د ايساف مشر له ټاکنو دمخه د (امنيت) د پياوړي کولو ژمنه وکړه

جنرال ژن ـ لويس پی د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د چمتو والي او د امنيت د ساتلو د نړيوال او د بيارغاونې د ځواکونو د پراختيا په هکله خبرې کوي.

د ايساف مشر له ټاکنو دمخه د (امنيت) د پياوړي کولو ژمنه وکړه

جنرال ژن ـ لويس پی د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د چمتو والي او د امنيت د ساتلو د نړيوال او د بيارغاونې د ځواکونو د پراختيا په هکله خبرې کوي.

ډګر جنرال ژن ـ لويس پي د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپار د هېواد د بېساري ټولټاکنو څخه پوره دوه مياشتې دمخه، د اګست په نهمه، په افغانستان کې د ناتو تر مشرۍ لاندې د امنيت د ساتلو د نړيوالو ځواکونو (ايساف) قومانده تر لاسه کړه.


ايساف، په افغانستان کې له دوو فعالو پوځي جوړښتونو څخه يو دی، چې د ناتو ترمشرۍ لاندې د امنيت د ساتلو نړيوال ځواک جوړوي. د تلپاتې ازادۍ لپاره عمليات د امريکې د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې پوځي عمليات پر مخ وړي، چې لومړنۍ دنده يي د القاعدې او طالبانو د عناصرو د پاتې شونو د رېښو د بېخه ايستلو لپاره جګړه ده.


ايساف په کابل کې د امنيت د تامين لپاره د مرستې پر مسووليت برسېره د پنځو شمالي ولايتونو د بيارغاونې د ډلو (پي آر ټي) قومانده هم په لاس کې لري. دا ډلې په مجموعي توګه د پوځيانو او ملکيانو په ګډون ١٢٠ تنه دي او د امنيت د تامين او بيارغاونې دواړه کارونه پر مخ وړي. دا داسې يو جوړښت دی، چې يو شمېر خلک يې ضد او نقيض بولي.


ددې کال تر نميايي پورې په افغانستان کې د پي آر ټي ١٦ ډلو کار کاو. ايساف د پي آر ټي شمېره پراخوي او اوس يې د فعاليت سيمه شمالي ولايتونه جوړوي. پي آر ټي په سهيل، ختيځ او لوېديځ کې د امريکې په مشرۍ تر ايتلافي ځواکونو لاندې فعاليت کوي.


د آی ډبليو پي آر خبريال، عبدالبصير د تېرې مياشتې په ورستيو کې د ايساف په مرکزي دفتر کې د يوې ځانګړې مرکې لپاره له (پي) سره وکتل، چې دادی ستاسو په مخ کې يې ږدو:


پوښتنه: د راتلونکو ټولټاکنو لپاره مو څه چمتووالی نيولی دی؟


ځواب: څه شی، چې غواړم لومړی يې ووايم، هغه په افغانستان کې له ټولټاکنو څخه د خلکو توقع او زياتې هيلي دي. د رايې اچونې لپاره د نوم ليکنې بهير يو ستر برياليتوب دی او د يو غښتلي مرکزي حکومت لپاره د افغانستان د خلکو رښتينې اراده څرګندوي.


د ټاکنو لپاره د سازمان ورکولو عمومي جوړښت په دې ډول دی:


د افغانستان انتقالي اسلامي دولت د ټاکنو په وړاندې مسوول دی او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (يوناما)څخه تخنيکي مرستې تر لاسه کوي، ايساف او د تلپاتې ازادۍ لپاره عمليات به له ټول بهير سره مرسته وکړي او عمومي امنيت به پراخه کړي. د ايساف لپاره د عمومي امنيت تامين دا مانا لري، چې لومړی بايد خپل ځواکونه پياوړي کړي.


له دې امله موږ به له هرې پي آر ټي سره نور ځواک ملګری کړو. په همدې توګه به په کابل کې د (امريکايي ځواک) د چټک غبرګون يو ټولی ولرو. پر دې برسېره به د مزارشريف په ښار کې د هسپانوي ځواک د چټک غبرګون يو کنډک ولرو او په کابل کې به له يو ايټالوي کنډک څخه جوړ ريزيف ځواک ولرو. پر دې ټولو برسېره به هوايي اضافي تجهيزات، زيات شمېر چورلکې (هليکوپتر)، د هوايي ترانسپورت زياتې الوتکې او زيات شمېر جنګي الوتکي ولرو.


اوس مهال موږ له يوناما او د ټاکنو د تنظيم له ګډې څانګې سره د عمومي سازمان ورکولو په کار بوخت يو. لويه ستونزه په هېواد کې د امنيت د عمومي کچې پراخول دي او موږ په دې فکر کې يو، چې څنګه کولای شو دا کا روکړو.


پوښتنه: د پي آر ټي د تاريخچې په هکله راته معلومات راکړئ.


ځواب: لومړی مو په کندوز کې د پي آر ټي ازمېښتې څانګه پرانيسته. د پي آر ټي موخه ولايتونو ته د مرکزي حکومت د فعاليتونو غځول دي. له دې امله مو دا ازمېښتې پروژه پرانستله، چې وګورو که دا کار (ښه وي) نتيجه ورکړي.


د پي آر ټي دويمه موخه داده، چې د بيارغاونې لپاره د نړيوالې ټولنې له هڅو سره مرسته وکړو. له دې امله موږ بايد (سيمې ته) فوځ واستوو، چې د پي آر ټي ډلو ته امينت ټينګ کړي او له سيمه ييزو قوماندنانو سره اړيکې ټينګې کړي، تر څو د پوځي وضعې انډول وساتي.


پوفتنه: د بيارغاونې وزارت، زيات شمېر خيريه موسسې او غيرحکومتي سازمانونه د بيا رغاونې په کار بوخت دي. تاسو ولې حکومت او غير حکومتي موسسو ته اجازه نه ورکوئ، چې د بيارغاونې کار سر ته ورسوي اود ايساف ځواکونه د امينت د (تامين په هکله) يوازې پوځي رول ولوبوي؟


ځواب: (هره پي آر ټي) دوه تنه پوځي او ملکي مشران لري. ملکي مشر له ملکي چارواکو سره د اړيکو نيولو دنده لري، تر څو د خلکو اصلي اړتياوې ځانته معلومې کړي. له دې امله پي آر ټي له غير حکومتي موسسو سره په بېلا بېلو پروژو کې کارونه همغږي کوي.


پوښتنه: ولې پي آر ټي ځينو ولايتونو ته استول شوي او ځينوته نه دي استول شوي؟


ځواب: لومړي عمليات په افغانستان کې د تلپاتې ازادۍ لپاره عمليات و. په ايتلاف کې د ورګډو ملتونو مشري دامريکا متحده ايالتونه کوي. وروسته وپتېل شوه، چې د عملياتو بار د ايتلاف او ناتو تر منځ ووېشل شي. لومړی ګام ...د ناتو له خوا په کابل کې (د ا منيت مسووليت په غاړه) اخيستل و. بيا په دې وروستيو کې وپتېل شوه، چې عمليات د افغانستان نورو برخو ته په څلورو مرحلو کې پراخه شي.


د پراختياپه لومړۍ برخه کې د کندوز په سيمه کې د څلورو او د مزارشريف په سيمه کې د پنځو ولايتونو د کنترول تر لاسه کول و. تراوسه مو په دې کار لاس بر شوی دی. دا ولايتونه د کندوز په شاوخوا کې) بدخشان، کندوز، بغلان او تخا راو د مزارشريف په شاوخوا کې بلخ، فارياب، سرپل، سمنګان او جوزجان دي.


پوښتنه: د طالبانو په وړاندې کارکوونکي ايتلافي ځواکونه يو جګړه ييز ځواک او ايساف يو سوله ساتی ځواک دی. ايا دوي په ګډه کا رکوي؟


ځواب: موړ خپلې هڅې له ايتلاف سره همغږې کوو. موږ دواړه غواړو چې د افغانستان له اسلامي منځمهالي حکومت سره مرسته وکړو. خو که نن د افغانستان وضعې ته وګورې، نو وبه مومې، چې زما د مسووليت په ساحه، يادو شويو نهو ولايتونو او کابل، کې وضع په عمومي ډول کراره ده.


که دافغانستان جنوبي برخو ته پام واړوې، وضع لا تراوسه ستونزمنه ده. له دې امله ايتلاف لا تر اوسه د طالبانو په وړاندې جګړه کوي.


پوښتنه: ايتلافي ځواکونو په هرات کې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو امان الله او اسمعيل خان (والي) تر منځ د جګړې په بندېدو کې د ملي اردو د ځواکونو ملا وتړله، په داسې حال کې چې ايساف (د خپل فعاليت په سيمه) شمال کې د عطا محمد او جنرال عبدالرشيد دوستم تر منځ په نښته کې له مداخلې ډډه وکړه. آيا ددې دوو بېلا بېلو تګلارو په هکله رڼا اچولای شئ؟


ځواب: (هرات) زما د مسووليت سيمه نه ده. په مزار کې، که غلط نه شم، دوستم اوس د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو په لاره دی. دوستم او عطا پرېکړه کړې، چې لږ تر لږه د ټاکنو به بهير کې به نوره جګړه نه کوي. اجازه راکړې ووايم، چې عطا اوس د بلخ والي او د مرکزي حکومت استازی دی.


پوښتنه: اوس څومره پوځ لرئ او د (ولسمشرۍ) ټاکنو لپاره د څومره نورو اړتيا وينئ؟


ځواب: ما له تا سره د وړتيا او د ټاکنو لپاره د ځواک د پياوړي کولو خبرې وکړې. موږ لا تر اوسه د نورو تجهيزاتو د چمتو کولو په بهير کې يو. ما چې تاته څه وويل، هغه څه دي، چې دلته يې د شتون په هکله ډاډمن يم.


موږ تراوسه ٧٥٠٠ کسيز ځوک چمتو کړی. تا ته د اکتوبر د نهمې شمېره نه شم درکولای. بهير د سرونو په شمېر اړه نه لري. هغه پلان، د اړتياوو ارزيابي، ناتو ته د اړتيا وړ ځواکونو په هکله د مخ اړول او وروسته په ناتو کې د ګډون کوونکو هېوادونو له خوا ددې منابعو چمتو کول دي. له دې امله تاسو ته د شمېر په هکله څه نه شم ويلای، ځکه دا بهير لا بشپړ شوی نه دی. ټول هغه څه چې ماته څرګند دي، هغه دادي، چې زما د اړتيا وړ نزدې ټول توان به پوره شي، خو اضافي غوښتنې او وړانديزونه لا را روان دي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists