هغه وويل: "اصلي ستونزه ناامني ده. حکومت دا سيمې نشي کنترولولاى او نه په زورځواکو قانون پلى کولاى شي. د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته لوړرتبه حکومتي چارواکي د ځنګل د ونو په وهلو کې لاس لري."

د ولايت د کروندګرو استازي، ٧٠ کلن عبدالرزاق هاتف وويل، د ځنګلونو ګومارل شوي ساتونکي پخپله د ستونزې يوه برخه ده.

هغه وويل: "ساتونکي د ځنګولونو د ساتنې پر ځاى د هغې پلورونکي دي. هغوى له خلکو څخه پيسې اخلي او پريږدي يې چې ونې ووهي. ټول حکومتي مامورين د معاش له لږوالي  شکايت کوي، خو دې ساتونکو هيڅکله د خپل معاش په اړه شکايت ونه کړ. دا ددې معنا لري چې د ونو د وهلو له لارې ډېر ښه عايد لري."

د ځنګل يو ساتونکي، چې د نوم له ورکولو څخه يې ډده وکړه، آى ډبليو پي آر ته وويل، ساتونکو ته د دومره لويو ځنګلونو د ساتلو لپاره پوره پيسې نه ورکول کيږي او له بلې خوا نشي کولاى د وسله والو افرادو او يا قومي مشرانو په وړاندې مقاومت وکړي. "دا بهير به همداسې دوام کوي. کله چې حکومت ويښ شي، نو هرڅه به له منځه تللي وي."