د ایران سره دمخدره توکو په زیاتیدونکی تجارت کی د ماشومانو په لومه کی لویدل

قاچاق د لويديځې ولسوالۍ ورځنی کاروبار دی او ددې کار لپاره کوچنيان د مسموم کېدو او بندي کېدو له خطر سره سره د لېږد د يوې وسېلې په توګه کارول کيږي.

د ایران سره دمخدره توکو په زیاتیدونکی تجارت کی د ماشومانو په لومه کی لویدل

قاچاق د لويديځې ولسوالۍ ورځنی کاروبار دی او ددې کار لپاره کوچنيان د مسموم کېدو او بندي کېدو له خطر سره سره د لېږد د يوې وسېلې په توګه کارول کيږي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، زلمي بارکزي ليکنه

دوه كاله وړاندې، محمد رضا چې اوولس كاله يي عمر درلود او يو روزونكى وو، خپل نيمايي ورځ  به يي په ښوونځي او پاتې نيمايي ورځ به يي په فوټبال لوبېدو تيروله.په دې وخت كې د هغه پام وشو چې د هغې ځينې ملګري ډيرې پيسې لاسته راوړي. د هغو شتمنيدل رضا خان ته جذبوو، د هغه په ځان كې اور لګېده او غوښتل يي هغه څه ولري لكه د شهاب موټر سايكل، د لاس بندونه، ګوتې او آيي فون (I phone)چې نورییلري.

په همدې شان هغې خپل ځان د ارباب قدوس، چې قاچاق كوونكى وو، په كور وموند، د هغه سړي خبرو ته يي غوږ ايښى وو چې د شتمنېدو لپاره يې ورته رازونه ويل. ”څومره چې ډير كپسولونه تير كړې، هومره به ډيرې پيسې لاس ته راوړی“. هغه كپسولونو هيروئين درلودل او ايران ته قاچاق كېدل.

رضا ومنله، او ددې كار له كولو سره د نورو شتمنو ملګرو سره يوځاى شو او د قاچاقبرانو له خوا په كار وګمارل شو چې ځينې وخت به يي خطرناك او حتى وژونكي كارونو ته لاس پورې كاوه. د جګړې او سولې د ريپوټ جوړونكى انسټيټوټ له خوا د غوريانو په څلورو كلیو كې د ترسره شوي څېړنې دا وموندله چې ګڼ شمېر تنكي ځوانان يا د قاچاقبرانو په ډلو كې ايسار شوي او يا هم بيرته ندي ستنيدلي.

په نيمايي شپه كې رضا 10 كپسولونه تير كړل. د IWPRسره په مركه كې رضا وويل چې هغه نه پوهېده چې نور كپسولو تيرولى شي او كه نه، خو هغه پردې پوهېده چې كه وشي كولاى درې نور كپسولونو تير كړي، نو هغه به د لا زیاتی ایرانی تومانه چې په افغانيو 20.500 (400$) كيږي، لاسته راوړي، چی د 10 کپسولونو دوه برابره پیسی کیږیهغې درې نور كپسولونو د اېشېدلي ملايمو شېدو په مرسته تېر كړل. د افغان هيروئينو څخه ډك ديارلس پلاستيكي كپسولونه د هغه په خيټه كې ځاى پر ځاى شول.

بله ورځ هغه د يوى ډلې ماشومانو او يو اداره كوونكي سره بهر ووت. د جعلي اسنادو درلودلو سره هغوى د سرحد د تلاشي پوستې څخه ايران ته واوښتل. هلته د يو قاچاقبر په كور كې هغوى ته د نس ناستې دوا وركړل شو تر څو پلاستيكي كپسولونه ترلاسه کړی. خو قاچاقبرانو وكولاى شولچې يواځې شپږ كپسولونه ترلاسه كړي. ددې په بدل كې ورته پيسې وركړې او د پاتې نورو اوو كپسولونو سره يي بيرته غوريانو ته واستاوه.

تر دې مخكې چې رضا آيي فون اخيستلو لپاره بازار ته ولاړ شي، هغه په ګيډه كې درد احساس كړ. هغه خپل كورنۍ ته غږ وكړ او حال يي ورته وويل. د هغه كورنۍ رضا يو ډاكټر ته چې غیر قانونی كارونهترسره كوي،  يووړ تر څو د عملیات له لارې هغه كپسولوله ګیډی څخه وروباسي. هغه ژوندى پاتې شو خو نور ماشومان دومره بختورهنه وو.

د 50 څخه زيات مركې چې د قاچاقبرانو، كورنيو او پوليسو  سره تر سره شوي ښايي چې په تېرې لسېزې كې د اټكل شوې شمېرې له مخې 60 ماشومانو خپل ژوند د هيروئينوکرستال چی، يوهتصفيه شوې ماده ده چې د طالبانو د پرځېدو وروسته يي ډير محبوبيت تر لاسه كړى،د تيرولو پخاطر لهلاسه وركړى دى.

ددې مركو پر بنسټ چې په څوو مياشتو كې تر سره شوي دي، له 1000 څخه ډير ماشومان له 2002 كال راپدېخوا له هغه څخه وروسته چې ايران ته يې د هيروئينو ليږدول منلي دي له غوريانو ولسوالۍ څخه لادركه شوي دي.

د منګوان، كاريز، برناباد او د سبولى هفت چاه په كليو كې ميندې او پلرونه خپل د ماشومانو د خونديتوب په اړه انديښمند دي. دا په داسې حال كې ده چې لا اوس هم د پخوا په څېر قاچاق وړونكي فعاله دي.

ځينې قاچاق وړونكي ماشومان وژل شوي او پاتې زياتره برخه يې زندانونو ته اچول شوي دي. ماشومان د قاچاق وړونكو لپاره يو ځانكړى ارزښت لري. دا ځكه چې په ايران كې كوم درنه سزا د ماشومانو لپاره نده ټاكل شوې او دا په داسې حال كې دى چې د مخدره توكو قاچاق په ايران كې يوه لويه جرم ګڼل كيږي او درنه سزا ورته ټاكل شوې ده.

يكه خان چې د غوريانو د ولسوالۍ په مركز كې د قصابى دنده لري په يوه مركې كې وويل چې هغه د دوو نورو قاچاق وړونكو سره دوه كاله دمخه په ايران كې نيول شوى وو. له دې دوو كسانو څخه چې د يوه نوم عزيز الله وو، او د غوريانو اوسيدونكى وو، اعدام شو او دوم كس لا تر اوسه په زندان كې پروت دى.

يكه خان وويل، ځكه چې هغه 16 كلن وو نو هغه يې بيرته افغانستان ته واستوو.

ديكه خان او د محمد رضا د عبرت څخه ډكې كيسې كولاى شي د هيرويينو د قاچاق په كمښت كې ګټور ثابت شي.

د كرسټال ډوله هيروين چې زياتره د روږدو كسانو له خوا د اوبو پيپ په مرستهكارول كيږي. په افغانستان كې يو كيلو يي په 1200 امريكايي ډالره پلور كيږي.

او همدا اندازه بيا د قاچاق وړونكو په وينا د ايران خاورې ته د رسيدو څخه وروسته خپل بيه دوه برابره كوي.

په څلورو كليو كې لږ تر لږه  8 د قاچاق وړونكو سرګروپان شتون لري. له دې اته كسانو څخه دوه يي د IWPR  سره د نوم د نه څرګندولو په شرط مركې ته چمتو شول.

لمړى كس چې د منګوان له كلي څخه يو قاچاق وړونكى وو په دې مركې كې وويل چې هيروين د هلمند ولايت څخه دوې تر لاسه كوي او لويو موټرو كې په پټه توګه هرات ته ليږدول كيږي،او په لويه كچه يعني په سلګونوكيلو ګرامه د نورو توكو لاندې ځاى پر ځاى كيږي.

هغې دا هم وويل چې ماشومان په ډيره آسانه د قاچاق كارونو ته چمتو كيږي، او كه ونيول شي ډير ژر بيرته خوشې كيږي.

د ماشوم د عمر او جسامت پورې تړاو لري چې هغه څومره اندازه كولاى شي چې وليږدوي. ماشومان كولاى شي پنځه، اته او يا لس ګرامه كرسټال هيرويين قاچاق كړي.

ماشوم بايد كپسول تير كړي او له هغه څخه وروسته بايد په 24 ساعتونو كې ايران ته وليږدول شي او هلته بايد له خيټې څخه يې بيرته وباسل شی.

هغې وويل چې موږ دې ماشومانو ته 300.000ایرانیتومان د پنځه كپسولو د ليږدولو په بدل كې وركوو چې 260 امريكايي ډالره كيږي.

دوم قاچاق وړونكى چې 53 كلن دى او د منګوانكلي څخه بهر كار كوي وويل چې صحيح ده چې هغه د ماشومانو څخه د هيرويين په قاچاق كې ګټه اخيستې خو دا ماشومان له هغه خطرونو څخه چې د دوى په لاره كې شتون درلود دمخه خبر وو.

هغه دا هم وويل چې په ځينو وختونو كې د ماشوم مور او پلار ماشوم د كرايي په توګه قاچاق وړونكو ته سپاریاو په ځينې وختونو كې قاچاق وړونكی ماشومانلكه درضا په شان په مستقيمه توګه پيسې خپله ماشومانترلاسه کوی.

د دوم قاچاق وړونكې محمود د خبرى په ردولو سره قاچاق وړونكي ماشومان وايي چې له هغه خطرونو څخه چې د هغو په لاره كې شتون درلود هغې ډير لږ پوهېدل.

په يوى مركې كې د آرش په نامه يو ماشوم وويل چې ”قاچاق وړونكي زموږ له غريبۍ او ناچارۍ څخه ناوړه ګټه پورته كوي.“

هغه وويل چې هغې څو څو وارې د كرسټال هيروين ايران ته ليږدولي دي خو هغې ته هيڅ كله نه وو ويل شوي چې د هغه د وژل كېدلو امكان هم شته.

غلام حيدر چې د منګوان د كلي اوسيدونكى دى، خپل ماشوم يې چې د هيرويينو قاچاق وړونكیوو، له لاسه وركړ.

حيدر وويل چې صبغت الله د څو ورځو لپاره له كلي څخه ترې تم شو او د هغه په اړه په كلي كې هيڅ چا معلومات نه درلودل خو بيا وروسته زما يو دوست معلومات تر لاسه كړلچې صبغت الله د اسلام قلعه په ښار كې چې د ايران سره ګډه پوله لري نيول شوى دى.

حيدر وويل چې كله چې زما دوست د ايران پولې ته ولاړ نو پوليسانو زما د زوى مړى هغې ته وسپاره.

په دې وروستۍ لسيزه كې د هيرويين قاچاق د غوريانو په ولسوالۍ كې مخ په لوړه روان دى. د اړيكو او د پياوړې شبكې په درلودلو سره د هيرويين قاچاق يوه منظمه سيستماتيكه پروسه ترسره كوي.

دا ولايت د هرات سره له ۵۰  كيلو مترو څخه لږ واټن لري او 170 كيلو متره د ايران سره ګډه پوله لري.

ځايي قاچاق وړونكي د كلانشينكوف (AK47)  او نارنجك غورځونكو راكټونو سره سمبال دي او وروستى موډل موټرونه لكه ټيوټا، هيلكس، لاري او لندكروزرونو كې سپريږي. هغوى د جګړې او د پوليس سره د مخ كېدو څخه ويره نه لري.

سرحدي پوليس ددې توان نلري چې له دې تجارت څخه مخنيوى وكړي. هغوى اكثره خلع سلاح كيږي او يا هم د قاچاق وړونكو څخه د بډو په اخيستلو سره هغوى پريږدي چې له پولې څخه واوړی.

د هرات ولايتي مشاور نذیرحيدر زاده په وينا په تير كال كې ملحم خان چې د هرات د سرحدي پوليسو جنرال او قومندان وو په اسلام قلعه كې د مخدره توكو د قاچاق په تور د ايراني پوليسو لخوا ونيول شو او بيا د افغانستان دولت ته وسپارل شو چې په پلچرخي كې بندي دى.

حيدر زاده وويل چې ملحم خان خپل تر لاس لاندې پوليس څخه چې د مخدره توكو په قاچاق كې يې لاس درلود 70.000 امريكايي ډالره رشوت اخيستى وو چې دا مسله د هرات په رسنيو كې په لويه كچه خپره شوه.

يو له قومندانانو څخه چې يوه معامله يي له جنرال سره ترسره كړې وه خپل په موبايل كې ثبته كړې وه.

حيدر زاده وويل چې ملحم خان پر ځان لګيدلي تورونو پر خلاف كوم دريځ غوره نكړ او بند ته واستول شو.

د مخدره توكو پرخلاف د مبارزې پوليس وايي چې هغوى توانيدلي دي چې ځينې لاس ته راوړنې ولري.

په تيرو څلورو كلونو كې دا پوليس توانيدلي دي چې نږدې 500 قاچاق وړونكي د غوريانو په ولسوالۍ كې ونيسي.

احمد ضيا حافظي دمخدره توكو پر ضد د مبارزېدپوليسوولايتي مشر وويل چې له دې مجرمينو څخه پنځه تنه يي ماشومان وو چې كوښښ يې درلود تر څو خپل په خيټه كې مخدره توكي وليږدوي.

بايد ډير كارونه پدې ترڅ كې ترسره شي. په ولايتونو كې اوس هم ډير كورنۍ شته چې ماشومان يې لادركه دي او دا په داسې حال كې ده چې اوس هم ماشومان دې كارته زړه ښه كوي.

پدې ورځو كې محمد رضا نور نه غواړي چې له لنډو او غلطو لارو څخه پيسې تر لاسه كړي. هغه اوس د يار محمد الكوزي په ښوونځي كې چې په غوريانو كې دى په ليك او لوست بوخت دى. هغه اوس هم د عمليات له کبلهپه خپل خيټې كې د درد احساس كوي. ددې عمليات په بدل كې د هغه كورنۍ 800 امريكايي ډالره وركړي وو، نو پدې توګه كوم پيسې چې هغې د مخدره توكو په بدل كې تر لاسه كړي د هغې دوه برابره يې له لاسه وركړل.

زلمیبارکزی په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر يو روزل شوی خبريال دی.

دا رپوټ د ۲۰۱۱کال په نومبر کې، د افغان څېړنيز ژورناليزم  تمويلوونکې پروژې د يوې برخې په توګه چمتو شوی و. همدا راز لومړی ځل د افغان څيړنيز  ژورناليزم د مرکز په ويب پاڼې کې خپور شو، چې آی ډبليو پي آرتاسيس کړې.

Children
Frontline Updates
Support local journalists